مايکل اوکيشوټ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
مايکل اوکيشوټ
مايکل اوکيشوټ
مايکل اوکيشوټ

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۱ ډيسمبر ۱۹۰۱[۱][۲][۳][۴]
مړینه 19 ډيسمبر 1990 (89 کاله)[۱][۲][۳][۴]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت برېتانيا  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده فیلسوف
ليکوال  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۵][۶]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

مايکل جوزف اوکيشوټ (۱۹۰۱ ډسمبر ۱۱-۱۹۹۰ ز کال د ډسمبر ۱۹) يو انګرېز فيلسوف او د سياسي نظرياتو پوه و، چې د تاريخ فلسفې، د مذهب فلسفې، هنرونو، د زده کړو فلسفې او د قانون فلسفې په اړه يې [کتابونه] وليکل. [۷]

ژوندليک[سمول]

د ژوند لومړي کلونه او زده کړې[سمول]

اوکيشوټ د Joseph Francis Oakeshott زوی و. پلار يې يو ملکي خادم (په وروستيو کې د کورني عايد برخه کې د څانګې مشر) او د فابين ټولنې (Fabian Society) غړی و او مور يې Frances Maude نومېده، چې د Islington د ورېښمو د يو شتمن سوداګر George Thistle Hellicar لور وه. که څه ورسره د پېژندنې په اړه يې کوم ثبوت نه شته، مګر اوکيشوټ د ښځو حقونو له فعالې Grace Oakeshott او اقتصادپوهې او ټولنيز سموونکې Gilbert Slater سره د واده اړيکه درلوده. د ژوند ساری يا دروند شخص Matthew Oakeshott له همدې کورنۍ څخه دی. [۸][۹][۱۰][۱۱]

مايکل اوکيشوټ د Harpenden د St George ښوونځي (St George's School, Harpenden) کې ګډون وکړ، چې له ۱۹۱۲ څخه تر ز کلونو کې د نجونو او هلکانو يو ګډ او مخ پر وده ليليه ښوونځی و. نوموړي د خپل ښوونځي له وختونو څخه خوند واخيست او څه موده وروسته د ښوونځي سرښوونکی Rev. Cecil Grant، چې د Maria Montessori يو مريد و، د اوکيشوټ ملګری شو. اوکيشوټ په ۱۹۲۰ ز کال کې د کمبريج پوهنتون په Gonville and Caius College کې د يو سکالرشيپ له مخې لوړې زده کړې پيل کړې، چې تاريخ يې په کې ولوست او د Tripos (د کمبرېج پوهنتون د بري ليک ازموينې) په دواړو برخو کې يې د سياسي پوهې واکونه (خوښه يا اختيار) تر لاسه کړ. نوموړی په ۱۹۲۳ کې د لومړي ټولګي په بري ليک سره فارغ شو او په پای کې يې (لکه اوس هم چې دا چاره په کمبرېج کې عادي ده) د ماسټرۍ ازموينه ورکړه او په ۱۹۲۵ ز کال کې د Caius د ملګري په توګه غوره شو. هغه وخت چې اوکيشوټ په کمبرېج کې و، د برتانوي ايډيالېسټ فيلسوفانو لکه J. M. E. McTaggart او John Grote او د منځنۍ دورې د تاريخپوه Zachary Nugent Brooke ستاينه يې وکړه. هغه وويل چې د McTaggart د پېژندنې بيانونه يوازېنۍ رسمي فلسفي روزنه وه، چې نوموړی تر لاسه کړه. تاريخپوه Herbert Butterfield د وړې رتبې تاريخپوهانو (Junior Historians) ټولنې معاصر پوه، ملګری او غړی و.

په ۱۹۲۳ ز کال کې له فراغت څخه وروسته يې يو ځل د اوړي دورې پر مهال په Marburg او Tuebingen پوهنتونونو او بيا ځلي په ۱۹۲۵ ز کال کې په دين پوهنه او الماني ادبياتو کې خپلې لېوالتياوې وپاللې. د يادې دورې په منځ کې د يو کال لپاره يې د Lytham St Anne د پاچا اووم اډوارډ د ژبې اصولو (ګرامر) ښوونځي  کې د انګليسي ژبې د مشر ماسټر په توګه ادبيات تدريس کړل، په داسې حال کې چې په ورته وخت کې يې د دوکتورا بري ليک د ترلاسه کولو په موخه خپله (بريالۍ) رساله ليکله. د نوموړي په وينا: د پايليک ياده ليکنه يې د لومړي کتاب (ازمېښت او لارې چارې يې: Experience and its Modes) لپاره يوه بې خونده هڅه وه.

