فرانسوا ګیزو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
فرانسوا ګیزو
فرانسوا ګیزو
فرانسوا ګیزو

د شخص معلومات
پيدايښت ۴ اکتوبر ۱۷۸۷[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]
مړینه 12 سپټمبر 1874 (87 کاله)[۱][۴][۵][۶][۷][۸][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت فرانسه[۱۷][۱۸][۱۹]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده سياستوال
ډیپلوماټ
ليکوال[۲۰]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) فرانسوي[۲۱]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار ورکوونکی پاریس پوهنتون  د (P108) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تحریک لېبراليزم  د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

فرانسوا پيیر ګیوم ګیزو (فرانسوي: [fʁɑ̃swa pjɛʁ ɡijom ɡizo]؛ ۱۷۸۷ اکتوبر ۴مه – ۱۸۷۴ سپټمبر ۱۲مه) یو فرانسوی تاریخپوه، ویناوال او سیاستوال و. ګیزو د ۱۸۴۸ کال تر انقلاب وړاندې د فرانسې په سیاست کې یوه واکمنه څېره وه. د یوه منځلاري لیبرال په توګه یې د پاچا لسم شارل له لوري د مقننه قوې د غصبولو له هڅې سره مخالفت کاوه، او د ۱۸۳۰ کال د جولای له انقلاب وروسته واکمنې شوې د اساسي قانون یا مشروطه پاچاهۍ د ساتلو هڅې یې کولې.[۲۲][۲۳]

نوموړی بیا د "ملکي پاچا" لویي فیلیپ په دوره کې د پوهنې وزیر، د ۱۸۳۲-۱۸۳۷ کلونو ترمنځ په لندن کې سفیر، په ۱۸۴۰-۱۸۴۷ کلونو کې د بهرنیو چارو وزیر، او بالاخره د ۱۸۴۷ کال د سپټمبر له ۱۹مې د ۱۸۴۸ د فبروري تر ۲۳مې پورې د فرانسې لومړی وزیر و. د عامه زده کړو د پراخولو په برخه کې یې مهم رول درلود او د هغه د وزارت پر مهال د فرانسې په هره سیمه کې د لومړنیو ښوونځیو جوړول ولیدل شول. نوموړی د "دکترینانو" (Doctrinaires) د رهبر په توګه، د لویي فیلیپ د پالیسیو ملاتړ او د سیاسي امتیاز د لا پراخولو محدودیتونو ته ژمن و، او د بډایه خلکو لپاره د رایې ورکولو پر حق له نورو محدودیتونو څخه د کلک ملاتړ له کبله یې د کین اړخو لیبرالانو او جمهوري غوښتونکو کرکه راوپاروله. نوموړي هغو کسانو ته، چې د رایې ورکولو غوښتنه یې لرله، مشوره ورکړه چې د سخت کار او سپما له لارې "ځانونه بډایه کړي".

د لومړي وزیر په توګه، د ۱۸۴۸ کال په جنوري میاشت کې د مخ په زیاتېدونکي قوي اپوزیسیون پر سیاسي غونډو د ګیزو بندیز (چې د کامپاین بانکویټ یا د پاریس مېلمستیاوې په نوم یادېږي او د منځلارو لیبرالانو لخوا ترسره کېدې) د دې لامل شو چې انقلاب ته زمینه برابره کړي او بالاخره یې په فبرورۍ میاشت کې د لويي فیلیپ واکمني وپرځوله او د فرانسې دویم جمهوریت جوړ شو. نوموړی د کمونیستي بیانیې په مشهور پرانیستونکي پراګراف کې ("یو پېری اروپا ښکار کوي...") د زړې اروپا د ارتجاعي ځواکونو د استازي په توګه یاد شوی. مارکس او اېنګلز دا کتاب د ۱۸۴۸ کال په انقلاب کې د ګیزو له راپرځولو څو ورځې مخکې خپور کړ.[۲۴]

د پاچا لويي فیلیپ وزیر[سمول]

