محمد حسنین هیکل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

محمد حسنین هیکل د مصر هېواد یو لیکوال، خبریال دی چې جمال عبدالناصر ته نږدې کس و، په ۱۹۵۶ ز کې یې د الاهرام ورځپاڼې مسوول مدیر او دهمدې ادارې دمشر په توگه وټاکل شو او ۱۷ کاله یې دا دنده ترسره کړه. پردې سربېره یې دکلتور او ملي لارښوونې وزارتونه هم کړي دي او د دوو اونیو لپاره دمصر دبهرنیو چارو وزیر ټاکل شوې و.

دندې[سمول]

هیکل په مصر کې داغیزناکو سیاستوالو او خبریالانو څخه گڼل کېده، نوموړی دمصر پخواني ولسمشر جمال عبدالناصر ته ډیر نږدې و. هیکل د ۱۹۲۳ ز په سپټمبر کې دمصر په شمال کې زیږیدلی و. هیکل په ۱۹۴۲ ز کې خبریالي پیل کړې وه، هغه دفلسطین جگړې دپوښښ لپاره جبهې ته تللی و او هملته له ولسمشر جمال عبدالناصر سره لیده کاته وشول. هیکل جمال عبدالناصر ته نږدې کس و، په ۱۹۵۶ ز کې یې د الاهرام ورځپاڼې مسوول مدیر او دهمدې ادارې دمشر په توگه وټاکل شو او ۱۷ کاله یې دا دنده ترسره کړه. پردې سربېره یې دکلتور او ملي لارښوونې وزارتونه هم کړي دي او د دوو اونیو لپاره دمصر دبهرنیو چارو وزیر ټاکل شوې و. هیکل ( دانقلاب فلسفه ) په نوم کتاب لیکلی دی، چې دجمال عبدالناصر په نوم خپور شوی و، ولسمشر ته یې سلگونه ویناوې لیکلي دي. محمد حسنین هیکل د مصر د ولسمشر محمد انور السادات د واکمنۍ پر مهال له سیاست څخه گوښه شو، هغه مهال یې له السادات سره اختلاف رامنځته شوی وو، په ۱۹۸۸ ز کې د السادات له ترور څخه زندان ته لیږل شوی وو.

مړینه[سمول]

دمصر دولتي تلویزون خبر ورکړ، چې دعربي نړۍ مشهور لیکوال او خبریال محمد حسنین هیکل شېبه وړاندې په روغتون کې د ۹۳ کلنۍ په عمر له دې نړۍ وکوچید. له څو اونیو راهسی د نوموړي روغتیايي وضعیت خرابه شوی و، کورنۍ یې روغتون ته لیږدولی و، ډاکتران وايي: هیکل د گردو ستونزه درلوده.