هانا مور

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
هانا مور
(انګلیسي: Hannah More د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هانا مور
هانا مور

د شخص معلومات
پيدايښت ۲ فبروري ۱۷۴۵[۱][۲][۳][۴][۵]
مړینه 7 سپټمبر 1833 (88 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي
د لویې بریتانیا پاچاهي (–۱ جنوري ۱۸۰۱)  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده ليکوال[۶]
شاعر  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۷]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه شعر  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
هانا مور
هانا مور

هانا مور (۱۷۴۵ فبروري ۲ – ۱۸۳۳ سپټمبر ۷) يوه انګرېزه مذهبي ليکواله، د انسان دوستۍ پلوې، شاعره او د Johnson، Reynolds او Garrick د نفوذ کړۍ [ورته سبک] کې ډرامه ليکواله وه، چې د اخلاقي او مذهبي موضوعګانو په اړه يې وليکل. نوموړې چې په Bristol کې زېږېدلې ده، د پلار له لورې يې په رامنځته کړي ښوونځي کې استادي وکړه او د نندارو ليکل يې پيل کړل. هغه د لندن ادبي څرګندتيا کې بوخته او د Bluestocking مخکښه غړې شوه. وروستۍ نندارې او شاعري يې زياته د پروټسټانټ په اړه يا انجليلي شوه. د غلامۍ د سوداګرۍ له يوې مخالفې ډلې سره يو خای شوه. هانا په ۱۷۹۰ لسيزه کې د Thomas Paine د «د انسان حقونه: Rights of Man» ته د يو ځواب په توګه د اخلاق، مذهب او سياسي مقالو په اړه د «ساتنځای ارزانه تړونونه: Cheap Repository Tracts» [کتاب] وليکه، چې غريبو لوستو وګړو ته يې ووېشي. په ورته وخت کې يې له هغه ښوونځي اړيکې پراخه کړې، چې دې او خور يې Martha په کليوالي سيمه (Somerset) کې جوړ کړی و. دې چارې غريب وګړو ته د دوی د تدريس مخنيوی وکړ، چې د ټاکلې (لږې) لوستنې او هيڅ ليکنې لامل شوه. نوموړې د سياسي محافظه کارۍ له امله زياته د يادونې وړ ده، چې د ښځو د حقونو د برابرۍ ضد، د اوښتون ضد يا د محافظه کارې فيمينسټې په توګه تشرېح کېږي. [۸]

په کليسا[سمول]

هانا په ۱۷۴۵کې Bristol ته نږدې د Stapleton په کليسا پورې تړلې سيمې په Fishponds کې زېږېدلی ده. نوموړې د Jocob More (۱۷۸۳ – ۱۷۰۰) د پينځه لوڼو له ډلې څلورمه وه. پلار يې د ښوونځي يو ماهر ښوونکی و، چې د Norfolk په Harleston کې يې په يوې پادري کورنۍ پورې اړه لرله او له انګليستان کليسا (Church of England) سره يو ځای شوی و. نوموړي د ميرزايي مسلک په لټه کې و، مګر د يو ملکيت پر سر (چې د وارث کېدلو هيله يې درلوده) د يوې دعوې له بايلنې څخه وروسته Bristol ته لاړ. په بريسټول کې د کورنۍ ماليې مامور شو او وروسته يې د Fishponds وړيا ښوونځي کې درس ورکړ.

هانا او خويندې يې په لومړيو کې له خپل پلار څخه زده کړې وکړې او لاتيني ژبه او رياضي يې زده کړل. هانا ته يې مشرې خور هم درس ورکړ، چې له همغې څخه يې فرانسوي ژبه زده کړه چې د اوه کلنې جګړې پر مهال يې په Frenchay کې د جګړې له فرانسوي بنديانو سره د وخت تېرولو له مخې د خبرو اترو په ډول فرانسوي ژبې ته وده ورکړه. هغه يوه نه ستړې کېدونکې او هوښياره زده کوونکې وه. کورني دود يې په لږ عمر کې ليکنې پيل کولو ته وهڅوله. [۹][۱۰]

پلار يې (Jacob) په ۱۷۵۸ ز کال د Bristol په Trinity Street کې خپلو مشرانو لوڼو Mary او Elizabeth لپاره د نجونو يو ليليه ښوونځی جوړ کړ، چې چارې يې پر مخ يوسي او خپله د هلکانو لپاره د ښوونځي خلاصولو په موخه له خپلې مېرمنې سره په ښار کې Stony Hill سيمې ته لاړه. هانا مور (Hannah More) د دولس کلنۍ په عمر د نجونو په ياد ښوونځي کې زده کوونکې شوه او د پېغلتوب په لومړيو کې يې هملته درس ورکړ. [۱۰]

