د بریتانیا پادشاهي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د بریتانیا پادشاهي (monarchy of the United Kingdom) چې په عامه توګه د برېتانوي پادشاهۍ په نوم یادېږي، پر اساسي قانون ولاړه د حکومت بڼه ده چې له مخې یې یو میراثي پاچا یا ټولواک د انګلستان، او د برېتانیا له تاج او تخت سره تړلو ټاپوګانو (ګورنسي، جرسي او من ټاپو) او د برېتانیا سمندر پورې سیمو د دولت د مشر په توګه واکمني کوي. اوسنۍ پاچا دویمه ملکه الیزابیت ده، چې په ۱۹۵۲م کال کې پر تخت کېناسته.

پاچا او نږدې کورنۍ یې بېلابېل رسمي، تشریفاتي، دیپلوماتیکې او د استازولۍ دندې ترسره کوي. دا چې پادشاهي پر اساسي قانون ولاړه ده، پادشاه یوازې تر داسې چارو پورې محدود دی لکه د افتخاراتو ورکول او د لومړي وزیر ټاکل چې په غیر ګوندي توګه ترسره کېږي. پادشاه همدا راز د برېتانیا د وسله والو ځواکونو مشر هم دی. که څه هم په حکومت کې وروستی اجرایوي واک لاهم په رسمي توګه د شاهي امتیازاتو له لارې دی، خو دا واکونه یوازې په پارلمان کې له وضع شوو قوانینو سره سم کارول کېدای شي او عملا د دودیزې کړنلارې او پخوانیو اصولو د محدودیتونو په چوکاټ کې دي. د بریتانیا حکومت د اعلیحضرتې (اعلیحضرت) د حکومت په نوم بلل کېږي.

د برېتانیا د پادشاهۍ ريښې د منځنۍ پېړۍ د لومړیو وختونو سکاټلنډ او انګلو سیکسن انګلنډ کوچنیو شاهیو ته رسېږي، چې په ۱۰مه پېړۍ کې د انګلنډ او سکاټلینډ له شاهیو سره یوځای شوې دي. انګلنډ په ۱۰۶۶ کال کې د نورمنانو له لوري فتح شو، چې ترې وروسته بیا ویلز هم په تدریج سره د انګلیس نورمنانو تر کنټرول لاندې راغی. دا پروسه په ۱۳مه پېړۍ کې بشپړه شوه کله چې د شهزاده تر واکمنۍ لاندې ویلز د انګلیسي پادشاهۍ یو کلاینټ دولت (client state) شو. په ورته وخت کې، مګنا کارټا د انګلیسي پادشاه د سیاسي واکونو د کمولو پروسه پیل کړه. له ۱۶۰۳ کال وروسته انګلیس او سکاټلنډ شاهۍ د یوه واحد واکمن تر واکمنۍ لاندې شوې. له ۱۶۴۹ کال څخه تر ۱۶۶۰ کال پورې د پادشاهۍ دود د انګلنډ د مشترک المنافع جمهوریت له خوا د دریو پادشاهیو له جګړو وروسته مات شو. په شانداره انقلاب (Glorious Revolution) کې د مشترکو پادشاهانو په توګه د ویلیم او مري له واک ته رسولو وروسته، د ۱۶۸۹ کال د حقونو لایحه او د هغې سکاټلنډي معادل د ۱۶۸۹ کال د حقونو قانون، د پادشاهۍ ځواک نور هم کم کړ او رومي کاتولیکان یې له پادشاهۍ او د تاج او تخت له ځایناستۍ څخه محروم کړل. په ۱۷۰۷ کال کې، د انګلنډ او سکاټلنډ پادشاهۍ د لویې بریتانیا د شاهۍ جوړولو په موخه سره یوځای شوې، او په ۱۸۰۱ کال کې، د آیرلنډ پادشاهي هم ورسره یو ځای شوه او د لویې بریتانیا پادشاهي او ایرلنډ یې جوړ کړ. برتانوي پاچا د پراخې برتانوي امپراتورۍ په نامه مشر و، چې په ۱۹۲۱ کال کې یې د ټولې نړۍ نژدې څلورمه برخه تر خپل پراخ کنټرول لاندې راوستلې وه.

