مارګريټ کاونډيش، د «نیوکاسل-اپن-ټاین» دوشس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مارګريت لوکاس کاونډيش، د «نيوکاسل اپن ټاين دوشس» (۱۶۲۳-۱۵ ديسمبر ۱۶۷۳ز کلونه) يوه بریتانوۍ فيلسوفه، شاعره، ساينسپوه، د خيالي نکلونو او ډرامو لیکواله وه. له دې امله چې د شاهي کورنۍ سره يې اړه درلوده، د بریتانيې د کورنۍ جګړې پر مهال يې ځينې وخت په فرانسه کې تېر کړ. نوموړې په داسې يو پړاو کې په خپل نوم ليکل کول چې ډېرې ښځینه لیکوالانې نومورکې پاتې وې.

مخینه[سمول]

د نوموړې مورنی نوم مارګريټ لوکاس و، د شاهي کورنۍ د غړيو هر یو جان لوکاس او سر چارلس لوکاس تر ټولو کشره خور وه، څوک چې په کولچيستر کې د «سينټ جان ابي» د ماڼۍ څښتنان وو. هغه د ملکې «هينريتي ماريا» خادمه شوه او له هغې سره يې د تبعيد پر مهال فرانسې ته سفر وکړ، د يو څه وخت يې د ځوان پاچا «لويس پنځم» په دربار کې تېر کړ. هغه په ۱۶۴۵ز کال کې د نيوکاسل-اپن-ټاين د لومړي ډوک «وليام کاونډيش» دويمه مېرمن شوه، کله چې هغه يو مارکويس و (مارکويس د برتانيې د شاهي کورنۍ په القابو کې له دوک څخه ښکته لقب دی).[۱][۲]

ليکنې[سمول]

د يوې شاعرې، فيلسوفې، نثري رومان ليکونکې، مقاله ليکونکې او ډرامه ليکوالې په توګه کاونډيش په داسې وخت کې په خپل نوم خپرونې وکړې، کله چې ډېرې ښځینه لیکوالانې نومورکې پاتې وې. د هغې په موضوعاتو کې جنسيت، ځواک، اداب، علمي لارې چارې او فلسفه شامل وو. د هغې خيالي رومان « he Blazing World» (بلېدونکې نړۍ) د لومړيو خيالي علمي ليکنو يوه له لومړيو بېلګو څخه ده. نوموړې په خپل وخت کې په عېر عادي ډول په زیاته کچه د طبيعي فلسفې او لومړيو نويو علومو په اړه خپرونې وکړې، له يو درجن څخه زيات اصلي اثار يې خپاره کړل چې د هغې د بيا کتل شويو اثارو سره د ټولو اثارو شمېر يوويشتو ته رسېږي.[۳][۴][۵][۶]

د يوې بې ساري او مخکښې ښځينه لیکوالې په توګه پر کاوننډيش هم نيوکې شوي او هم اتله بلل شوې. نوموړې د اولسمې پېړۍ ارستويي او ميخانيکي فلسفه رد کړه او يو حياتياتي نمونې ته يې ترجيح ورکړه. په ۱۶۶۷ز کال کې، هغه لومړۍ ښځه وه چې د لندن شاهي ټولنې ناسته کې يې ګډون وکړ، په فيلسوفانو هر يو «تاماس هوبس، رينه ډيکارټ، او رابرټ بويال» يې نيوکې کولې، او له هغوی سره يې تعامل درلود. هغه پر څارويو د معايناتو تر سره کولو د لومړۍ مخالفې په توګه پېژندل شوې ده.[۷][۸][۹]

د کاونډيش خپرونو هغه مشهوره کړه او د هغه مهال دا باور يې وننګولو چې ښځې له نارينه وو څخه کمې دي. نوموړې دا خپرونې د ښځو د تعليم لپاره وکارولې: ښځې د زده کړې او له زده کړې څخه د ګټې اخستلو وړ دي، هغې ټينګار کاوه که چېرې ښوونځي ته تللې وای نو د خپلو وروڼو په څېر به د هغې فعاليتونه له دې هم دېر ښه وو.[۱۰]

