Jump to content

قاهر بالله

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
القاهر
القاهر بالله (عربي ) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۰۸۹۹ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۱۸ اکتوبر ۰۹۵۰ — ۰۹۵۱ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې ځای
ژبې
دنده
واليCaliph (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وروڼه او خويندې

د مسلمانانو واکمن او خليفه ابو منصور محمد القاهر بالله بن احمد المعتضد بن طلحه الموفق بن جعفر المتوکل بن محمد المعتصم ( 286-339هـ س/ 899-) 950 زیږدیز) چي په عامه توګه د قاهر بالله په نوم پېژندل کيږي، په بغداد کي د بني عباس کورنۍ نولسم خليفه وو.

د اسلامي تاریخونو پر بنسټ کله چي د عباسي کورنۍ اتلسم واکمن مقتدر بالله د خپل غلام مونس مظفر له لوري ووژل سو، د حکومت ځینو مشرانو د عباسي کورنۍ ځیني غړي د خلافت مشرتوب ته نوماند او هیله یې ترې وکړه چي واک پخپل لاس کي واخلي، خو له قاهر بالله پرته نور هیڅ غړۍ دې مسئولیت اخیستلو ته چمتو نه وو، او درباري مشرانو هم دئ د خلیفه په توګه قبول کړ. د یادوني وړ ده چي قاهر بالله تردې مخکي هم د مخکني عباسي خلیفه مقتدر بالله په وړاندي یوه ناکامه کودتا ترسره کړې وه، چي له امله یې نوموړی زنداني او بیا د مونس مظفر له لوري بیرته ایله او واک ته ورسول سو.

واکمني او مړینه

[سمول]

قاهر بالله واک ته له رسېدو سره سم پر ځای ددې چي د عباسي خلافت پخوانئ لوېدلی برم راژوندئ کړي، د مخکني عباسي واکمن له کورنۍ او هغه کسانو څخه یې غچ اخیستنه پیل کړه چي ده خپل دښمنان ګڼل او په دې توګه یې په عباسي دربار کي ډېر بد نوم خپل کړ. د نوموړي درباري کسان لکه مونس مظفر او ابن مقله چي دده له بې باکیو څخه نور تر پزي راغلي وه، یو کال وروسته یې دده په وړاندي پاڅون پیل کړ او غوښتل یې دئ هم د مخکني خلیفه غوندي ووژني، خو قاهر بالله چي ددوی په پلان خبر سو، د یوې خونړي نښتي په ترڅ کي یې د ابن مقله څخه پرته نور ټول تر تېغ کړه، او د مخکني خلیفه قاتل مونس یې هم وواژه. ابن مقله له یادي پیښي څو ورځي وروسته د ساجیانو په نوم د یوې ډلي په مرسته د خلیفه په وړاندي بل پاڅون پیل کړ او دا ځل یې قاهر بالله تر نیولو وروسته لمړئ په سترګو ړوند او بیا یې له خلافت څخه لاس په سر کړ.

له خلافت څخه تر لاس اخیستلو وروسته قاهر بالله اوولس کاله نور هم ژوند وکړ او په 339 هجري سپوږمیز کي د 53 کلونو په عمر وفات سو.