فیلیپ لارکین

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
فیلیپ لارکین
(انګلیسي: Philip Larkin د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
فیلیپ لارکین
فیلیپ لارکین

د شخص معلومات
پيدايښت ۹ اگسټ ۱۹۲۲[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]
مړینه 2 ډيسمبر 1985 (63 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۸]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت برېتانيا  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده خبريال
شاعر[۹]
ليکوال[۹]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۱۰]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه جَز  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
فیلیپ آرتور لارکین (زوکړه: د ۱۹۲۲ زکال د اګست ۹ مه – مړینه: د ۱۹۸۵ زکال د ډسمبر ۲ مه) انګلیسي شاعر، ناول لیکونکی او کتابدار و. د هغه د اشعارو لومړۍ ټولګه د شمالي بېړۍ (The North Ship) تر نامه لاندې په ۱۹۴۵ زکال کې خپره شوه چې ورپسې یې دوه نور ناورلونه د جیل (Jill؛ ۱۹۶۴) او نجلۍ په ژمي کې (A Girl in Winter؛ ۱۹۷۴ زکال) تر نومونو لاندې خپاره شول؛ نوموړي په ۱۹۵۵ زکال کې د خپلې دویمې شعري ټولګې The Less Deceived له خپرېدو وروسته شهرت وموند چې ورپسې یې د اشعارو دوه نورې ټولګې د The Whitsun Weddings (۱۹۶۴) او High Windows (۱۹۷۰ زکال) تر نومونو لاندې خپرې کړې. نوموړي له ۱۹۶۱ زکال څخه تر ۱۹۷۱ زکال پورې له ټلګراف ورځپاڼې سره د جاز (jazz) منتقد په توګه همکاري لرله چې په دغه ورځپاڼه کې د نوموړي مقالې د All What Jazz: A Record Diary 1961–71  تر نامه لاندې ټولګه کې (۱۹۸۵ زکال) راغونډې شوې دي؛ سربېره پر دې نوموړي د The Oxford Book of Twentieth Century English Verse په نامه اثر (۱۹۷۳ زکال) تصحیح کړ. هغه د شاعرۍ په برخه کې د ملکې د سروزرو د مډال په ګډون ګڼ شمېر ویاړونه ترلاسه کړي. په ۱۹۸۴ زکال کې د جان بېټجمن له مړینې وروسته ورته د انګلستان د ملک الشعرا د ځایګي وړاندیز وشو خو هغه دغه وړاندیز رد کړ. [۱۱][۱۲]

لارکین په ۱۹۴۳ زکال کې له اکسفورډ پوهنتون څخه د انګلیسي ژبې او ادبیاتو له څانګې څخه له فراغت وروسته کتابدار شو. په هغو دېرشو کلونو کې چې نوموړي د هال پوهنتون په برینمور جونز کتابتون کې د کتابدار په توګه کار کاوه، د خپلو خپرو شوو آثارو ډېره برخه یې تولید کړه. د نوموړي اشعار د هغې ځانګړنې له مخې ځانګړي کېږي چې اندریو موشن یې د احساساتو، ځایونو او اړیکو په برخه کې «له کچې زیات غم انګېز انګلیسي دقت» بولي هغه چې ډونالډ ډیوي د «د خوښې وړ چارو او توقعاتو د کمښت» په توګه توصیف کړې. اریک هومبرګر (د رانډال جارل په تکرار) نوموړی «د جګړې وروسته سوپر مارکېټ کې تر ټولو خواشینی زړه بللی» - خپله لارکین ویلي چې د هغه لپاره محرومیت هغه څه و لکه «د وردزورث لپاره چې د نرګس ګلونه و». د نوموړي اشعار د ډبلیو. اچ. اوډن، ډبلیو. بي. یئتس او توماس هارډي تر اغېز لاندې ډېر سازمان یافته خو انعطاف منونکي جوړښتونه لرل. دغه جوړښتونه د لارکین د پخواني خپروندی (مارویل مطبعې) د مشر جورج هارټلي د مېرمنې ژان هارټلي له خوا د «غزل او ناخوښۍ شدید ترکیب» بلل شوی، په داسې حال کې چې د غوره ادبي قطعاتو څېړونکي کیټ ټوما لیکلي چې د لارکین آثار د ناوړه بدبینۍ په خوا کې د لرونکي شهرت څخه لا مخکې دي. [۱۳][۱۴][۱۵]

