مایکل فراډې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
مایکل فراډې
(انګلیسي: Michael Faraday د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مایکل فراډې
مایکل فراډې

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۲ سپټمبر ۱۷۹۱[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]
لندن [۱]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 25 اگسټ 1867 (76 کاله)[۱۶][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۷][۱۸]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لندن [۱۹]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي
د لویې بریتانیا پاچاهي   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
استاد همفري ډيوی   د (P1066) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ڈاکٹری شاگرد جان ټینډال   د (P185) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک فزيک پوه
ليکوال [۲۰]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۲۱][۲۲]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه پنځپوهنه
کيميا   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر همفري ډيوی   د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
مایکل فراډې
مایکل فراډې

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

مایکل فراډې (۲۲ سپټمبر ۱۷۹۱ – ۲۵ اګسټ ۱۸۶۷) یو انګلیسي ساینسپوه و چې د الکټرومقناطیس او الکټروکېمیا په برخه کې یې څېړنې کړې دي. د هغه په عمده موندنو کې د الکټرومقناطیس القا، دیامقناطیس او الکټرولیز اساسي اصول راځي.

که څه هم فراډې لږ رسمي زده کړې ترلاسه کړې وې، خو بیا هم د تاریخ یو له تر ټولو اغېزناکو ساینسپوهانو څخه دی. دا د هغه د مقناطيسي ساحې په اړه د هغه څېړنه وه چې د یو هادي (conductor) په شاوخوا کې مستقیم جریان لیږدوي چې فاراډې په فزیک کې د الکترومقناطیسي ساحې مفهوم بنسټ رامنځته کړ. فاراډې دا هم ثابته کړه چې مقناطیس کولی شي د نور په شعاعو اغیزه وکړي او دا چې د دوو پدیدو تر منځ یوه بنسټیزه اړیکه شتون لري. هغه په ورته ډول د الکترومقناطیسي القا او ډیامقناطیس اصول او د الکترولیز قوانین کشف کړل. د هغه د الکترومقناطیسي څرخېدونکو (rotary) وسایلو اختراع ګانو د بریښنایی موټر ټکنالوژۍ بنسټ کېښود او دا په لویه کچه د هغه د هڅو پایله ده چې بریښنا په ټکنالوژۍ کې د استفادې لپاره عملي شوه.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

د یو کیمیاپوه په توګه، فراډې بنزین کشف کړل، د کلورین پر کلاترېټ هایډرېټ يې څېړنه وکړه او د بونسن څراغ (Bunsen burner) لومړنۍ بڼه او د اکسېډېشن شمېرو سیسټم يې اختراع کړ او د "انوډ"، "کتود"، الکترود" او "آیون"  اصطلاحات يې مروج کړل. بالاخره فراډې په شاهي بنسټ (Royal Institution) د ټول عمر لپاره د کیمیا لومړنی پوهاند (Fullerian Professor) وټاکل شو.

فراډې یو زښته تکړه اهل تجربه و چې خپلې مفکورې یې په واضحه او ساده ژبه بیان کړې دي؛ خو په ریاضیاتو کې يې پوهه له مثلثاتو نه ورتېرېده او علم یې تر ساده الجبره پورې محدود و. جېمز کلېرک مکسوېل د فراډې او نورو آثار ولوستل او د معادلاتو یوه ټولګه يې ترې جوړه کړه چې د الکټرومقناطیسي پدېدو د ټولو عصري نظریو د بنسټ په توګه منل کېږي. د فاراډې د قوې د کرښو د کارولو په اړه، مکسویل لیکلي چې ښيي فاراډې "په حقیقت کې یو خورا لوړرتبه ریاضي پوه و – چې راتلونکي ریاضي پوهان باید دهغه د اثارو څخه ارزښتناک او نوښتګر، ګټور میتودونه ترلاسه کړي." د SI د برقي خازن ظرفیت واحد د هغه په ​​درناوي نومول شوی دی: فاراد (farad).[۲۷]

