موشوفتسی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

موشوفتسي د سلواکيا د تورچانسکي د ولسوالۍ پورې تړلې علاقه داري ده.

تاريخ

موشوفتسي د تورچانسکي د سيمې تر ټولو لوی کلی دی دا سيمه نه يواځې په بېسارو تاريخي آبداتو او يادگارونو مشهوره ده بلکه خپل ۷۷۰ کلن تاريخ هم ښه پوره نوم او شهرت وربخښلی دی. د سيمې په اړه لومړنی کتيبې هم د اطريشي امپراطور اندرې دوهم (۱۲۳۳) دی چې د همدې علاقه دارۍ اوسيدونکی ؤ. کلی له دوو برخو جوړ و: يوه برخه يې زوړ پاچاهي ماڼۍ او بله برخه يې تيرمويس چې ددې سيمې ننی نوم هم له همدې ځايه نشت کوي. دې سيمې د تاريخ په اوږدو کې گڼ نومونه لرلي دي لکه؛ موسوي موس، موسويز، مايوس اليو، نومينو موسويلخ، ايپېديوم مويس، موسويس اوليم، مايوس او اوسنی نوم موسوسن د موشويس لرغونی برخه پخوانۍ کوڅه خوارنيکوف دی چې تر اوسه يې خپل نوم چريانکوف ساتلی دی بله برخه يې هم د ردمازانم کلی يا کوڅه ده. موشويس په لومړي سر کې خپل يو خپلواک دولت و چې د خپلې مستقلې محکمې لاندې خپلې چارې پرمخ بېولې. ددې د استقلال او خپل حکومت دوره تر ۱۴ ميلادي پېړۍ پورې غځېدلې ده. په ۱۵۲۷ کال کې موشوفتسي د اويارسوف تر واک لاندې شو چې پوره ۴۰۰ کاله يې په دې سيمه واک وچلاوه. په تېرو زمانو کې موشوفتسي نامتو صنعتي سيمه وه. دلته ۱۹ ډوله مختلف شيان د گڼو کتبه کارانو له خوا جوړ او توليدېدل. نن موشوفتسي يو له ښو تفريحي سيمو ځينې حسابېږي

طبيعت

موشوفتسي ته خدای ښکلی طبيعت ورکړی دی. شنه ځنگلونه، ښايسته غونډۍ گانې يې زړه راښکونکي دي. لويه

تاريخي ارزښتمن آبدات

Text2
Text2
Text3
Text3

باندنۍ تړنې


منظرې