عبدالحمید ثاني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له عبدالحمید ثاني (دویم) نه مخ گرځېدلی)

سلطان عبدالحمید ثاني (دویم) چي دعثماني خلافت ۳۴ خلیفه اوسلطان بلل کیږي د۱۸۴۲زیږدیزکال دسپټمبر پر۲۱نېټه په استانبول کي پیداسوی دی . سلطان عبدالحمید دلمړي سلطان عبدالمجید زوی وو او مور یې چي تیریموجګان نومېدل په اووه کلنۍ کي یې له لاسه ورکړه چي په دې سره نوموړی یتیم پاته سو اوپالنه یې دپلار په غاړه سول .

Abdul Hamid II
عبدالحمید ثانی
(عثمانی ترک: عبد الحميد ثانی د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عبدالحمید ثاني
عبدالحمید ثاني

Ottoman Caliph
Amir al-Mu'minin
Kayser-i Rûm
Custodian of the Two Holy Mosques
دوره له 1876 څڅه تر 1910 زیږدیز کال پوري
تاج پر سرونه 1876 زیږدیز دسپټمبر 7 نېټه
Grand Viziers کينډۍ:List collapsed
د شخص معلومات
اصلي نوم دویم سلطان عبدالحمید
پيدايښت ۲۱ سپټمبر ۱۸۴۲[۱][۲][۳][۴]
استانبول[۵]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه ۱۹۱۸ زیږدیز دفبروري ۱۸ نېټه
تاریخ دفن ۱۹۱۸ زیږدیز کال
تابعیت عثماني پېر  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مور تیرمجګان سلطان
کورنۍ عثماني ترک کورنۍ
ځايناستی see below
آخري معلومات
لاسليک
عبدالحمید ثاني
عبدالحمید ثاني

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

دعبدالحمید واکمني (خلافت)[سمول]

سلطان عبدالحمید د۱۸۷۶زیږدیزکال دسپټمبر پر۷نېټه ترپنځم مرادخان وروسته دعثماني خلافت واک ته ورسېدی . دنوموړي واکمني پرداسي مهال پیل سوه چي عثماني خلافت په کوردننه اودباندي له ډيرو اقتصادي، ټولنیزو اوسیاسي ستونزوسره مخ وو خوعبدالحمیدچي خدای(ج) ورته بې حده پراخه سینه اوستره پوهه ورکړې وه دزړه له اخلاصه یې په اصلاحاتوپیل وکړ اودعثماني خلافت په دننه اودباندي کي یې یوشمېر مثبت افکار پلي کړل خو اروپايي هیوادونه چي دعثماني خلافت سره یې تاریخي ستونزي درلودې ډېر ژریې په بالکان کي دنوموړي په وړاندي خلک راپورته کړه اوپه بوسنیا، سربیا او بلغاریا کي دعثماني خلافت په وړاندي ښورښونه پیل سوه . په دې ښورښونو کي ترټولو لوی لاس دروسيي هیواد وو ځکه هغوی غوښتل چي دعثماني خلافت څه اندازه هغه ځمکه چي په بالکان کي پرته ده دځان کړي اودهمدې لپاره یې پرعثماني خلافت یرغل پیل کړ، دروسانولپاره دیرغل بهانه داوه چي عثماني خلافت ولي پخپلو سیموکي عیسایانوته واک او ازادي نه ورکوي اودهمدې موخي لپاره یي دبلغاریا، بغدان او والاچیا هیوادونه تربرید لاندي کړه . څرنګه چي عثماني خلافت داوخت له فوځي پلوه ناتوانه وو له همدې کبله روسان ډېر ژر وتوانېدل چي دبالکان مهمي سیمي لاندي اوځان د ادرنه (ایډریانوپل) ښارته ورسوي . سلطان عبدالحمید چي دروسانو داسي یودم پرمختګ ولیدی سمدستي یې دسولي خبروته لاس واچاوه اوله روسانوسره یې دسن سټیفانوپه نوم معاهده لاسلیک کړه چي په دې سره روسیې له عثماني خلافت څخه لوی شمېر امتیازات لاسته راوړه .

دروسانوسره ترسولی کولو وروسته سلطان عبدالحمید غوښتل چي دعثمانی خلافت په دننه کي یوشمېر اصلاحات راپیل اودترکانو کمزوري حالت ته دپای ټکئ کښیږي خوداهیله یې ځکه نسوه پوره چي په همدې وختونوکي اروپایي هیوادونه هم دعثماني خلافت په داخلي چاروکي ښکېل سوه اوداځل دیونان هیواد له عثمانیانوسره دخپلواکۍ جګړه پيل کړه . په دې جګړه کي دعثماني خلافت تر څلورزره ډېرکسان ووژل سوه او اروپایي هیوداونه وتوانېدی چي دیونان یوه برخه دعثماني سلطنت له واکه دیوتړون پربنسټ وباسي .

دیونان ترجګړې وروسته دعثماني خلافت له لوري داتحاد اوترقي په نوم ګوند تاسیس سو (دغه ګوند دلویدیځ په ملاتړ جوړسوی وو) خودې کارهم کومه ځانګړې ګټه ونکړه اوپه ۱۹۰۲ز کال کي بلغاریا دعثماني خلافت په وړاندي دبغاوت رپۍ پورته کړ اوشپږکاله وروسته یې په ۱۹۰۸ز کي له عثمانيانوڅخه ازادي واخیستل اودعثماني خلافت مساحت نورهم کوچنئ سو .