د لارکین عمومي شخصیت د یوه بې معنی او ځانی خوده انګلیسي په بڼه وه چې له شهرت څخه یې کرکه لرله او د عامه ادبي ژوند د دامونو پر وړاندې یې صبر نه درلود. په ۱۹۹۲ زکال کې د نوموړي له مړیني وروسته د انتوني ټوېت له خوا د هغه د لیکونو خپرولو د نوموړي د شخصی ژوند او سیاسي لیدلوري اړوند یو شمېر جنجالونه را وپارول چې د جان بانویل له خوا وېښتان جګ کوونکي او په ځینو ځایونو کې یې خندونکي بللي. لیزا جاردین نوموړی «عادت لرونکی نژاد پرست او په ساده توګه د ښځو ضد» بللی. د نظر له دغو اختلافاتو سربېره لارکین په ۲۰۰۳ زکال کې د هغه له مړینې نږدې دوه لسیزې وروسته د اشعارو د کتابونو د ټولنې د نظر پوښتنې له مخې په تېرو ۵۰ کلونو کې د بریتانیا د تر ټولو محبوب شاعر په توګه وټاکل شو چې په ۲۰۰۸ زکال کې د ټایمز ورځپاڼې نوموړی له جګړې وروسته تر ټولو مشهور بریتانوي لیکوال معرفي کړ.  [۱۶][۱۷][۱۸]

په ۱۹۷۳ زکال کې د کاونټري اېوېنینګ ټلګراف ورځپاڼې بیا کتونکي لارکین د «کاونټري یوازنۍ شاعر» وباله، خو په ۲۰۱۰ زکال کې د نوموړي له مړینې ۲۵ کاله وروسته د لارکین منونکی اصلي ښار کینګسټون آپون هال و چې د ۲۰۱۰ زکال د ډسمبر په دویمه یې د لارکین د ۲۵ تلین د فستیوال په جوړولو او د مارتین جینینګز له خوا د هغه د جوړې شوې مجسمې په څرګندولو یې د نوموړي یادونه وکړه. د ۲۰۱۶ زکال د ډسمبر په ۲ مه د نوموړي په ۳۱م تلین کې د هغه د یادونې په موخه جوړه شوې ډبرینه تخته چې په ویسټ منیسټر کلیسا کې د شاعرانو د قبرونو په خوا کې نصب شوه؛ نندارې ته وړاندې شوه. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

لومړنۍ چارې او اړیکې[سمول]

په ۱۹۴۳ زکال کې لارکین د شروپشایر، ویلنګټون د عمومي کتابتون د کتابدار په توګه وټاکل شو. هغه مهال چې نوموړی هلته و د ۱۹۴۴ زکال په لومړیو کې له خپلې لومړنۍ شهۍ روث بومن سره چې د پوهنتون ۱۶ کلنه زده کړیاله وه بلد شو. په ۱۹۴۵ زکال کې روث د زده کړو د دوام په موخه د لندن کینګ کالج ته ولاړه. د هغوی په یوه لیدنه کې د دوی اړیکه له ملګرتیا څخه په جنسي اړیکه واوښته. د ۱۹۴۶ زکال په جون میاشت کې لارکین د کتابتون د ټولنې د غړیتوب په نیمه لار کې و چې د لکستر د یونورسیټي کالج د کتابدار د مرستیال په توګه وټاکل شو. په لکستر کې د لارکین لیدل او همدارنګه د پوهنتون د لوی تالار لیدنه هغه څه و چې کینګزلي آمیس ته یې الهام وروبخښه څو خوش چانسه جیم (Lucky Jim؛ ۱۹۵۴ زکال) ولیکي، هغه ناول چې آمیس یې مشهور کړ او لارکین هم د هغو په بډاینه کې پام وړ ونډه لرله. لارکین د ۱۹۴۸ زکال په مارچ میاشت کې د سرطان ناروغۍ له امله د خپل پلار له مړینې شپږ اونۍ وروسته له روث څخه خواستګاري وکړه او دغې جوړې د خپل اوړي رخصتۍ په د توماس هارډي په هېواد (وسکس) کې په چکر تېرې کړې.[۲۵][۲۶][۲۷]

د ۱۹۵۰ زکال په جون میاشت کې لارکین په بلفاسټ کې د کوئینز پوهنتون د مرستیال کتابدار په توګه وټاکل شو؛ هغه دنده چې نوموړي د همدغه کال تر سپټمبر پورې مخته یووړه. د دغې دندې له خوشي کولو وړاندې هغه او روث له یو بل جلا شول. په پوهنتون کې د ځایګي ساتلو او روث سره د کوژدې د پای ته رسولو په دغه پړاو کې لارکین له مونیکا جونیز سره ملګری شو چې په لستر کې د انګلیسي ژبې ښوونکې وه او د دوی اړیکه هم په جنسي اړیکه واوښته. هغه پنځه کاله په بلفاسټ کې تېر کړل، چې ښکاري د هغه په ټول ژوند کې د خوښې وړ کلونه و. په داسې حال کې چې له جونز سره یې اړیکې پرمختګ وکړ، نوموړي له پتسي سټرنګ سره چې هغه مهال د خپل یو همکار سره د آزاد واده په اړیکه کې وه د «خپل ژوند تر ټولو ارامه کوونکې سکسي اړیکې» تجربه کړې. آن په یو پړاو کې هغې ورته وړاندیز وکړ چې خپل مېړه خوشی کړي او له لارکین سره واده وکړي. له ۱۹۵۱ زکال وروسته لارکین له جونز سره د بریتانیا د چاپېر په جزایرو کې خپلې رخصتۍ تېرولې. نوموړي همدارنګه له وینیفرد آرنوت سره چې د « Lines on a Young Lady's Photograph Album» موضوع یې جوړوله پام وړ اړیکې لرلې، خو له جنسي پلوه یې پرمختګ نه درلود او د دوی دغه اړیکه په ۱۹۵۴ زکال کې د هغې د واده له امله پای ته ورسېده. دا هغه دوره وه چې نوموړي کینګزلي ته د لکي جیم اثر د لیکلو اړوند پام وړ مشوره ورکړه. آمیس، لارکین ته د خپل بشپړ شوي کتاب په ډالۍ کولو سره د هغه دا پور پرې کړ. [۲۸][۲۹]

