سلمان ابن عبدالعزیز آل سعود

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
سلمان ابن عبدالعزیز آل سعود
(اراگونېسي: سلمان بن عبد العزيز آل سعود د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
سلمان ابن عبدالعزیز آل سعود
سلمان ابن عبدالعزیز آل سعود

د شخص معلومات
پيدايښت ۳۱ ډيسمبر ۱۹۳۵[۱][۲][۳]
رياض   د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت سعودي عربستان   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اولاد محمد بن سلمان آل سعود [۴]
سلطان بن سلمان بن عبد العزيز ال سعود   د (P40) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پلار عبد العزيز بن عبدالرحمن بن فيصل آل سعود [۴]  د (P22) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
وروڼه او خوندې
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال
پاچا   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه عربي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) عربي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
وفاداري سعودي عربستان   د (P945) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مقام وزير (۲۰۱۱–۲۰۱۵)  د (P410) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
سلمان ابن عبدالعزیز آل سعود
سلمان ابن عبدالعزیز آل سعود

د سعودي عرب د آل سعود ټبر اووم پاچا

سلمان بن عبدالعزیز السعود (په عربي سلمان بن عبدالعزیز السعود، سلمان بن عبدالعزیز السعود [salˈmaːn ben ˈʕabd alʕaˈziːz ʔaːl saˈʕuːd] د ۱۹۳۵ ز کال د ډېسمبر په ۳۱ زېږېدلی) د سعودي عربستان پاچا دی، د ۲۰۱۵ ز کال د جنوري له ۱۵مې راهیسي واکمني کوي. واک ته تر رسېدو د مخه د ۲۰۱۲ کال د جون میاشتې له ۱۶مې نېټې څخه د ۲۰۱۵ کال د جنوري تر ۲۳ پورې د عربستان ولیعهد و. هغه د پاچا عبدالعزیز ۲۵ زوی او د هغه شپږم زوی دی چې د پاچا په توګه يې سلطنت کړی (نور یې سعود، فیصل، خالد، فهد او عبدالله وو).

سلمان د پاچا عبدالعزیز او حسه بنت احمداسدیري زوی دی او له اووه سدیریونو (په سعودي عربستان کې د ملک عبدالعزیز ۷ زامن چې سکه وروڼه دي او د هغه مېرمنې حسې ته ویل کېږي ) څخه یو دی. هغه له ۱۹۶۳ کال راهیسې تر ۲۰۱۱ کال پورې د ۴۸ کلونو لپاره د ریاض مرستیال والي او وروسته د ریاض والي و او بیا د دفاع وزیر وټاکل شو. هغه په ۲۰۱۲ کال کې ولیهعد وټاکل شو. سلمان په ۲۰۱۵ کال کې د خپل ناسکه ورور عبدالله تر مړینې وروسته پاچا شو. د ۲۰۱۹ ز کال له ډېسمبر راهیسې د پاچا عبدالعزیز تر ټولو زوړ ژوندی زوی دی.    

د پاچا په توګه د سلمان لوی نوښتونه د یمن په کورنۍ جګړه کې لاسوهنه، د سعودي د ۲۰۳۰ ز کال ليدلوری او په ۲۰۱۷ ز کال کې ښځو ته د موټر چلولو اجازه ورکول وو. د هغه زوی ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان، د سعودي عربستان اصلي واکمن ګڼل کېږي.   [۵]

لومړنی ژوند

سلمان د ۱۹۳۵ ز کال د ډېسمبر په ۳۱ مه زېږېدلی او د سعودي عربستان  د لومړي پاچا او بنسټ اېښودونکي عبدالعزیز ۲۵م زوی دی. سلمان او د هغه شپږ سکه وروڼه اووه سدیري جوړوي. هغه د مربا په ماڼۍ کې لوی شوی. [۶][۷][۸][۹]

سلمان خپلې لومړنۍ زده‌کړې په پلازمېنه ریاض کې د شهزادګانو په ښوونځي کې ترلاسه کړې، هغه ښوونځۍ چې د پاچا عبدالعزیز له خوا د خپلو ماشومانو د زده‌کړې لپاره رامنځته شوی. هغه دیني او عصري علوم زده کړل. [۱۰][۱۱][۱۲]

د ریاض والي

سلمان د ۱۹۵۴ ز کال د مارچ په ۱۷ مه، د ۱۹ کلنۍ په عمر د ریاض ولایت مرستیال والي شو اود  ۱۹۵۵ز  کال د اپرېل میاشتې تر ۱۹مې نېتې په یاد موقف کې پاتې شو. هغه د ۱۹۶۳ ز کال د فبرورۍ په پنځمه نېټه د ولایت والي شو او په هغه موقف کې د ۲۰۱۱ ز کال د نومبر تر ۵ نېټې پاتې شو. [۱۳]

