ملکه الېزابېت، د ملکه مور

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ملکه الېزابېت، د ملکه مور
(انګلیسي: Elizabeth Bowes-Lyon د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ملکه الېزابېت، د ملکه مور
ملکه الېزابېت، د ملکه مور

د شخص معلومات
زیږون نوم (برطانوی انگریزی: The Honourable Elizabeth Angela Marguerite Bowes-Lyon د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۴ اگسټ ۱۹۰۰[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]
لندن  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 30 مارچ 2002 (102 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۷][۸][۹][۱۰]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل سینه بغل  د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت برېتانيا[۱۱][۱۲]
د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي (۱۲ اپرېل ۱۹۲۷–)  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ميړه شپږم جورج (۲۶ اپرېل ۱۹۲۳–۶ فبروري ۱۹۵۲)[۴][۱۳][۱۴][۱۵]  د (P26) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اولاد دوهمه ملکه الیزابت[۴][۱۴]
شاهزادګۍ مارګاریت، د سنوډن کونټیس[۴][۱۴]  د (P40) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
ملکه الېزابېت، د ملکه مور
ملکه الېزابېت، د ملکه مور

ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه (انگليسي)  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

الېزابېت، انګېلا مارګرېټ بووېس لیون (د ۱۹۰۰زکال/اګسټ/۱۴- ۲۰۰۲زکال/مارچ/ ۳۰) د برتانیا او برتانوي مشترک المنابع مستعمرو ملکه او د ۱۹۳۶ز کال د ډېسمبر له یولسمې څخه د ۱۹۵۲ز کال د فبروري تر شپږمې پورې د پاچا شپږم جورج مېرمن وه. نوموړې په ۱۹۳۶ز کال کې د ټولواک پاچا چوکۍ ته د خپل مېړه  له رسېدو څخه بیا د ۱۹۴۷ ز کال په اګسټ کې په هند باندې د برتانیا د راج تر منحلېدو پورې د هند وروستۍ ټولواکه وه. وروسته له هغې چې مېړه یې ومړ، نوموړې د ملکې الېزابېت-مور ملکې په توګه ونومول شوه تر څو د هغې له لور، ملکې الېزبت  دویمې (Queen Elizabeth II) سره یې تفکیک وشي.[۱۶]

الېزابېت چې په یوه برتانوي اشرافي کورنۍ کې زيږېدلې وه، هغه وخت یې شهرت وموند چې د پاچا جورج پنځم او ملکې ماري له زوی سره یې چې د یارک ښار ډیوک (په برتانیا کې د اشرافو موروثي لقب) و، واده وکړ.

دغې جوړه او لورګانې یې الېزابېت او مارګارېټ د کورنۍ او عمومي خدمتونو په تړاو د یوې عرفي نظريې ښکارندویي کوله. نوموړې ډوچس (د ډېوک مېرمن) په بېلابېلو عمومي فعالیتونو کې ونډه واخیسته د خپلې دایمي له خوښۍ ډکې څېرې لپاره یې شهرت وموند[۱۷][۱۸]

په ۱۹۳۶ز کې، د الېزابېت مېړه ناڅاپه پاچا شو، ځکه د هغه مشر ورور اتم (۸) اډوارډ د امریکایۍ مطلقې والیس سېمپسون سره د واده کولو په پار له واک نه لاس په سر شو. الېزابېت په دې ډول ملکه میرمن شوه. نوموړې له دوهمې نړیوالې جګړې څخه مخکې فرانسې او شمالي امریکا ته په ډېپلوماتیکو سفرونو کې د خپل مېړه ملګرتیا وکړه. د جګړې په بهیر کې د نوموړې له ورایه ښکارېدونکې هوډمنې روحیې د برتانوي خلکو د مورال په جګ ساتلو کې مرسته وکړه. له جګړې وروسته د نوموړې د مېړه روغتیایي وضعیت په خرابېدو شو او په ۵۱ کلنۍ کې کونډه شوه. مشره لور یې، چې ۲۵ کلنه وه، نوې ملکه شوه.

