پنځم جورج

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
پنځم جورج
(انګلیسي: George V د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پنځم جورج
پنځم جورج

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Prince George Frederick Ernest Albert of Wales د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۳ جون ۱۸۶۵[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]
مړینه 20 جنوري 1936 (71 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل اوندن برونشيت   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت برېتانيا [۱۰][۱۱][۱۲]
برېتانوي هند   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اولاد اتم اډوارډ [۱۳]
شپږم جورج [۱۳]
د متحدې پاچاهۍ یا بریتانیا شاهزاده جان   د (P40) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پلار اوم اېډوارډ [۱۴][۱۳]  د (P22) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مور د ډنمارک الکساندرا [۱۴][۱۳]  د (P25) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال
پاچا   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
وفاداري برېتانيا
د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي   د (P945) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
برخه د برتانيا فوځ   د (P241) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جايزې
 ائیټ گرینډ کراس آف دی آرډر آف سینټ مائیکل اینډ سینټ جورج   د (P166) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
پنځم جورج
پنځم جورج

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

پنجم جورج (جورج فریډریک ارنست البرت؛ د ۱۸۶۵ ز کال د جون له ۳ مې نه د ۱۹۳۶ ز کال د جنوري تر ۲ مې پورې) د ۱۹۱۰ ز کال د می له میاشتې نه په ز ۱۹۳۶ کال کې تر خپلې مړینې پورې د انګلستان او بریتانوي مشترک المنافع هېوادونو پاچا او د هند سترواک و.  

جورج د خپلې انا ملکې وېکتوریا د واکمنۍ پرمهال نړۍ ته سترګې پرانیستې، د ویلز د شهزاده البرت اډوارډ دویم زوی و او د بریتانیا د تخت لپاره په نوملړ کې د خپل پلار او مشر ورور شهزاده البرت وېکتور نه وروسته درېیم کس و. جورج له ۱۸۷۷ز کال نه تر ۱۸۹۲ ز کال پورې، په شاهي سمندري ځواکونو کې  یې دنده ترسره کړه، تر هغه چې د ۱۸۹۲ ز کال په پیل کې د خپل مشر ورور له ناڅاپي مړینې ورسته په مستقیم ډول د تخت لپاره په لیکه کې راغی. د جورج پلار په ۱۹۰۱ز کال کې د وېکتوریا له مړینې سره سم، د اووم اډوارډ په توګه په تخت کېناست او جورج د ویلز شهزاده شو.  په ۱۹۱۰ ز کال کې نوموړی د خپل پلار له مړینې وروسته د  پاچهۍ په تخت کېناست.  

د جورج واکمني د سوسیالیزم، کمونیزم، فاشیزم، آیریلنډي جمهوریت غوښتنې او د هند د خپلواکۍ د راپورته کېدو شاهده وه، چې ټولو په په بنسټیزه توګه د بریتانوي سترواکۍ سیاسي لیدلوری بدله کړ. د پارلمان ۱۹۱۱ ګڼې قانون، د مشرانو د مجلس د ناټاکل شوو غړو په پرتله د د بریتانیا د مشرانو د ټاکل شوو غړو برلاسي رامنځ ته کړه. د لومړۍ نړیوالې جګړې (۱۹۱۴ – ۱۹۱۸ز) په پایله کې، د نوموړي د مخکښو تربرونو، د روسیې د دویم نیکولاس او د جرمني د دویم ویلهیم سترواکۍ نسکورې شوې، خو بریتانوي سترواکي تر ټولو لویې اغېزمنې کچې ته پراختیا و موندله. نوموړي په ۱۹۱۷زکال کې، د وینډسر د ماڼۍ لومړی پاچا شو، چې نوموړي د جرمن ضد عامه احساساتو له امله د ساکس کوبورګ او ګوتا د ماڼۍ نوم د دې ماڼۍ نامه ته بدل کړ. په ۱۹۲۴ ز کال کې جورج د لومړي ځل لپاره د کار وزارت را منځ ته کړ او د ویسټ منسټر د ۱۹۱۳ ز کال قانون، د بریتانوي سترواکۍ ټول ګټې هېوادونه د جلا او خپلواکو دولتونو په توګه په رسمیت وپېژندل.

