فرانز بواس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
فرانز بواس
فرانز بواس
فرانز بواس

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Franz Uri Boas د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۹ جولای ۱۸۵۸[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]
مړینه 21 ډيسمبر 1942 (84 کاله)[۱][۹][۲][۴][۵][۶][۱۰][۸]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نيويارک[۱۱][۱۲]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات[۱۳]
جرمني
جرمن سترواکي  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
استاد ويلهم ونډت  د (P1066) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ڈاکٹری شاگرد مارګارېت مید  د (P185) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
دنده فیلسوف  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۱۴]
آلماني ژبه  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه وګړپوهنه  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
فرانز بواس
فرانز بواس

ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه (آلماني ژبه)  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
فرانز يوري بواس (زوکړه: ۱۸۵۸ د جولای ۹، مړينه: ۱۹۴۲ د ډسمبر ۲۱) په المان زېږېدلی امريکايي انسان پېژندونکی او د معاصرې انسان پېژندنې مخکښ و، چې «د امريکا د انسان پېژندنې پلار» بلل شوی دی. د نوموړي کار د تاريخي ځانګړتوب او کلتوري نسبيت په څېر له پېژندل شويو خوځښتونو سره تړاو لري. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

بواس چې المان کې يې زده کړې کولې، په ۱۸۸۱ز کال د فزيک برخه کې د دوکتورا سند ورکړل شوی و، په داس حال کې چې د جغرافيې برخه کې يې هم زده کړې کولې. نوموړي له دې څخه وروسته شمالي کاناډا ته د جغرافيې برخې په يو علمي سفر کې ګډون وکړ، چې نوموړی په کې د بافين ټاپو “Baffin Island Inuit” له کلتور او ژبې سره لېواله شو. هغه د ارام سمندر د شمال لويديځ له بومي کلتورونو او ژبو سره د ساحوي کار کولو په موخه سفر وکړ. په ۱۸۸۷ز کال کې نوموړی متحده ايالتونو ته کډوال شو، چې هلته يې په لومړيو کې سمېتسونيين کې د موزيم د مشر په توګه کار وکړ او په ۱۸۹۹ زکال په کولمبيا پوهنتون کې د انتروپولوژي يا انسان پېژندنې يو پروفيسور شو، چې د مسلک تر پايه همدلته پاتې شو. بواس د خپلو زده کونکو له لارې چې ډېری هغوی يې د خپل لارښود له لورې د انتروپولوژي د هڅول شويو څانګو او د څېړنې خپرونو د رامنځته کولو په موخه هلته لاړل، نوموړي د امريکا د انسان پېژندنې پر پراختيا ژوره اغېزه وکړه. ای ال کرويبير “A. L Kroebere”، رت بينيډېکټ “Ruth Benedict”، ايډوارډ ساپېر “Edward Sapir”، مارګرېت ميډ “Margaret Mead”، زورا نيلي هرسټن “Zora Neale Hurston” او ګېلبيرټو فريري “Gilberto Freyre” د نوموړي د پام وړ ډېری زده کونکو له ډلې څخه دي. [۱۹]

بواس د هغه وخت د پوهنيز توکمپالنې د نامتو نظريو د خورا نامتو مخالفينو له ډلې څخه و او دا هغه نظریه وه، چې له مخې يې توکم يا نژاد يوه بيولوژيکي مفکوره ده او کړه وړه د بيولوژيکي ځانګړتياوو د ډول پوهنې له لارې په خورا ښه ډول درک کېږي. د بدن د هډوکو د جوړښت يا اسکلېټ اناتمي د لار ماتونکو څېړنو په يوه لړۍ کې، نوموړي څرګنده کړه چې د جمجمې بڼه او اندازه د روغتيا او تغذيې په څېر چاپيريالي عواملو پر بنسټ د بدلون يا توافق لوړه وړتيا لري او د نوموړي دا پايله د وخت د توکميزو انسان پېژندونکو له هغو ادعاوو سره په ټکر کې وه، چې له مخې يې د سر شکل يا بڼه يوه ثابته توکميزه ځانګړتيا وه. بواس د دې په ډاګه کولو لپاره هم کار وکړ، چې انساني چلند کې توپيرونه په اصل کې د طبيعي بيولوژيکي حالتونو له مخې نه مشخص کېږي او په پراخه کچه د ټولنيزې زده کړې له لارې د تر لاسه شويو کلتوري توپيرونو پايله ده. بواس په دې ډول، کلتور د انساني ډلو تر منځ چلند کې د توپيرونو د روښانه کولو لپاره د اصلي مفکورې او د انسان پېژندنې د مرکزي تحليلي مفکورې په توګه وړاندې کړ. [۲۰][۲۱][۲۲]