په ۱۸۳۱ کال کې کازیمیر پییر یوه ډېره پیاوړې او ټولګډونه اداره جوړه کړه، چې د ۱۸۳۲ کال په مې کې د هغه له ​​​​مړینې سره پای ته ورسېده. د همدغه کال په اوړي کې په پاریس کې د جمهوریت غوښتونکو د پاڅون پیاوړې څپه ولیدل شوه او بالاخره د ۱۸۳۲ کال د اکتور پر ۱۱مه یو باثباته حکومت رامنځته شو، چې مارشال سولټ یې لومړی وزیر و، ویکتور دو بروګلي د بهرنیو چارو وزارت، اډولف تییر د کورنیو چارو وزارت، او ګیزو یې د عامه لارښوونو وزارت په غاړه واخیست. که څه هم ګیزو عملا له پرمختللي لیبرال ګوند سره محبوبیت نه درلود. هغه بیا ټول عمر همداسې غیرمحبوب پاتې شو. بیا هم د هغه عالي وړتیاوې د خپل هېواد لپاره هېڅکله هم د هغې دورې په پرتله زیاتې ګټورې نه وې چې نوموړي دا دفتر په ثانوي رتبه کې مګر د عامه لارښوونو په برخه کې له لومړني اهمیت سره ډک کړ. هغه دندې چې نوموړي ته ورکول کېدې په بشپړه توګه یې د هغه له ادبي ذوق سره سمون درلود، او نوموړی له هغوی سره په تړلو موضوعاتو برلاسی و. هغه په ​​لومړي سر کې د ۱۸۳۳ کال د جون د ۲۸مې د قانون د اجرا کولو لپاره خپل ځان وکاراوه، کوم چې په فرانسه کې لومړنۍ زده کړې رامنځته او تنظیم کړې.[۲۵]

د فرانسې د انستېتیوت هغه څانګه چې د فرانسې د اخلاقي او سیاسي علومو د اکاډمۍ په نوم پېژندل کېږي او د ناپلیون لخوا ځپل شوې وه، د ګیزو له لوري بیا راژوندي کړای شوه. د دې علمي ادارې ځینې پخوانیو غړو –تالیران، سیاس، رویډیریر او لاکانال– یو ځل بیا هلته خپلې څوکۍ ونیولې، او د سیاسي او ټولنیزو علومو د لویو مسایلو په اړه د آزاد بحث لپاره د ټاکنو له لارې یو شمېر وروستي مشهور شخصیتونه هم ورشامل شول. د فرانسې د تاریخ ټولنه د تاریخي علمي اثارو د خپرولو لپاره جوړه شوې وه، او د منځنیو پېړیو د تاریخي او دیپلوماتیکو لیکنو پراخه خپرونه د دولت په لګښت ترسره شوه.

د جولای پاچاهي په ۱۸۳۹ کال کې د لویي-ماتیو مولیه لخوا ګواښل شوې وه، چا چې یو منځګړی حکومت جوړ کړی و. ګیزو او کیڼ اړخو مشرانو، تییر او اوډیلون بارو، په ګډه کار وکړ چې د مولیه مخه ونیسي. بریا د اصولو په بیه ترلاسه شوه او پر حکومت د ګیزو برید د یوه بحران د زیاتېدو او یوه جمهوري پاڅون لامل شو. د دغه اتحاد له دریو مشرانو څخه یوه یې هم د وزارت څوکۍ وانه خیسته، او ګیزو په لندن کې د سفیر د چوکۍ په منلو کې څه خبره نه لرله، چې هغه یې له پارلماني سیالیو څخه د یو څه وخت لپاره ګوښه کړ. د ۱۸۴۰ کال په پسرلي کې تییر د بهرنیو چارو وزارت ته ورسېد.

ګیزو د ملکې ویکتوریا او د لندن ټولنې هرکلی ترلاسه کړ. د هغه ادبي اثار ډېر د قدر وړ وو، او هغه په صمیمانه توګه د دواړو ملتونو له یووالي او سولې سره زړه تړلی و. هغه د ښاغلي تییر په ټینګار سره فرانسې ته د ناپلیون د پاتې‌شونو بېرته راستنېدل هم شوني کړل. لکه څنګه چې نوموړی خپله وایي، هغه له انګلستان سره نااشنا او په دیپلوماسۍ کې تازه‌کار او نوی و. د سوریې د جګړې د کړکېچن حالت قضیې، چې له کبله یې د فرانسې حکومت د اروپا له ګډې تګلارې څخه ځان جلا کړی و، او احتمالاً د سفیر او د بهرنیو چارو د وزیر تر منځ د بشپړ باور نشتوالي، نوموړی په ​​ناوړه او نامناسب دریځ کې واقع کړی و. هغه خبرداري چې نوموړي ښاغلي تییر ته لېږدولي وو، باور نه و پرې شوی. د جولای د ۱۵مې تړون د هغه له خبرتیا پرته لاسلیک شو او د هغه د مشورې خلاف اجرا شو. د څو اونیو لپاره داسې برېښېده چې اروپا د جګړې پر څنډه ولاړه ده، تر دې چې پاچا د تییر پوځي چمتووالي ته د هغه د رضایت په ردولو سره بحران پای ته ورساوه، او ګیزو یې له لندن څخه راوغوښت ترڅو یو وزارت جوړ کړي او په هغه څه کې مرسته ورسره وکړي، چې "د انارشي پر وړاندې زما کلکه مبارزه" نوم یې ورکړی و.