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

ماشومتوب[سمول]

د کاونډيش پلار«تاماس لوکاس» له يوې مخامخ نښتې څخه وروسته چې يو «ښاغلی بروکس» پکې ووژل شو، تبعيد کړای شو، خو پاچا «جيمز» ورته بښنه وکړه. هغه په ۱۶۰۳ز کال کې بېرته انګلستان ته ستون شو. تر ټولو د کشرې په توګه ګاونډيش ډېر وخت له خپلو اتو خوېندو وروڼو سره تېر کړی دی. هغې رسمي زده کړې نه درلودې، خو ښوونکو او کتابتونونو ته يې لاس رسی درلود، که څه هم هغې دې  ته اشاره کړې وه چې کوچنیانو ښوونکو ته کمه پاملرنه کړې وه، چا چې د «ګټې پر ځای تر ډېره بريده رسميت درلود». کاونډيش په کم عمرۍ کې خپل اندونه په پاڼو کاږل، که څه هم هغه مهال له ښځو څخه دا ډېر کم د منلو وړ کار و چې د ځيرکتيا ښودنه وکړي او هغې دا هڅې په خپل کور کې په پټه جاري وساتلې. دې کورنۍ د پام وړ امکانات درلودل او  کاونډيش ويلي چې د هغې کونډې مور غوره بلله چې خپله کورنۍ له هغه وضعيت څخه «په ډېر ښکته» حالت کې ونه ساتي، کوم حالت يې چې د پلار په ژوند کې و؛ کوچنيانو ريښتونو خوښيو او بې زیانه ښاديو ته لاس رسی درلود. د هغې مور يا ډېر کم او يا د نارینه بيخي مرسته نه درلوده.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

ښځینه درباري مېرمنه[سمول]

کله چې ملکه «هنريتي ماريا» په اکسفرډ کې وه، کاونډيش له خپلې مور اجازه تر لاسه کړه چې په دربار کې خادمه شي. هغه فرانسې ته د تبعيد پر مهال هم د ملکې ملګرې وه، دا لومړی ځل و چې له خپلې کورنۍ لرې و اوسي. هغې ولیدل په داسې حال کې چې هغه د خپلو خوېندو وروڼو په ملګرتيا کې ډېره ډاډه وه، د پرديو په منځ کې بیا شرمېندونکې وه، له دې وېره درلوده چې د خپلو خوېندو وروڼو د لارښونې د نه شتون په صورت کې ناسمې خبرې يا کار ونه کړي، په داسې حال کې چې خوښ يې ګڼل هرکلی يې وشي او خوښه شي. هغې يواځې د اړتيا پر مهال خبرې کولې او په همدې سبب ورته د يوې احمقې په سترګه کتل کېدل، کاونډيش ويلي احمق بلل يې له دې غوره بلل چې شخ سترګې يا بې ادبه وبلل شي.

په دې پښېمانه وه چې خپل کور يې پرېښود او د دربار خادمه شوه، کاونډيش خپلې مور ته خبر ورکړ چې د دربار پرېښودلو نيت لري، خو د هغې مور قانع کړه چې د دربار په پرېښودلو سره خپل ځان رسوا نه کړي، هغې ته يې مالي مرستې چمتو کړې، کومې پيسې چې کاونډيش له معمول څخه زياتې بللي. هغې دوه کاله نور هم دا دنده تر سره کړه، وروسته يې له ولیام کاونډيش سره واده وکړه چې هغه مهال د نيوکاسل مارکويس و.