البرټ انشټاین د آرتور شوپنهاور او جیمز کلېرک مکسویل د انځورونو تر څنګ د فاراډې انځور هم د خپلې مطالعې په دیوال بند کړی و. فزیکپوه ارنېسټ روترفورډ وايي: "کله چې موږ د ساینس او ​​صنعت په پرمختګ کې د هغه د کشفیاتو اغېز، ستروالي او اندازې ته پام کوو، نو فراډې د یادولو لپاره د هغه وړ ستر ویاړ نه لرو، ځکه دی د انسانانو د تاریخ یو له تر ټولو لویو ساینسي کاشفینو څخه دی."[۲۸]

شخصي ژوند[سمول]

ماشومتوب او ځواني[سمول]

مایکل فرادې د ۱۷۹۱ کال د سپټمبر میاشتې په ۲۲مه نیټه د سوري په نیوینګټن بټس کې زیږیدلی و (چې اوس د لندن بورو آف ساوت وارک یوه برخه ده). کورنۍ يې شتمنه نه وه. د هغه پلار، جیمز، د عیسویت د ګلاسیټ فرقې غړی و. جیمز فاراډې خپله ښځه او دوه ماشومان د ۱۷۹۰ کال په ژمي کې د ویسټ مورلنډ له اوتګیل سیمې څخه لندن ته راکډه کړل، چیرته چې هغه د کلي د آهنګر (پښ) شاګرد شو. مایکل د همدې کال په مني کې زیږیدلی و. ځوان مایکل فارادې، او د څلورو ماشومانو څخه دریم هغه و. فاراډې یوازې د ښوونځي تر ټولو ابتدایه زده کړې درلودې، او له تعلیمي اړخه يې باید خپل ځان يې پخپله رسولی وای.[۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

په ۱۴ کلنۍ کې هغه د جورج ریباو په نامه د بلنډفورډ په کوڅه کې یو ځایی کتاب جوړونکی (صحاف) او کتاب پلورونکی شاګرد شو. فراډې د خپلې اوه کلنې شاګردۍ په ترڅ کې ډېر کتابونه ولوستل، چې په کې د اسحاق واټس د ذهن د ښه والي کتاب (The Improvement of the Mind) هم شامل و او په لېوالتیا سره یې هغه اصول او وړاندیزونه پلي کړل، چې په کې موجود وو. هغه د ساینس سره هم لېوالتیا پیدا کړه، په ځانګړي توګه د برق سره. فاراډې په ځانګړې توګه د جین مارسیټ د کیمیا په اړه د خبرو اترو له کتاب (Conversations on Chemistry) څخه الهام اخیستی و.[۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

ځواني[سمول]

په شاوخوا دېرش کلنۍ کې د فاراډې انځور، ۱۸۲۶


په ۱۸۱۲ کې، په ۲۰ کلنۍ کې او د خپلې شاګردۍ په پای کې، فاراډې د شاهي بنسټ او شاهي ټولنې (Royal Society) د نامتو انګلیسي کیمیاپوه همفري ډیوي او د ښار د فلسفې ټولنې (City Philosophical Society) بنسټ ایښودونکي جان ټاتم لخوا په وړاندې کېدونکو لیکچرونو کې ګډون وکړ. د دې لیکچرونو ډیری ټکټونه فراډې ته د ویلیم ډانس لخوا ورکړل شوي وو، چې د شاهي فلهرمونیک ټولنې (Royal Philharmonic Society) بنسټ ایښودونکی و. فاراډې وروسته ډیوی ته د هغو یادښتونو پربنسټ لیکل شوی ۳۰۰ مخیز کتاب واستاوه چې د دې لیکچرونو په جریان کې یې اخیستی وو. د ډیوی سملاسي، مینه ناک او مناسب ځواب ورکړ. په ۱۸۱۳ کې، کله چې د نایټروجن ټرایکلورایډ په یوه پېښه کې د ډیوی سترګې زیانمنې شوې، هغه پریکړه وکړه چې فاراډي د مرستیال په توګه وګماري. په تصادفي ډول د شاهي بنسټ یو مرستیال، جان پاین، له دندې ګوښه شو او سر همفري له ډیوي څخه وغوښتل شو چې یو بدیل کس ومومي؛ په دې توګه هغه د ۱۸۱۳ کال د مارچ په لومړۍ نېټه په شاهي انسټیټیوټ کې د کیمیاوي مرستیال په توګه فراډې وټاکه. ډیر ژر ډیوی فراډې ته د نایتروجن ټرای کلورایډ نمونې چمتو کولو دنده وسپارله او دوی دواړه د دې خورا حساسې مادې په چاودنه کې ټپیان شول.[۳۷][۳۸]

