هانا ارينډ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
هانا ارينډ
(انګلیسي: Hannah Arendt د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هانا ارينډ
هانا ارينډ

د شخص معلومات
زیږون نوم (الماني: Johanna Arendt د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱۴ اکتوبر ۱۹۰۶[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
مړینه 4 ډيسمبر 1975 (69 کاله)[۱][۲][۳][۴][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای هانوفر
نيويارک (–۴ ډيسمبر ۱۹۷۵)  د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت جرمني (–۱۹۳۷)[۱۴]
د امریکا متحده ایالات (۱۹۵۱–)[۱۵][۱۴]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مذهب يهوديت [۱۶]  د (P140) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
استاذہ مارټین هایډېګر [۱۷]  د (P1066) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک فیلسوف [۱۸][۱۹][۲۰]
ليکوال [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه آلماني ژبه   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) آلماني ژبه [۲۵]
انگليسي [۲۶][۲۵]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه سياسي فلسفه
معاصره فلسفې   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر شخصیات اډمنډ هسل [۲۷]
مارټین هایډېګر
اډمنډ برک
جي کی چيسترتون
مونټېسکیو
الېکسي دو توکوېل
والټر بنیامین
عيسی
نېكولو مكياوېلې
اپلاتون
کارل مارکس
سقراط
فرانتس کافکا
د هیپو آګوستین
کارل شمیټ
رسول پولس
امانوېل کانت
ارستو
سورن کی یرکګارډ   د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
هانا ارينډ
هانا ارينډ

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

هانا ارينډ (۱۴ اکتوبر ۱۹۰۶ – ۴ ديسمبر ۱۹۷۵ز کال) يوه سياسي فيلسوفه، ليکواله او د هالکوکاسټ څخه خوندې پاتې شوې وه. د هغې فعاليتونو د شلمې او يو وېشتمې پېړۍ پر سياسي مفکرينو اغېز درلود.[۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۲۹] [۳۳]

ارينډ د «هانوير» په «لينډن» ولسوالۍ کې په ۱۹۰۶ز کال کې زېږېدلې وه، کورنۍ يې يهودي مذهبه وه. کله چې هغه درې کلنه وه، کورنۍ يې د ختيځې پروشيا پلازمېنې «کونيګزبرګ» ته وکوچېده، تر څو هلته يې د پلار د «سوفيليس» ناروغۍ درملنه وشي. (سوفيليس يو ډول ناروغي ده چې په بدن د دانو په شکل راڅرګندېږي). د هغې پلار «پال ارينډ» په ځوانۍ کې په دې نارغۍ اخته شوی و او ګومان کېږي چې د «ارينډ» د زېږېدو پر مهال مخ په کمېدو وه. کله چې هغه اووه کلنه وه، پلار يې مړ شو. ارينډ په يوه سياسي پرمختګيزې لادينه کورنۍ کې راستره شوې وه. مور يې د ټولنپالو ديموکراتانو لېواله ملاتړې وه. په برلين کې د خپلو ثانوي زده کړو له بشپړولو وروسته، هغې د «مارټين هيډګر» تر سرپرستې لاندې د «ماربرګ» په پوهنتون کې زده کړې وکړې او له مارټين سره يې يوه لنډه معاشقه هم درلوده. هغې په ۱۹۲۹ز کال کې د «هيډلبرګ» په پوهنتون کې د وجودي فيلسوف «کارل جاسپر» تر څارنې لاندې په فلسفه کې د دوکتورا سند تر لاسه کړ او د «مينه او سينټ اګوسټاين» پر موضوع يې لیکنه وکړه.