د والي په توګه هغه له منځنۍ کچې ښار څخه پرمختللي ښار ته د ریاض په پرمختګ کې مرسته وکړه. هغه د سیلاني توب د یوې مهمې اړیکې په توګه د بهرنیو شتمنیو او د پانګو د پروژو د جذب له لارې خپل هېواد ته خدمت وکړ. هغه له لویديځ سره له سیاسي او اقتصادي اړیکو څخه ملاتړ وکړ. سلمان د خپلې حکومتولۍ په بهیر کې د سعود پاچا له پوهنتون څخه سلاکاران وګومارل. [۱۴][۱۵]

سلمان د پنځو لسیزو په بهير کې د رياض د والي په توګه د ظریفو روحاني، قبیله‌يي ګټو په مدیریت کې د هغه شهزاده په توګه چې د سعودي عربستان سیاست تعینوي ماهر شو. هغه د پاچا عبدالعزیز د څېړنو او ارشیف د بنسټ (KAFRA)، د پاچا عبدالعزیز د موزیم، د شهزاده سلمان د معلولیت د څېړنو مرکز او د بډوډو له ناروغانو څخه د شهزاده فهد بن سلمان د پالنې د خیریه بنسټ رئیس هم و.  [۱۶][۱۷][۱۸]

کله چې هغه والي و، پاچا سلمان څو بهرني سفرونه وکړل. هغه په ۱۹۷۴ ز کال کې له کوېټ، بحرین او قطر څخه له یادو هېوادونو سره د سعودي د اړیکو د پیاوړي کولو لپاره لیدنه وکړه. په ۱۹۹۱ ز کال کې د کاناډا مونټ ریيل ښار ته  د سفر په بهیر کې یوه ګالري پرانیسته. په ۱۹۹۶ ز کال کې د پاریس ښار په الېزه ماڼۍ کې د فرانسې د وخت د ولسمشر جاکوس شېراک له خوا بدرګه شو. په همدې کال کې هغه بوسنيا او هرزګوینا ته سفر وکړ ، تر څو د دغه هېواد له مسلمانو ښاریانو سره مالي مرسته وکړي. سلمان په ۱۹۹۸ ز کال د اسیایي سفرونو په یوه برخه کې له پاکستان، جاپان، بروني او چین څخه لیدنه وکړه.  [۱۹][۲۰]

د واشنګټن پوست د راپور له مخې، د سعودي  ژورنالېست جمال خاشقجي «د ریاض د وخت پر والي شهزاده سلمان او له افعان مجاهدینو څخه د سعودي عربستان د ملاتړ کمېټې پر مشرتابه له سلفي افراطي ډلو څخه چې په افغانستان کې یې د شوروي خلاف جګړه کمزورې کوله، د غیر عاقلانه مالي ملاتړ  له امله نیوکه وکړه.»  [۲۱]

د سلمان په دوره کې ریاض د منځني ختيځ په تر ټولو غني او د سوداګرۍ او تجارت لپاره په مهم ځای بدل شو. د ښوونځیو، پوهنتونو او لوبغالو په ګډون د بنسټیزو پروژو په برخه کې هم پرمختګونه وشول. هغه د ولایت په اړه وویل: [۲۲]

ماته د ریاض په سیمه کې هر کلی یا هر ښارګوټی ګران دی او زما په زړه کې ځانګړی ځای لري... زه په ریاض کې د هر ګام شاهد وم، ځکه له ریاض څخه د لرې‌والي فکر راته ستونزمن دی. [۲۲]

په دویمه لیکه

سلمان د ۲۰۱۱ ز کال د نومبر په پنځمه، د لومړي وزیر دویم مرستیال او د دفاع وزیر، د خپل سکه ورور ولیعهد شهزاده سلطان ځای ناستی شو. ساتام بن عبدالعزیز د ریاض ولایت والي وټاکل شو. سلمان په ورته ورځ د ملي امنیت د شورا (NSC) غړی ونومول شو.  [۲۳][۲۴]

د اټکل له مخې: هغه د خپلو فردي ځانګړنو له امله د ځای ناستي‌توب په بېړنۍ کرښه کې ځای پر ځای شوی. تر هر څه وړاندې هغه د قونصلګرۍ او ديپلماتیک طبیعت لري. هغه د بچیانو په نوم د کورنۍ شورا (په عربي ژبه مجلس الاثرا) مشري وکړه، چې په ۲۰۰۰م کال کې د پاچا فهد په واسطه د کورنیو مسائلو د حل، هوکړو او د کورنۍ د ځینو غړو له خوا د هر ډول د شرم وړ چلند له عامولو څخه د مخنیوي د هڅو په موخه رامنځته شوې وه. په دویم قدم کې سلمان په شاهي کورنۍ کې په «منځني نسل» پورې تړاو لري، په دې توګه هغه کولی شي، له اجتماعي او فرهنګي پلوه د دواړو نسلونو تر منځ اړیکو ته پراختیا ورکړي. د هغه د واکمنۍ له اوږدې دورې څخه د یوې وروستۍ پایلې په توګه ویلی شو چې ،هغه د عربو او نړیوالې دایرې تر منځ د اړیکو یوې شبکې ته وده ورکړې ده.  [۲۵][۲۶][۲۷]

