فرانکلین ډیلانو روزولټ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
فرانکلین ډیلانو روزولټ
(انګلیسي: Franklin Delano Roosevelt د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
فرانکلین ډیلانو روزولټ
فرانکلین ډیلانو روزولټ

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Franklin Delano Roosevelt د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۳۰ جنوري ۱۸۸۲[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
مړینه 12 اپرېل 1945 (63 کاله)[۱۴][۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای نيويارک   د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قد 189 سانتي متره   د (P2048) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند ديموکراتيک ګوند   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
طبی کیفیت ګوزڼ   د (P1050) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال
سکرين ليکوال [۱۵]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه امریکايي انګرېزي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۱][۱۶]
آلماني ژبه
فرانسوي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
وفاداري د امریکا متحده ایالات   د (P945) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جګړه/جګړې لومړنۍ نړېواله جګړه
دويمه نړېواله جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
فرانکلین ډیلانو روزولټ
فرانکلین ډیلانو روزولټ

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

فرانکلین ډیلانو روزولټ ( د ۱۸۸۲ز کال د جنوري په ۳۰مه زېږېدلی او د ۱۹۴۵ز کال د اپریل په ۱۲مه مړ شوی) ډېری وختونه د خپل نوم د لومړیو تورو (FDR)په نوم پېژندل کېږي. نوموړی یو امریکایي سیاستوال او د مجلس استازی و، چې له ۱۹۳۳ز کال نه تر ۱۹۴۵ز کال  پورې تر خپل مړینې پورې د متحده ایالاتو د ۳۲م ولسمشر په توګه دنده ترسره کوله. هغه له ډیموکرات ګوند نه څلور ځلې د ولسمشرۍ ټاکنې وګټلې. روزولټ دلوی اقتصادي ناورین پر مهال د فدرالي حکومت مشري پر غاړه واخیسته، چې د متحده ایالاتو په تاریخ کې یو لوی اقتصادي ناورین ګڼل کېږي. د یاد ناورین د له منځ وړلو لپاره روزولټ د (New Deal domestic agenda) پلې کړه. د هغه د ولسمشرۍ درېیمه او څلورمه دوره د دویمې نړیوالې جګړې په لړ کې وه، چې په خپل د کار دفتر کې دهغه له مړینې وروسته ډېر ژر پای ته ورسېده.

روزولټ د نیویارک ایالت په هایډ پارک سیمه کې په روزولټ کورنۍ کې زېږېدلی، له غبرګو ګروټون ښوونځي او هاروارډ کالج نه فارغ  او د کولمبیا د حقوقوپوهنځي کې یې زده کړې وکړې، خو وروسته له هغې چې نوموړې نیویارک ښار کې د وکالت ازموینه کې بریالی شو، د کلمبیا دحقوقو پوهنځۍ یې پرېښود.  په ۱۹۰۵ز کال کې هغه له ایلانور روزولټ سره واده وکړ، چې د روزولت د شپږو ماشومان مور وه. هغه په ۱۹۱۰ز کال کې د نیویارک ایالت مشرانو جرګې ټاکنې وګټلې او بیا یې د لومړۍ نړیوالې جګړې پرمهال د ولسمشر ووډرو ویلسن په مشرۍ د سمندري ځواکونو د معاون سکرتر په توګه دنده ترسره کړه. د ۱۹۲۰ز کال ولسمشریزو ټاکنو کې روزولټ د ډیموکراټ ګوند غړي جیمس ایم کاکس مرستیال و، چې د جمهوري غوښتونکي ګوند نوماند وارن جی هارډینګ له خوا یې ماتې وخوړه. په ۱۹۲۱ز کې روزولټ په فلج ناروغۍ اخته شو، چې ګمان کېده ګوزڼ به وي او پښې یې د تل لپاره فلج شوې. په داسې حال کې چې د خپل حالت نه د ښه کېدو هڅه یې کوله، روزولټ د جورجیا په ګرم سپرینګز سیمه کې د پولیو د بیارغونې مرکز جوړ کړ. که څه هم، هغه له مرستې پرته تګ نه شو کولی، خو په ۱۹۲۸ز کال کې د نیویارک د والي په توګه وګمارل شو. هغه له ۱۹۲۹ز کال نه تر ۱۹۳۳ز کال پورې د والي په توګه دنده ترسره کړه. روزولټ د خپلې ولسمشرۍ پرمهال د متحده ایالاتو اقتصادي ناورین له منځ وړلو لپاره ډېر پروګرامونه طرح او پلي کړل.