په ۱۷۶۷ ز کال کې مور (More) له ويليم ټرنر (William Turner) سره د کوژدن له امله په ښوونځي کې له خپلې ونډې څخه په شا شوه. ويليم د بيلمونټ پوړ له (Wraxall, Somerset) څخه و او مور ورسره هغه وخت کتلي وو، چې د خپلو کاکا بچيانو ته يې درس ورکول پيل کړل. په شپږو کلونو کې يې واده ونه شو. ټرنر د نېټې ټاکنه کې بې ميله يا مخالف ښکارېده او په ۱۷۷۳ ز کال کې يې د کوژدنې اړيکه پرې شوه. داسې ښکاري چې دا کار د مور د عصبي پرېوتنې لامل شوي وي، چې نوموړې ورڅخه Weston-super-Mare ته نږدې په Uphill کې روغه شوه. نوموړې د ټرنر له لورې د تاوان په توګه په کلني ډول د ۲۰۰ پونډه منلو ته چمتو شوې وه. دې کار نوموړړې ادبي کارونو ته خپلواکه کړه. د ۱۷۷۴-۱۷۷۳ ز کلونه په ژمي کې له خپلو خويندو (Sarah) او (Martha) سره لندن ته لاړه، چې دا يې په کلنيو واټنونو (ځنډونو) کې د دې ډول زياتو سفرونو له ډلې لومړنی سفر و. ځيني هغه شعرونه چې نوموړې د David Garrick د «پاچا ليیر (King Lear)» په اړه وليکل، له هغه سره د اشنايۍ لامل شول. [۱۰]

ډرامه ليکواله[سمول]

د مور (More) لومړنۍ ادبي هڅې کليوالې نندارې وې. يادې نندارې يې د درس ورکولو (استادۍ) پر مهال وليکلې او پېغلو نجونو ته پرې عمل کول مناسب وو. لومړنۍ هغه يې د «د خوښۍ لټه: The Search after Happiness» په نوم په ۱۷۶۲ ز کال کې وليکله. د ۱۷۸۰ لسيزې تر نيمايي پورې د دې نندارې له ۱۰ زرو څخه زياتې نمونې وپلورل شوې. د نوموړې له ادبې موډلونو څخه د Metastasio يادونه کولی شو، چې د Attilio Regulo په نوم د موزايکال ډرامې له مخې يې د «نه بدلېدونکی بندي:Inflexible Cative» په نوم يوه ډرامه وليکله. [۱۱]

مور په لندن کې غوښتل د سامويل جانسن (Samuel Johnson)، جوشوا رينولدز (Joshua Reynolds) او اډمنډ برک (Edmund Burke) په ګډون له ادبي ممتازو وګړو سره يو ځای شي. د جانسن په اړه نکل کېږي، چې هانا مور ته يې ښکنځل وکړ: «اغلې، مخکې له دې چې چې په خورا بدغوني ډول يو سړي ته د هغه په مخامخ غوړه مالي يا چاپلوسي وکړې، بايد فکر وکړې چې ايا ستا چاپلوسي ارزښت لري که نه». د نوموړي په اړه وروسته داسې هم نکل شوي دي، چې هانا مور يې «په انګليسي ژبه کې تر ټولو غوره شعر ليکونکې» ګڼله. نوموړې (هانا مور) د ښځو په Bluestocking ډله کې څرګنده يا نوميالۍ شوه. ياده ډله په د ښه خوی (مودب) خبرو اترو او ادبي او پوهنيزو کارونو کې بوخته وه. نوموړې د Elizabeth Montagu د غونډې خونه کې ګډون وکړ، چې له Frances Boscawen، Elizabeth Carter، او Elizabeth Vesey او Hester Chapone سره يې په کې وکتل، چې ځيني يې د ټول ژوند (ژوندمهاله) ملګري شول. هغې په ۱۷۸۲ ز کال کې د (The bas Bleu, or Conversation) په سرليک د خپلو ملګرو او کړۍ د نمانځنې يو ځيرک يا ټوکمار شعر وليکه، چې په ۱۷۸۴ ز کال کې چاپ شو. [۱۰]