سلمان په بحرین کې د پوځي لاس‌وهنې پالیسۍ ته دوام ور کړ. سلمان د ۲۰۱۲ ز کال په اپرېل کې له امریکا او انګلیس څخه لیدنه وکړه، چېرې چې هغه د متحده ایالاتو له ولسمشر بارک اوباما او د بریتانیا له لومړي وزیر ډېوېډ کامرون سره ولیدل. په ۲۰۱۳ز کال کې يې د سعودي پوځي لګښتونو ته پام شو، چې ۶۷ میلیارد ډالرو ته لوړ شوي چې تر بریتانیا، فرانسې او جاپان وروسته یې د نړۍ په کچه څلورم ځای درلود. سلمان د دفاع د وزیر په توګه  د پوځ مشر و، چې په ۲۰۱۴ ز کال کې سعودي عربستان او نورو عربي هېوادونو له متحده ایالاتو سره د اسلامي دولت خلاف په سوریه او عراق کې په هوايي بریدونو کې برخه واخیسته. [۲۸][۲۹][۳۰]

سرچینې

  1. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Salman-ibn-Abd-al-Aziz — subject named as: Salman ibn 'Abd al-'Aziz Al Sa'ud — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  2. The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p70140.htm#i701398 — subject named as: Salman bin Abdul-Aziz al-Saud, King of Saudi Arabia — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  3. Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=salman+bin+abd+al+aziz+bin+abd+al+rahman;n=al+saoud — subject named as: Salman bin Abd al-Aziz bin Abd al-Rahman Al Saoud
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  5. (په 24 June 2019 باندې). Saudi Arabia: My experience as a female driver, one year on. BBC News.
  6. "Profile: New Saudi Defense Minister Prince Salman bin Abdulaziz". Asharq Alawsat. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ فبروري ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ فبروري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "An Heir to the Kingdom: New Crown Prince Salman" (PDF). The Diplomat. 35: 8–11. July–August 2012. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۴ اکتوبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Alexander Bligh. From Prince to King; Succession to the throne in Saudi Arabia. New York, New York University Press (1984). Arabic edition: Alexander Bligh. Min amir ila malik. London, D.A. Publications (1989).
  9. "Crown Prince receives Lifetime Achievement Award in the field of Urban Heritage". National Built Heritage Forum. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ اکتوبر ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جولای ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Arab Rulers' Academic Degrees, Majors at a Glance". 11 June 2017. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جنوري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "His royal highness Prince Salman bin Abdulaziz". Ministry of Interior. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۰ سپټمبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ مې ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Ministers with portfolio". Saudi Embassy, Washington DC. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ جون ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جون ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Ministers with portfolio". Saudi Embassy, Washington DC. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ جون ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جون ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Joseph A. Kechichian. Succession in Saudi Arabia. New York: Palgrave, 2001. Print.
  15. "Prince Salman bin Abdulaziz". PBS. 7 October 2004. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مې ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Here's Everything We Know About The New Saudi King Business Insider. 23 January 2015. Retrieved 27 January 2015.
  17. Sharif M. Taha (په 5 May 2012 باندې). Sharjah ruler among 18 to be honored by Prince Salyman.
  18. (په 11 May 2008 باندې). In-Depth Study of King Faisal's Life Urged.
  19. Giorgio Cafiero; Theodore Karasik (2017). "King Salman's Return to Brunei Two Decades Later". IndraStra Global (3): 5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "الجولات الخارجية لسلمان.. دعم للعلاقات وتعزيز للرؤية السعودية". Al Madina. 26 June 2012. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ اپرېل ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ فبروري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. (په 12 October 2018 باندې). Jamal Khashoggi's long road to the doors of the Saudi Consulate. The Washington Post.
  22. ۲۲٫۰ ۲۲٫۱ "Profile: New Saudi Defense Minister Prince Salman bin Abdulaziz". Asharq Alawsat. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ فبروري ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ فبروري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. (په 5 November 2011 باندې). Saudi Arabia names Prince Salman as new defence minister. BBC News.
  24. (په 27 October 2011 باندې). The Allegiance Council. APS Diplomat News Service.
  25. Basheer al Baker (په 3 November 2011 باندې). Prince Sulayman Seeks Balance in Saudi Transitional Period.[مړه لينکونه]
  26. Talal Kapoor (2 July 2012). "Nayif's Passing – The Family Regroups". Datarabia. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جولای ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Amir Taheri (2012). "Saudi Arabia: Change Begins within the Family". The Journal of the National Committee on American Foreign Policy. 34 (3): 138–143. doi:10.1080/10803920.2012.686725. S2CID 154850947. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. (په 16 June 2012 باندې). Saudi Prince dead, Salman likely successor. Trade Arabia.
  29. "Al Saud move with speed to reconfigure top team after Nayef's death" (PDF). Gulf States Newsletter. 36 (926). 21 June 2012. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۸ اکتوبر ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ فبروري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. "Saudis lead Middle East military spending". 14 April 2014. Al Jazeera. Retrieved 14 April 2014.