د ۱۹۲۰مې لسیزې په لومړیو کې د بالفور اعلامیې د دغې امپراتورۍ د ټولو واکمنیو تکامل په یوه مشترک المنافع ستر جوړښت کې چې جلا جلا او کورواکي یا خودمختاره هېوادونه وو، په رسمیت وپېژندله. له دویمې نړیوالې جګړې څخه په وروسته کلونو کې، د برتانوي مستعمرو او سیمو لویه برخه خپلواکه شوه او په دې توګه دا امپراتوري عملا پای ته ورسېده. شپږم جورج او د هغه ځایناستې دویمې الیزابت د مشترک المنافع مشر (Head of the Commonwealth) لقب د خپلواکو غړو دولتونو د آزادې اتحادیې د سمبول په توګه غوره کړ. انګلستان او ۱۴ نور خپلواک دولتونه چې یو شخص د ټولو پادشاه دی، د مشترک المنافع پاچاهۍ (Commonwealth realms) په نوم یادیږي. که څه هم پاچا شریک دی، خو هر هېواد له نورو خپلواک او ازاد دی، او پاچا د هرې سیمې لپاره بېل، ځانګړی او رسمي ملي لقب او سټایل لري.

د اساسي قانون رول[سمول]

د انګلستان په ناتدوین شوي اساسي قانون کې پادشاه (چې د واکمن sovereign یا "د اعلیحضرت/اعلیحضرتې" (His/Her Majesty) په نوم هم یادېږي چې مخفف یې H.M دی) د دولت مشر دی. د ملکې عکس د برتانیې د حاکمیت او حکومتي واک د نښان په توګه کارول کېږي – د بېلګې په توګه، د هغې پروفایل یا لنډه پېژندنه په اسعارو کې ښکاري او په دولتي ودانیو کې د هغې انځور شته دی. همدا راز د سندرو، پاچا سلامتۍ غږ، او سلامیو کې یې هم یادونه کېږي. د "خدای دې ملکه وساتي" جمله (یا هم "خدای دې پادشاه وساتي") د برتانیا ملي سرود دی. د بیعت لوړې یا قسمونه هم ملکې او د هغې قانوني ځایناستو ته ورکول کېږي.[۱][۲][۳][۴]

دیني او مذهبي رول[سمول]

واکمن یا پادشاه د انګلستان د قانوني کلیسا ستر واکدار دی. ستر پادري او نور راهبان (bishops) د پادشاه له لوري د لومړي وزیر په مشوره ټاکل کېږي، چې لومړی وزیر پکې د کلیسا د کمیسیون له خوا د نوماندانو له چمتو شوي لیست څخه هغوی ګماري. د انګلستان په کلیسا کې د ولیعهد رول افتخاري دی؛ ترټولو جګ پوړی روحاني (clergyman)، ستر کانټربري پادري (Archbishop of Canterbury) دی، چې د کلیسا او د نړۍ په کچه د انګلیسي ټولنې روحاني مشر بلل کېږي. پاچا د سکاټلنډ د کلیسا د ساتنې لوړه کوي او هغه د کلیسا عمومي غونډې ته د لارډ عالي کمیشنر د ټاکلو واک لري، خو له دې پرته په حکومتولۍ کې هېڅ کوم رول نه لري او کوم واک هم نه پرې لري. واکمن یا پادشاه د ویلز په نارسمي کلیسا کې یا د آیرلنډ په کلیسا کې بیا هېڅ رسمي رول نه لوبوي.[۵][۶][۷][۸]

مالي چارې[سمول]

