لوی فریدریک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
لوی فریدریک
(الماني: Friedrich II. der Große د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لوی فریدریک
لوی فریدریک

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۴ جنوري ۱۷۱۲[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]
برلين[۱۵]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 17 اگسټ 1786 (74 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل ناروغي  د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت جرمني[۱۶]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده پاچا  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) آلماني ژبه[۱۷]
فرانسوي  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړې اووه کلنه جګړه  د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
لوی فریدریک
لوی فریدریک

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

دویم فریدریک (په جرمني کې: دویم فریدریش ۲۴ جنوري ۱۷۱۲- ۱۷ اګست ۱۷۸۶ زکال) له ۱۷۴۰ زکال څخه تر ۱۷۷۲ زکال پورې په پروس کې پاچا او له ۱۷۷۲ زکال څخه تر خپلې مړینې پورې د پروس پاچا و. د هغه په مهمو لاسته راوړنو کې په سلیسیان جګړو کې بریا، د پروسي پوځ بېرته منظم کول، د پولنډ لومړنی وېش او له هنر او روڼ آندۍ څخه د هغه ملاتړ شاملېږي. فریدریک د هوهنزولرن کورنۍ وروستی واکمن و چې د ځان لپاره یې د پاچا لقب وکاراوه او وروسته له هغه چې په ۱۷۷۲ زکال کې یې له مشترک المنافع لیتواني - پولنډ څخه پروسي پولنډ ځانته الحاق کړ، ځان یې د پروس پاچا اعلان کړ. د هغه د واکمنۍ پر مهال پروس په زیاته کچه خپل قلمرو پراخ کړ او په اروپا کې په پیاوړي پوځي ځواک واوښت. هغه په لوی فریدریک (جرمني کې: Friedrich der Große) پېژندل کېده او همدارنګه یې مستعار نوم «زوړ/مشر فریتز» (په جرمني کې: "Der Alte Fritz") و.

فریدریک په ځوانۍ کې د جګړې د هنر پر ځای له موسیقي او فلسفې سره لېوالتیا لرله، همغه و چې له امله یې د هغه او د هغه د مستبد پلار د پروس د پاچا لومړي فریدریک ویلیام ترمنځ جنجال شتون درلود، خو له دې سره واک ته له رسېدو وروسته یې په ۱۷۴۲ زکال کې د اطریش په بډایه سیمه سلیسیا برید وکړ او هغه یې ځان ته الحاق کړه، چې له امله یې هم ځان او هم پروس ته پوځي ویاړ ور په برخه کړ. وروسته له هغه نوموړی په یو بانفوذه پوځي نظریه ورکوونکي واوښت، چې تحلیلونو یې د جګړې په ډګر کې د هغه له شخصي ګډون  نه سرچینه اخیسته او د ستراتیژي، تخنیک، تحرک او لوژستیک موضوعات به یې په کې رانغاړل.

فریدریک د روڼ آندې دیکتاتورۍ پلوی و او څرګندوله یې چې واکمن باید د دولت تر ټولو مخکښ خدمت کوونکی وي. هغه د پروس بیروکراسي او مدني خدمتونه معاصر ډول ته واړول او په ټول هېواد کې یې له نرم چلن ترجلا والي پورې د مذهبي پالیسیو لار تعقیب کړه. هغه قضايي سیسټم اصلاح کړ او دا شونتیا یې رامنځته کړه چې د ټیټې پوړۍ نارینه وکولای شي، قاضي او یا هم مخکښ بیروکرات واوسي. فریدریک همدارنګه بېلابېلو ملتونو او عقیدو ته اړوند کډوال وهڅول، څو پروس ته راشي، په داسې حال کې چې هغه په سلیسیا او پروسي پولنډ کې د کاتولیکانو پر ضد یو شمېر ظالمانه چارې هم ترسره کړې. هغه د خپلې علاقې وړ هنرونو او فیلسوفانو څخه ملاتړ وکړ او د مطبوعاتو او ادبیاتو د آزادۍ اجازه یې ورکړه. فریدریک تر ډیره همجنس پلوی و او د هغه جنسیت د ګڼ شمېر څېړنو موضوع جوړوله. هغه د پوتسدام په سانسوچي کې په خپلې خوښې وړ استوګنځای کې خښ کړای شو. له دې امله چې هغه بچیان نه لرل، د هغه وراره دویم فریدریک ویلیلم د هغه ځای ناستی شو.