له مارکويس سره واده[سمول]

کاونډيش وکتل چې مېړه يې د هغې شرميندوکی حالت خوښوي؛ هغه يواځيني کس و چې هغې ورسره مينه درولده، د هغه د مقام يا ځواک له امله نه، بلکې د هغه د وړتيا، عدالت، درناوي، دندې او وفادارۍ له امله. نوموړې دا هغه اوصاف بلل چې ان خلک په بدمرغۍ کې هم سره نژدې ساتي او د دوی په وضعيت کې دې حالت له دوی سره مرسته کړه چې د سياسي وفادارۍ پر مهال هم خپل رنځ وزغم. کاونډيش بچيان نه درلودل، سره له دې چې د هغې ډاکټرانو هڅه وکړه چې هغه اميدواره شي. د هغې مېړه له خپل پخواني واده څخه پنځه کوچنيان درلودل، دوه بچيانو يې هر يو جين او اليزابت د « The Concealed Fancies» په نوم يوه مزاحيه  ډرامه وليکله.[۱۶][۱۷][۱۸]

کاونډيش وروسته د « The Life of the Thrice Noble, High and Puissant Prince William Cavendish» (د درې ځله شريف، لوړ او پياوړي شهزاده وليام کاونډيش ژوند) په عنوان د خپل مېړه ژوندليک وليکه. په خپله وفادارۍ کې، کاونډيش د هغه وخت يادونه کړې، کله چې اوازې د هغې د اثارو له تصنيف څخه راچاپېره وې: کوم چې د هغې مېړه دوی ته ليکلي وو. کاونډيش وليدل چې د هغې مېړه د دې اوازو په وړاندې له هغې دفاع کړې وه، ان د هغې د ليکوالۍ د ښوونکي په توګه د دواړو په ابتکاري اړيکه اعتراف کوي، کومې چې «د يو داسې مېړه او ښځې انځور وړاندې کوي، څوک چې د چاپ په عامه دايره کې يو پر بل تکيه دي».[۱۹]

شخصي ژوند[سمول]

مالي ستونزې[سمول]

له واده څو کاله وروسته، هغې او د مېړه ورور يې «سر چارلس کاونډيش» بېرته انګلستان ته ستانه شول. کاونډيش اورېدلي و چې د هغې د مېړه شتمني به وپلورل شي، کومه چې له دې امله ضبط شوې وه چې هغه يو شاهي مجرم و او هغه به وکولای شي چې د دې پلور څخه د نوموړي د مېرمنې په توګه ګټه واخستلای شي، خو هغې کومه ګټه تر لاسه نه کړه. هغې ولیدل، په داسې حال چې ډېرو ښځو د دې شتمنۍ لپاره غوښتنه کړې ده، خو هغې يواځې يوځل داسې کړي او د هغې به رد کولو سره پرېکړه شوې وه چې دا ډول هڅې د ستونزو ګاللو ازښت نه لري. يو نيم کال وروسته هغه بېرته له انګلستان ولاړه تر څو د خپل مېړه سره بيا یو ځای شي.

شخصيت او روغتيا[سمول]

کاونډيش په خپل کتاب «زما د زېږېدو ريښتېنې اړيکه، پالنه او ژوند» کې ويلي چې د هغې شرميندوکی طبيعيت، کوم چې هغې د «ماليخوليا» په توګه تشريح کړی، هغه اړ کړې وه چې «له کور څخه بهر د نورې نړۍ له ليدلو څخه توبه وکړي». هغې په عامه کچه د خپل کار په اړوند له خبرو سره لېوالتيا نه څرګندوله، خو هغې په خپلو ليکنو کې په دې وضعيت مسخرې وکړې. کاونډيش د خپلې فيزيکي ماليخوليا تعريف او د هغې لپاره په خپله د درملنې هڅه وکړه، په کوم کې چې «سوړ پيکه والی»، د خبرو نه کول او بې ترتيبه اشارې شاملې وې.[۲۰][۲۱]

سرچينې[سمول]