۱۹۳۰ ز لسيزه[سمول]

اوکيشوټ په اروپا کې د ۱۹۳۰ ز لسيزې پر مهال د پېښ شوي سياسي افراطيت له امله بې زړه شوی و او د دې دورې پر مهال د نوموړي تلپاتې بيانونه (لکچرونه) د نازي او مارکس اصالتونو کرکه څرګندوي. د نوموړي په اړه ويل کېږي چې: په کمبريج پوهنتون کې لومړنی شخص و چې د مارکس په اړه يې بيان وکړ. نوموړي د Sir Ernst Barker په غوښتنه د معاصرې اروپا د ټولنيزو او سياسي اصولو د يو لړ تبصرو په لرلو سره، يو غورچاڼ چمتو کړ. Baker هيله درلوده، چې په کمبرېج پوهنتون کې د سياسې پوهې د رئيس په توګه د اوکيشوټ بريا وويني. د دې ټولو ګډوډيو او نه تړلتياوو لپاره (لکه څرنګه چې نوموړي وکتل)، اوکيشوټ د استازولۍ ديموکراسي (Representative Democracy) لږ تر لږه تسلي نه ورکوونکې ځکه وګڼله، چې پر يوه ټولنه باندې د ژوند د يو نړيوال پلان بارونه بې خونده او نا اخلاقي دی. [۱۲]

دويمه نړيواله جګړه[سمول]

که څه هم اوکيشوټ «د سياست ادعا:The Claim of Politics» (۱۹۳۹ز کال) تر سرليک لاندې خپله مقاله کې له سياسي ژمنتيا څخه د وګړو د ساتنې ننګه وکړه، مګر په ۱۹۴۰ ز کال کې د فرانسې له ماتې څخه وروسته هغه مهال بریتانوي پوځ سره يو ځای شو، چې د عمر پر بنسټ له عسکري خدمت څخه يې ډډه کولی شوه. هغه په حقيقت کې د ځان وژونکي ځانګړو عملياتو اجرائيوي څانګې (Special Operation Executive (SOE) لپاره په خپله خوښه خدمت وکړ، چې د ژوند منځنۍ تمه او اميد په کې نږدې شپږ اونۍ و او د Hugh Trevor-Roper له لورې ورسره مرکه وشوه، مګر پرېکړه وشوه چې نوموړی يو «خورا څرګند انګرېز» و چې پر لويه وچه باندې پټ عمليات تر سره کوي. نوموړي په اروپا کې د “Phantom” په نوم د جګړې د ډګر استخباراتي واحد سره فعال خدمت وکړ. ياد واحد د نيمه خپلواک نيمه يا تر يوې اندازو اشارو (زيګنالونو) اداره وه، چې له ځانګړي هوايي خدمت (Special Air Service) سره يې هم اړيکې درلودې. که څه هم ياد واحد تل د جګړې په سنګرکې و، مګر خورا لږ به په سيده ډول هره ريښتينې جګړه کې ښکېل و. د اوکيشوټ پوځي وړتيا له پامه ونه غورځول شوه او د Phantom د ‘B’ لښکر، د قوماندان د مرستيال او سرپرست تورن په توګه يې جګړه پای ته ورسوله. [۱۳]

له جګړې څخه وروسته[سمول]

اوکيشوټ په ۱۹۴۵ ز کال کې عسکري ترخيص واخيست او بېرته کمبرېج ته ستون شو. نوموړی په ۱۹۴۹ ز کال کې له کمبرېج څخه د اکسفورډ Nuffield College ته لاړه، مګر يوازې له دوو کلونو څخه وروسته په ۱۹۵۱ ز کال کې د اقتصاد په لندن ښوونځي (London School of Economics (LSE) کې د کيڼ اړخي Harold Laski پر ځای د سياسې پوهې پروفيسور وټاکل شو؛ د نامتو مطبوعاتو له لورې هم د يادې ګومارنې يادونه وشوه. اوکيشوت د ۱۹۶۰ ز لسيزې په وروستيو کې په LSE کې د زده کوونکو له عملي ايډياليزم سره ژوره خواخوږي نه درلوده او د چارواکو د نيمګړي پياوړي ځواب (لکه څرنګه چې هغه وليدل) خورا سخت کره کتونکی (منقد) و. هغه په ۱۹۶۹ ز کال کې له LSE څخه لاس واخيست، مګر تر ۱۹۸۰ ز کال پورې يې تدريس او د سيمينارونو ورکولو ته دوام ورکړ.