د ۱۹۳۲ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې روزولټ د جمهوري غوښتونکو ګوند نوماند هربرټ هوور ته په لوی توپیر سره ماتې ورکړه. نوموړی په داسې وخت کې واک ته ورسېده چې امریکا له لوی اقتصادي ناورین سره لاس او ګریوان وه. د متحده ایالاتو د ۷۳مې کنګرې او د خپلې ولسمشرۍ په لومړیو ۱۰۰ورځو کې روزولټ بې ساري فدرالي قوانین تصویب کړل. هغه د (New Deal)پروګرام د پلې کولو لپاره پراخ اجرائیوي فرمانونه توشیح کړل کوم چې د هوساینې، بیارغونې او اصالاحاتو د رامنځته کولو لپاره ځانګري شوی وو. هغه له ملي بیارغونې ادارې او نورو ادارو سره د اقتصادي بیا رغونې په لټه کې د بیکارانو او بزګرانو لپاره د مرستې ډېری پروګرامونه رامنځته کړل؛ د مالیې، مخابراتو او کار پورې اړوند لوی تنظیمي اصلاحات یې رامنځته او پر اقتصاد سربېره د مخ په زیاتېدونکو جرمونو د مخنیوي اړوند یې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې  وکړې.[۱۷]

د روزولټ د ولسمشرۍ پر مهال د امریکا اقتصاد له ۱۹۳۳ز کال نه تر ۱۹۳۶ز کال پورې په چټکۍ سره وده وکړه او روزولټ په ۱۹۳۶ز کال کې په پراخ توپیر بیا ولسمشریزې ټاکنې وګټلې. له ټاکنو وروسته، هغه د ۱۹۳۷ز کال د قضایي طرزالعملونو د اصلاحاتو قانون تصویبولو غوښتنه وکړه، خو یاد قوانین د نوي جوړ شوي محافظه کار ائتلاف له خوا بند شو او هم د (New Deal domestic agenda) په ترڅ کې د نورو قوانینو رامنځته کولو د مخنیوي په لټه کې هم و، چې په پایله کې له ۱۹۳۷ز کال نه تر ۱۹۳۸ز کال پورې د لوې اقتصادي ناورین لامل شو. د ۱۹۳۰لسیزې نور اړین قوانین او ادارې، چې د روزولټ د ولسمشرۍ پر مهال پلي شوي دا دي؛ د امنیت او تبادلې کمیسیون، د کار ملي اړیکو قانون، د فدرالي زېرمو د بیمې شرکت، ټولنیز امنیت، او د عادلانه کار معیارونو قوانین.