مایکل فراډې، ۱۸۶۱، نږدې د ۷۰ کلنۍ په عمر


فارادې له سارا برنارډ (۱۸۰۰-۱۸۷۹) سره په ۱۲ جون ۱۸۲۱ کې واده وکړ. دوی د خپلو کورنیو له لارې سنډیمانیا په کلیسا کې سره ولیدل، او هغه د واده کولو یوه میاشت وروسته د سنډیمانیا کلیسا ته خپل عقیده ومنله. دوی اولاد نه درلود.[۳۹][۴۰]

فارادې یو پرهېزګاره عیسوی و. د هغه د سنډیمانیا مذهب د سکاټلینډ د کلیسا یوه څانګه وه. له واده وروسته، هغه د خپلې ځوانۍ په عبادت ځای کې د دیکون (عیسوي مشر) په توګه وټاکل شوه او دوه دورې يې خدمت وکړ. د هغه کلیسا په باربیکان کې په پاولس الئ کې موقعیت درلود. دا عبادت ځای په ۱۸۶۲ کې د برنسبري ګریو، اسلینګټن ته ولېږدول شو. د نارت لندن همدغه ځای و چې فراډې د خپلې دوهمې دورې وروستي دوه کاله د مشر په توګه خدمت وکړ او بیا يې استعفا ورکړه. ژوند لیکونه کاږي چې "د خدای او طبیعت د یووالي پیاوړی احساس د فراډې په ژوند او کار منګولې لګولې وې." [۴۱][۴۲][۴۳]

وروسته ژوند[سمول]

