مواری بوکچین

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
مواری بوکچین
(انګلیسي: Murray Bookchin د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مواری بوکچین
مواری بوکچین

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۴ جنوري ۱۹۲۱[۱][۲][۳]
برانکس  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 30 جولای 2006 (85 کاله)[۴][۱][۲][۳]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل زړه نابری  د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نسل یہودی [۵]  د (P172) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده ليکوال
فیلسوف
سياستوال  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۶][۷]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه تلپاتې وده
چاپېريال پالنه
انارشيزم  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

مواری بوکچین (۱۴ جنوری ۱۹۲۱ – ۳۰ جولای ۲۰۰۶ زکال) امریکايي ټولنیز نظریه ورکوونکی، لیکوال، ویناوال، تاریخ لیکونکی او سیاسي فیلسوف و. بوکچین چې د چاپېریالي خوځښت مخکښ و، په انارشیستي، لیبرترین سوسیالیستي او چاپېریالي تفکر کې یې د ټولنیزې چاپېریال پوهنې او ښاري پلان تیوري جوړه او وده یې ورکړه. هغه د دوه درجنو کتابونو لیکوال و چې د سیاست، فلسفې، تاريخ، ښاري چارو او ټولنیزې چاپېریال پوهنې اړوند موضوعات په کې شاملېدل. له دې ډلې یې زموږ مصنوعي محیط (Our Synthetic Environment ) (۱۹۶۲ زکال)، له کمښت وروسته انارشېزم (Post-Scarcity Anarchism) (۱۹۷۱ زکال)، د آزادۍ اېکولوژي (The Ecology of Freedom) ((1982 او له ښارونو پرته ښار جوړول (Urbanization Without Cities ) (۱۹۸۷ زکال) یې تر ټولو مشهور کتابونه و. د ۱۹۹۰ مې لسیزې په ورستیو کې نوموړی له هغه څه چې ده ورته د معاصر انارشېستي خوځښت د مخ پر ودې غیرسیاسي «ژوندانه سبک» په سترګه ورته کتل؛ زړه توری شو او نور یې خپل ځان انارشیست و نه باله او د «کمونالېزم» په نامه یې د خپلې آزادي غوښتونکې سوسیالیستي آیډیالوژۍ بنسټ کېښود هغه ایډیالوژي چې د مارکسیستي او انارشیستي تفکر د یوځای کولو په لټه کې ده.[۸][۹][۱۰][۱۱]

بوکچین یو مخکښ کپیټلېزم ضد او د اکولوژیکي او دیموکراتیکو کرښو په لار کې د ټولنیزې مرکز پلوي د له منځه وړو مدافع و. د هغه نظریاتو له ۱۹۶۰ مې لسیزې راهیسې په ټولنیزو خوځښتونو له دې ډلې په نوي کیڼ اړخ، اټوم ضد خوځښت، نړیوالو کېدو ضد خوځښت، د وال سټریټ پر اشغال او په وروستیو کې یې د روژا په د یموکراتیک کانفدرالېزم اغېز لرلی. هغه د امریکا په شین خوځښت او د برلېنګټون په شنو (Burlington Greens ) کې مرکزي شخصیت درلود.

ژوندلیک[سمول]