د ۱۹ مې پېړۍ نږدې ټولو تاریخ پوهانو فریدریک د یو رومانتیک کس په توګه ویاړلی، جنګیالی  یې بللی او د هغه رهبري، مدیریتي اغېز، دندې ته ژمنتیا او په اروپا کې یې په پیاوړي ځواک باندې د پروس بدلول ستایلي. فریدریک په لومړۍ نړیواله جګړه کې جرمني سترواکۍ ته په ماتې ورکولو سره په یوه ستایل کېدونې تاریخي څېره واوښت او نازیانو هغه له اډولف هیټلر وړاندې چې نوموړي خپله هم د ځان ایډیال کړی و، ستایه. له دویمې نړیوالې جګړې وروسته په آلمان کې د نوموړي شهرت راکم شو، هغه هم له دې امله چې نازیانو له هغه څخه د خپل سمبول په توګه کار اخیست. له دې سره د یووېشتمې پېړۍ تاریخ پوهان لېوالتیا لرله چې فریدریک د یو پرمختللی پوځي رهبر او وړ پاچا په توګه معرفي کړي، ځکه د روڼ آندۍ کلتور او اداري اصلاحاتو ته د هغه ژمنتیا د پروس پاچهۍ ته دا زمینه برابره کړه، څو د جرمني په ایالتونو باندې د واکمنۍ پر سر له اطریشي هابسبورګ لړۍ سره سیالي وکړي.

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

فریدریک د پروس د ولیعد فریدریک ویلیام او د هغه د مېرمنې سوفیا دوروتیا هانوور زوی و. نوموړی د ۱۷۱۲ زکال د جنوري میاشتې په ۲۴ مه د ورځې د ۱۱ او ۱۲ بجو ترمنځ د برلین ښار په ماڼۍ کې وزېږېد او یوازې د فریدریش په نامه ورته د بنجامین اورسینوس فون بار له خوا د جنوري په ۳۱ مه د تعمید غسل ورکړل شو. نیکه یې لومړي فریدریک د هغه زیږون ته هرکلی ووایه، ځکه د هغه دوه نور لمسیان په ماشومتوب کې مړه شوي وو. په ۱۷۱۳ زکال کې د لومړي فریدریک په مړینې سره د هغه زوی لومړی ویلیام فریدریک د پروس پاچا شو او په همدې ترتیب ځوان فریدریک ولیعهد شو. فریدریک ۹ خویندې او وروڼه لرل چې تر ځوانۍ یې ژوند وکړ، له دې ډلې شپږ یې خویندې وې. تر ټولو مشره یې ویلهلماین وه چې ده ته تر ټولو نږدې وه. همدارنګه یې درې کشران وروڼه لرل چې اګستوس ویلیام او هنري په کې شاملېدل. نوي پاچا هیله لرله چې ماشومان یې د ساده کسانو په توګه نه د شاهزادګانو په توګه وروزل شي. هغوی ته یوې فرانسوي مېرمنې چې مېډم ډي مونټ بېل نومیده او فریدریک ویلیام یې هم روزلی و، درس ورکاوه. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

لومړی فریدریک ویلیام چې د «سرتېري پاچا» په نوم یادېده، لوی او پیاوړی پوځ یې جوړ کړ چې د «پوتسدام د لویو کسانو» په نوم د هغه مشهوره ډلګۍ هم په کې شاملېدله، په ډېر احتیاط یې د پاچهۍ سرمایه مدیریت کړه او یو پیاوړی متمرکز دولت یې رامنځته کړ. نوموړي همدارنګه له تاوتریخوالي ډک طبیعت درلود او په بشپړ ځواک سره یې په برنډنبرګ – پروس واکمني کوله. بر عکس د هغه مور سوفیا چې پلار یې جورج لوئیس له برانسویک – لونبرګ څخه په ۱۷۱۴ زکال کې د لومړي جورج پاچا په توګه د بریتانوي سترواکۍ ځای ناستی و، مودبه، کارنده او پوهه مېرمن وه. د فریدریک د والدینو ترمنځ سیاسي او شخصي توپیرونو یو لړ اندېښنې رامنځته کړې چې د واکمن په توګه یې د فریدریک په چلن، د کلتور په اړه د هغه پر لیدلوري او له پلار سره یې د هغه پر اړیکو اغېز درلود. [۲۳][۲۴]

د نوې ځوانۍ پر مهال، فریدریک له خپلې مور او خور ویلهلماین سره اوسېد، په داسې حال کې چې هغوی په منظم ډل د خپل پلار له ښکار ځای څخه په کونیګزوسترهازون کې لیدنه کوله. فریدریک او د هغه مشرې خور له یوبل سره نږدې اړیکې لرلې، چې په ۱۷۵۸ زکال کې یې د هغې تر مړینې دوام درلود. فریدریک او خویندې یې له یوې هوګنوټ (پروتستانت کلتور دی) ماشوم ساتونکې او خصوصي ښوونکې سره را لوی شول او هم مهاله یې فرانسوي او جرمني ژبې زده کړې. ځوان فریدریک د خپل پلار له تمې سره چې غوښتل یې زوی یې په بشپړ ډول مذهبي او با فضیلته زده کړې وکړي، موسیقي، ادبیاتو او فرانسوي کلتور ته مخه کړه. د هغه پلار فریدریک ویلهلم فکر کاوه چې د هغه لیوالتیا له ښځینه کارونو سره ده، ځکه دا د هغه د پوځي چارو سره مخالف و، له همدې امله به یې په مکرر ډول فریدریک واهه او سپکاوی به یې ورته کاوه. له دې سره فریدریک د لاتین د ښوونکي جاکوس دوهان په مرسته د خپلو رسمي زده کړو د سرته رسولو په موخه په پټ ډول د ځان لپاره د اشعارو، یوناني او رومي کلاسیک کلتور او فلسفې ۳۰۰۰ ټوکیز کتابتون جوړ کړ. [۲۵][۲۶]