  1. N. Goose and J. Cooper (1998), "Tudor and Stuart Colchester", Victoria County History of Essex (کينډۍ:ISBN)
  2. David Cunning, "Margaret Lucas Cavendish", The Stanford Encyclopedia of Philosophy (Winter 2015 ed.), Edward N. Zalta, ed., URL=<http://plato.stanford.edu/archives/win2015/entries/margaret-cavendish/>.
  3. Lee Cullen Khanna, "The Subject of Utopia: Margaret Cavendish and Her Blazing-World", Utopian and Science Fiction by Women: World of Difference. Syracuse: Syracuse UP, 1994, pp. 15–34.
  4. O'Neill.
  5. O'Neill, Eileen (2001). Margaret Cavendish, Duchess of Newcastle, Observations upon Experimental Philosophy. Oxford, England: Cambridge University Press. د کتاب پاڼې xi. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0521776752. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. O'Neill, Eileen (2001). Margaret Cavendish, Duchess of Newcastle, Observations upon Experimental Philosophy. Cambridge: Cambridge University Press. د کتاب پاڼې xi. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0521776752. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Shevelow, Kathryn. For the love of animals: the rise of the animal protection movement, Henry Holt and Company, 2008, chapter 1.
  8. Nadine Akkerman and Marguérite Corporaal, "Mad science beyond flattery. The correspondence of Margaret Cavendish and Constantijn Huygens", Early Modern Literary Studies 14 May 2004, 2.1–21.
  9. O'Neill, Eileen (2001). Margaret Cavendish, Duchess of Newcastle, Observations upon Experimental Philosophy. Cambridge: Cambridge University Press. د کتاب پاڼې xi. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0521776752. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Spencer, E Mariah (May 2021). "A Duchess "given to contemplation": The Education of Margaret Cavendish". History of Education Quarterly. 61 (2): 213–239. doi:10.1017/heq.2021.9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Bowerbank, Sylvia (2000). Paper Bodies: A Margaret Cavendish Reader. Orchard Park, NY: Broadview Press. د کتاب پاڼې 41. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-55111-1735. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Cunning, David (2015-01-01). Zalta, Edward N. (المحرر). The Stanford Encyclopedia of Philosophy (الطبعة Winter 2015). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Cavendish, Margaret (1656). Sylvia Bowerbank and Sara Mendelson (المحرر). A True Relation of My Birth, Breeding, and Life. London, England. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Cavendish, Margaret (1656). Sylvia Bowerbank and Sara Mendelson (المحرر). A True Relation of My Birth, Breeding, and Life. London, England. د کتاب پاڼي 46–47. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Fitzmaurice, James. "Cavendish, Margaret". Oxford Dictionary of National Biography. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  16. Cavendish, Margaret (1656). Sylvia Bowerbank and Sara Mendelson (المحرر). A True Relation of My Birth, Breeding, and Life. London, England. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Fitzmaurice, James. "Margaret Cavendish" – عبر Oxford Dictionary of National Biography. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Cite journal requires |journal= (مساعدة)[مړه لينکونه]
  18. Fitzmaurice, James. "Margaret Cavendish" – عبر Oxford Dictionary of National Biography. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Cite journal requires |journal= (مساعدة)[مړه لينکونه]
  19. Billing, Valerie (Fall 2011). ""Treble marriage": Margaret Cavendish, William Newcastle, and Collaborative Authorship". Journal for Early Modern Cultural Studies. 11 (2): 94–122. doi:10.1353/jem.2011.0022. S2CID 142846393. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Bowerbank, Syvia (2000). Paper Bodies: A Margaret Cavendish Reader. Orchard Park, NY: Broadview Press. د کتاب پاڼي 12–14. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-55111-173-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Bowerbank, Sylvia; Sara Mendelsohn (2000). Paper Bodies: A Margaret Cavendish Reader. Orchard Park, NY: Broadview Press. د کتاب پاڼې 13. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-55111-173-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)