نوموړی د خپلې واکمنۍ په وروستیو کې د سګرټ څکولو له امله، له روغتیایی ستونزو سره لاس او ګرېوان و او له ​​مړینې وروسته یې مشر زوی آتم اډوارډ ځای ناستی شو.

د ژوند لومړني کلونه او زده کړې[سمول]

جورج د لندن په مارلبورو ماڼۍ کې د ۱۸۶۵ ز کال د جون په ۳ مه نېټه زېږېدلی دی. نوموړی د ویلز د شهزاده  البرت اډوارډ او د ویلز د شهزادګۍ الکساندرا دویم زوی و. پلار یې د ملکې وېکتوریا او شهزاده البرت مشر زوی و او مور یې د ډنمارک د پاچا نهم کریستین او ملکې لویز مشره لور وه. نوموړي د وینډسر په ماڼۍ کې د ۱۸۶۵ ز کال د جولای په ۱۷ مه نېټه د کانټربري د روحاني چارلس لانګلي له خوا د تعمید غسل ترلاسه کړ. [۱۵]

نوموړی چې ویلز د شهزاده تنکی زوی و، لږ تمه کېده چې د پاچهۍ په تخت به کېني. هغه د تخت په لیکه کې د خپل پلار او مشر ورور شهزاده البرت وېکتور نه وروسته درېیم کس و. جورج د البرت وېکتور په پرتله ۱۷ میاشتې کشر و او دواړو شهزادګانو یو ځای زده کړه کوله. په ۱۸۷۱ ز کال کې جان نیل ډیلټن د دوی د ښوونکي په توګه وګمارل شو. دواړه له ذهني اړخه کمزوري وو. لکه څنګه چې د دوی پلار په دې نظر و، چې سمندري ځواک "د هر ځوان لپاره ترټولو غوره روزنه" ده، د ۱۸۷۷ ز کال په سپتمبر کې، چې هغه مهال جورج ۱۲ کلن و، دواړه وروڼه د ډارټموت په ډیوون سیمه کې د ځوانو افسرانو د روزنیزې بېړۍ اچ ام اس بریتانیا سره یوځای شول.  [۱۶][۱۷][۱۸]

د ۱۸۷۹ ز کال نه وروسته، شاهي وروڼو د درېیو کلونو لپار په اچ ام اس بکانتي کې چې د ډیلټن له خوا یې ملتیا کېده، خدمت وکړ. دوی په کارابین، سویلي افریقا او آسټرالیا کې د بریتانوي سترواکۍ له مستعمیرو نه لیدنه وکړه او د ویرجینیا نورفولک، سویلي امریکا، مدیترانې، مصر او ختیځې آسیا ته یې سفرونه وکړل. جورج په ۱۸۸۱ ز کال کې د جاپان د سفر پر مهال، له یوه سیمه ییز هنرمند نه وغوښتل چې په مټ یې آبي او سور ښامار خال ووهي  او د سترواک میجي له خوا خپل حضور ته ومنل شول او د امپرتور د مېرمنې هاروکو له خوا هغوی ته دوه کانګرو ډوله استرالیایي څاروي ډالۍ شول. دالټن د دې سفر په اړه د اچ ام اس بکانتي د خوځښت تر سرلیک لاندې پوره کیسه لیکلې ده. دالټن د میلبورن او سیډني تر منځ د سرګردان هالنډي، چې یوه افسانوي اروایي بېړۍ ګڼل کېږي، لیدنه ثبت کړې ده. کله چې دوی بریتانیا ته راستانه شول، ملکې شکایت وکړ چې د هغې لمسیان په فرانسوي یا الماني ژبه خبرې نه شي کولای، نو د شپږو میاشتو لپاره دوی په لوزان کې وخت تېر کړ چې د بلې ژبې د زده کړې لپاره یې دا هڅه بې پایلې وه. د لوزان نه له راستنېدو وروسته، وروڼه جلا شول. البرت وېکتور د کمبرج پوهنتون ترینیتي کال کالج ته ولاړ، په داسې حال کې چې جورج په شاهي سمندري ځواکونو کې خپلې دندې ته دوام ورکړ. نوموړي ټولې نړۍ ته سفر وکړ چې  د بریتانوي سترواکۍ له ډېری سیمو نه یې لیدنه وکړه. په سمندري ځواک کې د خپلې دندې په اوږدو کې نوموړي د کورنیو اوبو په تورپیډو بېړۍ ۷۹ کې د قوماندان په توګه دنده ترسره کړه، وروسته یې د شمالي امریکا او ویسټ انډیز په اډه کې د اچ ام اس تروش بېړۍ مشري وکړه. د نوموړي وروستی چوپړ د ۱۸۹۱ ز کال نه تر ۱۸۹۲ز کال پورې د اچ ام اس مېلاپوس قومانده وه. له هغه وخت وروسته، د نوموړي سمندري رتبه ډېری ویاړي وه.  [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

