پټرا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پټرا (په انګرېزي: Petra، په عربي: البتراء) د اردن په سویلي ولایت معان کې یو لرغونی او تاریخي ښار دی چې پخوا د نبطیانو د حکومت پلازمېنه وه. دا ښار په دې خاطر ډېر مشهور دی چې د ډبرو ودانۍ لري او د اوبو منظم لښتي (ویالې) په کې را تېرې شوې دي. دې ښار ته 'ګلابي ښار' هم وايي هغه ځکه چې د ودانیو د جوړولو لپاره یې د غرونو سرې – یا – ګلابي رنګه تیږې توږلې دي. پټرا په ۲۰۰۷ کې د نړۍ په اوو نویو عجایبو کې وشمېرل شو. پټرا، چې په کابو ۳۱۲ مخږېږدي کلونو کې د عربي نبطیانو له خوا رغول شوی، د اردن نښه ده او همدا ډول په اردن کې تر ټولو زیات سیلانیان لري. نبطیان د عربو کوچیان وه او غوښتل یې چې له پټرا څخه یو لوی سوداګریز مرکز جوړ کړي هغه په دې خاطر چې دا ځای د سیمې په کچه ټولو سوداګریزو لارو ته نږدې وو.


تړلې لیکنې[سمول]

  1. لرغونپوهنه
  2. د مصر احرامونه