داکار

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
داکار
(فرانسیسی: Ville de Dakar د (P1448) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
Place de l'Indépendance
Place de l'Indépendance
Place de l'Indépendance

City of Dakar, divided into 19 communes d'arrondissement
City of Dakar, divided into 19 communes d'arrondissement
City of Dakar, divided into 19 communes d'arrondissement

Lua error in Module:Mapframe at line 387: attempt to perform arithmetic on local 'lat_d' (a nil value).
کورډېناټونه: ۱۴°۴۱′۳۴″ شمال ۱۷°۲۶′۴۸″ لویدیځ / 14.69278°شمال 17.44667°لويديځ / 14.69278; -17.44667
Settled پنځه لسمه میلادی پیړۍ
اداري وېش
هیواد کينډۍ:SEN
منطقه داکار
ولایت داکار
پلازمینه د:
Communes d'arrondissement کينډۍ:قائمة مخفية
حکومت
 • ښاروال خلیفه سال (۲۰۰۹)[۱] (کينډۍ:Polparty)
 • سیمه ییز ریس مکی کال (له کال ۲۰۱۲)
پراخوالی
 • ښار ۸۳ کلوميټر٢ (۳۲ میله  مربع)
لوړوالی ۲۲ ميټره (۷۲ فوټ) [۲]
نفوس شمېرنه (اټکل ۲۰۱۱)[۳]
 • مدينة ۱۰۵۶۰۰۹
 • د نفوسو کثافت ۱۲۵۱۰/کلوميټر٢ (۳۲٬۴۰۰/ميله مربع)
 • ستره ښاري سيمه ۲۴۵۲۶۵۶
 • Metro density ۴۴۸۴/کلوميټر٢ (۱۱٬۶۱۰/ميله مربع)
  Data here are for the administrative Dakar région, which matches almost exactly the limits of the metropolitan area
وروستي مالومات
وخت زون ګرینویچ ساعت (ه.ن.و+۰)
رسمي ژبه فرانسوي   د (P37) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جيو کوډ 2253354[۴]  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
خورلڼې ښارونه
رسمي وېبپاڼه villededakar.org
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

داکار په انګلیسي Dakar) په افریقا کې پروت د سینیګال هیواد پلازمینه ده.

داکار (په انګلیسي: Dakar) د سېنېګال پلازمېنه او تر ټولو لوی ښار دی. د داکار ښار د وګړو شمېر ۱،۰۳۰،۵۹۴ دی، په داسې حال کې چې د داکار لویې سیمې د وګړو شمېر په ۲۰۲۱ز کال کې ۳.۹۴ میلیونه اټکل شوی دی. [۱۲]

د داکار شاوخوا سیمه په پنځلسمې پېړۍ کې مېشته شوې وه. پرتګالیانو د کپ-وېرت ساحل په ګوریه ټاپو کې په ژوند پیل وکړ او دغه ټاپو یې د اتلانتیک غلامانو د سوداګرۍ هډه وګرځوله. فرانسې په ۱۶۷۷ز کال کې دغه ټاپو ونیوله. په نولسمې پېړۍ کې د غلامانو د سوداګرۍ پای ته رسېدلو او فرانسې ته د اصلي سیمې په ضمیمه کېدلو سره، داکار د سیمې یو ستر بندر او د فرانسې ښکېلاک‌ګرې ټولواکمنۍ یو لوی ښار وګرځېده. په ۱۹۰۲ز کې، داکار د سېنت-لویس ځای ونیوه او د فرانسې د لوېدیځې افریقا پلازمېنه شوه. له ۱۹۵۹ څخه تر ۱۹۶۰ز پورې، داکار د لنډمهال «مالي اتحاد» پلازمېنه وه. په ۱۹۶۰ز کې دغه ښار د سېنېګال خپلواک جمهوریت پلازمېنه شوه.

جغرافیه[سمول]

داکار د اتلانتیک سمندر ساحل د کپ-وېرت په ټاپووږمه سیمه کې واقع شوی او د افریقا تر ټولو لوېدیځ ښار دی.

