وېليم حې مېکناټن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د مکناټن د ژوند د وروستيو وختونو يو انځور چې د جېمز آټکېنسون لخوا کښل شوی

وېليم حې مېکناټن (۲۴ اگسټ، ۱۷۹۳ ز. – ۲۳ ډيسمبر، ۱۸۴۱ ز.) (په انگرېزي:William Hay Macnaghten) په هند کې يو برتانيوی مامور و چې د نوموړي وژلې په هند کې يې د برتانيې د حکومت په سياست کې د بدلون سبب شو.

مخينه

مېکناټن د سر فرانسيس مېکناټن بارټ، چې د مدراس او کلکتې د سترې محکمې دويم قاضي ؤ، ځوی ؤ. نوموړي په چارټرهاوس کې زده کړه ترلاسه کړې وه. په ۱۸۰۹ ز. کال کې د مدراس کاډېټ ښوونځي کې شامل شو، خو په ۱۸۱۶ ز. کال کې يې د بنگال سېول خدماتو سره يوځای شو. هغه د ژبو زده کولو ډېر استعداد درلود او په همدې خاطر يې د هندوانو او مسلمانانو د قانون له مخې ډېرې معاهدې چاپ او خپرې کړې. د نوموړي سياسي فعاليت په ۱۸۳۰ ز. کال کې د لارډ وېليم بېنټينک د سکرترۍ له دندې پيل شو او په ۱۸۳۷ ز. کال کې هغه د والي-جنرال لارډ آکلنډ يو منلی او د ډاډ وړ سلاکار شو. کله چې جنرال لارډ آکلنډ د خپلې سياسي کړنلارې له مخې د امير دوست محمد خان په وړاندې د شاه شجاع ملاتړ وکړ، نو په همدې مهال مېکناټن د خپل سياسي فعاليت له امله وپېژندل شو