طيبه لښکر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د طيبه لښکر
لشکر طيبه

د طیبه لښکر نښان
د عملیاتو سیمې افغانستان
پاکستان
هندوستان
مشران حافظ محمد سعید
ظفر اقبال
پیدایښت ۱۹۸۵ مركز الدعوة والارشاد
۱۹۹۰ د طيبه لښکر
دین سني اسلام

د طيبه لښکر (په اردو کی: لشکر طيبه) د مركز الدعوة والارشاد یوه پوځی برخه ده چی په جنوبي او مرکزي آسیا کی د هند او امریکا پر ضد عملیات کوي. دغه سني افراطي تنظیم د حافظ محمد سعید، عبد الله يوسف عزام او ظفر اقبال لخوا جوړ شو. د تنظیم مرکز په پاکستان کی د پنجاب په ایالت کی لاهور ته نژدې پروت دي. د طيبه لښکر په کشمیر کی د تمرین (مشق) مرکزونه د مجاهدینو لپاره جوړ کړ. د طيبه لښکر په ځانگړي ډول په کشمیر یا هند کی د هندوستان پر پوځي او غیر پوځی اهدافو بریدونه کوي. دغه مذهبي ډله د پاکستان د استخباراتي شبکې انټر سرويس انټېلېجنس لخوا روزل کېږي. ترڅو په کشميرکي د هند پر ضد و جنگيږي. خو د څېړونکو په آند ، ددې سره چي پر دې ډلي د اسلام آباد لخوا بنديز لگول شوی خو په غيري رسمي توگه بيا هم ددغه شبکې لخوا حمايه کيږي.

تاریخ

په ۱۹۸۵ کال کی حافظ محمد سعید او ظفر اقبال د جمعه الدعوه حرکت جوړ کړ او د أهل الحديث د اسلام ورژن (طریقه) یی اعلان کړ. په ۱۹۸۶ کال کی د ‌ذکي الرحمن لکهوي ډله د جمعه الدعوه حرکت سره یو ځای شوه او د مركز الدعوة والارشاد تنظیم جوړ شو. دغه تنظیم په افغانستان کی د مجاهدینو سره مرسته او ملاتړ کاوه. د طيبه لښکر (لشکر طیبه) په ۱۹۹۰ کال کی په افغانستان کی د کونړ په ولایت کی جوړ شو. د طيبه لښکر مشران غواړي چی د هند جمهوریت او اسرائیلو دولت ویجار کړي او وایی چی اسرائیل او هند د پاکستان تر ټولو لوي دښمنان دي.

افغانستان

د مركز الدعوة والارشاد ډله په افغانستان کی د شوروي پوځ او ‌ډاکتر نجيب الله د حکومت پر ضد جگړه کوله او په دی وخت کی یی د القاعدې د مشرانو سره نژدې اړیکي ټینگي کړې او تر جگړې وروسته یې د طالبانو سره هم مرسته کوله. کله چی امریکا پر افغانستان برید وکړ نو لشکر طیبه طالبانو ته مشق (تمرین) او وسلې ورکوله. څو مجاهدینو په گوانتانامو کی ومنل چی خپل پوځی تمرین یې د طیبه لښکر په مرکز کی کاوه.

هند

د هندوستان جمهوریت د پاکستان تر ټولو خطرناک سیال او دښمن دي. د پاکستان استخباراتي شبکه انټر سرويس انټېلېجنس د افراطي مذهبي ډلو سره مرسته کوي او د هغو مذهبي ډلو د ترهگري عملیات هم رهبري کوي.

  • په ۲۰۰۱ کال کی لښکر طیبه او جیش محمد د هند پر پارلمان برید وکړ. په دی برید کی ۷ ملکی کسان او ۵ تنه بریدکونکي وسله وال ووژل شول
  • په ۲۰۰۵ کال کی لښکر طیبه په دهلي کی د بمونو په وسیله برید وکړ چی د هغه په ترڅ کی ۶۲ تنه مړه او ۲۱۰ تنه ټپيان شول.
  • د ممبى په حملو کی چي د ٢٠٠٨ کال د نومبر پر ٢٦ - مه ترسره شوې، شاوخوا ١٧٥ بهرني او هندي اتباع پکښي مړه او ٣٠٨ تنه زخميان شول.