د انسانپوهنيز فکر برخه کې د بواس د اصلي ونډو له ډلې يوه يې د کلتور د څېړنې برخه کې د هغه وخت د نامتو تکاملي کړو وړو نه منل وو، چې د ټولو ټولنو په اړه يې فکر کاوه، چې د يو لړ ټيکنالوژيکي او کلتوري پړاوونو له لارې وده کوي او د لويديځې اروپا کلتور يې په سر کې ځای لری. بواس استدلال وکړ چې کلتور د خلکو د ډلو د غبرګونونو او د نظرونو د خپرېدلو له لارې په تاريخي ډول وده کړې ده او په پايله کې د پرله پسې [دوامداره] لوړو کلتوري بڼو پر لوړ هيڅ بهير نه شته. دا پوهه د دې لامل شوه، چې بواس د پړاو پر بنسټ د رامنځته شوي، ټيکنالوژيکي موزيمونو ترتيب ونه مني او پر ځای يې توکي د کلتوري ډلو د نږدېوالي او خپلوۍ پر بنسټ نندارې ته وړاندې کړي.

بواس د کلتوري نسبيت نظريه هم وړاندې کړه، چې له مخې يې کلتورونه د لوړ يا ټيټ، يا غوره او ډېر سم په توګه په واقعي ډول نه شي ډلبندي کېدلی، مګر دا چې ټول انسانان نړۍ ته د خپل کلتور له عدسيې څخه ګوري او په کلتوري ډول د دوی د تر لاسه شويو معيارونو له مخې يې په اړه قضاوت کوي. د نوموړي لپاره د انسان پېژندنې موخه په هغه لاره پوهېدل وه، چې کلتوري شرايطو پورې تړلي خلک په کې په بېلابېلو لارو چارو نړۍ وپېژني او پر وړاندې يې غبرګون تر سره کړه؛ چې د دې کار د کولو لپاره د څېړل شويو خلکو د ژبې او کلتوري معيارونو په اړه د پوهې تر لاسه کول اړين وو. بواس د دودونو د کلتوري بدلون له څېړنې (توکمپونې) او د ناليکل شويو بومي ژبو له څېړنې (تشرېحي ژب پوهنې) سره د لرغون پېژندنې د لارو چارو، د مادي کلتور او تاريخ د څېړنې، فزيکي انسان پېژندنې يانې انساني اناتومي کې د بدلون څېړنې په يو ځای کولو سره، د انتروپولوژي څلور ساحوي فرعي وېش رامنځته کړ، چې ۲۰ ز پېړۍ کې د امريکا د انتروپولوژي برخه کې نامتو شو. [۲۳]

د ژوند لومړي کالونه او زده کړې[سمول]

فرانز بواس د ۱۸۵۸ز کال د جولای په ۹ د ويسټفاليا په مېندين سمه کې زېږېدلی دی او چې د سوفي ميير او ميېر بواس زوی دی. که څه هم نيا او نيکه يې يهوديت په پام کې نيوه، مګر مور او پلار يې د معاصرې الماني ټولنې د خپلولو په ګډون د روښانتيا ارزښتونه ومنل. د بواس مور او پلار لوستي، بډايه او لېبرال فکره وو او هيڅ ډول ديني عقيده يې نه خوښېده. د نوموړي په ژوند يو مهم اغېز لرونکی شخص ابراهم يعقوبي و، چې د هغه د مور اوښی او د کارل مارکس ملګری و او د دې سربېره يې نوموړي ته د مسلک په اوږدو کې سلا ورکوله. د دې له امله بواس ته خپلواکي ورکول شوې وه، چې د ځان په اړه فکر وکړي او د خپلې خوښې او لېوالتيا برخې وڅاري. هغه د ژوند په لومړيو کې د طبيعت او طبيعي پوهو دواړو برخو کې يو ډول لېوالتيا ښکاره کړه. نوموړي په لفظي ډول د يهوديت مخالفت وکړ او عيسوي کېدل يې ونه منل، مګر ځان يې د يهودي په توګه هم ثابت نه کړ. په هر حال، د دې موضوع په اړه د بواس زده کونکي رت بونزيل “Ruth Bunzel” بحث کړی دی او هغه يې «اصلي پروتستانت» بللی دی، چې د نورو ټولو شيانو په پرتله يې خپلواکۍ ته ارزښت ورکاوه. د بواس د ژوند ليکونکي له نظره، «هغه له الماني توکم څخه و او امريکا کې يې المانی کلتور او ارزښتونو ته پام کاوه او همدوی ته يې وده ورکوله». د خپل ژوندليک په يوه خاکه يا لنډيز کې بواس وليکل: [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