بوکچین په نیویارک ښار کې د روسي یهودي کډوالو ناتان بوکچین او روز (کولاسکایا) بوکچین په کورنۍ کې وزېږېد. هغه په برانکس کې را لوی شو، چېرې چې د هغې انا زایتل چې یوه انقلابي سوسیالیسته وه، هغه له روسي پوپولیستي افکارو سره ښکېل کړ. په ۱۹۳۰ زکال کې د هغې له مړینې وروسته، نوموړی د ځوانانو د کمونیستي سازمان (له ۹ کلنۍ تر ۱۴ کلنۍ) له مخکښو ځوانانو څانګې سره یوځای شو او په ۱۹۳۵ زکال کې د ځوانانو د کمونیستي لیګ (د ځوانانو لپاره) غړی شو. هغه یونین څلورلارې ته څېرمه د کارګرانو په ښوونځي کې زده کړې وکړې او همالته یې مارکسېزم ولوست. د ۱۹۳۰ مې لسیزې په وروستیو کې هغه له ستالینېزم جلا او د تروتسکېزم لوري سره یې لېوالتیا پیدا شوه چې بیا د سوسیالېست کارګرانو(SWP) له ګوند سره یو ځای شو.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د ۱۹۴۰ مې لسیزې په لومړیو کې، هغه د نیوجرسي په بایون کې د اوسپنې د وېلې کولو په یوه کارخونه کې کار کاوه، چېرې چې نوموړی د کارګري اتحادیې سازمان کوونکی، د برېښنا د متحدو کارګرانو د پلورنځي استازی او همدارنګه د سوسیالېست کارګر ګوند لپاره استخدام کوونکی و. وروسته له هغه چې د جګړې په پای کې ګوند ووېشل شو، هغه د ګولډ من مورو له څانګې سره یوځای شو. هغه له ۱۹۴۵ څخه تر ۱۹۴۶ زکال پورې د جنرال موټورز د لوی عمومي اعتصاب پر مهال د موټرو جوړولو کارګر او د UAW غړی و. بوکچین هغه مهال چې په ۱۹۴۹ زکال کې یې په سیټي کالج کې د ځوانو صهیونېستانو سازمان ته خبرې کولې، د ریاضي له زده کوونکې بئاتریس آپلشتاین سره یې ولېدل او له هغې سره یې په ۱۹۵۱ زکال کې واده وکړ. دوی د ۱۲ کلونو لپاره واده وکړ او ۳۵ کاله یې د یو بل په خوا کې ژوند وکړ، دوی په خپل ټول ژوند کې نږدې ملګري او سیاسي متحدین پاتې شول. دوی دوه ماشومان لرل ډیبای او ژوزف. له دیني پلوه هغه ملحد(بې دینه) و، خو له دې سره یې د مذهبي نظریاتو پر وړاندې له زغم نه کار اخیست.[۱۸][۱۹][۲۰]

د ۱۹۶۹ – ۱۹۷۰ زکلونو پر مهال هغه د منهتن په ۱۴ سړک کې د Alternate U په نامه د راډیکال کلتور ضد ښوونځي کې تدریس وکړ. په ۱۹۷۱ زکال کې هغه له خپلو یو شمېر ملګرو سره برلینګټون ته کډه وکړه، څو د مرکزیت د له منځه وړو (decentralization) اړوند خپل نظریات عملي کړي. د ۱۹۷۳ زکال په مني کې هغه د ګودارد کالج له خوا استخدام شو، څو د تکنالوژي په اړه لکچر ورکړي؛ د هغه لکچرونه په ۱۹۷۴ زکال کې د یوه درسي مضمون په توګه د ټولنیزې چاپېریال پوهنې د مطالعاتو د پروګرام د رامنځه کېدو او د ټولنیزې ایکولوژۍ(چاپېریال پوهنې) د انستیتیوت د جوړېدو لامل وګرځېدل چې ډېر ژر د دغه انستیتیوت مشر وټاکل شو. په ۱۹۷۴ زکال کې هغه د نیوجرسي په ماهوا کې د رامپو کالج له لوري استخدام شو، چېرې چې هغه ډېر ژر په بشپړ پروفیسر واوښت. ISE په ۱۹۷۰ مه لسیزه کې د تکنالوژۍ په برخه کې د څېړنو او ازموینو مرکز و. په ۱۹۷۷-۷۸ زکلونو کې هغه د کلامشل اتحاد د Spruce Mountain Affinity Group غړی و. همدارنګه هغه په ۱۹۷۷ زکال کې هسپانوي انارشېست خپور کړ چې د ۱۹۶۳ زکال تر انقلاب پورې د هسپانیا د انارشیستي خوځښت تاریخچه وه. بوکچین په دغه دوره کې د لنډ مهال لپاره د نوي رامنځته شوي آزادي غوښتونکي خوځښت سره همکاري لرله، د لیبرترین ګوند په کنوانسیون کې یې خبرې وکړې او د یوې خبرپاڼې په جوړولو کې چې کارل هیس تصحیح کړه؛ ونډه یې لرله. له دې سره یې د لیبرترینېزم ټول هغه ډولونه چې له محدودیت پرته فرد پالنې څخه یې ملاتړ کاوه، رد کړل.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

بوکچین په خپل کتاب په ښار کې له ژوند تر ښارونو کې (From Urbanization to Cities  چې د ښاري ژوند په څرګندېدو او د ښاري توب په زوال سره په ۱۹۸۷ زکال کې خپور شو)، د هغو دیموکراتیکو سنتونو رېښه وڅېړله چې د هغې په سیاسي فلسفې یې اغېز درلود او د آزادي غوښتونکې ښاروالۍ پالنې (libertarian municipalism) د مفهوم د اجرا څرنګوالی یې تعریف کاوه. څو کاله وروسته د هغه ۱۹ کلن همکار جانت بیهل د ټولنیزې چاپېریال پوهنې سیاستونه ولیکل چې په لنډه توګه یې دغه مفاهیم په کې تشرېح کړي و.