په ۱۹۵۳ز کال کې د ملکي ماري له مرګ وروسته، الېزابېت ته د برتانوي سلطنتي کورنۍ د مشرې په سترګه کتل کېدل. نوموړې د خپل ژوند په وروستیو وختونو کې په پرلپسې بڼه د کورنۍ له مشهورو غړو څخه شمېرل کېده، ان تر دې چې د کورنۍ نور غړي له ټیټې کچې عامه تائید څخه برخمن وو. هغې  په ۱۰۱ کلنۍ کې له خپلې مړینې نه تر یوازې څو میاشتو مخکې پورې خپل فعال عامه ژوند ته دوام ورکړ، چې د نوموړې مړینه د هغې د لور شهزادګی مارګرېټ څخه اووه اونۍ وروسته وه.[۱۹]

د ژوند لومړنۍ وختونه[سمول]

د الېزابېت د زیږېدو ځای نا معلوم پاتې شوی، خو په باوري توګه نوموړې په بېلګرېو مانسیونز، ګروسوېنور ګاردنز (Belgrave Mansions, Grosvenor Gardens) کې په خپل پلرني د وېست مېنستر (Westminster) کور کې، یا یو روغتون ته په لاره د آس په واسطه چلېدونکي امبولانس کې زيږېدلې ده. په نورو احتمالي ځایونو کې د لندن په هام کې د هغې د مورنۍ انا لوییسا سکاټ کور فوربېس هاوس شامل دی. د نوموړې زېږون د هېرفورډشایر په هېچین کې په اس ټي. پاول والډن بوری کې د ستارثمور انګلیسي اطرافي کور ته نږدې ثبت شوی دی، چې دا ځای هم د راتلونکي کال په سر-شمېرنه کې د نوموړې د زېږون د ځاي په توګه یاد شوی دی. د نوموړې د نوم اېښودنې (د تعمید غسل ورکولو) مراسم د ۱۹۰۰ز کال د سپټمبر په ۲۳مه همالته د همدغې سیمې په آل سېنټس کلیسا کې ترسره شول[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

الېزابېت د خپل ماشوموتوب زیاتره وخت په اس ټي پاول والډن او ګلامیس قلعه کې چې په سکاټلنډ کې د اېرل پلرنی کور و، تېر کړ. نوموړې تر ۸ کلنۍ پورې خپلې لومړنۍ زده کړې د یوې کورنۍ استادې له خوا په خپل کور کې وکړې، او د بهر لوبې، آسان زغلونه او سپي یې خوښېدل. کله چې دې په لندن کې ښونځی شروع کړ، په دوو یوناني کلیمو- د زینوفون انابابیس (Xenophon's Anabasis) باندې یې د خپلې مقالې په هوښیارانه بڼه پیل کولو سره خپل ښوونکي هک پک کړل. د نوموړې د خوښې مضامین ادبیات او انجیل وو. وروسته له هغې چې د کاتې کوبلر (Käthe Kübler) په واسطه یې چې یوه یهوده جرمنۍ وه، خصوصي ښوونې ته مخه کړه، په دیارلس کلنۍ کې د اکسفورډ په سیمه ییزه ازموینه کې په لوړ امتیاز سره بریالۍ شوه.[۲۴][۲۵]

د الېزابېت د څورلسمې کلیزې په ورځ برتانیې د جرمني په وړاندې جګړه اعلان کړه. د دې څلورو وروڼو په پوځ کې خدمت ته ورودنګل. مشر ورور یې فېرګوس چې د بلک واچ په کنډک کې یو افسر و، په ۱۹۱۵ز کې د لوس په جګړه کې په عملیاتو کې ووژل شو. د یو بل ورور میچېل په اړه یې د ۱۹۱۷ز د اپرېل په ۲۸مه په یو عملیاتو کې د ورکې ریپوټ خپور شو. وروسته له دریو اونیو یې، کورنۍ وپوهېده چې نوموړی له ټپی کېدو وروسته اسیر شوی دی. د جګړې تر پایه د جګړې د اسیرانو په یو کمپ کې پاتې شو. ګلاميس چې الېزبت یې په فعالېدو کې مرسته وکړه، د جنګي اسیرانو لپاره د درملنې به یو کور بدل شو. الېزابېت د ۱۹۱۶ز د سپټمبر په شپاړسمه د یوې خطرناکې اورلګېدنې په بهیر کې د قلعې د اجناسو د نجات په هڅو کې په ځانګړې توګه برخه واخیسته. یو عسکر چې دې یې درملنه کوله د هغې د لاسلیکونو په کتاب کې داسې ولیکل، چې د نوموړې ګرېوان ځوړند و، لېږدول کېده به، او اعطاء ورته شوې وه ... ګرېوان یې له الماسو ډک و، د آس په یوې ګاډۍ کې چې څلور کسان به ورسره مل وو، لېږدول کېده، او د ځمکې پرمخ تر ټولو ښه کور ور نصیب شوی و " . هغې د ۱۹۱۶ز د نومبر په پنځمه نېټه په فورفار کې د سېنټ جان په سکاټلنډۍ اسقفي کلیسا کې د خپل تعمید تائید (په مسیحیت کې چې چا ته په کوچینوالي کې تعمید غسل ورکړل شوی وي، په لوی والي کې یې د تائید مراسم تر سره کوي) وکړ. [۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