زما د لومړني فکر شاليد الماني کور يا ټاټوبی و، چې د ۱۸۴۸ زکال د اوښتون خيالونه په کې ژوندی ځواک و. زما پلار لېبرال و، مګر په عامه چارو کې فعال نه و؛ زما مور يوه فکري يا خيال پلوې مېرمن وه، چې عامه مسائيلو سره يې ژوندۍ لېوالتيا درلوده او زما په اصلي ټاټوبي کې د نږدې ۱۸۵۴ز کال د وړوکتون بنسټګره وه. زما مور او پلار د ديني عقيدې د کړۍ له لارې يو له بل څخه بېل شوې وو. زما پلار د خپل پلارني ټاټوبي د مراسمو په اړه احساساتي مينه ساتلې وه، پرته له دې چې اجازه ورکړي چې فکري ازادي يې اغېزمنه کړي. [۲۸]

له وړوکتون څخه وروسته، بواس د طبيعي تاريخ برخه کې زده کړې وکړې او دا مضمون يې د خوښې و. نوموړي په جمنازيوم کې د نباتاتو د جغرافيوي وېش په اړه د خپلې څېړنې له امله زيات وياړلی و. [۲۹]

کله يې چې د پوهنتون زده کړې پيل کړې، د يو سمستر لپاره يې هيډيلبيرګ پوهنتون کې ګډون وکړ او ورپسې يې څلور دورې بن پوهنتون “Bonn University” کې زده کړې وکړې، چې دواړو ښوونځيو کې يې فزيک، جغرافيه او رياضيات يې په کې ولوستل. نوموړي په ۱۸۷۹ز کال هيله څرګنده کړه، چې د هيرمان اون هيلمهولټز “Hermann von Helmholtz” تر لاس لاندې د فزيک لوستلو په موخه برلين پوهنتون ته ځان بدل کړي، مګر د کورنيو لاملونو له امله يې د برلين پوهنتون پر ځان د کييل پوهنتون “University of Kiel” ته ځان بدل کړ. په کييل پوهنتون کې يې غوښتلي وو، چې د خپلې ډاکترۍ درجې د تر لاسه کولو په موخه د پايليک يا ډيزرټېشن لپاره د سي اف ګاوس “C. F Gauss” د عادي وېش او تېروتنو د قانون په رياضيکي موضوع باندې تمرکز وکړي، مګر په پای کې يې د دوکتورا د لارښود استاد فزيکپوه ګوسټاف کارسټين “Gustav Karsten” له لورې، د اوبو د ليدلو وړ ځانګړتياوو په اړه ورته غوره شوې موضوع په اړه بايد کار کړی وی. بواس د اوبو د رنګ د ادراک برخه کې ونډې “Contributions to the Perception of the Color of Water” تر سرليک لاندې د خپلې دوکتورا پايليک بشپړ کړ، چې اوبو کې د رڼا جذب، غبرګون يا انعکاس او قطبي کېدنه يې وڅېړل او په ۱۸۸۱ز کال د فزيک برخه کې د دوکتورا سند ورکړل شو. [۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118512153  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12028994f — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Franz-Boas — subject named as: Franz Boas — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6pv6hhv — subject named as: Franz Boas — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/6691333 — subject named as: Franz Boas — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/boas-franz — subject named as: Franz Boas — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  7. Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0010604.xml — subject named as: Franz Boas — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ CTHS person ID: https://cths.fr/an/savant.php?id=104016 — subject named as: Franz Boas — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Annuaire prosopographique : la France savante
  9. پیوستون : 118512153  — د نشر نېټه: ۲۷ سپټمبر ۲۰۱۵ — سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Боас Франц — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  10. subject named as: Franz Boas — سرليک: Boas, Franz — نشرونه لخوا د: Grove Art Online — https://dx.doi.org/10.1093/GAO/9781884446054.ARTICLE.T009413
  11. پیوستون : 118512153  — د نشر نېټه: ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  12. پیوستون : 118512153  — د نشر نېټه: ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۵ — سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Боас Франц — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  13. https://libris.kb.se/katalogisering/hftwxn411grkxrj — د نشر نېټه: ۲۴ اگسټ ۲۰۱۸ — د خپرولو نیټه: ۱۸ سپټمبر ۲۰۱۲
  14. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12028994f — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  15. Boas, Franz. A Franz Boas reader: the shaping of American anthropology, 1883–1911. University of Chicago Press, 1989. p. 308