د مارشال سولټ دویم حکومت[سمول]

دا دوره تر تورو او ناوړه شرایطو لاندې د ۱۸۴۰ د اکتوبر په ۲۹مه پیل شوه، هغه مهمه اداره چې ګیزو پکې نږدې اته کاله اساسي څېره پاتې شوه. هغه پخپله د بهرنیو چارو د وزیر دنده په غاړه واخیسته او د مارشال سولټ له تقاعد سره سم لومړی وزیر شو. د هغه لومړۍ پاملرنه د سولې ساتل او د اروپا له نورو قدرتونو سره د دوستانه اړیکو بیا رغونه وه. د هغه بریالیتوب منځلاري لیبرال ګوند ته یووالی او ځواک وروباښه، او هغه مهال یې احساس کاوه چې دوی اوس د یوه لوی رهبر خاوندان دي.[۲۶]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118543520  — د نشر نېټه: ۲۶ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. François, Pierre, Guillaume Guizot — سمونګر: National Assembly
  3. François Pierre Guillaume Guizot — خپرونکی: Ministry of Culture
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6mh1xc2 — subject named as: François Guizot — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p66002.htm#i660016 — subject named as: François Pierre Guillaumé Guizot — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ KNAW past member ID: http://www.dwc.knaw.nl/biografie/pmknaw/?pagetype=authorDetail&aId=PE00000571 — subject named as: François Pierre Guillaume Guizot — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/guizot-francois — subject named as: François Guizot — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ subject named as: François(-Pierre-Guillaume) Guizot — سرليک: Guizot, François(-Pierre-Guillaume) — نشرونه لخوا د: Grove Art Online — https://dx.doi.org/10.1093/GAO/9781884446054.ARTICLE.T035627
  9. Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0031790.xml — subject named as: François-Pierre-Guillaume Guizot — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=guizotf — subject named as: François Guizot
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=francois;n=guizot — subject named as: François Guizot
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/132475 — subject named as: François Guizot
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/5880 — subject named as: Guillaume Guizot — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=23750 — subject named as: François Guizot — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Accademia delle Scienze di Torino ID: https://www.accademiadellescienze.it/accademia/soci/francois-pierre-guillaume-guizot — د نشر نېټه: ۱ ډيسمبر ۲۰۲۰
  16. ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb12305825q — د نشر نېټه: ۱۹ مې ۲۰۲۱ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، ашық деректер платформасы، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы او гом бæрæггæнæнты платформæ — منښتلیک: Open License
  17. http://www.nndb.com/edu/746/000068542/
  18. http://www.nndb.com/lists/384/000106066/
  19. http://www.nndb.com/org/386/000104074/
  20. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  21. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12305825q — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  22. Raymond, Gino (2008). Historical Dictionary of France. Scarecrow Press. د کتاب پاڼې 179. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Moggach, Douglas; Leduc Browne, Paul (2000). The Social Question and the Democratic Revolution: Marx and the Legacy of 1848. University of Ottawa Press. د کتاب پاڼې 73. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. George Fasel. Europe in Upheavel: 1848. Chicago: Rand MacNally. Chapter 2. 1971.
  25. Montalbo, Adrien (2020-09-11). "Schools without a law: Primary education in France from the Revolution to the Guizot Law". Explorations in Economic History (په انګلیسي ژبه کي). 79: 101364. doi:10.1016/j.eeh.2020.101364. ISSN 0014-4983. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Stanley Mellon. “The July Monarchy and the Napoleonic Myth”