روزولټ د ۱۹۴۰ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د درېیمې دورې لپاره بیا وټاکل شو او په دې ډول هغه د متحده ایالاتو یوازینی ولسمشر شو، چې له دوو دورو نه زیات خدمت کوي. په ۱۹۳۹ز کې دویمه نړیواله جګړه په پیلېدو وه، چې متحده ایالات یې د یو لړ قوانینو د تصویبولو او د لاسوهنې ردولو غبرګون ته وهڅاوه. له دې سره سره ولسمشر روزولټ، چین، بریټانیا او شوروي اتحاد ته قوي ډیپلوماټیک او مالي ملاتړ ورکړ. د ۱۹۴۱ز کال د ډسمبر په ۷مه په پیرل هاربر باندې د جاپان له برید وروسته، هغه له کانګرس نه د جګړې اجازه ترلاسه کړه. د ډسمبر په ۱۱مه د جاپان متحدینو، نازي جرمني او فاشیستې ایټالیا د متحده ایالاتو پر وړاندې د جګړې اعلان وکړ. په ځواب کې امریکا رسماً له متفقینو سره یو ځای شوه او په دې توګه د اروپا د جګړې ډګر ته ننوته. روزولټ د خپل لوړپوړي همکار هیري هاپکنز په مرسته او له قوي ملي ملاتړ سره هغه د بریټانیا له لومړي وزیر وینسټن چرچیل، د شوروي عمومي منشي جوزف سټالین او د چین له جنرال الیسیمو چیانګ کای شیک سره د متحدینو په وړاندې د متفقینو قدرتونو په رهبرۍ کې له نږدې کار وکړ. روزولټ د جګړې د هڅو د ملاتړ لپاره د متحده ایالاتو د اقتصاد د بسیج څارنه هم کوله، چې د اروپا لومړۍ ستراتیژی یې پلي کړه او د جرمني ماتې ته یې د جاپان د ماتې په پرتله لومړیتوب ورکړ. د روزولټ ادارې د پنټاګون څارنه کوله او د نړۍ په کچه یې لومړۍ اټومي بم جوړ کړ او د نورو متفقینو له مشرانو سره یې د ملګرو ملتونو او د جګړې وروسته د نورو بنسټونو د جوړولو لپاره لاره هواره کړه. د روزولټ په مشرۍ د جګړې پر مهال امریکا د نړۍ په کچه په یوه لوی زبرځواک بدل شو.

روزولټ له جګړې وروسته، د ۱۹۴۴ز کال ولسمشریزو ټاکنو کې د بیا رغونې په پلیټ فارم کې بیا ځلې ټاکنې وګټلې. د هغه فزیکي روغتیا د جګړې په وروستیو کلونو کې په خرابېدو و او په دې ډول د څلورمې دورې نه لږ تر لږه درې میاشتې وروسته د ۱۹۴۵ز کال د اپریل په ۱۲مه مړ شو. مرستیال ولسمشر هیري ایس ټرومن د ولسمشر په توګه واک تر لاسه کړ او د متحدینو د تسلیمۍ په لټه کې شو. د روزولټ ځینې کړنې، لکه د جاپاني امریکایانو بندي کول له نیوکو سره مخامخ شو.روزولټ د ځینو محققانو، سیاست پوهانو او تاریخپوهانو له خوا د امریکا د درېیو ځواکمنو ولسمشرانو: جورج واشنګټن او ابراهیم لینکن سره په یوه پوړکې ډلبندي کېږي

د فرانکلین ډي روزولټ ادارې بهرنۍ تکلاره (۱۹۳۳ز کال نه تر ۱۹۴۱ز کال پورې)[سمول]

د روزولټ د لومړۍ دورې د بهرنۍ تګلارې اصلي نوښت د ښه ګاونډیتوب تګلاره وه، چې د لاتینې امریکا په اړه د متحده ایالاتو د تګلارې بیا ارزونه وه. وروسته له هغه چې روزولټ واک  ترلاسه کړ، هغه له هایټي نه د متحده ایالاتو ځواکونه واېستل او له کیوبا او پاناما سره یې نوي تړونونه لاسلیک کړل. د ۱۹۳۳ز کال په ډسمبر کې روزولټ د ایالتونو د حقوقو او دندو په اړه د مونټیویډیو کنوانسیون لاسلیک کړاو د لاتینې امریکا هېوادونو په چارو کې د یوې اړخیزې لاسوهنې حق یې رد کړ. روزولټ له شوروي اتحاد سره هم اړیکې عادي کړې، ځکه متحده ایالاتو له۱۹۲۰لسیزې راهیسې په رسمیت نه وپېژندلی. هغه هیله درلوده چې د لومړۍ نړیوالې جګړې د روسیې د پورونو په اړه بیا خبرې پیل کړي، چې سوداګریزې اړیکې پرانیزي، خو په دواړو مسئلو کې یې هېڅ پرمختګ ونه کړ.[۱۸][۱۹][۲۰]