اقلیم[سمول]

د داکار اقلیم، په ټولیزه توګه، ډېر تود دی. د سمندر د اغېزې له‌امله، د داکار اقلیم تود او نیمه‌وچ (د کوپېن د اقلیم ډلبندي: BSh) دی او یو لنډ باراني فصل او اوږد وچ فصل لري. د داکار باراني فصل له جولای څخه تر اکټوبر پورې دوام کوي، په داسې حال کې چې د اتو میاشتو لپاره وچ فصل لري. د ورښت کلنۍ کچه په دغه ښار کې کابو ۴۹۵ ملي‌متره (۱۹.۵ انچه) ده.

د داکار هوا له ډسمبر څخه تر مې پورې، په ټولیزه توګه، ډېره توده ده چې د ورځې له‌خوا د تودوخې درجه شاوخوا 24 تر 27°C (یا 75.2 تر 80.6°F) پورې رسېږي. د کال په دغه موده کې هوا توده ده او د تودوخې منځنۍ درجه شاوخوا 17 تر 20°C (یا 62.6 تر 68.0°F) ده. سره له‌دې، د مې او نومبر میاشتو ترمنځ د ښار هوا خورا زیاته تودېږي چې د ورځې له‌خوا د تودوخې درجه 29 تر 31°C (یا 84.2 تر 87.8°F) او د شپې له‌خوا 23 تر 24°C (یا 73.4 تر 75.2°F) پورې رسېږي. د دغه تود فصل درلودلو سره، سره، د کال په ډېریو میاشتو کې د داکار هوا د نیامي او نجامنا ساحلي ښارونو په پرتله ډېره توده نه‌ده، چېرې چې د تودوخې درجه له 36°C (یا 96.8°F) څخه لوړېږي. د داکار هوا د کال په اوږدو کې د سمندري شمالونو په واسطه سړه ساتل کېږي.

مهمې سیمې[سمول]

د داکار ښار د نړیوال میراث ښارونه د سازمان غړیتوب لري او څوګونې مهمې سیمې لري. د هغو جملې څخه یوه هم د دیوکس مامېلېس غبرګونې غونډۍ دي چې د اوکام په کُمون کې واقع شوې دي. دغه غونډۍ د ښار یوازېنۍ لوړه اراضي ده، چې له دغو غونډیو څخه ټول ښار د لیدو وړ دی. په لومړۍ غونډۍ کې د مامېلېس د رڼا برج په ۱۸۶۴ز کې جوړ شوی دی. دوه‌یمې غونډۍ کې په‌دې وروستیو کې د افریقا رنسانس یادګاري څلی جوړ شوی دی، چې د افریقا تر ټولو لوړه مجسمه ګڼل کېږي.[۱۳]

د ښار بله مهمه سیمه د مدینې مېنه ده چې د مدینې په کُمون کې واقع شوې ده. مدینه، په اصل کې، د فرانسې ښکېلاکي پېر پر مهال د سیمې خلکو لپاره د یوه ښارګوټي په ډول جوړه شوې وه. اوس مهال دغه مېنه د دودیزې سوداګرۍ مرکز دی او د ګنډونکو ګڼ‌شمېر دوکانونه په‌کې شتون لري. د سړک غاړې تر ټولو مشهور بازار «سومبېدیون» دی، چې سیلانیان ډېر ورځي. د داکار جامع جومات هم په دغې مېنه کې جوړ شوی چې د کُمون په مرکز کې واقع شوی دی؛ د نوموړي جومات ودانیزې چارې په ۱۹۶۴ز کال کې بشپړې شوې او د ښار یو مشهور ځای ګڼل کېږي.[۱۴][۱۵]

