ولاديمير ولاديميروويچ ماياکوفسکي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ولاديمير ولادیميروويچ مایاکوفسکي (د ۱۸۹۳ ز کال د جولای ۷ (۱۹) - د ۱۹۳۰ ز کال د اپرېل ۱۴) د روسیې او شوروي اتحاد یو شاعر وو .

مخينه

د روسي شاعر ولاديمير ولادیميروويچ مایاکوفسکي نوم تل له بېلابېو کيسو سره تړلی وو . د هغه په اړه خلکو بېلابېلې کيسې جوړولې چې ډېرې یې له درواغو سره هم تړلې وې . له مړينې وروسته هم په هغه پسې بېلابېلې خبرې کېدې ، چې هم يې د ده په ځاني ژوند او هم يې په پنځونه پورې اړه درلوده . د عادي لوستونکيو په ذهن کې د «ماياکوفسکي» په اړه رښتيا او درواغ داسې سره گډ شوي ول چې د هغه ټول ژوند يوې افسانې ته ورته شوی وو...د هغه ټول اثار چاپ شوي ، سړی کولای شي چې ويې لولي او په عيني ډول یې وارزوي . پخپله د شاعر مایاکوفسکي پنځونه هم په بېلابېل ډول سره شنل کيږي . يو شمېر خلک يې يو روښانه او مخکښ شاعر بولي او يوازې د هغه «فوتوريستي» (۱ ) عشقي شعرونه مني؛ يو شمېر نور بيا هغه وچ کلک پروليتاریايي شاعر گڼي ، درېیمه کټه گوري خلک یې بيا د يو ډنډورچي شاعر په نامه یادوي ، چې وخت ورته چانس ورکړ او اوڅار شو . هغه د داسې لويو روسي شاعرانو لکه و.بريوسوف ، ا.بلوک ، ا.اخماتووا پر پرتله په ادبياتو کې هیڅ کوم نوي څه نه دي رامنځته کړي . له دې سره سره د ماياکوفسکي پنځونه ډېره شتمنه او په زړه پورې ده ، او شونتیا نه لري چې سړی دغه پنځونه په کومو ځانگړيو اډانو کې محدوده کړي . يو مهال خلکو هغه د پروليتاريا د ډال په شان پورته کړی وو ، د پروليتاریايي شاعر ، د اوښتون او د نوي ژوند سندرغاړي په نامه یې ياداوه؛ خو په اوسني وخت کې د هغه شاعرانه ځانگړتیاوو ته څوک پام نه کوي او د خلکو له خوا غندل کيږي . دا چې د ماياکوفسکي اثار خلک لولي او دی د خلکو په یاد دی ، دا په خپله يو فاکټ دی او همدغه فاکټ ښايي چې د ځینو پوښتنو ځوابونه ورکړي . د مایاکوفسکي نيکونه د زاپاروژسکي د سيمې له کازاکانو څخه ول . د ده وړکتوب په کوتايسي کې تېر شو ، هلته یې پلار له دې سره سره ، چې له ښاري خانزاده کورنۍ څخه وو ، د ځنگله د ساتونکي په توگه کارکاوه ، چې وروسته بیا د وینې ناروغۍ لامله مړ شو . د پلار له مړینې وروسته د دوی کورنۍ مسکو ته وکوچېده . د مایاکوفسکي خور به ټوکران خامک دوزي کول ، پلورل به یې او په لومړیو وختو کې يې له دې لارې د خپل کور لگښت پوره کاوه ... په مایاکوفسکي کې له کوچينوالي د انځورگرۍ استعداد راڅرگند شو او د ښوونځي له پای ته رسولو وروسته د انځورگرۍ ، پژۍ جوړولو ، او معمارۍ په کالج کې شامل شو ، هغه هم په دې خاطر چې هلته یې د سياسي وفادارۍ تصديق نه غوښت . هنري او انځورگريزه پنځونه د ده لپاره دومره په زړه پورې نه وه او د سياسي وفادراۍ خبره هم دومره اسانه نه وه ، ځکه چې دی تر دې وخته په پټ سازمان کې د غړيتوب درلودلو په خاطر يو وار بندی شوی هم وو . له «بوتېر سکایا» زندانه د وتلو پر مهال له مایاکوفسکي څخه د شعرونو کتابچه هم اخیستل شوې وه . لکه څنگه چې ده په خپله ويل ، دغه شعرونه ډېر کمزوري ول ، خو بیا هم ۱۹۰۹ ز هغه د خپل شاعرانه کار د پيل کال باله . نوموړی په دې پوهېده ، د دې لپاره چې سړی شعر ولیکي ، بايد پوه شي ، چې دا کار نور شاعران څه ډول کوي . ټول هغه څه چې هغه مهال سمبوليکو شاعرانو ليکل ده به لوستل . همدا راز یې د داسې انگرېزي کلاسيکو شاعرانو لکه بايرون ، شکسپير او نورو اديبانو د اثارو په لوست هم پیل وکړ؛ خو له لوستل شویو اثارو څخه د هغه هيڅ هم خوښ نه شول . د دغې شاعرۍ سکالووې او بڼې له هغه ژوند څخه ډېرې لرې وې ، چې مایاکوفسکي درلود . هغه غوښتل چې د نويو څيزونو په اړه نوي څه وليکي . د شاعر ماياکوفسکي ځينې نورې ستونزې په دې کې وې ، چې هغه کومې پرله پسې او سيستماتيکې زده کړې نه وې کړې ، ځکه خو د هغه لپاره د ښو او خرابو تر منځ توپير کول اسانه کار نه وو . هغه په خپل کار کې د فراست (استبصار ، شهود) له مخې مخته تگ کاوه ، او هغه شاعري یې ردوله ، چې د حواسو نړۍ ، د انسان دنننۍ نړۍ او اندېښنې يې غبرگونولې . هغه د بل واقعيت ، له ژوندي واقعيت سره ، چې د سترگو په وړاندې يې شتون درلود ، ډېره لېوالتيا ښوده ، خو ځينو کره کتونکيو او متنقدينو د هغه شعرونه د نظم په نامه نه دي یاد کړي ، بلکې په هغوی باندې يې د ژورناليستي او ټولنيزو ليکنو نوم اېښی دی ، خو دا د ده د پنځونې يوازې يوه برخه ده ، چې هغه هم ارزښتناکه خبره نه ده . دی خو تر ټولو ړومبی تغزلي عشقي شاعر وو . د ده تغزلي ، عشقي شعرونه او بوللې (قصيدې) هم ځانگړې وې او د نورو شاعرانو عشقي اثارو ته ورته نه وې . شاعر مایاکوفسکي په رښتيا هم لوی استعداد درلود ، ځکه چې بيا یې هم وکولای شول ، ځانته خپل سبک پیدا کړي او په بشپړه توگه نوې شاعري رامنځته کړي . له ۱۹۱۲ ز کاله راهيسې نوموړی په ټولو نندراتونونو ، غونډو، څېړنو او مباحثو کې گډون کوي ، خو لا تر دې مهاله خپل ځان لټوي او په هیڅ ډول ادبي ډلو او ټولنو کې نه شامليږي . د څه مودې له تېرېدو وروسته نوموړی فوتوريستانو ته نږدې کیږي . له و . خلېبنيکوف ، د .بورليوک ، ا . کروچېنيخ سره په گډه د ددغې ډلې مانيفيست لیکي اولاسليکوي يې . په دې وخت کې ځوان شاعر ته منتقدين هم پام رااړوي ، د هغه د شاعرانه ولولو د ډېر لوڅوالي يادونه کوي ، د شعرونو د اتوبيوگرافيزم ځلا په گوته کوي ، هغه څه لولي چې دی مخامخ پکې د خپل ځان په نامه لوستونکي ته پام اړوي . د ده لپاره مهمه خبره دا وه چې هغه څوک دی درک کړي ، چې دی ورته شعر ليکي او ورته لولي يې . ښایي چې په همدې خاطر د هغه شاعرانه استعارې (کنايې) په ځانگړې توگه تماشایي وې او تشبیهات یې ناڅاپي ول . نامتو کره کتونکي او منتقد ياکوبسن د مایاکوفسکي په اړه ليکي : «همدغه استعاره د مایاکوفسکي په شعر کې د تغزلي او عشقي موضوع جوړښت ځانگړی کوي او ټاکي يې..» د ماياکوفسکي د عشقي شعرونو روښانه او ياغي ځانگړنه د هغه په بوللو کې هم غبرگون موندلی دی . د شلمو کلونو په پیل کې د شاعر لپاره بله موضوع په زړه پورې کيږي . د هغه ياغي روح نويو ولولو ته تلوسه لري ، ځکه خو د روسيې د اکتوبر اوښتون ډېر ژر مني او د «اوښتون» په نامه بولـله ليکي . د شاعر عشقي رومانتیکي د هغه پر غميزه بدله شوه . هغه په رښتوني توگه باور درلود ، چې په بل ډول د نوي ژوند جوړول شونتيا نه لري . يوازې د شلمو کلونو په پای کې مایاکوفسکي په دې پوهیږي چې په نوي ژوند کوي ډېر څه هغه ډول نه رامنځته کيږي ، لکه څنگه چې يې خلک ارمان لري . د گوند ډېر غړي له گوندي کارتونو ناوړه کار اخلي او دغه کارتونه ډېرو گوندیانو ته هر واک او صلاحیت ورکوي . دی دا مهال ډېر وگړي د ظلم تر جغ لاندې ويني . شاعر ماياکوفسکي ډارمې هم ليکلې دي ، ځينې نامتو کومېډي يې «کټمل» ، او «حمام» دي ، چې تماشاچيانو ته هم ښودل شوې دي .