وروستي کلونه او مړینه[سمول]

فریدریک د خپل ژوند په وروستیو کې، په مخ پر ودې ډول ځاني خودی شو. په سانسوچي کې د هغه د ملګرو ډله په تدریجي ډول له مړینې سره مخامخ وه او د ډیرو کمو ځای به نورو ډک کړ. هماغه و چې فریدریک په مخ پر زیاتېدوني ډول انتقادپلوی او خپل سری شو او همدارنګه له خپلو ملکي چارواکو او نظامي افسرانو څخه ناهیلی شوی و. فریدریک د خپلو روڼ آندو اصلاحاتو او نظامي ویاړونو له امله د پروس په خلکو ډېر ګران و، د برلین ښاریان به تل هغه مهال چې له اداري او پوځي څار څخه به راګرځېدل، د هغه ستاینه به یې کوله. د وخت په تېرېدو سره هغه د فروس د خلکو ترمنځ د مشر فریتز (Der Alte Fritz ) په نوم مشهور شو او دا نوم د هغه په میراثونو کې شامل شو. د هغه د ژوندانه د ۶۰ مې لسیزې په وروستیو او د ۷۰ مې په لومړیو کې چې په مخ پر زیاتېدوني ډول د استما او نورو ناروغیو له امله د فلج کېدو پر لور روان و، سهار وختي به له خوبه پاڅېد، شپر تر اته پیالې قهوه به یې څښله او په خپل همیشني جدي توب به یې دولتي چارې ترسره کولې. نوموړی د ۱۷۸۶ زکال د اګست په ۱۷مه په سانسوچي کې د خپلې مطالعې په ځای کې د استراحت په چوکۍ د ۷۴ کلونو پرعمرمړشو. [۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118535749  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6wh2v6v — subject named as: Frederick the Great — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/2986 — subject named as: Frederick the Great — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ subject named as: Frederick II — IMSLP ID: https://imslp.org/wiki/Category:Frederick_II — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — منښتلیک: Creative Commons Attribution-ShareAlike 4.0 International
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Frederick-II-king-of-Prussia — subject named as: Frederick II — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/567752 — subject named as: Friedrich der Grosse — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ RKDartists ID: https://rkd.nl/artists/482844 — subject named as: Friedrich II von Preußen — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p10181.htm#i101805 — subject named as: Friedrich II König von Preußen — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Benezit ID: https://doi.org/10.1093/benz/9780199773787.article.B00068372 — subject named as: Friedrich II Der Grosse — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Benezit Dictionary of Artists — خپرونکی: Oxford University Press — ISBN 978-0-19-977378-7
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0028163.xml — subject named as: Frederic II de Prússia — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Diamond Catalogue ID for persons and organisations: https://opac.diamond-ils.org/agent/107566 — subject named as: Frederick
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ subject named as: Friedrich II. der Große — Musicalics composer ID: https://musicalics.com/de/node/79636
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/22195 — subject named as: Fridrik II. Veliki — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=20634 — subject named as: Fridrik II. Veliki — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  15. پیوستون : 118535749  — د نشر نېټه: ۱۰ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  16. https://libris.kb.se/katalogisering/khw04sj322kwtqb — د نشر نېټه: ۲۴ اگسټ ۲۰۱۸ — د خپرولو نیټه: ۱۰ جون ۲۰۱۳
  17. پیوستون : 11886351h  — د نشر نېټه: ۸ اکتوبر ۲۰۱۶ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: BnF catalogue général — خپرونکی: Bibliothèque nationale de France
  18. Kugler 1840، صص. 21–22.
  19. Schieder 1983، ص. 39.
  20. Gooch 1947، ص. 217.
  21. MacDonogh 2000، ص. 28.
  22. Schieder 1983، ص. 1.
  23. Lavisse 1892، صص. 128–220.
  24. Kugler 1840، صص. 20–21.
  25. Christian 1888، صص. 11–12.
  26. MacDonogh 2000، ص. 37.
  27. Richard 1913، ص. 383.
  28. Ritter 1936، ص. 200.
  29. MacDonogh 2000، ص. 366.
  30. MacDonogh 2000، ص. 380.