ګاريک (Garrick) د “Percy” په نوم د مور غمجنې ډرامې ته يوه سريزه او يو لنډ شعر يا پاړکی وليکه، چې د ۱۷۷۷ په ډسمبر کې په “Convent Garden” [ډرامه] کې بريالی و او د Drury Lane په Theatre Royal کې له Sarah Siddons سره يو ځل بيا پياوړی يا ژوندی شوږ د Percy يوه برخه په ۱۷۹۱ کال د Mozart په ملکيتونو کې وموندل شوه. د «وژونکې ناسمۍ: The Fatal Falsehood» په نوم يوه بله ډرامه چې په ۱۷۷۹ ز کال کې د Garrick له مړينې څخه وروسته توليد شوه، لږه بريالۍ وه او هانا مور د دريځ لپاره ليکل ودرول (بس کړل). که څه هم د «نه بدلېدونکي بندي: The Inflexible Captive» تر سرليک لاندې غمجنه ډرامه يې په ۱۸۱۸ ز کال کې راښکاره شوه. نوموړې په ۱۷۸۱ز کال کې له Horace Walpole سره وکتل او سمون يې ورسره وکړ. هانا په Bristol کې شاعره “Ann Yearsley” ومونده. کله چې ياد شاعره بې ارزښته شوه، هانا مور د خپلې ګتې لپاره د پيسو د پام وړ اندازه برابره کړه. دا چې Yearsley پېژندل شوې وه، Lactilla «شعرونه، په بېلابېلو موکو کې:Poems, on Several Occasions » په ۱۷۸۵ ز کال کې چاپ کړل، چې نږدې ۶۰۰ پونډ يې تر لاسه کړل. هانا مور او مونټېګ (Montage) ګټلې پيسې د Yearsley له خاوند څخه ساتنې په موخه، په باور کې ونيولې. که څه هم Ann Yearsley د شتمنۍ د تر لاسه کولو هيله درلوده او د پيسو ورکړې ته د اړ کولو په موخه يې، د مور پر وړاندې د غلا اشارې يا ننوتنې وکړې. دې ادبي او ټولنيزو ناکاميو مور د لندن له روښانفکره کړيو څخه لاس اخيستنې ته وهڅوله. [۱۲][۱۳]

انجيلي اخلاق پلوې[سمول]

هانا مور په ۱۷۸۰ ز لسيزه کې د James Oglethrope ملګرې شوه، چې د يوې اخلاقي مسئلې په توګه يې له غلامۍ سره اوږدې اړيکې درلودې او د غلامۍ د لومړني له منځه وړونکي په توګه يې له Granville Sharp ډلې سره کار کاوه. مور په ۱۷۸۲ ز کال کې سپېڅلې ډرامې (Sacred Dramas) چاپ کړې، چې په چټکۍ سره ۱۹ ګڼې پرمخ لاړې. دا او د Bas-Bleu او Florio شعرونه (۱۷۸۶ ز کال ) د کيندونکو نظريو پرله پسې لېږد په نښه کوي، چې د «عمومي ټولنې ته د سترو [وګړو] د کړو وړو د ارزښت په اړه فکرونه: Thoughts on the Importance of the Manners of the Great to General Society» (۱۷۸۸ز کال ) او «د ډولي نړۍ د مذهب يو اټکل: An Estimate of the Religion of the Fashionable World» (۱۷۹۰ ز کال ) تر سرليکونو لاندې نثري ليکنو کې بيان شوي دي. نوموړې په دې وخت کې William Wilberforce او Zachary Macaulay ته نږدې وه او د دوی له انجيلي نظرياتو سره يې خواخوږي درلوده. د «غلامي: Slavery» په نوم شعر يې په ۱۷۸۸ ز کال کې راښکاره شو. هغه د زياتو کالونو لپاره د Beilby Porteus، د لندن د Bishop ملګرې او د غلامۍ له منځه وړونکې مخکښه پلوې وه، چې نوموړې يې د غلامۍ سوداګرانو ضد يوې ډلې ته راوکښله. ياده ډله کې ويلبرفورس (Wilberforce)، چارلس مېډډلټن (Charles Middleton) او د Kent په Teston کې جېمز رامسی (James Ramsay) هم ګډون درلود. [۱۴][۱۵]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ GND ID: https://d-nb.info/gnd/119050064 — د نشر نېټه: ۱۴ اکتوبر ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12539121b — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Hannah-More — subject named as: Hannah More — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w69z9946 — subject named as: Hannah More — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w69z9946 — subject named as: Hannah More — سرليک: A Historical Dictionary of British Women — نسخهدوهم — خپرونکی: Routledge — ISBN 978-1-85743-228-2
  6. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  7. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12539121b — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  8. Harriet Guest, 2005, "Hannah More and Conservative Feminism", British Women's Writing in the Long Eighteenth Century. London: Palgrave Macmillan.
  9. Crossley Evans, MJ, Hannah More, University of Bristol (Bristol branch of the Historical Association, 1999.
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ ۱۰٫۲ ۱۰٫۳ Stephen 1894.
  11. S. J. Skedd, "More, Hannah (1745–1833)", Oxford Dictionary of National Biography (Oxford: Oxford University Press, 2004).
  12. Hannah More, 1818
  13. Crossley Evans, MJ, Hannah More, University of Bristol (Bristol branch of the Historical Association, 1999.
  14. Thomas Wilson, The Oglethorpe Plan. Epilogue. Charlottesville, Va.: University of Virginia Press, 2012.
  15. Chisholm 1911.