مېلبورن پوهنتون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ملبورن پوهنتون (په انگرېزي: UniMelb, Melbourne University ) د آسترېليا رسمي پوهنتون ده چې د مېلبورن په ښار ویکټوريا ایالت کې جوړ شوی . دغه پوهنتون په کال ۱۸۵۳م زېږديز کې رامنځته شو او د آسترېليا هېواد تر ټولو دوهم لرغونی پوهنتون گڼل کېږي . مېلبورن پوهنتون د ټایمز لوړو زده کړو د موسسې لخوا ، په نړۍ کې د پوهنتوني اکادمیکو ډلبنديو سروې له مخې او د تايوان ملي پوهنتون د لوړو زده کړو ډلبنديو سروې کې د آسترېليا تر ټولو ښه پوهنتون شمېرل شوی . د ټایمز لوړو زده کړو د ډلبندۍ سروې له مخې مېلبورن د نړۍ ۳۴م ښه پوهنتون گڼل شوی ، خو د کيوـ اېس QS نړېوال پوهنتون د ډلبنديو سروې له مخې مېلبورن ۳۱م کچې باندې د زده کړو ښه مرکز شمېرل شوی . همدارنگه تر ټولو نوې سروې د ۲۰۱۴م زېږدي کال کې د کيوـ اېس نړېوال پوهنتون له مخې د مضامینو لخوا د مېلبورن پوهنتون په ټولې نړۍ کې په دوهمې کچې ښه ياد کړی . همدارنگه په ۸مې کچې باندې د پانگونې او بانکي زده کړو کې ياد شوی ، د وکالت زده کړو او ساپوهنیزو زده کړو کې یې ۱۰م ځای خپل کړی . د رنځپوهنې زده کړو له مخې په ۱۲مې کچې ياد شوی او د سولگرپوهنې او مالوماتي تخنیک د زده کړو له مخې یې په ۱۵م ځای گڼلی .

د مېلبورن پوهنتون يوه ودانۍ

د مېلبورن پوهنځیو ځايي استوگنځای په پارکوېل کې دی . دغه ځای د مېلبورن سهیلي (شمالي) خواته يوه سوداگریزه ښاريه کې موقعیت لري . همدارنگه د مېلبورن پوهنتون نورې ودانۍ او زده کړنځايونه لري چې د وېکټوريه په سیمو کې ودانې شوي . د ۱۸۷۲م زېږدي کال راپدېخوا مېلبورن پوهنتون سره راز رازو پوهنځيو غړیتوب اخیستی چې له مخې یې ۱۲ پوهنځي نوي شوي چې نژدې ښاريه سیمو کې شتون لري او دغه پوهنځی د اکادمیکو زده کړو برسېره د بدن روزنې (ورزښت) (سپورټ) او کولتوري زده کړو خپرونې هم لري او د فاکولتو تر څنگ د زده کړيالانو لپاره استوگنځای هم شته. د مېلبورن پوهنتون د ۱۱ شاوخوا بېلو اکادمیکو ځانگړیزو څخه رامنځته شوی او د څویزو زده کړنځايونو (انسټټیوټس) او څېړنو مرکزونو سره ملکاري لري چې د بېلگې له مخې د طبي څېړنو والټر او اېلايزه هال انسټټيوټ ، د عقلي روغتيا او ماغزو پوهنیزې څېړنې لپاره د فلوري انسټټیوټ ، د مېلبورن عملي وټه ییز انسټټيوټ او ټولنیزو څېړنو مرکز همدارنگه گراتن انسټټيوټ يادولای شو . د ۱۵ لوړو زده کړو ښوونځيو له مخې د مېلبورن سوداگریز ښوونځي ، د مېلبورن څارنوالۍ او وکالت ښوونځي او د مېلبورن رنځپوهنې ښوونځي یې په ځانگړي توگه ډېر نوموتي گڼل شوي . د آسترېليا څلور لومړي صدراعظمان او پينځه معاونین يا وزیران له همدې مېلبورن پوهنتون څخه فارغ شو ي . اووه د نوبل مډال گټيالي هم په مېلبورن پوهنتون کې زده کړيالان ول .