هانا ارينډ په ۱۹۲۹ز کال کې له «ګوتر سټيرن» سره واده وکړ، خو ډېر ژر د ۱۹۳۰ز ليسزې په اوږدو کې په نازي المان کې له مخ پر وده د يهودو پر ضد توپيري چلند سره مخ شوه. په ۱۹۳۳ز کال کې، اډولف هيټلر واک په لاس کې واخيست، ارينډ د لنډ وخت لپاره د ګيسټاپو (ګيسټاپو د نازي المان پټ پوليس و) له خوا ونيول شوه او بندۍ شوه، تور پرې پورې شو چې په ناقانونه ډول يې په نازي المان کې د يهوديانو د ځورولو په اړه څېړنې کړې دي. له خوشې کېدو وروسته هغه له المان نه وتښتېده او په چيکوسلواکيا او سويټزرلينډ کې اوسېده، وروسته په پاريس کې مېشته شوه. دلته يې د «يوت اليا» (د يهودو يو سازمان و) لپاره کار کاوه، له يهودي ځوانانو سره يې مرسته کوله چې د بریتانيې تر واک لاندې فلسطين ته کډه شي. په ۱۹۳۷ز کال کې يې له «سټيرن»  طلاق واخيست او په ۱۹۴۰ز کال کې يې له «هينريش بلوچر» سره واده وکړ، خو کله چې په ۱۹۴۰ز کال کې المان فرانسه ونيوله، فرانسويانو هغه د يوې بهرنس په نوم ونيوله، سره له دې چې په ۱۹۳۷ز کال کې يې خپل المانی تابعيت خوشې کړی و. هغه وتښتېده او په ۱۹۴۱ز کال کې وتوانېده چې د پرتګال له لارې متحده ايالاتو ته ورسېږي. هغه په نيويارک کې مېشته شوه او د پاتې عمر لپاره يې همدا استوګنځای وګرځېد. هغه ليکواله او مصححه شوه او د یهودي کلتور بيارغونې لپاره يې کار وکړ، په ۱۹۵۰ز کال کې يې امریکايي تابعيت واخيست. په ۱۹۵۱ز کال کې د «د شموليت اصليت» په خپرولو سره، هغه د يوې مفکرې او ليکوالې په توګه مشهوره شوه او له دې وروسته يې يو لړ نور کارونه وکړل. په دې آثارو کې يې په ۱۹۵۸ز کال کې د انسان حالت او تر څنګ يې په ۱۹۶۳ز کال کې «ايچمان په يروشلم کې» او «د انقلاب په اړوند» آثار هم شامل دي. هغې په ډېرو امريکايي پوهنتونونو کې تدريس وکړ، په داسې حال کې چې د ټاکلې مودې لپاره يې دنده وانه اخسته. هغه په ۱۹۷۵ز کال کې په نهه شپېته کلنۍ کې په ناڅاپي ډول د زړه د حملې له امله مړه شوه او خپل وروستی اثر «د ذهن ژوند» يې ناچاپه پرېښود.

د هغې په آثارو کې ډېر موضوعات رانغښتي دي، خو هغه د ځواک او شر د طبيعيت په اړوند د خپلو څېړنو له امله شهرت لري، تر څنګ يې د سياست، نېغ په نېغه ولسواکۍ، واکمنۍ او شموليت په اړه هم لیکنې کړې دي. په عامه اذهانو کې نوموړې د «اډولف ايچمان» د محاکمې په اړوند د مخالفت له امله يادېږي، هغې هڅه وکړه چې تشرېح کړي چې عادي خلک څه ډول په مطلق العنان نظام کې فعال شول، کومه چې ځينو يوه «اپولوجيا» بلله (اپولوجيان له خپل اند يا عمل څخه لیکلې دفاع ته ويل کېږي)، همدا راز د «د بدۍ پابندۍ» جملې له امله يې هم شهرت موندلی. د هغې د فکر لپاره د وقف شويو مجلو او ادارو له خوا د هغې يادونه کېږي، د سياسي فکر لپاره د هانا ارينډ جايزه او د نورو تر څنګ په ټاپو، د کوڅو نومونو او ښوونځیو په نومونو سره هم د هغې ياد ژوندی ساتل شوی دی.

د ژوند لومړي وختونه او زده کړه (۱۹۰۶-۱۹۲۹ز کلونه)[سمول]

کورنۍ[سمول]