مړينه

د ماياکوفسکي ستونزمن او د زړه دروند حالت د هغه ژوند په غميزې سره پای ته ورساوه . پر ۱۹۳۰ ز کال هغه خپل ځان پخپله وويشت او ځانوژنه يې وکړه . کېدای شي د ده د ځانوژنې ځينې څرگند لاملونه ياد شي ، چې شاعر یې دې پرېکړې ته اړايست ، هغه دا چې ويل کېدل ، دی د ستوني ناروغۍ لامله نور شعرونه نه شي لوستلای . د هغه د نندارتون د ناکامۍ لامل او بله خواشينې يې هغه څه ول ، څه چې له اکتوبر اوښتونه وروسته په شوروي روسيه کې تېرېدل او شاعر یې ځوراوه . څرگنده خبره ده ، چې ځينو نورو لاملونو هم شتون درلود ، چې په اړه يې کله کله څېړونکي هم د پټو لاسوندونو له مخې ليکنې کوي . دغه څېړونکي وايي چې ماياکوفسکي په اصل کې د بل چا له خوا وژل شوی ، خو د ده د مړينې ډرامه يې داسې راجوړه کړې ، چې گواکې ځانوژنه يې کړې ده . د ماياکوفسکي په نامه د مسکو ښار د ميترو يو تمځی هم نومول شوی دی .

اخځونه

  1. http://ru.wikipedia.org/wiki/Маяковский,_Владимир_Владимирович