له دندې څخه د لاس اخيستنې (تقاعد) په موده کې يې له خپلې درېيمې مېرمنې سره د Dorset په Langton Matravers کې په يوه کليواله جونګړه کې په ارامۍ سره ژوند کولو ته مخه وکړه. دوه ځلې يې طلاق اخيستی و او ګڼې چارې [اړيکې] يې درلودې، چې زياتې يې د خپلو زده کوونکو له مېرمنو، همکارانو او ملګرو او ان د خپل زوی Simon له ملګرې سره وې. نوموړي له نکاح پرته يو زوی هم درلود، چې د دوه کلنۍ په عمر يې له مور سره پرېښود او د نږدې شلو کلونو لپاره يې بيا ورسره ونه کتل. د اوکيشوټ تر ټولو نامتو معشوقه Iris Murdoch وه. [۱۴][۱۵]

اوکيشوټ د زياتېدونکې پېژندنې تر ازمايلو پورې پوره اوږد ژوند وکړ، که څه هم د هغه له مړينې څخه وروسته يې په اړه خورا زيات ليکل شوي دي. نوموړی د Margaret Thatcher له لوري «د درنښت ملګری:Companion of Honour» کېدلو ته وړانديز شوی و، مګر اوکېشوټ ياد وړانديز ونه مانه. [۱۶]

فلسفه[سمول]

لومړني کارونه[سمول]

د اوکيشوټ لومړنی کار چې د «تاريخ څه شی دی؟ :What is History? »، «نورې مقالې ۲۰۱۴:Other Essays 2014» او «د فلسفي قانونپوهنې مفهوم  : The Concept of Philosophical Jurisprudence 2017» په ګډون ځيني يې له مړينې څخه وروسته چاپ شول، څرګندوي چې نوموړی په هغه فلسفي ستونزه کې خورا لېوال و، چې په تاريخ کې د اوسېدلو په پرتله د هغه له تاريخي زده کړو څخه تر لاسه شوه؛ ان دا چې نوموړی په رسمي ډول يو تاريخپوه و. د نوموړي ځيني خورا لومړنۍ مقالې د عيسوي دين د تر ټولو معاصر ډول په اړه دي، که څه هم په ۱۹۳۴ ز کال کې د هغه له لومړني واده څخه وروسته يې په «د انساني چلند په اړه : On Human Conduct» خپل ستر کتاب کې له يو څو پاڼو څخه پرته، د يادې موضوع په اړه نور څه خپاره نه کړل. که څه هم د نوموړي له مړينې څخه وروسته خپاره شوي کتابونه او د يادښت ډېر کاتيز (غټې) کتابچې (له ۱۹۱۹ ز کال څخه راوروسته) له دين سره د نوموړي د ژوندمهاله د مخه نيوکه او د تقوا پوښتنې ښيي. د ځوانۍ پر مهال يې د سپېڅلو اوامرو “Holy Orders” د تر لاسه کولو فکر کړی و، مګر وروسته د ناڅرګند رومانتيک تصوف پر لور مايل شو.

اوکيشوټ په ۱۹۳۳ ز کال کې د[سمول]

اوکيشوټ په ۱۹۳۳ ز کال کې د «ازمېښت او د هغې لارې چارې : Experience and its Modes» په نوم د ۳۱ کلنۍ په عمر خپل لومړی کتاب هغه مهال چاپ کړ. نوموړي د George Wilhelm Friedrich Hegel او F. H. Bradley نفوذ او اغېز ومانه. مبصرينو هم د ياد کتاب او د ځينو مفکرينو لکه د R. G. Collingwood او George Simmel د نظرياتو تر منځ ورته والي څرګند کړل. [۱۷][۱۸][۱۹]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb121938232 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6px1r7z — subject named as: Michael Oakeshott — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/3656 — subject named as: Michael Oakeshott — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Internet Philosophy Ontology project
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/119424 — subject named as: Michael Oakeshott
  5. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb121938232 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  6. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/87842915
  7. Fuller, T. (1991) 'The Work of Michael Oakeshott', Political Theory, Vol. 19 No. 3.
  8. Paul Franco, Leslie Marsh, A Companion to Michael Oakeshott, pp. 16
  9. "AIM25 collection description". www.aim25.ac.uk. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ مارچ ۲۰۱۷ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Radical Reformers and Respectable Rebels: How the two lives of Grace Oakeshott defined an era, Jocelyn Robson, Palgrave Macmillan, 2016, p. xvii
  11. Full of Hope and Fear: The Great War Letters of an Oxford Family, ed. Margaret Bonfiglioli and James Munson, Oxford University Press, 2014, pp. xxxiii-xxxiv
  12. See M. Oakeshott, Review of H. Levy and others, Aspects of Dialectical Materialism, in Cambridge Review, 56 (1934–5), pp. 108–9
  13. Gray, John. "Last of the Idealists". Literary Review. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ جولای ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جولای ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Paul Franco, Michael Oakeshott: An Introduction, pp. 22
  15. Paul Franco, Leslie Marsh, A Companion to Michael Oakeshott, pp. 31
  16. "A Letter from Margaret Thatcher". www.michael-oakeshott-association.org. Archived from the original on ۲۶ مې ۲۰۰۸. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ ډيسمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: BOT: original-url status unknown (link)
  17. Oakeshott, Experience and Its Modes, p. 6
  18. Efraim Podoksik, 'Ethics and the Conduct of Life in the old Georg Simmel and the young Michael Oakeshott', Simmel Studies 17(2), 2007, pp. 197–221
  19. Paul Franco, Michael Oakeshott: An Introduction, pp. 45–46