عبدالقادر گيلاني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
عبدالقادر گيلاني
عبدالقادر الجيلاني خطاطي نوم

عبدالقادر گیلانی (جیلانی) (۱۰۷۷ - ۱۱۶۶ م) چې بشپړ نوم یی عبدالقادر بن صالح جنگی دوست گیلانی، د پنځمې او شپږمې پېړې له شاعرانو او صوفیانو څخه یو وو [۱].

شيخ محي الدين عبدالقادر الجيلاني رحمت الله علیه عمر مبارک نوي (۹۰)کاله وو اتلس کاله عمر يې په خپل ټاټوبي جيلان کي تير کړ او اووه(۷)کاله دعلم په حاصلولو کي کي مشغول وو. پنځه و يشت کاله (۲۵) د نفس په سپيڅلتيا، د باطني علومو په لاس ته راوړلو، رياضت، مجاهدي او دلوى څښتن په طلب کي تير کړ . څلويښت (۴۰)کاله په دعوت، ارشاد ،وعظا، تدريس ،خلگ وخد اى جل جلاله ته رابللو او دمريدانو په روزلو بوخت وو. حضرت غوث الاعظم پيران پير قدس الله سره په څلور سوه اويا (۴۷۰ ) هـ ق کي د روژې مبارکي مياشت د دوشنبې په ورځ د صبح صادق په وخت کي زيږېدلى دى . تر اتلس (۱۸)کلنۍ پوري يې لومړنۍ زده کړي او روزنه پخپل نوموړي وطن کي د ډيرو متقيانو او سپيڅلو مشائخو او علماؤو له خوا شوېده تر اتلس (۱۸)کلنۍ و روسته د لوړو زده کړو او علومو لپاره بغداد شريف ته سفر وکړ ، د اوو کلونو په موده کي يې هلته ټول علوم د قرآنکريم، احاديث، فقه او بلکه ټول علوم دمتقينو او جيدو مشائخو او علماؤو څخه حاصل او مکمل کړه تر څو دلوى څښتن له لوري د ټوله بغداد او نورو ښارو تر ټولو علماؤو وړاندي والى په برخه سو په پنځه ويشت (۲۵) کلنۍ کي د ټولو علومو دتحصيل څخه فارغ سو. د رياضت ،مجاهدي باطني سپيڅلتيا وختونه که څه هم و محبوب سبحاني قطب الرباني شيخ محي الدين الجيلاني رضي الله تعالي عنه ته ولايت او دلوى څښتن نږدې والى مخ کي ور په برخه شوى وو ، او غوث الثقلين نور الله مرقده په خپل زړه کي دلوى څښتن طبعي او فطري مينه لرله بيا هم دنفس د تزکيې او دولايت د کمالاتو د لاس ته راوړلو لپاره تر يو حده ضرورت وو، تر څو په دې لاره کي يې د ډير وخت لپاره بې شميره ستونزي وگاللې . وروسته ورته دلوى څښتن له لوري ظاهري او باطني حالات، علوم،کمالات، او ولايت په کامله توگه ورکول سو. الله عزوجل د ټولو خواصو او عوامو په زړونو کي د ده قبوليت ، عظمت، او محبت کښيښود او لمر غوندي يې د ټولي نړۍ په شرق او غرب کي وځلاوه او تر قيامته به يې روښنايې، ښيگڼي، فيوضات، او برکات ټولو اولياؤوته په خاصه توگه و ټوله مؤمن امت ته په عامه توگه ورسيږي. او د دنيا تر وروستۍ ورځي پوري ددې بې پايان درياب څخه ټول امت ترې د ده دميني او خلوص په اندازه سيراب کيږي . کله چي د لوى څښتن جل جلاله له لوري د ده ولايت او عظمت و خلگو ته څرگند سو دنړۍ د هر گوټ څخه علماؤو، اولياؤو، فقهاؤو، مخلصينو، فقيرانو، او درويشانو خاص او عامو د ده لور ته مخه کړه. شيخ عبدالقادر الجيلاني رضي الله عنه په (۵۵۳)هـ ق کال کي پر خپل کرسۍ داسي وويل چي د ( ۵۲۱) هـ ق کال دشوال د مياشتي پر شپاړلسمه د سه شنبې په ورځ د ماپښين مخکي مي رسول الله صلى الله عليه وسلم وليدى راته يې وويل اې زويه ! ولي خبري نه کوې ماورته وويل اې پلاره جانه !څنگه د بغداد په فصيحو او اديبانو عربو په منځ کي به فصيحه عربې خبري وکړم نو يې راته وويل چي خوله خلاصه کړه ما ورته خپله خوله خلاصه کړه او اووه(۷) ځله يې خپلي مبارکي ناوړي زما په خوله کي تو کړې او راته يې وويل خلگو ته خبري وکړه او دلوى څښتن جل جلاله ولاري ته يې په حکمت او موعظه حسنه سره راوبله ه ما د ماپښين لمونځ اداکړ زيات شمير خلگ راته حاضر سول او امير المؤمنين امام علي ابن ابي طالب رضي الله عنه په همدې مجلس کي مخامخ راته ولاړ وو، او راته يې وويل خوله خلاصه کړه خوله مي خلاصه کړه شپږ ځله يې د خپلي مبارکي خولې ناوړي زما په خوله کي را تو کړې ماورته و ويله و لي دي اووه ځله پوره نه کړل راته يې وويل د رسول الله صلى الله عليه وسلم سره د ادب له کبله . دجمعې د ورځي څخه دسيدنا مولانا غوث الاعظم رحمه الله تعالى د حکمت اسرارو او انوارو ملغلري د زړه دخزاني څخه د ژبي د ترجمان په واسطه راوايستلې ، په زرگونو عاشقانو ،خريدارانو دده دپيروۍ او ميني په گرانو قيمتونو رانيولې .