تر ۱۷۶۰م کال پورې پاچا ټول رسمي لګښتونه له میراثي عایداتو څخه پوره کول، چې پکې د تاج ملکیت (د شاهي ملکیت د پانګونو) ګټې شاملې وې. درېیم جورج پادشاه موافقه وکړه چې د ملکي لیست په بدل کې د تاج میراثي عواید تسلیم کړي، او دغو ترتیباتو تر ۲۰۱۲ کال پورې دوام وکړ. د ملکیت د خدماتو کلنۍ مرستې د شاهي استوګنځي د ساتنې لپاره ورکړل شوې، او هم د شاهي سفرونو کلنۍ مرستې د سفر لپاره ورکړل شوې. په ملکي لیست کې ډېر لګښتونه شامل دي، چې د کارمندانو لګښت، دولتي ملاقاتونه، عامه مشارکتونه، او رسمي تفریح پکې راځي. اندازه یې په هرو لسو کلونو کې د پارلمان له خوا ټاکل کېږي او ساتل شوې پیسې یې د راتلونکو ۱۰ کلونو د مودې لپاره لېږدول کېږي. له ۲۰۱۲ کال څخه تر ۲۰۲۰ کال پورې، ملکي لیست او مرستې د پادشاه یا واکمن پر واحدو مرستو (Grant) بدلې شوې او د تاج د املاکو له درکه ترلاسه شوي 15٪ عاید کې تنظیم شوې.[۹][۱۰]

استوګنځایونه[سمول]

په لندن کې د واکمن رسمي استوګنځی د بکنګهم ماڼۍ ده. دا ماڼۍ د ډېرو دولتي مېلمستیاوو، نښان ورکونې، شاهي کلیسایي نوم اېښودنې د مراسمو اړوند او نورو مراسمو ځای دی. بل رسمي استوګنځی وینډسر کسل (Windsor Castle) دی، چې په نړۍ کې ترټولو مشغوله ماڼۍ بلل کېږي او معمولا د اوونۍ د پای په رخصتیو کې، اخترونو کې او رایل سکوټ په جریان کې کارول کېږي، چې یوه کلنۍ د مسابقې غونډه ده او د ټولنیزې جنترۍ برخه ګرځول شوې. په سکاټلنډ کې بیا د واکمن رسمي استوګنځی په اډینبورګ کې د هولیروډ هاوس ماڼۍ ده. پاچا هر کال لږ تر لږه د یوې اوونۍ لپاره په هولیروډ کې پاتې کېږي، او همدا راز کله چې په دولتي مناسبتونو کې سکاټلینډ ته ځي، هلته پاتې کېږي.[۱۱][۱۲][۱۳]

سرچینۍ[سمول]

  1. Symbols of the Monarchy: Coinage and bank notes, Official website of the British Monarchy, د لاسرسي‌نېټه ۱۸ جون ۲۰۱۰ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Aslet, Clive (21 May 2014), "Our picture of Her Majesty will never fade", The Daily Telegraph, د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اکتوبر ۲۰۱۸ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Symbols of the Monarchy: National Anthem, Official website of the British Monarchy, د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ سپټمبر ۲۰۱۴ باندې, د لاسرسي‌نېټه ۱۸ جون ۲۰۱۰ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. e.g. Citizenship ceremonies, Home Office: UK Border Agency, د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اکتوبر ۲۰۰۸ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Queen and the Church of England, Official website of the British Monarchy, د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ ډيسمبر ۲۰۱۰ باندې, د لاسرسي‌نېټه ۱۸ جون ۲۰۱۰ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Roles and Responsibilities: Overview, The Archbishop of Canterbury, د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ اگسټ ۲۰۰۸ باندې, د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اکتوبر ۲۰۰۸ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Queen and Church of Scotland, Official website of the British Monarchy, د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ ډيسمبر ۲۰۱۰ باندې, د لاسرسي‌نېټه ۱۸ جون ۲۰۱۰ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Queen, State and Kirk, Church of Scotland official website, د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ اپرېل ۲۰۰۹ باندې, د لاسرسي‌نېټه ۱۰ مې ۲۰۰۹ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Royal Finances: The Civil List, Official web site of the British Monarchy, د لاسرسي‌نېټه ۱۸ جون ۲۰۱۰ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Royal funding changes become law", BBC News, BBC, 18 October 2011 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Buckingham Palace", Official website of the British Monarchy, The Royal Household, د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ مارچ ۲۰۱۰ باندې, د لاسرسي‌نېټه ۱۴ جولای ۲۰۰۹ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Windsor Castle", Official website of the British Monarchy, The Royal Household, د لاسرسي‌نېټه ۱۴ جولای ۲۰۰۹ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "The Palace of Holyroodhouse", Official website of the British Monarchy, The Royal Household, د لاسرسي‌نېټه ۱۴ جولای ۲۰۰۹ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)