  16. Holloway, M. (1997) "The Paradoxical Legacy of Franz Boas—father of American anthropology." Natural History. November 1997.
  17. Stocking, George W., Jr. 1960. "Franz Boas and the Founding of the American Anthropological Association". American Anthropologist 62: 1–17.
  18. Harris, Marvin. 1968. The Rise of Anthropological Theory: A History of Theories of Culture. New York: Thomas Y. Crowell Company.
  19. Moore, Jerry D. (2009). "Franz Boas: Culture in Context". Visions of Culture: an Introduction to Anthropological Theories and Theorists. Walnut Creek, California: Altamira. د کتاب پاڼي 33–46. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. King, Charles (2019). Gods of the Upper Air: How a Circle of Renegade Anthropologists Reinvented Race, Sex, and Gender in the Twentieth Century (په انګلیسي ژبه کي). Knopf Doubleday Publishing Group. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-385-54220-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Gossett, Thomas (1997). Race: The History of an Idea in America. New York, Oxford: Oxford University Press. د کتاب پاڼې 418. It is possible that Boas did more to combat race prejudice than any other person in history. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Moore, Jerry D. (2009). "Franz Boas: Culture in Context". Visions of Culture: an Introduction to Anthropological Theories and Theorists. Walnut Creek, California: Altamira. د کتاب پاڼي 33–46. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Moore, Jerry D. (2009). "Franz Boas: Culture in Context". Visions of Culture: an Introduction to Anthropological Theories and Theorists. Walnut Creek, California: Altamira. د کتاب پاڼي 33–46. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Norman F. Boas, 2004, p. 291 (photo of the graveyard marker of Franz and Marie Boas, Dale Cemetery, Ossining, N.Y.)
  25. Glick, L. B. (1982). "Types Distinct from Our Own: Franz Boas on Jewish Identity and Assimilation". American Anthropologist. 84 (3): 545–565. doi:10.1525/aa.1982.84.3.02a00020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Boas, Franz (1962). Anthropology & Modern Life, with an Introduction by Ruth Bunzel. W. W. Norton & Company. د کتاب پاڼې 6. OCLC 490354. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-486-25245-2. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جولای ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Douglas Cole 1999 Franz Boas: The Early Years, 1858–1906 p. 280. Washington: Douglas and MacIntyre.
  28. Boas, Franz. 1938. An Anthropologist's Credo. The Nation 147:201–204. part 1, part 2 Archived 2014-07-27 at the Wayback Machine. (PDF).
  29. Koelsch, William A. 2004. "Franz Boas, Geographer, and the Problem of Disciplinary Identity." Journal of the History of the Behavioral Sciences 40(1):1–22
  30. Lowie, Robert H (1947). "Franz Boas, 1858–1942". National Academy of Sciences Biographical Memoirs. 24 (303–322): 303. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Harris, 1968, p. 253.
  32. Koelsch, 2004, p. 1.
  33. Koelsch, 2004, p. 1
  34. Cole, 1999, pp. 52 and 55.
  35. Cole, 1999, p. 298.
  36. Kroeber, A. L. (1943). "Franz Boas: The Man. American Anthropological Association". Memoirs. 61 (5–26): 5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Bohannan and Glazer, 1988, p. 81
  38. Murray, Stephen O. 1993. Theory Groups and the Study of Language in North America: A Social History. Philadelphia: John Benjamins Publishing Company. p. 47
  39. Williams, Vernon J., Jr. 1998. Franz Boas Paradox and the African American Intelligentsia. In V.P. Franklin (ed.) African Americans and Jews in the Twentieth Century: Studies in Convergence and Conflict. Columbia: University of Missouri Press. 54–86. p. 57.
  40. Cole, 1999, p. 53.