مخينه

د غوث الاعظم رحمه الله تعالي د نسب مورنۍ سلسله

1. مبارکه مور يې حضرت ام الخيرامة الجبار فاطمه رحمها الله

2. لور د ابو عبدالله الصومعي رحمة الله تعالي عليه .

3. زوى د سيد ابو الجمال رحمة الله تعالي عليه .

4. زوى د سيد ابو محمد رحمة الله تعالى عليه .

5. زوى د سيد احمد رحمة الله تعالى عليه .

6. زوى دمحمود سيد طاهر رحمة الله تعالى عليه .

7. زوى د ابو عطاسيد عبدالله رحمة الله تعالى عليه .

8. زوى دسيد ابوالکمال علي رحمة الله تعالى عليه .

9. زوى دسيد علاوالدين محمد رحمة الله تعالى عليه .

10. زوى د امام جعفر الصادق رحمة الله تعالى عليه .

11. زوى دامام محمد باقر رحمة الله تعالي عليه .

12. زوى دامام زين العابدين رضي الله تعالي عنه .

13. زوى دامام ابي عبدالله الحسين رضي الله تعالي عنه .

14. زوى د امام امير المؤمنين علي المرتضى رضي الله تعالي عنهم اجمعين .


د غوث الاعظم پيران پير سيد محى الدين عبدالقادر الجيلاني نورالله مرقد ه د نسب مبارکه سسلسله .

1. ابو محمد سيد شيخ عبدالقادر الجيلاني الحسني الحسيني قدس الله سره ابن .

2. ابي صالح سيد موسي جنگي دوست رضي الله تعالي عنه ابن .

3. سيد عبدالله الجيلي رحمه الله تعالي ابن

4. سيد يحيي الزاهد رحمه الله تعالي ابن .

5. سيد محمد رحمة الله تعالي ابن

6. سيد داؤد رحمه الله تعالي ابن

7. سيد موسى رحمه الله تعالي ابن .

8. سيد عبدالله رحمه الله تعالي ابن .

9. سيد موسى رحمه الله تعالي ابن .

10. سيد عبدالله المحض رحمه الله تعالي ابن .

11. سيد الحسن المثني رحمه الله تعالي ابن .

12. امير المؤمنين امام الحسن المجتبى رضي الله تعالي عنه ابن .

13. امام امير المؤمنين على بن ابي الطالب رضي الله تعالي عنهم اجمعين .