هانا ارينډ په ۱۹۰۶ز کال کې زېږېدلې وه، اصلي نوم يې «جوانا ارينډ» و، د هغې کورنۍ يوه ارامه و لوستې، آزادخياله الماني يهودي کورنۍ وه چې د هانا د زېږون پر مهال د ويلهيلماين المان د پروشيا په لينډن کې مېشته وه (اوس دا سيمه د هانور برخه ده). د هغې کورنۍ د روسيې سوداګر وو چې د ختيځې پروشيا له پلازمېنې «کونګيسبرګ» څخه راوتلې وه. د ارينډ نيا او نيکه هلته د يهودي سمون د ټولنې غړي وو. د هانا پلرنی نیکه «ماکس ارينډ» (۱۸۴۳-۱۹۱۳) يو پېژندل شوی سوداګر، سیمه ييز سياستوال، د کونيګسبرګ د يهودو د ټولنې یو مشر او د «Centralverein deutscher Staatsbürger jüdischen Glaubens» (د المانياني يهوديانو لپاره مرکزي سازمان) غړی و. د دې سازمان د نورو غړيو په څېر هغه هم خپل ځان په لومړي سر کې المانی باله، صهيونيستي فعاليتونه يې رد کړل، د ځوان «کورت بلومينفيلډ» (۱۸۸۴-۱۹۶۳ز کلونه) په څېر، څوک به چې د دوی کور ته زيات راته او بيا د هانا پالونکی شو. د ماکس ارينډ د بچيانو له ډلې، پال ارينډ (۱۸۷۳-۱۹۱۳ز کلونه) انجنير و او «هينريټ ارينډ»(۱۸۷۴-۱۹۲۲ز کلونه) يو پوليس و چې بيا يې ټولنيز کارونه پيل کړل.[۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]

هانا د پال او مارتا ارينډ (née Cohn)  (۱۸۷۴-۱۹۴۸ز کلونه)يواځينی بچی و، دوی د ۱۹۰۲ز کال د اپريل په يوولسمه نېټه واده کړی و. د هغې نوم د هغې د پلرنۍ نيا په نوم اېښودل شوی و. د هغې نيا «کونز» په اصل کې د نژدې روسي ځمکې (چې اوس لتوانيا ده) څخه کونيزګسبرګ ته په ۱۸۵۲ز کال کې د يهودي ضد فعاليتونو له امله د کډوالې په توګه راغلې وه او دلته يې د چايو د واردونکو په توګه کار پيل کړ؛ د دوی شرکت «جی.اين.کون شرکت»په ټول ښار کې تر ټولو ستر سوداګريز شرکت وګرځېد. دا کورنۍ يوه پېړۍ مخکې له روسيې څخه المان ته رسېدلې وه. د هانا په پراخه کورنۍ کې ډېرې نورې ښځې هم وې چې ميړونه او بچيان يې له لاسه ورکړي وو. د هانا مور او پلار زيات لوستي وو او د هغې د نيا او نيکه په پرتله په سياست کې ډېر چپ لور ته مايل وو. دا ځوانه جوړه پر ځای د دې چې د الماني ديموکراتيګ ګوند غړي شي، له کوم څخه چې د هغه مهال ډېرو ملاتړ کاوه، د ټولنيز ديموکراتيک غړيتوب يې خپل کړ. پال ارينډ په البرټاين (د کونيګزبرګ پوهنتون) کې زده کړې کړې وې. که څه هم د يو انجنير په توګه يې کار وکړ، له کلاسيکو سره په خپله مينه يې وياړ کاوه. هغه يو ستر کتابتون راټول کړی و چې هانا په هغې کې ورکه وه. «مارتا کون» يوه موسيقاره وه او په پاريس کې يې درې کاله زده کړې کړې وې.[۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳]

