د "سترگه" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
EmausBot (خبرې اترې | ونډې)
و r2.6.4) (روباټ زیاتول: lbe:Я (чурх)
و r2.6.4) (روباټ بدلول: arc:ܥܝܢܐ (ܝܘܠܦܢ ܨܪܘܝܘܬܐ)
۲۴ کرښه: ۲۴ کرښه:
[[ang:Ēage]]
[[ang:Ēage]]
[[ar:عين]]
[[ar:عين]]
[[arc:ܥܝܢܐ (ܨܪܘܝܘܬܐ)]]
[[arc:ܥܝܢܐ (ܝܘܠܦܢ ܨܪܘܝܘܬܐ)]]
[[ast:Güeyu]]
[[ast:Güeyu]]
[[ay:Nayra]]
[[ay:Nayra]]

د ۱۸:۱۳, ۳۱ اگسټ ۲۰۱۱ بڼه

انساني سترګه
انساني سترګه

سترګي د انسان د پنځو حواسو څخه یو ډېر مهم حس دی . سترګي دمخ په دو کندو کي تر تندي لاندي ځائ لري . سترګي د دو زېږمو (کښته، پورته) په مرسته چې باڼوګان ورباندي دي ،د دوي په رپېدو سره ساتل کېږي . بر سېره پردې چې سترګي په ځانګړي توګه د ليدو کتو او لېمو لپاره دي؛ خو سترګي په مخ کي د انسان د ښکلا، ښایست او زړه وړو او میني لپاره هم ستر رول لوبه وي . سترګي په یوه وازګین ځائ کي پره تې دي . بهرنې خوا د سترګو په شپږو وړکو د عضلو په سپڼ سيو سره داسي تړلي دي، چې بېله کومه ربړه هري خواته په ډېره آسانتیا سره خوځېږي . په ليدو کي دواړي سترګي په ګډه آغېزه لري .

د سترګي جوړښت

د سترګي غټی چې په لاتیني ورته (Bulbus oculi) وائي، دغه فورم یو زيږ کلک پوټکی چې په لاتینې ژبه ورته (Sclera) واي جوړه وي . دغه زيږ کلک پوټکی پر یوه ښیښه ئي اوبړین جسم (corpus vitreum)باندي راتاو سوی او ټینګ ئي نیولی دی . د دغه زیږ کلک پوټکي سره د سترګي سپین پوټکی چې دایو سپین شفاف پوټکی دی دسترګي د مخ خواته سپین ښکاري، سره پیوند دی . د زیږمي دننه سور لوند پوټکی دی، چې د زیږمي څخه بیا د سترګي د سپین تر څنډي پوري اوپر شا او خوائي را څرخېدلی دی . څه لوړ تر سترګي د وریځي سره دټېک خواته د اوشکو ځائ سته،چې واړه مرغړي ئي اوښکي جوړه وي کله چې زېږمه رپېږي په اوښکو د سترګي ټول غټی (Bulbus oculi) لندیږي . په دې ګون سره سترګه تل لنده ساتل کېږي . د سترګو د کونجانوسره و پزي ته نږدې وړوکي رګونه سته،چې دهغو په مرسته د سترګي نوري اوبه د پزي تشو ځایو ته وربهه وي . دغه اوبه د سترګي د سپین لیده سمه وي او چټکتيا ورکوي، پره دي توکي له سترګي نه ایسته کوي، سترګه تل تازه ساتي او مکروب ایسته کوي .

د سترګي سپین پوټکی څرنګه چې شفاف دی د سترګي پر تور کړۍ چې په یوناني ورته (Iris) وائي غوړېدلی . د سترګي د تور پوټکي او سپین پوټکي ترمنځ یو خالي ځائ سته، چې اوبه پکښې شته؛ دغه اوبه د وړکو رګونو په مرسته د وینو رګو ته ورځي . په دغه تش ځائ کي د اوبو جوړېده او د اوبو بهېده په سم توازون سره کار کوي، چې د سترګي دننه فشار ثابت پاته سي . د سترګي تور (Iris) لکه یوه کړۍ چې منځ ئي سوری وي دسترګي پر کسي باندي پرته ده . د دغي کړۍ دسوري څخه کسی په انګلیسي ورته (lens)وائي ښکاري .دغه سوری د رڼا پر مهال ځان وړوکی کوي او د تیارې پر مهال ځان غټه وي . ودغه ځائ ته د سوري په لاتیني (Pupille) یاني دلیدو سوری وائي . دغه کړئ او کسی دواړه یو پر بل باند پر یوه ښيښه ئي اوبړین غټي په لاتیني ورته (Corpus vitreum)وائي، ټینګ پاراته دي .

د سترګي جالیز پوټکی چې (Retina) ورته وائي د سترګي له دننه خوا څخه د سترګي پر اِحساسي هجرې ا و پر اوبړین ښیښه ئي غټي باندي کلک را چأر پېر دی . د ټول پوټکو پاي لکه نري تارونه سره يوزاي کېږي اومنځ ئي خالي دی،چې دسترګي د ليدو عصب پکې تېریږي . دغه ټوله بیا د سترګي د غټې و شاته پراته دي .


سرچینه

له خوست ټکی نیټ څخه