عبدالقادر الجيلاني رحمه الله ته الله عزوجل په وړکتوب کي ولايت ورکړى وو

نسب

د غوث الاعظم پيران پير سيد محى الدين عبدالقادر الجيلاني نورالله مرقد ه د نسب مبارکه سسلسله .

  1. ابو محمد سيد شيخ عبدالقادر الجيلاني الحسني الحسيني قدس الله سره ابن .
  2. ابي صالح سيد موسي جنگي دوست رضي الله تعالي عنه ابن .
  3. سيد عبدالله الجيلي رحمه الله تعالي ابن
  4. سيد يحيي الزاهد رحمه الله تعالي ابن .
  5. سيد محمد رحمة الله تعالي ابن
  6. سيد داؤد رحمه الله تعالي ابن
  7. سيد موسى رحمه الله تعالي ابن .
  8. سيد عبدالله رحمه الله تعالي ابن .
  9. سيد موسى رحمه الله تعالي ابن .
  10. سيد عبدالله المحض رحمه الله تعالي ابن .
  11. سيد الحسن المثني رحمه الله تعالي ابن .
  12. امير المؤمنين امام الحسن المجتبى رضي الله تعالي عنه ابن .
  13. امام امير المؤمنين على بن ابي الطالب رضي الله تعالي عنهم اجمعين

د غوث الاعظم رحمه الله تعالي د نسب مورنۍ سلسله

  1. مبارکه مور يې حضرت ام الخيرامة الجبار فاطمه رحمها الله لور د ابو عبدالله الصومعي رحمة الله تعالي عليه
  2. زوى د سيد ابو الجمال رحمة الله تعالي عليه
  3. زوى د سيد ابو محمد رحمة الله تعالى عليه
  4. زوى د سيد احمد رحمة الله تعالى عليه
  5. زوى دمحمود سيد طاهر رحمة الله تعالى عليه
  6. زوى د ابو عطاسيد عبدالله رحمة الله تعالى عليه
  7. زوى دسيد ابوالکمال علي رحمة الله تعالى عليه
  8. زوى دسيد علاوالدين محمد رحمة الله تعالى عليه
  9. زوى د امام جعفر الصادق رحمة الله تعالى عليه
  10. زوى دامام محمد باقر رحمة الله تعالي عليه
  11. زوى دامام زين العابدين رضي الله تعالي عنه
  12. زوى دامام ابي عبدالله الحسين رضي الله تعالي عنه
  13. زوى د امام امير المؤمنين علي المرتضى رضي الله تعالي عنهم اجمعين

عبدالقادر الجيلانيرحمه الله ته الله عزوجل په وړکتوب کي ولايت ورکړى وو:

د غوث الثقلېن د مبارک زوى سيد شيخ ابوبکر عبدالرزاق رحمه الله څخه روايت دى دى فرمايې چي شيخ عبدالقادر الجيلاني رحمه الله تعالى څخه وپوښتل سول ته کله و پوهيدلې چي ته دالله جل جلاله ولي يې ؟

ده مبارک وفرمايل کله چه زه لس کلن وم يوه ورځ په خپل ښار کي د خپل کوره ووتلم تر څو مکتب ته ولاړ سم دوې ملکي مي وليدلې چي کوچنيانو ته وايې ځاى پراخه کړئ ودې ولي الله ته تر څو کښيني .

په همدې وخت کي يو سړى تيريدى کوم چي ما نه پيژندى د ملائکو ځخه يې همداخبره واوريدل يوې ملکي ته يې وويل داڅنگه کوچنى دى ملکي ورته وويل ډير ژر به دده يو لوى شان وي ده ته به هر څه ورکړل سي او الله جل جلاله ته به نږدې کيږي .

وروسته تر څلويښت کلونو څخه ما همهغه سړى و پيژندى چه د هغه وخت د ابدالانو څخه وو .

دى مبارک فرمايې کله چه زه کوچنى وم او وه به مي غوښتل تر څو دکوچنيانو سره بازۍ وکړم يو اواز به مي واوريدى چي راته به وويل شوه چيرته ځې اې مبارکه ! زه به وويريدم او خپل ځان به مي دمور په غيږ کي واچاوه .


سرچینې




  1. http://www.aljlees.com/7s3898203-3027.html