د دوی د واده په لومړيو څلورو کلونو کې، دا کورنۍ په برلين کې واوسېده، چېرې چې دوی له سوسياليستي مجلې « Sozialistische Monatshefte» څخه ملاتړ کاوه. د هانا د زېږون پر مهال، د برېښنايي انجنيرۍ يوه شریک «پال ارينډ» ته په لينډن کې دنده ورکړه او دلته دوی د مارکيټ څلور لارې (Marktplatz) په يو لرګين کور کې اوسېدل. د ارينډ کورنۍ په ۱۹۰۹ز کال کې يو ځل بيا کونيګزبرګ ته کډه شوه، ځکه چې د پال روغتیايي حالت ډېر خرابه و. د هانا پلار د «سايفيليس» له مزمنې ناروغۍ ځولرېدو او په ۱۹۱۱ز کال کې د کونيګزبرګ په رواني روغتون کې بستر کېدو ته اړ شو. د کلونو لپاره هانا اړ وه چې د پيداښتي سايفيليس ناروغۍ WR معاینات وکړي. هغه د ۱۹۱۳ز کال د اکتوبر په دېرشمه نېټه مړ شو، په داسې حال کې چې هانا اووه کلنه وه او مور يې د هغې پالنه پيل کړه. دوی په « Tiergartenstraße 6» د هانا د نیکه په کور کې و اوسېدل، کوم چې له کونيګزبرګ ټيرګارټين سره نژدې يوه ښېرازه کوڅه وه، دې سيمې په «هوفن» کې موقعيت درلود چې تر ډېره په کې يهوديان ميشت وو. که څه هم د هانا مور او پلار غیر مذهبيان وو، دوی خوشحاله وو چې ماکس ارينډ هانا د يهوديانو عبادت ځای ته بوځي. هغې همدا راز له يهودي مذهبي حاخام «هرمن وګيلسټاين» څخه مذهبي زده کړې تر لاسه کړې، څوک چې د همدې موخې لپاره د هغې ښوونځې ته راته. په همدې وخت کې کشرې هانا ټينګار کاوه ،چې کله پېغله شي، نو هيله لري چې له همدې حاخام سره واده وکړي. د هغې کورنۍ په داسې دايرو کې په خوځښت وه چې ډېر پوهان او مسلکيان په کې وو. دا د لوړو معيارونو او ارمانونو يوه لوړه ټولنيزه  دايره وه.[۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 11850391X  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb118890622 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6r78w8f — subject named as: Hannah Arendt — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/2968 — subject named as: Hannah Arendt — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. subject named as: Hannah Arendt — FemBio ID: https://www.fembio.org/biographie.php/frau/frauendatenbank?fem_id=1154 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/arendt-hannah — subject named as: Hannah Arendt — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0004946.xml — subject named as: Hannah Arendt — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/2549 — subject named as: Hannah Arendt — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Internet Philosophy Ontology project
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Diamond Catalogue ID for persons and organisations: https://opac.diamond-ils.org/agent/37607 — subject named as: Hannah Arendt
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/9361 — subject named as: Hannah Arendt — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=3651 — subject named as: Hannah Arendt — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/2263 — subject named as: Hannah Arendt
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000008455 — subject named as: Hannah Arendt — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  14. https://libris.kb.se/katalogisering/zw9cd68h2n057tv — د نشر نېټه: ۲۴ اگسټ ۲۰۱۸ — د خپرولو نیټه: ۱ فبروري ۲۰۱۳
  15. http://www.nytimes.com/1982/04/25/books/a-woman-of-this-century.html
  16. https://hac.bard.edu/amor-mundi/is-hannah-arendt-a-jewish-thinker-2013-04-12
  17. دوتنه: Glenn H. Utter — سرليک: American Political Scientists — نسخهدوهم — خپرونکی: Greenwood Publishing Group — ISBN 978-0-313-31957-0
  18. http://www.nndb.com/event/582/000051429/
  19. http://www.nytimes.com/2005/03/21/books/21zine.html?pagewanted=print&position=
  20. http://www.nytimes.com/2005/08/15/arts/15conn.html
  21. https://www.nytimes.com/books/00/03/26/specials/mccarthy-arendtlet.html
  22. http://www.smh.com.au/entertainment/movies/hannah-arendt-review-brave-attempt-to-get-inside-the-mind-of-a-complex-thinker-20140312-34mih.html
  23. http://www.tandfonline.com/doi/pdf/10.1080/0305569790050102
  24. http://www.tandfonline.com/doi/pdf/10.1080/0305569790050102 — سرليک: American Women Writers
  25. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/10163299
  26. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb118890622 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  27. دوتنه: Diané Collinson — سرليک: Biographical Dictionary of Twentieth-Century PhilosophersISBN 978-0-415-06043-1
  28. کينډۍ:Cite American Heritage Dictionary
  29. ۲۹٫۰ ۲۹٫۱ Collins 2012.
  30. "Arendt". Collins English Dictionary. HarperCollins. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جون ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. کينډۍ:Cite Oxford Dictionaries
  32. کينډۍ:Cite Merriam-Webster
  33. Duden 2015، ص. 199.
  34. Heller 2015، صص. 33–34.
  35. Wood 2004.
  36. LoC 2001.
  37. Young-Bruehl 2004، صص. 8–9.
  38. Riepl-Schmidt 2005.
  39. Gould 2009، ص. 65.
  40. Young-Bruehl 2004، صص. 5–7.
  41. Geni 2018.
  42. McGowan 1998.
  43. Young-Bruehl 2004، ص. 17.
  44. Young-Bruehl 2004، صص. 10, 16, 26.
  45. Berkowitz 2013.
  46. Young-Bruehl 2004، ص. 22.
  47. Young-Bruehl 2004، ص. 5.
  48. Young-Bruehl 2004، ص. 13.
  49. Young-Bruehl 2004، ص. 27.