سلطان عبدالحمید په اروپاکي له پورتني کش مکش سره اخته ووچي په همدې کلونو کي دارمنستان اویهودو لاس عثماني خلافت ته یوسو اودیهودانو استازي (هرتزل) په استانبول کي له سلطان څخه وغوښتل چي د فلسطین پرځمکه یهودانوته ځای ورکړي اوددې په بدل کي یهوادن دعثماني خلافت سره هرډول مرستي ته چمتو دي خوسلطان عبدالحمید چي دیهودانوپه شوم نیت پوهېدی ددوی غوښتنه یې په کلکه رد کړه اودفلسطین ځمکه یې یوازي دمسلمانانو وګڼل . سلطان عبدالحمید چي نورپه اسلامي نړۍ کي یوازي سوی وو اوعربانویې هم په وړاندي بغاوت کاوه داځل یې دمسلمانانو دیووالي سیاست پیل کړ خودې کاریې هم هیڅ ګټه نه کول ځکه مسلمانان داوخت دومره پاشلي اوله هره پلوه ناتوانه وه چي سلطان عبدالحمید یې له هیڅ لاري ځواک ته نسوای رسولای . سلطان عبدالحمید ترخپله وسه پرلپسې په دې هڅه کي ووچي نورباید اسلامي نړۍ یووالي ته راوبلي اوددې سربېره یې دفلسطین شخړه هم په یوازي سر مخ ته وړل ترڅو یهوادن ورباندي واکمن نسي . له بلي خوا برطانیه چي هغوی هم دیهوادنو ملاتړي بلل کېده پرلپسې یې دعثماني خلافت په کورنیو چاروکي لاسوهنه کول .

سلطان عبدالحمید پخپله واکمني کي دمېرمنو له بې حجابي، شراب څیښلو اوپه ترکیه اوشاوخوا کي دسیکولرانو (بې دینه) کسانوپه وړاندي ډېره سخته مبارزه کول اوددې ترڅنګ یې دختیځ مسلمانانو په ځانګړې ډول چینايي مسلمانانوته ډېره پاملرنه کول ترڅواسلامي نړۍ اومسلمانان دیوه وجود په ډول راټول کړي خوپه اسلامي نړۍ کي دانګرېزانوله لوري په لاره اچول سوي توطیې سلطان عبدالحمید دې کارته پرېنښود اوپه اخره کي یې داستانبول دمفتي په مرسته سلطان عبدالحمید له واکه وغورځاوه چي په دې سره دعثماني خلافت روح مړ اومسلمانان په کراره کراره له ترکیې څخه لیري او وپاشل سوه .

سلطان عبدالحمید دیومسلمان په توګه[سمول]

دعثماني خلافت دغه اخري ځواکمن خلیفه خپل ټول ژوند دمسلمانانو لپاره وقف کړی وو خوڅرنګه چي یې په کوردننه اودباندي ډېر زیات دښمنان لرل له همدې کبله یې عثماني خلافت خپل پخواني حالت ته ونه رساوه اوپه اخر کي دهمدغه ارمان سره یوځای وفات سو . دفلسطین قضیه چي په اسلامي نړۍ کي یوه حساسه قضیه بلل کیږي دسلطان عبدالحمیدله لوري په ډېر دقت سره تعقیب کېدل اویوځل یې دیهوادونو استازي ته مخامخ وویل چي فلسطین زما شخصي ځمکه نه ده بلکي داداسلامي نړۍ برخه اودمسلمانانو کوردی اوترڅوچي مي په بدن کي روح وي بل څوک به ورپرېنږدم .

سلطان عبدالحمید دخپلي واکمنۍ په دوران کي دعثماني خلافت درامنځ ته کوونکي عثمان خان قبرهم ورغاوه اومسجدونو ته یې ځانګړې پاملرنه کول، ددې سربېره یې دسیدجمال الدین افغان هغه قضیه پرلپسې مخ ته وړل چي پربنسټ یې مسلمانان تریوه چترلاندي راتله .

دسلطان عبدالحمید وفات[سمول]

سلطان عبدالحمد د۱۹۱۸ز کال دفبروري پر۱۸نېټه په داسي حال کي وفات سوچي له خپلي پلازمیني (استانبول) څخه لیري یې په سالونیکا ښارکي دجلاوالي او زنداني په توګه شپې ورځي تېرولې . تروفات وروسته عبدالحمید په استانبول کي خاورو ته وسپارل سو .

کورنۍ[سمول]

دسلطان عبدالحميد مېرمني

نازیکیدا قادین افندي

بیدار قادین

مشفقه افندي

بهیجه خانم


دسلطان عبدالحمید اولادونه

علویه سلطان

محمدسلیم افندي

زکیه سلطان

سلطانه نعیمه

نائله سلطان

محمدبرهان الدین

سلطانه شادیه

حمیده عایشه سلطان

رفیه سلطان

عبدالرحیم خیري افندي

محمدعابد افندي

خدیجه سلطان

محمدعبدالقادر

دسلطان عبدالحمید وروڼه او خوندي

پنځم مراد

پنځم محمد

محمدبرهان الدین

شپږم محمد

احمد کمال الدین

سرچینې[سمول]

http://www.theottomans.org/english/family/abdulhamid2.asp

دمحمدعزیز تاریخ دولت عثمانیه (کتاب)

https://www.britannica.com/biography/Abdulhamid-II

  1. Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Abdulhamid-II — subject named as: Abdulhamid II — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  2. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/abd-ul-hamid-abd-ul-hamid-ii — subject named as: Abd ül-Hamid (Abd ül-Hamid II.) — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  3. Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/6598 — subject named as: Abdul Hamid II. — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  4. Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=84 — subject named as: Abdul Hamid II. — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  5. پیوستون : 118646435  — د نشر نېټه: ۱۱ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License