داکار د دوو کوچنیو ټاپوګانو په واسطه احاطه شوی دی: ایلې دو نګور او ایلې دو ګوریه. لومړۍ ټاپو د نګور کُمون په شمالي ساحل کې واقع شوې ده چې په ساحلونو کې یې د بېړۍ چلولو په څېر تفرېحي اسانتیاوې برابرې شوې دي. د نګور کُمون، د پلاژ دو نګور په څېر، د پام‌وړ نور تفرېح‌‌ځایونه هم لري. ایلې دو ګوریه، چې پخوا د غلامانو ټاپو وه، اوس مهال د یونسکو نړیواله میراثه سیمه ده چې ښکېلاکۍ پېر معمارۍ او اسانتیاوې په‌کې ساتل کېږي. په دغه ټاپو کې د پام‌وړ ځایونه، د ګوریه یادګاري څلی او د «د غلامانو کور» موزیم دی، چې د اتلانتیک غلامانو سوداګرۍ په پار جوړ شوی دی. اوس مهال دغه ټاپو د سلګونو سیمه‌ییزو هنرمندانو د هنرونو صحنې کوربه دی، چې هر کال ډېري آثار په‌کې نندارې ته وړاندې کېږي.[۱۶][۱۷][۱۸]

ځینې نور د پام‌وړ ځایونه یې د لایېن مقبره (چې د لایېن تصوف طریقت بنسټګر په‌کې دفن دی)، ولسمشرۍ ماڼۍ (چې د دولت مقام په‌کې شتون لري او په ۱۹۰۷ز کال کې جوړه شوې ده)، د خپلواکۍ میدان (چې د داکار مرکزي میدان دی)، د داکار لویه کلیسا او د شیخ انتا دیوپ پوهنتون دی، چې د داکار پوهنتون په نامه هم پېژندل کېږي او په ۱۹۵۷ز کال کې تاسیس شوی دی.[۱۹]

عبادت‌ځایونه[سمول]

د عبادت‌ځایونو له جملې څخه، ډېري یې د مسلمانانو جوماتونه دي. د مسیحیانو کلسیاوې او معبدونه هم لري: د داکار رومي کاتولیک لوی اسقف‌ځای (کاتولیکه کلیسا)، د رباني جماعت کلیسا، د خدایي سلطنت نړیواله کلیسا.[۲۰]

داکار، د اسلامي میراث په ویاړ، په ۲۰۰۷ز کال کې «د اسلامي ښوونې او روزنې، علمي او فرهنګي سازمان (ISESCO) له‌خوا د افریقا د اسلامي فرهنګ مرکز په توګه وټاکل شو. ISESCO او د اسلامي همکارۍ سازمان (OIC) په دغه ښار کې څوګوني سیمه‌ییز او نړیوال کنفرانسونه دایر کړل، چې په ۱۹۹۱ز کال کې د داکار بیانیې د تصویب له‌مخې مهم کنفرانسونه ګڼل کېږي؛ د دغې بیانیې موخه د غړو ایالتونو ترمنځ د همکارۍ زیاتېدل وو. داکار د «لایېن ورورولۍ» د ظهور سیمه ګڼل کېږي؛ د لایېن ورورولۍ د تصوف یو طریقت دی چې بنسټ یې سیدینا محمدو لیمامو لایه په ۱۸۸۳ز کال کې د یوف په کُمون کې کېښودلی دی. سیدینا د لایېن په مقبره کې، چې د داکار یوه مهمه سیمه ده، خاورو ته سپارل شوی دی. اوس‌مهال، د لایېن ورورولي طریقت لارویان تر ډېره د لېبو وګړي دي او مرکز یې د کپ‌-وېرت په سیمه کې پروت دی. دغه فرقه د سېنېګال درېیمه لویه تصوفي فرقه ده. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

د مسلمانانو د عبادت‌ځایونو تر ټولو مشهور ځایونه، د داکار جامع جومات (چې په ۱۹۶۴ز کې، د مدینې په الیه پېپ ګویه فال کې تاسیس شوی) د الوهیت جومات (چې په ۱۹۷۳ز کې، په اوکام کې جوړ شوی او ځانګړۍ مثلثي کړکۍ لري) او عمرین جومات دی (چې په شنو ستورو سینګار شوې منارې لري).[۲۵][۲۶]