واده[سمول]

شهزاده جورج د ځوانۍ په ورځو کې په سمندري ځواکونو  کې د ډېرو کلونو په اوږدو کې د خپل تره شهزاده الفریډ، د اډینبورګ د ډوک چې په مالټا کې یې ماموریت درلود، تر مشرۍ لاندې خدمت وکړ. نوموړي هلته د خپل تره له لور د اډینبورګ شهزادګۍ ماري سره نږدې لوی شو او له هغې سره په مینه کې ونښت. د نوموړي انا، پلار او تره ټولو دا رښته و منله، خو مور یې د ویلز شهزادګې او ترور یې ماریا الکساندرونا د اډینبورګ دوچیس، د دې رښتې مخالفت وکړ. د ویلز شهزادګۍ فکر کاوه چې کورنۍ یې جرمن پلوه ده او د اډینبورګ د دوچیس انګلستان نه خوښېده. دوچیس، د روسیې د ویم الکساندر یوازینۍ لور، له دې امله ناراضي وه چې د بریتانوي واکمن د کوچني زوی مېرمنې په توګه، ماري باید د جورج مور، د ویلز شهزادګۍ ته لومړیتوب ورکړي، چې پلار یې یو کوچنی جرمن شهزاده و، مخکې له دې چې په ناڅاپي توګه د ډنمارک تخت ته وبلل شي. نوموړې د خپلې مور له لارښوونې سره سم د جورج وړاندیز رد کړ. نوموړې د رومانیا له راتلونکي پاچا فرډینانډ سره په ۱۸۹۳ ز کال کې واده وکړ. [۲۵]

د جورج مشر ورورالبرت وېکتور د ۱۸۹۱ ز کال په نومبر کې، د خپل دویم تره له لور د ټیک د شهزادګۍ وېکتوریا ماری سره کوژده وکړه چې په کورنۍ کې د "مې" په نوم یادېده. د هغې پلار فرانسیس، د تیک ډوک (چې د ورتمبرګ د کورنۍ د پوځي افسرانو د ټیټې طبقې غړی و) او مور یې د کیمبرج شهزادګۍ ماري اديلېډ، د پاچا درېیم جورج د نارینه نسب لمسی او د ملکې ویکټوریا د تره لومړۍ لور وه.  [۲۶][۲۷]