پوهنتوني نښه

دوتنه:University of Melbourne coat of arms.png
د مېلبورن پوهنتون پېژندنښه

د مېلبورن پوهنتون لکه د نړۍ نورو پوهنتونونو په څېر د ځاني پېژندنې لپاره يو پوهنتوني نښان لري چې په شین رنگ يې منځ پوښل شوی او د نښې په منځ کې د يوې ښځې خيالي انځور د وزرو په لرلو سره کښل شوی اوڅلور ستوري يې د بريا د پوهاوي په تکل څلورخواته د انځور يانې سر خوا ، پښو خوا ، ښي اړخ ته او کیڼ اړخ ته جوړ شوي . همدارنگه د پېژند نښې لاندې يوه خلاسه پټۍ جوړه شوې چې په منځ کې یې په لاطیني ژبې يوه داسې وراشه لیکلي : موږ د نوي پېر سره باید وده وکړو (Postera crescam laude) . دغه وراشه د روم لرغوني شاعر هورېس لخوا وېل شوې .

د پوهنتون پېښلیک

د مېلبورن پوهنتون بنسټ هېيوچايلډرز وپتېيه . دی د ماليې وزیر او عمومي محاسب و . ده په لومړي ځل د ملي بودیجې د سمبالښت په وخت د پوهنتون د بنسټ لپاره ۱۰۰۰۰ سټرلنگ پونډ بېل کړل چې د استرېليا د تاسیساتو او عمل د يوې قانوني مادې پر بنسټ په کال ۱۸۵۳م زېږدي کې د جنورۍ په ۲۲مه د پوهنتون نوم رامنځته شو . په هماغه مهال نوموړي پوهنتون کې د رنځپوهنې (طب) ، قانونپوهنې او سنداراپوهنې د بريلیکونو سټې يادې شوې . د نوموړو زده کړنیزوڅانگو لپاره د اړتيا په توگه د وخت حکومت لخوا هر کال ۹۰۰۰ پونډه بسپنه ومنل شول او ۲۰۰۰۰ نور پوڼډ یې د نورو ودانيو لپاره ومنلې .

د پوهنتون د بنسټ ډبره د جولای په ۳مه کال ۱۸۵۴م کې کېښودل شوه او په همدې نېټې د رياستي کتابتون بنسټ هم کېښودل شو . زده کړې په کال ۱۸۵۵م زېږدي کې پیل شوې چې شاوخوا درې پروفیسران (د لوړو زده کړو استادان) او شپاړس زده کړيالان یې درلودل . له همدې شپاړسو زده کړيالانو څخه یې يوازې څلور فارغ شول نور يې په زده کړو کې پاتې شول. په رسمي توگه د پوهنتون ور د وېکټوريا د کالوني پېر پر مهال د سیمې مرستيال ـ والي سر چارلس هوتم د اکټوبر په ۳مه کال ۱۸۵۵م زېږدي کې پرانیست . د پوهنتون لومړنی مشر ريس رېډمونډ بېري وټاکل شو چې تر خپل مړینې پورې، کال ۱۸۸۰م زېږدي په نوموړې دندې ټاکل شوی ريس و . په کال ۱۸۸۱م زېږدي کې دغه پوهنتون ته په لومړي ځل د ښځې ورتگ يوه بريا وگڼل شوه ځکه چې په وېکټوريا پېر کې ټولنه مذهبي دودياله وه چې ښځې د لوړو زده کړو لپاره اجازه نه درلوده . په ۲۰۰۳م زېږدي کې د مېلبورن پوهنتون خپل ۱۵۰ کلن بنسټ کلیزه ونمانځله .

اداري چارې

د پوهنتون اداري چارې د پارلمان لخوا سمبال شوي . په ۲۰۰۹م زېږدي کې ورته د مېلبورن پوهنتون تگلوری وېل شوي. د ادارې منځی په مشورتي جرگې پورې اړه لري چې ډېر مهم مسولیتونه لري . د بېلگې په توگه : د مشر ريس ټاکنه ده ، د مرستيال ريس ټاکنه ده او د پوهنتون د سرمعلم ټاکل پکې راځي . همدارنگه د پوهنیزې ستراتيژۍ او د پوهنتون بودیجې لپاره يې مسولیت د پارلمان په سر دي . برسېره پر نورو پالیسيو چې د پارلمان لخوا وضعه کېږي د باندنیو زده کړيالانو، د ده اړخیزه زده کړيالانو بدلولو لپاره د قانون رامنځته کول او اکادمیکو غړو ته د باندنيو څېړنیزو زده کړو لپاره ، د ښوونیزو تگلارو او عملي زده کړو لپاره مشورتي غړي او تنظيمات برابرېږي . د بريلیکونو او فارغولو کوميټه (Committee of Convocation) په فاکولتې کې د فارغینو او په تناسبي ډول د غړو ټاکنې چاره په غاړه لري .