د شاهي ټولنې درې تنه غړي فراډې ته د ریاست وړاندیز کوي، ۱۸۷۵

د ۱۸۳۲م کال په جون میاشت کې، اکسفورډ پوهنتون فراډې ته د مدني حقوقو افتخاري دوکتورا ورکړه. د هغه د ژوند په اوږدو کې، فراډې ته ته د ساینس لپاره د هغه د خدماتو په اعتراف کې د زړورتوب رتبه (knighthood) وړاندیز شوه چې هغه بیا په ​​دیني دلیلونو کې رد کړ، ځکه دی په دې باور و چې دا د انجیل د حکم خلاف عمل دی چې شتمني راټوله کړې او په دنیوي اجر پسې وګرځې، وېې ویل چې دی غواړي د ژوند "تر پایه ساده ښاغلی فاراډي" پاتې شي. په ۱۸۲۴م کال کې د شاهي ټولنې غړی وټاکل شو، او هغه دوه ځله د دې ټولنې ریاست ونه مانه. فراډې په ۱۸۳۳م کال کې کې په شاهي بنسټ کې د کیمیا لومړنی فولېریان پروفیسور شو.[۴۴][۴۵][۴۶]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ دوتنه: Aleksandr Gershun — سرليک: Фарадей, Михаил — نشرونه لخوا د: Brockhaus and Efron Encyclopedic Dictionary. Volume XXXV, 1902
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12349936f — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12349936f — د نشر نېټه: ۲۲ اگسټ ۲۰۱۷ — پیدا کوونکی: John O'Connor او Edmund Robertson
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Michael Faraday
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6w19v74 — subject named as: Michael Faraday — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ NE.se ID: https://www.ne.se/uppslagsverk/encyklopedi/lång/michael-faraday — subject named as: Michael Faraday — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Nationalencyklopedin
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/20883 — subject named as: Michael Faraday — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/325 — subject named as: Michael Faraday — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ KNAW past member ID: http://www.dwc.knaw.nl/biografie/pmknaw/?pagetype=authorDetail&aId=PE00000215 — subject named as: M. Faraday — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ https://brockhaus.de/ecs/julex/article/faraday-michael — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Store norske leksikon ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4342&url_prefix=https://snl.no/&id=Michael_Faraday — subject named as: Michael Faraday — سرليک: Store norske leksikon
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0025983.xml — subject named as: Michael Faraday — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Accademia delle Scienze di Torino ID: https://www.accademiadellescienze.it/accademia/soci/michael-faraday — subject named as: Michael Faraday — د نشر نېټه: ۱ ډيسمبر ۲۰۲۰
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/20446 — subject named as: Michael Faraday — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=18982 — subject named as: Michael Faraday — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  16. ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=18982 — subject named as: Michael Faraday — سرليک: Faraday, Michael — نشرونه لخوا د: Encyclopædia Britannica 11th edition
  17. ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=18982 — subject named as: Michael Faraday — دوتنه: جان ټینډال — نشرونه لخوا د: Dictionary of National Biography, 1885–1900
  18. ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ National Academy of Medicine (France) member ID: https://www.academie-medecine.fr/composition/membres/fiche-membre/?id=1270 — subject named as: Michael FARADAY — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Académie nationale de médecine
  19. Accademia delle Scienze di Torino ID: https://www.accademiadellescienze.it/accademia/soci/michael-faraday — د نشر نېټه: ۱ ډيسمبر ۲۰۲۰
  20. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  21. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12349936f — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  22. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/11291747
  23. Rao, C.N.R. (2000). Understanding Chemistry. Universities Press. کينډۍ:ISBN. p. 281.
  24. کينډۍ:Cite EB1911. the 1911 Encyclopædia Britannica.
  25. "Archives Michael Faraday biography – The IET". theiet.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. (په 22 May 2017 باندې). The Faraday cage: from Victorian experiment to Snowden-era paranoia.
  27. The Scientific Papers of James Clerk Maxwell Volume 1 p. 360; Courier Dover 2003, کينډۍ:ISBN
  28. Reiser, Anton (1930). "VI". Albert Einstein: A Biographical Portrait. New York: Albert and Charles Boni. د کتاب پاڼې 194. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. کينډۍ:Cite ODNB
  30. For a concise account of Faraday's life including his childhood, see pp. 175–183 of Every Saturday: A Journal of Choice Reading, Vol III published at Cambridge in 1873 by Osgood & Co.
  31. "Michael Faraday." History of Science and Technology. Houghton Mifflin Company, 2004. Answers.com 4 June 2007
  32. The implication is that James discovered job opportunities elsewhere through membership of this sect. James joined the London meeting house on 20 February 1791, and moved his family shortly thereafter. See Cantor, pp. 57–58.
  33. کينډۍ:Openplaque
  34. Jenkins, Alice (2008). Michael Faraday's Mental Exercises: An Artisan Essay-Circle in Regency London. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 213. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781846311406. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. کينډۍ:Cite episode
  36. کينډۍ:Cite episode
  37. کينډۍ:Cite EB1911. the 1911 Encyclopædia Britannica.
  38. Thomas, p. 17
  39. The register at St. Faith-in-the-Virgin near St. Paul's Cathedral, records 12 June as the date their licence was issued. The witness was Sarah's father, Edward. Their marriage was 16 years prior to the Marriage and Registration Act of 1837. See Cantor, p. 59.
  40. کينډۍ:Cite ODNB
  41. Cantor, pp. 41–43, 60–64, and 277–280.
  42. Paul's Alley was located 10 houses south of the Barbican. See p. 330 Elmes's (1831) Topographical Dictionary of the British Metropolis.
  43. Baggott, Jim (2 September 1991). "The myth of Michael Faraday: Michael Faraday was not just one of Britain's greatest experimenters. A closer look at the man and his work reveals that he was also a clever theoretician". New Scientist. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ سپټمبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. West, Krista (2013). The Basics of Metals and Metalloids. Rosen Publishing Group. کينډۍ:ISBN. p. 81.
  45. Todd Timmons (2012). "Makers of Western Science: The Works and Words of 24 Visionaries from Copernicus to Watson and Crick". p. 127.
  46. (په 16 October 2017 باندې). Faraday appointed first Fullerian Professor of Chemistry. The Royal Institution