هينريچ هېملر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
هينريچ هېملر
(الماني: Heinrich Luitpold Himmler)[۱]  د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هينريچ هېملر
هينريچ هېملر

د شخص معلومات
زیږون نوم (الماني: Heinrich Luitpold Himmler)[۱]  د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۷ اکتوبر ۱۹۰۰[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
مړینه 23 مې 1945 (45 کاله)[۲][۱۶][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت نازي جرمني (۱۹۲۳–)
د وايمار جمهوريت (۱۹۱۵–۱۹۳۷)
جرمن سترواکي (۷ اکتوبر ۱۹۰۰–۱۹۱۸)  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قد 1.76 متر  د (P2048) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند نازي ګوند  د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د اولادو شمېر 3 [۱۷]  د (P1971) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده سياستوال[۱۴]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) آلماني ژبه[۱۸][۱۹]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
وفاداري نازي جرمني  د (P945) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جګړه/جګړې دويمه نړېواله جګړه  د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
هينريچ هېملر
هينريچ هېملر

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هينريچ ليوټپولډ هېملر (زوکړه: ۱۹۰۰ د اکتوبر ۷، مړينه: ۱۹۴۵ د می ۲۳) د ژغورونکي لښکر يا “SS” او د المان د نازي ګوند يو مخکښ غړی و. هېملر نازي المان کې د پياوړ اشخاصو او د هولوکاسټ يا په اور وژنې اصلي پلان جوړونکو له ډلې څخه و.

هېملر د لومړۍ نړيوالې جګړې پر مهال د احتياطي لښ يا لېوا د غړي په توګه، جګړه کې فعاله ونډه نه درلوده. نوموړي په پوهنتون کې کرنيزه يا تخم پېژندنې څانګه ولوستله او په ۱۹۲۳ز کال نازي ګوند سره يو ځای شو او په راتلونکو ۱۶ کالونو کې يې SS يوازې له ۲۹۰ کسيز لښکر څخه يو ميليوني پياوړي نيمه نظامې ډله جوړه کړه او د نازيانو د تمرکز پنډغالي يا کمپونه يې جوړ او اداره کړل. نوموړی د غوره اداري مهارتونو او په ۱۹۳۱ ز کال کې د رينهارد هيدريچ په څېر د خورا وړ ملاتړو د ټاکلو له امله پېژندل کېده. له ۱۹۴۳ز کال څخه راپدېخوا، نوموړی د المان د پوليسو مشر هم و او د کورنيو چارو د وزير دنده يې هم تر سره کوله، چې د ګيسټاپو (د دولت پټ پوليس) څانګې په ګډون  يې له ټولو کورنيو او بهرنيو پوليسي او امنيتي ځواکونو څخه څارنه کوله. نوموړي د وافين اس اس “Waffen-SS” په نوم د SS يا ژغورونکي لښکر پوځي څانګه اداره کړه. هېملر له راز راز پټو خبرو او اولکېچ [استخباراتي] موضوعګانو سره لېوالتيا درلوده او د نازي المان د توکميزې تګلارې يا سياست د رامنځته کولو په موخه يې د همدې باورونو له عناصرو څخه ګټه پورته کړه او SS کې يې پټ يا محرمانه نښې او دودونه ورګډ کړل.

هېملر «» رامنځته کړ او [د انسانانو] د له منځه وړلو پنډغالي يې جوړ کړل. د نازلي عام وژنې خپرونو د څارونکي په توګه يې د ۲۰۰۰۰۰ او ۵۰۰۰۰۰ تر منځ روماني وګړو او نورو قربانيانو تر څنګ د نږدې ۶ ميليونه يهودانو د وژلو لارښوونه وکړه. د نازي نظام له لورې د وژل شويو ملکي وګړو اټکلي کچه له يوولس تر څوارلس ميليونه ده، چې زياتره يې پولينډي او شوروي اتباع وو.

