عبدالوهاب مومند

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

عبدالوهاب مومند (انګلیسي: Abdul Wahab Momand) زوکړه (۱۳۷۹ل) د پښتو ژبې لیکوال دی.

مخینه[سمول]

عبدالوهاب مومند پښتون لیکوال دی، نوموړی په ۱۳۷۹ل کال کې د بغلان ولايت په مرکزي بغلان، معلم شعبان کلي کې زیږیدلی، عبدالوهاب مومند د عبدالجبار مومند زوی او د عبدالستار مومند لمسی دی.

زده کړې[سمول]

مومند په ۱۳۸۴ل کال کې د مرکزي بغلان په لیسه کې شامل او په ۱۳۹۶ل کال کې له نوموړې لیسه فارغ شو، د کانکور ازموینې وروسته یې د خوښې پوهنځي ( پښتو ادبیات) څانګې ته بریالی شو او اوسمهال دغه پوهنځي کې خپلې لوړې زده کړې ترسره کوي.

لیکلي آثار[سمول]

د لیکوالۍ په برخه کې مومند لا تراوسه د مرکزي بغلان د شاعرانو ادبي تذکره ( لا به ډیر ګلونه وشي به کرکر کې) یو ژباړل شوی کتاب د ( کرونا کرغیړنې او د هغې لارې چارې) د ځوان کهول فکر جوړونې او د انګیزې تولید برخه کې د ( روڼ اندي ځوان) تر نومونو لاندې کتابونه د چاپ په ګاڼه سینګار کړي، او تازه یې د لنډو کیسو کتاب د ( د اغزیو ګرېوان) تر نامه لاندې د چاپ په ګاڼه سینګار شوی دی.

اخځلیک[سمول]

https://8am.af/ps/پښتو-ژبې-ته-یوه-بله-ډالۍ-ور-اضافه-شوه/ Archived 2021-12-28 at the Wayback Machine.

https://taand.com/main/?p=188166 Archived 2021-12-28 at the Wayback Machine.

https://8am.af/ps/why-the-birth-of-the-prophet/ Archived 2021-12-28 at the Wayback Machine.

https://yaraan.com/likwali-mashq-aw-tamreen2/ Archived 2021-12-28 at the Wayback Machine.

https://www.nunn.asia/204228/%D8%AF-%D8%A7%D8%BA%D8%B2%DB%8C%D9%88-%DA%AB%D8%B1%DB%90%D9%88%D8%A7%D9%86-%DA%A9%D8%AA%D8%A7%D8%A8-%D8%AA%D8%A7%D8%B2%D9%87-%D9%84%D9%87-%DA%86%D8%A7%D9%BE-%DA%85%D8%AE%D9%87-%D8%B1%D8%A7/