واده[سمول]

شهزاره البرټ د يارک ډیوک ـــ چې په کورنۍ کې یې د "برټي" په نوم شهرت درلود، د پاچا پنځم جورج (King George V) دوهم زوی و. هغه د لومړي ځل لپاره په ۱۹۲۱ز کال کې له الېزابېت سره د واده غوښتنه وکړه، خو هغې دا غوښتنه ونه منله، ځکه هغه "له دې ډارېده چې بیا به هېڅکله هم ونشي کولی څرنګه چې دا په رښتیا سره څرنګه چې احساسوي په هماغه شان په آزادانه ډول فکر، خبرې او کار وکړي" . کله چې البرټ اعلان وکړ چې له بل هېچا سره به واده نه کوي، نو مور یې ملکه ماري ګلامیس ته ولاړه تر څو په هغه چا پسې وګرځي چې د زوی زړه یې غلا کړی. ملکه ماري په دې قانع شوه چې الېزابېت داسې یوه نجلۍ ده چې برټي خوشحاله کولی شي. خو سره له دې یې له مداخلې نه انکار وکړ. په همدې وخت کې الېزابېت د شهزاده البرټ د یو خدمتګار (د آسونو د پالنې په برخه کې) جېمز سټوارټ له خوا خواستګاري کېده، تر دې چې نوموړي د د امریکا د تېلو په سوداګرۍ کې د یو ښه معاش درلودونکې دندې په تر لاسه کولو سره د شهزاده خدمت پرېښود.[۳۰][۳۱][۳۲]

د ۱۹۲۲ز کال په فبرورۍ کې الېزابېت له وېسکونټ لاسلس سره د البرټ د خور شهزادګۍ ماري په واده کې یوه ټنګور وه. راتلونکې میاشت، البرټ بیا خواستګاري وکړه، اما الېزابېت یو ځل بیا هغه رد کړ. په پای کې د ۱۹۲۳ز کال په جنورۍ کې الېزابېت سره له دې چې د شاهي ژوند په اړه یې اندېښنې لرلې، ومنله چې له البرټ سره واده وکړي. له الېزابېت سره چې د شاهي کورنۍ غړې نه وه مګر د یو نجیب زاده لور وه، د البرټ د واده کولو د انتخاب آزادي د سیاسي عصریتوب  خوا ته د ورتګ یوه نښه وه؛ پخوا به له شهزاده ګانو تمه دا وه چې د یوې بلې شاهي کورنۍ له یوې شهزادګۍ سره واده وګړي. دوی د خپلې کوژدنې لپاره یوه پلاتینومي ګوتمۍ انتخاب کړه چې کشمیري (Kashmiri) یاقوت ورباندې کښل شوي وو او په دواړو خواوو کې د الماسو په غميو سره ښکلا ورکړل شوې وه. [۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]

دوی د ۱۹۲۳ز کال د اپرېل په ۲۶مه په وېسټمنسټر کلیسا (Westminster Abbey) کې واده وکړ. الېزابېت ناڅاپه خپله د ګلو ګېډۍ کلیسا ته په لاره کې د خپل ورور فېرګوس په یاد د ګمنام جنګیالي (the Unknown Warrior) په قبر باندې کېښوده. الېزابېت ته د والاحضرتۍ په مقام کې د یارک د دوچس (Duchess of York) لقب ورکړل شو. په بکېنګ هام ماڼۍ کې د واده له ناشتې وروسته چې د آشپز ګابرییل تشومي له خوا تیاره شوې وه، دغه نوې دوچس او مېړه یې د خپلې عسلو میاشت تېرولو لپاره پولسډېن لاسي (Polesden Lacey) ته په سوري سیمه کې د مارګارېټ ګراویلی اربابي کور ته چې یوه اشرافۍ او د دې ملګرې و، ولاړل.