نوموړی د دويمې نړيوالې جګړې په وروستيو کې، د هټلر له لورې د لنډې مودې لپاره د پوځي قوماندان او وروسته د (کورني) پوځ د بدلولو “Replacement (Home) Army” او د درېيم ريچ “Third Reich” د ټولې ادارې لپاره د عمومي مختار وزير په توګه وټاکل شو. نوموړي ته په ځانګړي ډول د پورتني راين د پوځي ډلې “Army Group Upper Rhine” او وېسټيولا پوځي ډلې “Army Group Vistula” مشري ورکړل شوې وه. وروسته له هغې چې هېملر د خپلو ورسپارل شويو موخو په تر لاسه کولو کې پاتې راغی، هټلر له يادو دندو څخه لرې کړ. وروسته له هغې چې هېملر د جګړې بايلل درک کړل، د جګړې له پای ته رسېدلو څخه لږه موده وړاندې يې، د هټلر له پوهې يا مهارت څخه پرته له لويديځو متحدينو سره د سولې خبرو اترو د پيل کولو هڅه وکړه. هټلر د دې خبر په اورېدلو سره نوموړی د ۱۹۴۵زکال په اپرېل کې له خپلو دندو څخه لرې کړ او د هغه د نيولو امر يې وکړ. هېملر د پټېدلو هڅه وکړه، مګر د برتانوي ځواکونو له لورې لومړی ونيول شو او د هويت له پېژندلو څخه وروسته بندي شو. هغه وخت چې نوموړی په برتانوي بند کې و، د ۱۹۴۵زکال د می په ۲۳ نېټه يې ځان وژنه وکړه.

د ژوند لومړي کالونه[سمول]

هينريچ ليوټپولډ هېملر د ۱۹۰۰ زکال د اکتوبر په ۷ د مونيخ په يوه محافظه کار، منځني پوړ رومن کاتوليک کورنۍ کې زېږېدلی دی. پلار يې جوزف ګيبهارد هېملر (۱۸۶۵ – ۱۹۳۶ ز) نومېده چې ښوونکی و او مور يې انا ماريا هېملر (کورنی نوم: هيدر؛ ۱۸۶۶ – ۱۹۴۱ز) يوه پرهېزګاره رومن کاتوليک مذهبې وه. هينريچ د ګيبهارډ لډوېګ (۱۸۹۸ – ۱۹۸۲زکال) او ستر پادري هېرمان (۱۹۰۵ – ۱۹۴۵زکال) په نوم دوه ورونه درلودل. [۲۰]

د هېملر اصلي يا لومړنی نوم «هينريچ» د هغه د مذهبي روزونکي «د باوريا شهزاده هينريچ:Prince Heinrich of Bavaria» نوم و، چې د باوريا د شاهي کورنۍ غړی و او د ګيبهارډ هېملر له لورې روزل شوی و. نوموړي په لېنډشټ “Landshut” کې د ژبې د اصولو يا ګرامر ښوونځي کې ګډون وکړ، چې پلار يې په کې مرستيال مدير و. په داسې حال کې چې د ښوونځي اړوند کارونه يې په ښه ډول تر سره کړل، ورزشي لوبو کې يې هم هڅه وکړه. هغه کمزورې روغتيا درلوده او ټول ژوند له معدې او نورو ناروغيو څخه وکړېده. د خپلې ځوانې په موده کې يې له وزنونو يا درندو ورزشونو سره د يو څه پياوړي کېدلو په موخه تمرين وکړ. په ښوونځي کې نورو زده کونکو به وروسته د هغه په اړه يادونه کوله، چې نوموړی په ټولنيزو حالتونو [برخو] کې يو زيارکښ او حېرانونکی شخص و. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