په ۱۹۸۸ زکال کې، بوکچین او هاوی هاوکینز کیڼ اړخې شنه شبکه «د متحده ایالاتو د شنو لیبرالانو د راډیکال ځای ناستې په توګه» د ټولنیزې اکولوژۍ د اصولو او آزادي غوښتونکې شاروالۍ پالنې پر بنسټ، تاسیس کړه. [۲۵]

په ۱۹۹۵ زکال کې بوکچین په پریمیټوېزم (بدوي ګرايي)، انټي ټکنالوژیزم، نیو سچوینېزم، د فردي وجود په وسایلو او «لنډ مهاله ماجراجويي» کې د یو ټولنیز خوځښت د جوړېدو په بیه د انارشېزم په له منځه تلو خواشیني څرګنده کړه. آرتور ورسلیوس وايي: «بوکچین ... ځان یو ټولنیز انارشېښت بولي، ځکه هغه په ډېرې لیوالتیا یو ملایم ټولنیز انقلاب ته په تمه دی. ... بوکچین له هغو کسانو چې د «ژوندانه د سبک انارشېستان» بلل کېږي اغېزمن شوی».[۲۶]

هغه تر ۲۰۰۴ زکال پورې په ISE کې تدریس ته دوام ورکړ. نوموړي د ۲۰۰۶ زکال د جولای په ۳۰ مه نېته د ۸۵ کلونو په عمر به برلینګټون کې په خپل کور کې د زړه د سکتې له امله مړ شو. [۲۷]

مفکوره[سمول]

بوکچین د خپلو سیاسي لیکنو سربېره، په پراخه کچه د فلسفې اړوند لیکنې هم کړې دي او خپل نظریات یې دیالکتیکي طبیعت پالنه بللې. داسې ښکاري چې هغه د ګئورګ ویلهلم فردریش هګل له دیالکتیکي لیکنو څخه چې د ودې او بدلون د پرمختګ فلسفه بیانوي، د ځان لپاره ارګانیک او چاپېریالي لیدلوري غوره کړی. په داسې حال کې چې هېګل په بوکچین «پام وړ اغېز درلود» خو هغه هېڅکله یو هګلي نه و.  د هغه فلسفي لیکنې په انسان پالنې، عقلانیت او د روڼ آندۍ په آرمانونو ټینګار لري. [۲۸][۲۹][۳۰]

بوکچین د خپلې فلسفې ډېری کلیدي اصطلاحات په واضحه توګه نه دي تعریف کړي. [۳۱]

میراث او اغېز[سمول]

په داسې حال کې چې بوکچین د خپل تشخیص له مخې د خپل ژوند په اوږدو کې ونه شو کولای، د پام وړ ملاتړي ځانته راجلب کړي، خو له دې سره د هغه نظریاتو په ټوله نړۍ کې په یو شمېر خوځښتونو او متفکرینو اغېز لرلی.