دوی وروسته سکاټلنډ ته ولاړل چېرته چې دا تور "نا رومانتیک" ټوخي ونیوله. [۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118816896  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6kd1vzh — subject named as: Queen Elizabeth The Queen Mother — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/6300546 — subject named as: Elizabeth Angela Marguerite Windsor — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ ۴٫۳ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Elizabeth-queen-consort-of-United-Kingdom — subject named as: Elizabeth — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p10070.htm#i100698 — subject named as: Lady Elizabeth Angela Marguerite Bowes-Lyon — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  6. subject named as: Elizabeth (Queen Mum) Angela Marguerite — FemBio ID: https://www.fembio.org/biographie.php/frau/frauendatenbank?fem_id=8734 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Munk's Roll ID: http://munksroll.rcplondon.ac.uk/Biography/Details/queen-mother-her-majesty-queen-elizabeth — subject named as: The Queen Mother Her Majesty Queen Elizabeth
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ genealogics.org person ID: https://www.genealogics.org/getperson.php?personID=I00000176&tree=LEO — subject named as: Lady Elizabeth Bowes-Lyon — دوتنه: Leo van de Pas
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000002405 — subject named as: Elizabeth — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000002405 — subject named as: Elizabeth — سرليک: A Historical Dictionary of British Women — نسخهدوهم — خپرونکی: Routledge — ISBN 978-1-85743-228-2
  11. http://news.bbc.co.uk/2/hi/uk_news/wales/1903042.stm
  12. http://www.telegraph.co.uk/news/uknews/1518249/The-Queen-Mothers-life-in-pictures-goes-on-show-at-the-Palace.html
  13. Oxford Dictionary of National Biography ID: https://www.oxforddnb.com/view/article/76927 — سمونګر: Colin Matthew — سرليک: Oxford Dictionary of National Biography — خپرونکی: Oxford University Press
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Oxford Dictionary of National Biography ID: https://www.oxforddnb.com/view/article/76927 — سرليک: Kindred Britain
  15. The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p10070.htm#i100698 — د نشر نېټه: ۷ اگسټ ۲۰۲۰
  16. کينډۍ:London Gazette کينډۍ:London Gazette کينډۍ:London Gazette
  17. Roberts, pp. 58–59
  18. British Screen News (1930), Our Smiling Duchess, London: British Screen Productions الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Moore, Lucy (31 March 2002), "A wicked twinkle and a streak of steel", The Guardian, د لاسرسي‌نېټه ۰۱ مې ۲۰۰۹ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Weir, Alison (1996), Britain's Royal Families: The Complete Genealogy, Revised edition, London: Pimlico, د کتاب پاڼې 330, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7126-7448-5 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Shawcross, p. 15
  22. Civil Registration Indexes: Births, General Register Office, England and Wales. Jul–Sep 1900 Hitchin, vol. 3a, p. 667
  23. 1901 England Census, Class RG13, piece 1300, folio 170, p. 5
  24. Vickers, p. 8
  25. Vickers, pp. 10–14
  26. Shawcross, p. 85
  27. Shawcross, pp. 79–80
  28. Forbes, p. 74
  29. "The Earl and Countess of Forfar visit Forfar". royal.gov.uk. 1 July 2019. مؤرشف من الأصل في ۰۴ نومبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Ezard, John (1 April 2002), "A life of legend, duty and devotion", The Guardian, د کتاب پاڼې 18 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Airlie, Mabell (1962), Thatched with Gold, London: Hutchinson, د کتاب پاڼې 167 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Shawcross, pp. 133–135
  33. Shawcross, p. 136
  34. Shawcross, pp. 135–136
  35. Longford, p. 23
  36. Roberts, pp. 57–58; Shawcross, p. 113
  37. Lady Elizabeth Bowes-Lyon's Engagement Ring, Vintage Royal Wedding, د اصلي آرشيف څخه پر ۳۱ اکتوبر ۲۰۱۳ باندې, د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اپرېل ۲۰۱۴ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Shawcross, p. 177
  39. Letter from Albert to Queen Mary, 25 May 1923, quoted in Shawcross, p. 185.
  40. Shawcross, p. 168
  41. Rayment, Sean (1 May 2011), "Royal wedding: Kate Middleton's bridal bouquet placed at Grave of Unknown Warrior", The Telegraph, مؤرشف من الأصل في ۱۰ جنوري ۲۰۲۲, د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اگسټ ۲۰۱۲ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Cbignore
  42. Vickers, p. 64