د هېملر د ورځنيو يادښتونو کتابچه، چې نوموړي له ۱۰ کلنۍ څخه په متناوب [د وختونو په ترتيب] سره ساتلې وه، ښيي چې نوموړي د شته پېښو، د دوه تنو تر منځ جګړې او د دين او جنسيت په اړه مهم بحث کې پرېکنده لېوالتيا درلوده. نوموړي په ۱۹۱۵زکال کې له لېنډشت عسکري ښوونځي له لښ “Landshut Cadet Corps” سره روزنه پيل کړه. پلار يې د دې لپاره چې هيملر د لوړ پوړي پوځي نوماند په توګه ومنل شي، له شاهي کورنۍ سره له خپلو اړيکو څخه يې ګټه پورته کړه او د ۱۹۱۷ز کال ډسمبر کې د باوريا د يوولسم کنډک په احتياطي لېوا کې شامل شو. ورور يې ګيبهارډ په لويديځ اړخ يا جبهه کې خدمت وکړ، وجنګېده او د اوسپنيز صليب “Iron Cross” پوځي نښان په تر لاسه کولو سره په پای کې دويمې بريدمنۍ ته پورته شو. د ۱۹۱۸ز کال نومبر کې هغه مهال چې هېملر لا هم د روزنې دوره طی کوله، جګړه د المان په ماتې سره پای ته ورسېده او په دې سره جګړه کې د لوړ پوړي پوځي په توګه له ګډون کولو څخه بې برخې شو. د ډسمبر په ۱۸ نېټه له دندې څخه له لرې کولو څخه وروسته بېرته لېنډشت ته ستون شو. نوموړي له جګړې څخه وروسته د خپل ګرامري ښوونځي زده کړې پای ته ورسولې. يوه کرونده کې د لنډمهالې زده کړيالۍ او ورپسې ناروغۍ څخه وروسته يې، له ۱۹۱۹ څخه تر ۱۹۲۲ زکال پورې د مونيخ “Technische Hochshule” پوهنتون (چې اوس د مونيخ تخنيکي پوهنتون دی) کې اګرانومي ولوستله. [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

که څه هم هغه مقررات چې د يهودانو او نورو لږه کيو ډلو په ګډون د غير عيسوي وګړو پر وړاندې په توپيري ډول کارول شوي وو، په ۱۸۷۱ز کال کې د المان د بيا يو کېدلو پر مهال له منځه تللي وو، مګر د سامي ضد پلوي لا هم المان او د اروپا نورو برخو کې وه. هېملر هغه وخت د سامي [ژبې] ضد و، چې پوهنتون ته لاړه، مګر په استثنايي ډول داسې نه و؛ په ښوونځي کې نورو زده کوونکو به يې د خپلو يهودي ټولګيوالو مخنيوی کاوه. نوموړی يو پرهېزګاه کاتوليک مذهبی پاتې شو، په داسې حال کې چې يو زده کونکی و او خپل زياتره بېکاره وخت يې د اپولو ټولنې “League of Apollo” په نوم د ورورګلوۍ ټولنې له غړو سره تېر کړ، چې د ټولنې مشر يهودي و. هېملر د خپل وده وال صيهونيزم نظريې سره سره، له نوموړي او د وروګلوۍ ټولنې له نورو يهودي غړو سره نرم چلند کاوه. په پوهنتون کې د دويم کال پر مهال يې د پوځي مسلک د څارلو په موخه خپلې هڅې دوه برابره کړې. که څه هم هغه بريالی نه و، مګر وتوانېد چې د مونيخ په نيمه پوځي ډګر کې خپله ښکېلتيا پراخه کړي. په همدې وخت کې يې له ستر پادري روهم “Ernst Rohm” سره وکتل، چې د نازي ګوند پخوانی غړی او د “Sturmabteilung” (توپان کنډک يا په لنډ ډول SA) ګډ بنسټګر و. هېملر ځکه د روهم ستاينه وکړه، چې هغه يو ستايل شوی [په پوځي نښانونو سره] جنګي سرتېری و او هېملر د نوموړي په وړانديز د «Bund Reichskriegsflagge» (د سترواک جګړې د توغ ټولنه) په نوم د سامي ضد ملتپالې ډلې سره يو ځای شو. [۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

