سمېع يوسف

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
سمېع يوسف د ۲۰۱۱ زېږيز کال په يوې غونډه کې

سمېع يوسف يا سامي يوسف (په انگرېزي: Sami Yusuf ) يو له آره د ايران د آزربايجاني توکم څخه يو تکړه سندرغاړی دی او لوی شوی په برتانياکې دی. دی په انگرېزي ژبه سندرې وايي او په سندرغاړۍ کې يې خپلې مسلکي لوړې زده کړې ترسره کړي دي . همدا رنگه د يو پوخ سندرغاړي ، سندره جوړوونکي ، شعرجوړوونکي ، او د ډول ډول سازالاتو غږوونکي په توگه پېژندل شوی . دده په سندرغاړۍ کې د اسلامي اخلاقو ، اسلامي هنر او ادبياتو رنگ په لوېديځه ژبه سينگار شوی ، د همدې له کبله ورته د لندن يوه نوموتي پوهنتون روهمپټن د ويوونو د پېېلو اعزازي ډوکټورا بری لیک ورکړ . سمېع يوسف ځان د ايران د آزربايجاني توکمه گڼي چې په برتانيا کې د درې کلنۍ په عمر مېشت شوی دی . د سمېع يوسف ټوله کورنۍ هنرمنده ده اوپلار يې د سازي الاتو غږولو پخه مخينه لري.

مخينه[سمول]

سمېع يوسف د ايران په پلازمېنه تهران کې ۳۲ کاله پخوا ۱۹۸۰م زېږيز ، يوې آزري توکمه هنرمنده کورنۍ کې زېږېدلی او د درې کلنۍ په عمر له ايران څخه اگلستان خواته کډوال شوي . دی دم مهال د ملگرو ملتونو د WFP اورگان سره په کار بوخت دی .

زده کړې[سمول]

سمېع يوسف په انگلنډ کې خپلې زده کړې ترسره کړي او لوړې زده کړې يې د انگليند د تر ټولو غټې د هنر اکاډمي (دي رايل اکېډمي آف ميوزيک ان لنډن) (The Royal Academy of Music in London) څخه بشپړې کړي .

سندريزه ټولگې يا البومونه[سمول]

د سمېع يوسف لومړنۍ سندريزه تولگه په کال ۲۰۰۳م زېږيز کې د (المعلم) په نوم راووتله ، وروسته ورپسې (My Ommah ) (زما امت) په نوم او بيا د فلسطينيانو سره د خواخوږۍ په تکل (Where ever you are) (هر ځای کې چې يې ) په نوم ۲۰۱۰م زېږيز کې راووتله او همدا رنگه نورې تولگې يې (Never Forget ) ,( The Source) , (Never Forget ) نومېږي .

سرچينې[سمول]

www.samiyusufofficial.com