ملا دادالله اخوند

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ملا دادالله آخوند
ملا دادالله اخوند په ۲۰۰۶ کال کې د الجزيرې ټلويزون سره په يوه مرکه کې
ملا دادالله اخوند په ۲۰۰۶ کال کې د الجزيرې ټلويزون سره په يوه مرکه کې
ملا دادالله اخوند په ۲۰۰۶ کال کې د الجزيرې ټلويزون سره په يوه مرکه کې

د شخص معلومات
پيدايښت ١٩۶۶
کندهار ولايت، افغانستان[۱]
مړینه ١٣ مې ٢٠٠٧ (عمر ۴۱)
هلمند ولایت
تابعیت افغانستان   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
وفاداري طالبان
مقام قومندان
جګړه/جګړې په افغانستان کې شوروی جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ملا دادالله اخوند (مړينه؛ ۱۳ مې، ۲۰۰۷) يو طالب پوځي وياند (قومندان) و. په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د واکمنۍ له راپرزېدا وروسته نوموړی تر خپلې مړينې پورې د افغانستان په سوېلي ولايت هلمند کې د طالبانو پوځي بولندوی و.[۲]

مخينه

داد الله د افغانستان په سويلي سيمه روزگان ولايت، او د ځينو په وينا بيا په کندهار کې زيږيدلی وو . جهادی مخېنه یې د شوروي زبرځواک پوځ پرضد پېلېږي، او په همدې لار کې يې خپله يوه پښه هم په ۱۹۸۰ لسیزه کې کې له لاسه ورکړه.[۳] ملا داد الله د وسله والو طالبانو د لس کسيزې شورا يو مهم غړى و چې په تېرو پینځو کلونو کې يې د نړيوالو او افغان ځواکونو په وړاندې د طالبانو د بريدونو مشري کوله . د راپورونو له مخې هغه د ملا محمد عمر اخوند د نژدې کسانو څخه و. ده د طالبانو لخوا د سيمو د نيولو په زياتره عمليانو کې وڼده درلوده . خو څرنگه چې په پيښور کې د نيوز د ورځپاڼې چلوونکى او د بي بي سي خبريال رحيم الله يوسفزى وايي ملادادالله وروسته له هغه سخت مشهور شوچې طالبانو وکولى شول چې دده په مشرۍ د شمال ډيرى ولايتونو ونيسي . دده په لاس د سيمو د کېوتو لامل په دې کې ليدل کيږي چې دى يو پرېکنده او سخت زړى قوماندان و چې په شمال کې د يو شمېر خلکو په وژنه هم تورن و. [۴] د طالبانو د نسکوريدو پر مهال ، د طالبانو د لوى درستيز ملا فاضل اخوند سره ملادادالله هم د کندوز په ولايت کې د طالبانو د پوځي چارو مسوليت په غاړه لرله. ملافاضل اخوند د زرگونو نورو طالبانوسره جنرال دوستم ته تسليم شو چې اوس گوانتنامو کې بندى دى، خو ملا دادالله وکولى شول چې له کندوزه په پټه، تر کندهاره ځان ورسوي.[۳]

سرچینې

  1. "He was believed to have been born in Kandahar province". Aljazeera. 13 May 2007. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  2. Taleban commander still at large, بي بي سي خبرونه, May 22 2006
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ The Taleban's most feared commander, بي بي سي خبرونه, May 19 2006
  4. [۱], bbcpashto.com مې 13 ۲۰۰۷