له دغو خوځښتونو څخه په ترکیه کې د کردي وګړو د خوندیتوب ډله (YPG) ده چې د کردستان له کارګر ګوند (PKK) سره نږدې اړیکې لري، هغه ګوند چې له ۱۹۸۰ مې لسیزې وروسته د دغه هېواد د کردي وګړو د سیاسي او کلتوري حقونو د خوندیتوب په موخه د ترکیې له دولت سره په جګړه بوخت دی. PKK د ترکیې او د متحده ایالاتو د دولتونو له خوا تروریستي ډله ګڼل کېږي، په داسې حال کې چې YPG بیا له داعش سره د مقابلې په برخه کې د متحده ایالاتو متحد بلل کېږي. په داسې حال کې چې PKK په شدیدې مارکسیستي – لینینستي ایډیالوژۍ ولاړ ګوند دی، خو په ۱۹۹۹ زکال کې د هغو د رهبر عبدالله اوجالان له نیولو او بندي کولو وروسته PKK په خپلو افکارو او اهدافو کې د بدلون شاهد و. اوجالان په بند کې له مارکسیسزم وروسته نظریاتو په لوستلو پیل وکړ او د بوکچین له آثارو سره یې ځانګړې لېوالتیا پیدا کړه.[۳۲][۳۳]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118513362  — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6jm2v6s — subject named as: Murray Bookchin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Murray-Bookchin — subject named as: Murray Bookchin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. http://www.boston.com/news/globe/obituaries/articles/2006/07/31/murray_bookchin_at_85_proponent_of_social_ecology/
  5. http://dwardmac.pitzer.edu/Anarchist_Archives/bookchin/bio1.html
  6. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11892916w — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  7. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/51805539
  8. (په August 8, 2006 باندې). Murray Bookchin. (Obituary) The Guardian.
  9. John Muir Institute for Environmental Studies, University of New Mexico, Environmental Philosophy, Inc, University of Georgia, Environmental Ethics v.12 1990: 193.
  10. Bookchin, Murray. "The Future of the Left," The Next Revolution: Popular Assemblies and the Promise of Direct Democracy. New York: Verso Books, 2015. pp. 157–158.
  11. Biehl, Janet. "Bookchin Breaks with Anarchism". Communalism October 2007: 1.
  12. The Murray Bookchin Reader: Introduction Archived October 14, 2007, at the Wayback Machine.
  13. "The Murray Bookchin Reader: Intro". Dwardmac.pitzer.edu. د لاسرسي‌نېټه May 11, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Anarchism in America documentary". Youtube.com. January 9, 2007. مؤرشف من الأصل في ۱۴ نومبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه May 11, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Cbignore
  15. Price, Andy. The Independent (په August 19, 2006 باندې). Murray Bookchin, Political philosopher and activist who became a founder of the ecological movement" August 19, 2006. The Independent.
  16. New York Times (په August 7, 2006 باندې). Murray Bookchin, 85, writer, Activist and Ecology Theorist Dies August 7, 2006. The New York Times.
  17. Light, A. (1998). Social ecology after Bookchin. New York: Guilford Press.
  18. Paull, John (2013) "The Rachel Carson Letters and the Making of Silent Spring", Sage Open, 3(July):1–12.
  19. "A Short Biography of Murray Bookchin by Janet Biehl". Dwardmac.pitzer.edu. د لاسرسي‌نېټه May 11, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Anarchism in America documentary". Youtube.com. January 9, 2007. مؤرشف من الأصل في ۱۴ نومبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه May 11, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Cbignore
  21. "Ecology and Revolution". Dwardmac.pitzer.edu. June 16, 2004. د لاسرسي‌نېټه May 11, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Listen, Marxist!". Nasalam.org. د لاسرسي‌نېټه May 11, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Reflections: Murray Bookchin". dwardmac.pitzer.edu. د لاسرسي‌نېټه October 16, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Walker, Jesse (July 31, 2006) Murray Bookchin, RIP, Reason
  25. Biehl, Janet (March 22, 2015). "The Left Green Network (1988–91)". Ecology or Catastrophe. د لاسرسي‌نېټه November 16, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Verslius, Arthur (June 20, 2005) Death of the Left?, The American Conservative
  27. "Murray Bookchin, visionary social theorist, dies at 85". the new york city independent media center. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ فبروري ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ مې ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Bookchin, Murray. The Philosophy of Social Ecology: Essays on Dialectical Naturalism. Montreal: Black Rose Books, 1996. p. x کينډۍ:ISBN?
  29. Murray Bookchin (1982), The Ecology of Freedom, US: Cheshire Books, p. 20 کينډۍ:ISBN?
  30. See Re-Enchanting Humanity, London: Cassell, 1995, amongst other works.
  31. Curran 2007، ص. 174.
  32. Murray Bookchin. The Ecology of Freedom: the emergence and dissolution of Hierarchy. Cheshire Books: Palo Alto. 1982. p. 3 کينډۍ:ISBN?
  33. Murray Bookchin. The Ecology of Freedom: the emergence and dissolution of Hierarchy. Cheshire Books: Palo Alto. 1982. p. 8 کينډۍ:ISBN?