هېملر په ۱۹۲۲ز کال کې نور هم د يهودي پوښتنې لېوال شو او د ورځني يادښت کتابچه کې يې د سامي ضد مخ په زياتېدلو کتنې او له خپلو ټولګيوالو سره د يهودانو په اړه يو شمېر بحثونه يادښت کړل. د نوموړي د لوستلو لښتليکونه، لکه څرنګه چې د نوموړي د يادښت کتابچه کې ثبت شوي دي، د سامي ضد پمفليټونو، الماني افسانو او پټو اثارو تر سيوري لاندې وو. د جون په ۲۴ د بهرنيو چارو د وزير والتر راتينايو “Walther Rathenau” له وژنې څخه وروسته، د هېملر سياسي نظريات د توکميزو حقونو پر لور وڅرخېدل او د ويرسېليس تړون “Treaty of Versailles” پر وړاندې لاريونونو کې يې برخه واخېسته. لوړ انفلاسيون د زياتېدولو په حال کې و او د نوموړي مور او پلار نور د خپلو درې زامنو د روزنې توان نه درلود. نوموړي چې په پوځي مسلک د جوړولو برخه کې له ناکامۍ او د نوموړي د دوکتورا زده کړو په برخه کې د مور او پلار د تمويل له بېوزلۍ څخه ناهيلی شوی و، اړ شو چې له کرنيز سند تر لاسه کولو څخه وروسته د لږدې اداينې اداري دنده غوره کړي. نوموړی د ۱۹۲۳ز کال تر سپټمبر پورې همدې دنده کې پاتې شو. [۳۷][۳۸][۳۹]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ پیوستون : 11855123X  — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ پیوستون : 11855123X  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb126130639 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Heinrich-Himmler — subject named as: Heinrich Himmler — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6wm1bcj — subject named as: Heinrich Himmler — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/20734 — subject named as: Heinrich Luitpold Himmler — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ subject named as: Heinrich Himmler — Filmportal ID: https://www.filmportal.de/4fe5a4db05034b429b0d06c1d1633216 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/himmler-heinrich — subject named as: Heinrich Himmler — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  9. Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/58565 — subject named as: Heinrich Himmler
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0032681.xml — subject named as: Heinrich Himmler — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=heinrich;n=himmler — subject named as: Heinrich Himmler
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/26505 — subject named as: Heinrich Himmler — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=25563 — subject named as: Heinrich Himmler — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ ۱۴٫۲ https://cs.isabart.org/person/78982 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000000289 — subject named as: Heinrich Himmler — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  16. پیوستون : 11855123X  — د نشر نېټه: ۲۷ سپټمبر ۲۰۱۵ — سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Гиммлер Генрих — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  17. https://www.welt.de/print/die_welt/politik/article124437648/Himmlers-Nachwuchs.html
  18. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb126130639 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  19. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/93178211
  20. Longerich 2012، صص. 12–15.
  21. Manvell او Fraenkel 2007، صص. 3, 6–7.
  22. Longerich 2012، صص. 17–19.
  23. Breitman 2004، ص. 9.
  24. Manvell او Fraenkel 2007، ص. 1.
  25. Longerich 2012، ص. 29.
  26. Breitman 2004، ص. 12.
  27. Longerich 2012، صص. 20–26.
  28. Manvell او Fraenkel 2007، ص. 8.
  29. Longerich 2012، ص. 16.
  30. Weale 2010، ص. 40.
  31. Manvell او Fraenkel 2007، ص. 10.
  32. Longerich 2012، ص. 54.
  33. Manvell او Fraenkel 2007، صص. 6, 8–9, 11.
  34. Longerich 2012، صص. 31, 35, 47.
  35. Longerich 2012، صص. 33, 42.
  36. Evans 2003، صص. 22–25.
  37. Manvell او Fraenkel 2007، صص. 9–11.
  38. Longerich 2012، صص. 60, 64–65.
  39. Weale 2010، ص. 42.