اداري بسپنې

په ۲۰۰۸م زېږدي کې پوهنتون شاوخوا ۱.۱۰۵ بيليونه ډالر بسپنه درلوده چې د آسترېليا د زده کړنځايونو د بسپنو تر ټولو ډېره برخه وه . اوس دغه بسپنه لا غوړېدلې او د څو کالونو د تېرېدو سره ۱۰۰ میلیونه ډالره د کاله راباسي . په ۲۰۰۸م زېږدي کې لږ څه ټکنۍ ځکه وه چې په هاغه کال کې وټه وځپل شوه چې له ۲۰۰۷م ـ ۲۰۱۰م پورې یې دوام درلود. په پرتله د شتمنو امریکايي پوهنتونونو د آسترېليا د پوهنتونونو بسپنې ډېرې لږې بسپنې دي .

پوهنتوني سويه

پوهنتون ۱۱ اکادمیکې څانگې لري چې له مخې یې ځینې د يوه ښوونځي په توگه يوه اکادمیکه سند د فراغت گڼل کېږي . په آسترېليا کې له دغه پوهنتون څخه د فراغت او پاتې شؤو محصلینو (زده کړيالانو) کچه له نورو پوهنتونونو څخه هم لوړه ده او هم ټيټه ده . دغه پوهنتون د هېواد په کچه تر ټولو لوړه د داخلېدو غوښتنه لري . په ۲۰۰۹م زېږدي کې د لسانس لپاره ۹۴.۰۵ غوښتنې کچه وه . لدې وراخوا پوهنتون تر ټولو هراړخیزه تکړه زده کړيالان مني او ۵۰٪ څخه یې يوه کچه ټيټ هم نه پرېږدي چې پوهنتون کې ومنل شي . شرايط يې ډېر تشریفاتي او لوړو سلايقو باندې سمبال دي . د ۲۰۰۹م زېږدي د ټايمز د لوړو زده کړو د پوهنتوني سويو له سروې داسې ښکاري چې د مېلبورن پوهنتون په ټول آسترېليا کې د ۳۰ تکړه پوهنتونونو په کتار کې وگڼل شو . خو د مضامینو او اکادمیکه څانگو له مخې درې څانگې یې په ۲۰ تکړه اکادمیکو کتارونو کې شمېرل شوي .

څېړنيز ډگر

د مېلبورن پوهنتون پدې ټینگار لري چې د همغاړو هېوادونو په ټولگي (CSIRO) کې تر اوسه دوی تر ټولو ډېره بسپنه او لگښت په پوهنیزو بوبي (ساينسي) څېړنو او صنعتي شننیزو څېړنو باندې لگولې . په ۲۰۱۰م زېږدي کال پوهنتون ۸۱۳ میلیونه ډالر په څېړنې لگولي . په هماغه کال کې پوهنتون په دولتي کچه د آسترېليا د ماسترۍ بريلیکونو وېشلو تر ټولو لوړه کچه کې و او همدارنگه یې نړېوالو څېړونکو ته د ماسترۍ په کچه ډېر بورسونه او د سرمحققي څېړنیزو بریلیکونو ته چې ۳۲۲۲ کسانو ته ورکړل شوي ول تر ټولو لوړو کچو کې گڼل شوي . چې له مخې یې ۷۱۵ څېړونکو بريلیکونه ترلاسه کړل.

مېشته پوهنځي

د مېلبورن پوهنتون ټولټال ۱۲ پوهنځي لري ،چې د هغو له کتاره یې اووه پوهنځي شاوخوا سره د کرکېټ لوبغالي څخه راچاپېره د پوهنتون انگړ شمالي خواته څېرمه دي چې د هگۍ په بڼه راټول دي . دغه سیمه د کالج کريسنټ په نوم پېژندل شوې . نور پينځه پوهنځي د پوهنتون د لوبغالو څخه دباندې ودان شوي . د دغو ځايي مېشته پوهنځيو مسولیت د زده کړيالانو لپاره د استوگنځای وربرابرول او په بشپړه توگه د پوهنتون هراړخیزه با تجربه تعلیم ورکول په بر کې نیسي

ودانیزه بڼه

د پوهنتون د انگړ شاوخوا ځينو دغو ودانیو لکه زوړ ـ کواډرېنگل او بلډوین سپنسر دواړه د خپل پیر هنري مخ سینگاروي . نوی ـ ویلسن هال د ځايي اصلي ودانۍ ځایناستی دی ځکه چې د اور له کبله ورانه شوې وه .