نامتو کسان[سمول]

  • عبدالله فایېه، د فوټبال لوبغاړی
  • اېکون، آر اند بي سندرغاړي (اصلي نوم: الیونه تیام)
  • بابا مال، سندرغاړی او ګیتار غږوونکی
  • باباکار خان، د یوګا روزونکی
  • بوریس دیاو، د یوتا جاز ډلې د باسکټبال لوبغاړی
  • بونا کوندول، د اچنا FC لوبډلې د فوټبال لوبغاړی
  • شیخ انتا دیوپ، د شیخ انتا دیوپ پوهنتون غړی، مورخ، د انساني علومو عالم، فزیک‌پوه، سیاستوال
  • شیخ سامب، د شارلوت بابتکتز لوبډلې د باسکټبال لوبغاړی
  • حمادي ندیای، د واشنګټن ویزاردز لوبډلې د باسکټبال لوبغاړی
  • ابراهیم با، د فوټبال پخوانی لوبغاړی
  • اسماعیل لو، سندرغاړی او د تصنیف کوونکی
  • ادریسا ګویه، د پاریس سېنت جرمن لوبډلۍ د فوټبال لوبغاړی

سرچينې[سمول]

  1. L'opposant Khalifa Sall élu maire de Dakar. AFP. 2009-04-19
  2. climatemps.com
  3. UN Data. Projection based on 2002 census.
  4. پیوستون : 2253354  — منښتلیک: Creative Commons Attribution 3.0 Unported
  5. https://www.comune.milano.it/aree-tematiche/relazioni-internazionali/city-to-city-cooperation/gemellaggi/dakar
  6. https://www.comune.milano.it/aree-tematiche/relazioni-internazionali/city-to-city-cooperation/gemellaggi/dakar — سرليک: Dakar
  7. .Dakar, Kinshasa et Brazzaville signent un accord de jumelage
  8. Villes jumelées
  9. http://baku-ih.gov.az/page/26.html
  10. http://azerbaijans.com/content_1719_az.html
  11. "The 10 Worst Cities in the World". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Dakar - definition of Dakar". The Free Dictionary. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ اکتوبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) /dəˈkɑːr,_dɑːˈkɑːr,_ˈdækər/ کينډۍ:Cite dictionary
  13. Les Mamelles – Dakar's Breasts. Lonely Planets. Retrieved May 4, 2018.
  14. Médina. Lonely Planet. Retrieved May 4, 2018.
  15. Grande Mosquée. Lonely Planet. Retrieved May 4, 2018.
  16. . Attractions in Senegal.
  17. Dakar Art Scene Archived 2020-08-17 at the Wayback Machine.. Retrieved May 4, 2018.
  18. THE CULTURE CAPITAL OF WEST AFRICA. The Jerusalem Post. Retrieved May 4, 2018.
  19. Palais Présidentiel. Lonely Planet. Retrieved May 4, 2018.
  20. J. Gordon Melton, Martin Baumann, Religions of the World: A Comprehensive Encyclopedia of Beliefs and Practices, ABC-CLIO, USA, 2010, p. 2573-2575
  21. Dakar: Capital of Islamic Culture for African Region for the year 2007 Archived 2019-05-15 at the Wayback Machine.. ISESCO. Retrieved May 4, 2018.
  22. ISESCO and OIC to hold regional workshop in Dakar to examine implementation mechanisms of OIC Media Strategy in Countering Islamophobia and publicize Islam's middle stance among African countries Archived 2018-06-28 at the Wayback Machine.. ISESCO. Retrieved May 4, 2018.
  23. "Dakar Declaration" (PDF). IFRC. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ فبروري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Layen Mausoleum. Lonely Planet. Retrieved May 4, 2018.
  25. THE CULTURE CAPITAL OF WEST AFRICA. The Jerusalem Post. Retrieved May 4, 2018.
  26. Religious Beliefs In Senegal. World Atlas. Retrieved May 4, 2018.