کله چې د ۱۹۳۹ز کال په سپټمبر کې دویمه نړیواله جګړه په پولنډ او بریټانیا باندې د المان له برید سره او د فرانسې له خوا په المان باندې د جګړې اعلان وروسته پیل شوه، روزولټ له بریټانیا او فرانسې سره د پوځي مرستو لپاره لارې لټولې، خو انزوا غوښتونکو مشرانو لکه چارلس لیندبرګ او سناتور ویلیم بوره د روزولټ د وړاندیز شوي بې طرفۍ قانون لغوه کولو سره مخالفت وکړ، خو روزولټ د وسلو د پلور په اړه د کانګرس تصویب ترلاسه کړ. هغه هم د ۱۹۳۹ز کال  سپټمبر کې د بریټانیا د لوی درستیز، وینسټن چرچل سره منظم پټ لیکونه پیل کړل او په دې ډول روزولټ له چرچیل سره نږدې شخصي اړیکې ټینګې کړې، چې د می په ۱۹۴۰ز کال کې د بریټانیا لومړی وزیر وټاکل شو. د ۱۹۴۰ز کال جون کې د فرانسې له سقوط سره د امریکا ولس ټکان وخوړ او د بی طرفې احساس هم لږ شو.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

د ۱۹۴۰ز کال په جولای کې روزولټ دوه مداخله کوونکي جمهوري غوښتونکي مشران، هینري ایل سټیمسن او فرانک ناکس په ترتیب سره د جګړې او سمندري سکرترانو په توګه وټاکل. دواړو د امریکا د پوځ د چټکتیا لپاره د هغه د پلانونو ملاتړ کاوه، خو انزوا غوښتونکو خبرداری ورکړ چې روزولټ به امریکا له المان سره غیر ضروري جګړې ته یوسي او دا به د پوځ شمېر د ۱۹۳۹ز کال په پای کې له ۱۸۹۰۰۰کسانو نه د ۱۹۴۱ز کال په نیمایي کې ۱.۴میلیونو کسانو ته لوړ کړي.

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb119835923 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6pc30cw — subject named as: Franklin D. Roosevelt — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/897 — subject named as: Franklin Delano Roosevelt — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p12668.htm#i126674 — subject named as: Franklin Delano Roosevelt — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/856289 — subject named as: Franklin D. Roosevelt — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ subject named as: Franklin D. Roosevelt — Filmportal ID: https://www.filmportal.de/39a5713e43e94c6db2234c5457478083 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/roosevelt-franklin-delano — subject named as: Franklin Delano Roosevelt — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Store norske leksikon ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4342&url_prefix=https://snl.no/&id=Franklin_D._Roosevelt — subject named as: Franklin D. Roosevelt — سرليک: Store norske leksikon
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0056735.xml — subject named as: Franklin Delano Roosevelt — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=rooseveltfd — subject named as: Franklin D. Roosevelt
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=franklin+delano;n=roosevelt — subject named as: Franklin Delano Roosevelt
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ https://cs.isabart.org/person/117379 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000000090 — subject named as: Franklin D. Roosevelt — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  14. chapter: 1 — دوتنه: John Lewis Gaddis — سرليک: The Cold War: A New History — نسخهاول — پاڼه: 10 — خپرونکی: Penguin Books — ISBN 978-0-14-303827-6
  15. انټرنېټ موويز ډېټابېس آئ ډي: https://www.imdb.com/name/nm0740483/ — د نشر نېټه: ۱۴ سپټمبر ۲۰۲۳
  16. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/36978019
  17. (PDF) https://www.cato.org/sites/cato.org/files/pubs/pdf/pa157.pdf. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة)
  18. Doenecke او Stoler 2005، ص. 18.
  19. Smith 2007، صص. 341–43.
  20. Leuchtenburg 1963، صص. 203–10.
  21. "Roosevelt and Churchill: A Friendship That Saved The World". National Park Service. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Gunther 1950، ص. 15.
  23. Smith 2007، صص. 436–41.
  24. Black 2005، صص. 503–06.