د رسمي کوژدې نه شپږ اونۍ وروسته، د ۱۸۹۲ ز کال د جنورۍ په ۱۴ مه نېټه، البرت وېکتور د انفلونزا د وبا په اوږدو کې د سینه بغل ناروغی له امله مړ شو، چې جورج د تخت په نوملړ کې دویم ځای ته ولاړ او د خپل پلار ځایناستی شو. جورج د وچکۍ(محرقې) تبې له امله له شپږو اونیو بستر نه لږ وخت کېده چې له یوې سختې ناروغۍ نه روغ شوی و او داسې انګېرل کېږي چې دې ناروغی، د هغه نیکه شهزاده البرت هم له منځه وړی. ملکې وېکټوریا لا هم شهزادګۍ مې د خپل لمسی لپاره غوره جوړه ګڼله او جورج او می د خپل ګډ غم په اوږدو کې نږدې شول. [۲۸][۲۹]

جورج می ته د البرت وېکتور له مړینې یو کال وروسته وړاندیز وکړ او ومنل شو. دوی د ۱۸۹۳ ز کال د جولای په ۶ مه نېټه په لندن کې د سېنټ جېمز ماڼۍ په شاهي کلیسا کې واده وکړ. دوی یو بل ته د خپل ژوند په اوږدو کې ریښتیني پاتې شول. د جورج په وینا: هغه نه شو کولای، چې د مینې خپل احساسات په خبرو کې وړاندې کړي، دوی ډېری وختونه د مینې لیکونه او د مینې یادښتونه یو بل ته لېږل.  [۳۰]

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/George-V-king-of-United-Kingdom — subject named as: George V — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6377drn — subject named as: George V — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/1986 — subject named as: George V — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/496677 — subject named as: King George V — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p10067.htm#i100661 — subject named as: George V Windsor, King of the United Kingdom — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0034842.xml — subject named as: Jordi V d’Anglaterra — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/19039 — subject named as: Đuro V. — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=16951 — subject named as: Đuro V. — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ CTHS person ID: https://cths.fr/an/savant.php?id=123172 — subject named as: GEORGE V — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Annuaire prosopographique : la France savante
  10. http://www.bbc.co.uk/news/uk-11722352
  11. http://www.bbc.co.uk/programmes/p0168wfs
  12. http://www.nytimes.com/2007/12/25/world/europe/25queen.html
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ ۱۳٫۲ سرليک: Kindred Britain
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Oxford Dictionary of National Biography ID: https://www.oxforddnb.com/view/article/33369 — سمونګر: Colin Matthew — سرليک: Oxford Dictionary of National Biography — خپرونکی: Oxford University Press
  15. His godparents were the King of Hanover (Queen Victoria's cousin, for whom Prince Edward of Saxe-Weimar-Eisenach stood proxy); the Duke of Saxe-Coburg and Gotha (Prince Albert's brother, for whom the Lord President of the Council, Earl Granville, stood proxy); the Prince of Leiningen (the Prince of Wales's half-cousin); the Crown Prince of Denmark (the Princess of Wales's brother, for whom the Lord Chamberlain, Viscount Sydney, stood proxy); the Queen of Denmark (George's maternal grandmother, for whom Queen Victoria stood proxy); the Duke of Cambridge (Queen Victoria's cousin); the Duchess of Cambridge (Queen Victoria's aunt, for whom George's aunt Princess Helena stood proxy); and Princess Louis of Hesse and by Rhine (George's aunt, for whom her sister Princess Louise stood proxy) (The Times (London), Saturday, 8 July 1865, p. 12).
  16. Clay, p. 39; Sinclair, pp. 46–47
  17. Sinclair, pp. 49–50
  18. Clay, p. 71; Rose, p. 7
  19. Rose, p. 13
  20. Keene, Donald Emperor of Japan: Meiji and His World, 1852–1912 (Columbia University Press, 2002) pp. 350–351
  21. Rose, p. 14; Sinclair, p. 55
  22. Rose, p. 11
  23. Clay, p. 92; Rose, pp. 15–16
  24. Sinclair, p. 69
  25. Pope-Hennessy, pp. 250–251
  26. Rose, pp. 22–23
  27. Rose, p. 29
  28. Rose, pp. 20–21, 24
  29. Pope-Hennessy, pp. 230–231
  30. Sinclair, p. 178