په هال پوهنتون کې د لارکین یوه همکار ویلي چې نوموړی له جګړې وروسته د بریتانیا په کتابدارۍ کې په مهم شخصیت واوښت. د نوي کتابتون له بشپړېدو لس کاله وروسته لارکین په کتابتون کې د شته کتابونو نوملړ کمپیوټري کړ او له دې امله دا په اروپا کې لومړی کتابتون و چې آنلاین اوتوماتیک GEAC سیسټم یې درلود. ریچارډ ګوډمن لیکلي چې لارکین غوره مدیر، د کمېټې غړی او پرېکړه کوونکی و؛ د ګوډمن په خبره «هغه له خپلو کارکوونکو سره غوره چلن درلود او هغوی ته به یې انګېزه ورکوله، هغه دغه چاره د خپلو وړتیاو، لوړ معیار لرلو، شوخ طبعۍ او زړه سواندۍ پر بنسټ ترسره کوله». نوموړي د نیټ بوک قرارداد رد کړ. له ۱۹۵۷ زکال څخه تر خپلې مړینې پورې بیټي ماکرث د لارکین منشي وه. هغه ته یې د همکارانو لاسرسی د همدې له لارې و او له همدې امله هم د بل هر چا په پرتله د لارکین د ژوند په اړه ښه پوهېدله. د هغو دیرشو کلونو پر مهال چې لارکین هلته و؛ د کتابتون کتابونه شپږ چنده زیات شول او بودیجه یې هم له ۴۵۰۰ پونډه څخه ۴۴۸۵۰۰ پونډه ته ورسېده چې په واقعیت کې ۱۲ چنده زیاته شوه. [۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118569740  — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12036911n — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Philip-Larkin — subject named as: Philip Larkin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6j11tnz — subject named as: Philip Larkin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/4414 — subject named as: Philip Arthur Larkin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/larkin-philip-arthur — subject named as: Philip Arthur Larkin — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  7. Store norske leksikon ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4342&url_prefix=https://snl.no/&id=Philip_Arthur_Larkin — subject named as: Philip Arthur Larkin — سرليک: Store norske leksikon
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000017533 — subject named as: Philip Larkin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. https://cs.isabart.org/person/112292 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  10. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12036911n — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  11. Philip Arthur Larkin Archived 27 May 2009 at the Wayback Machine., Encyclopædia Britannica. Retrieved 12 November 2009.
  12. Sleeve note, Letters to Monica, Faber 2010.
  13. Motion 2005, pp. 208–209; Chatterjee 2006, p. 19 (for Donald Davie).
  14. "Philip Larkin (1922–1985)". Poetryarchive.org. 2008. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ مې ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مې ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Philip Larkin (1922–1985)". Poetryarchive.org. 2008. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ مې ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مې ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Banville 2006.
  17. Cooper 2004, p. 1, for Lisa Jardine; Osborne 2008, p. 15.
  18. Larkin is nation's top poet, BBC News, 23 October 2003; The 50 greatest British writers since 1945 at the Wayback Machine (archived 11 May 2008), The Times, 5 January 2008.
  19. a poet "with feet firmly on the ground," Coventry Evening Telegraph, 15 November 1973, p.17
  20. (په 2 December 2016 باندې). Westminster Poets' Corner memorial for Philip Larkin. BBC News. BBC
  21. (په 3 December 2010 باندې). Bronze tribute depicts Philip Larkin rushing for train at Paragon. Hull Daily Mail.
  22. (په 2 December 2010 باندې). Philip Larkin statue unveiled in Hull. BBC News Online. BBC
  23. "Philip Larkin statue at Paragon Station". Larkin 25. مؤرشف من الأصل في ۱۳ جنوري ۲۰۱۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ ډيسمبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "The Toads Are In town". Larkin 25. مؤرشف من الأصل في ۱۳ اکتوبر ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Bradford 2005, pp. 68–9.
  26. Bradford 2005, p. 70.
  27. Motion 1993, p. 238.
  28. Bradford 2005, p. 100.
  29. Hartley 1989, p. 7.
  30. Motion 1993, pp. 244–245
  31. Goodman 1997, p. 7
  32. Bradford 2005, p. 241, which includes a quote from Motion 1993, p. 282.
  33. Ball, D., 2012. "Managing suppliers for collection development: the UK higher education perspective." In: Fieldhouse, M. and Marshall, A., eds. Collection Development in the Digital Age. London: Facet, 111-124.
  34. Goodman 1997, p. 4.
  35. Goodman 1997, p. 10