دقیانوس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دقیانوس چې اصلي نوم یې گایوس مسیوس کینتوس ترایانوس دسیوس دی (او په لاتیني ژبه کې دده نوم Caesar Gaius Messius Quintus Traianus Decius Augustus)دی، ځینې خلک یې دکیوس هم بولي او په پښتو او عربي ژبه کې ورته دقیانوس وایي.

دقیانوس
دقیانوس د وخت سکه


د دقیانوس امپراتوري:[سمول]

دقیانوس د روم امپراتور و چې په ۲۰۱ زیږدیز یا میلادي کال یې دې نړۍ ته سترګې وغړولې. نوموړي د کال ۲۴۹ تا ۲۵۱ میلادي پورې په روم حکومت وکړ.

د دقیانوس ذکر په اسلامي تاریخ کې:[سمول]

د اسلامي روایتونو پر بنسټ اصحاب کهف چې اووه تنه وو د خپل یوه سپي سره د دقیانوس له ویرې په یوه غار کې پټ شوي وو. د اصحاب کهف یادونه په قرآن مجید کې هم شوې ده.

دقیانوس یادونه په پښتنو کې:[سمول]

په پښتنو کې دقیانوس نوم ډیر مشهور دی او هر زوړ او پخوانی شی او سړی چې وګوري وایی "دقیانوس د زمانې دی".

مړینه:[سمول]

دقیانوس په ۲۵۱ زیږدیز کال کې ووژل شو