کتابتونونه

د مېلبورن پوهنتون کتابتون په کال کې درې میليونه لیدونکي لري او د ۴۲ میلیونه شاوخوا کتابونه ترې هر کال پورېږي . په کتابتون کې تولټال د ۳.۵ میلیونو توکو شاوخوا پراته دي ، چې دغه شمېره له کتابونو ، ډي ويډيانو ، انځورونو ، برېښنايي سلايډونو ، سندرتوکو ، نخشو ، چاپي پاڼو رسالو ، او پوستکالیو څخه گڼل کېږي . دغه کتابتون د ۳۲۰۰۰ برېښنايي کتابونو آرشیف هم لري او په سلهاؤ توکبنسټونه او ۶۳۰۰۰ عمومي تخصصي ژورنالونه په برېښنايي ډیجټل بڼې لري .

په ټول پوهنتون کې څو څانگې کتابتونونه ودان شوي چې په لاندې ډول راسپړل کېږي :

  1. بېيؤو کتابتون (د هنري توکو او وگړنيزو توکو)
  2. براؤنلس ژونرنځپوهنیز کتابتون
  3. د ختيځ مالوماتي مرکز (ERC)
  4. گیبلین يونسون کتابتون (د وټپوهنې ، سوداگريزې پوهنې او روزنيز علم اړونده توکي)
  5. د قانونپوهنې کتابتون
  6. لنټن پار سندارا ، د کتن توکو او لوبگرۍ هنري کتابتون ( په رسمي ډول ورته VCA کتابتون وایي)
  7. لويس هانسون ډاير سندریز کتابتون
  8. د مېلبورن د کرهڼې او چاپېرياليزې ښوونځۍ کتابتون ( برنلي ، کرېسویک، ډوکي هم نومېږي)
  9. د بيتارۍ (وېترنرۍ ) ساينسي کتابتون

د پوهنتون نورپوهنیز انگړونه

مېلبورن پوهنتون څلور نور پوهنیز انگړونه هم لري چې په مېټروپولیټن مېلبورن کې د برنلي ، ساوتبېنک ،هاتورن او ويرييبي په نومونو يادېږي . د برنلي پوهنیز انگر کې د کرهڼې او لرغوني زراعت زده کړې پر مخ وړل کېږي . د لوبگرۍ هنر او ښکلي هنرونه د ساوتبېنک پوهنیز انگړ کې ځای لري . د سوداگرۍ کورسونه او وټپوهنه په هاتورن پوهنیز انگړ کې ورزده کېږي او د وترنرۍ ، بیتارۍ پوهنې زده کړه په ویريبي پوهنیزو انگړونو کې ورکول کېږي . د وېکټوريې سیمې ته څېرمه کرېسویک او ډوکي پوهنیزو انگړونو کې د ځنگلونو اړونده زده کړې او کرهڼې زده کړې کورسونه پر مخ وړل کېږي ، چې پخوا دغو انگړونو کې ډېر شمېر زده کړيالانو ته د استوگنې ځای جوړ شوی ؤو . اوس د لنډو مودو کورسونو لپاره او څېړنیزو پروژو لپاره ترې گټه پورته کېږي . د شيپارټون پوهنیز انگړ د کلیوالو سیمو اړونده روغتيايي چارو اکادمیک مرکز په نوم کور بلل کېږي او همدارنگه د غاښو رنځپوهنيزه فاکولتې او د رنځپوهنې فاکولتو ودانۍ هم ده.

هنر او کولتور

د پوهنتون د زده کړو څانگيزې

د زده کړو د څانگیزو په هکله غبرگونونه

د ښه معيارد ډلبندیو له مخې

نوميالي فارغین

پروش وونۍ

د مېلبورن مخبيوونې خپرونه

سرچينې