د انګلستان دوم چارلز

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د انګلستان دوم چارلز
(انګلیسي: Charles II د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د انګلستان دوم چارلز
د انګلستان دوم چارلز

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۹ مې ۱۶۳۰[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]
لندن  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 6 فبروري 1685 (55 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لندن  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پلار د انګلستان لومړی چارلز[۹]  د (P22) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
خور/ورور
عملي ژوند
دنده سياستوال
پاچا  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۱۰]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
د انګلستان دوم چارلز
د انګلستان دوم چارلز

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

دویم چارلز (د ۱۶۳۰ ز کال د مې له ۲۹مې – د ۱۶۸۵ ز کال د فبروري تر ۶ مې) له ۱۶۴۹ کال نه تر ۱۶۵۱ ز کال پورې د سکاتلنډ پاچا او د ۱۶۶۰ز د شاهي نظام د بیا رغېدو نه په ۱۶۸۵ ز کال کې تر خپلې مړینې پورې د سکاتلنډ، انګلستان او آیرلنډ پاچا و.

دویم چارلز، د انګلستان، سکاتلنډ او آیرلنډ د لومړي چارلز او د فرانسوي هینریتا ماریا ترټولو مشر ژوندی پاتې زوی و. د ۱۶۴۹ ز کال د جنورۍ په ۳۰ مه په وایټ هال کې د لومړي چارلز تر اعدام وروسته او د انګلستان د کورنۍ جګړې په اوج کې، د ۱۶۴۹ز کال د فبروري په ۵  مه نېټه د سکاتلنډ پارلمان دویم چارلز د پاچا په توګه اعلان کړ، خو انګلستان د لنډ مهاله واک یا د مشترک المنافع تر نامه لاندې یوې دورې ته ننوت چې په حقیقت کې د اولیور کروم ویل تر مشرۍ لاندې یو جمهوریت را منځ ته شو. د ۱۶۵۱ ز کال د سپټمبر د ۳ نېټې د ورسیسټر په جګړه کې، کروم ویل دویم چارلز ته ماتې ورکړه او چارلز د اروپا وچې ته وتښتید او کرومویل د انګلستان، سکاتلنډ او آیرلنډ بالقوه دیکتاتور شو. چارلز نهه راتلونکي کلونه په فرانسه، د هالنډ جمهوریت او هسپانوي هالنډ کې په جلاوطنۍ کې تېر کړل. په ۱۶۵۸ ز کال کې د کروم ویل مړینه چې د سیاسي ناورین نه وروسته را منځ ته شوه، د شاهي نظام د بیا درېدو لامل شو او چارلز ته بلنه ورکړل شوه چې بریتانیا ته راستون شي. د ۱۶۶۰ز کال د مې د میاشتې په ۲۹ مه نېټه، چې د هغه د ۳۰ کلیزې له ورځې سره سمون خوري، نوموړي په ​​​​لندن کې د خلکو له ښه راغلاست سره مخامخ شو. له ۱۶۶۰ ز کال وروسته، ټول قانوني اسناد چې د واکمنۍ کال بیانوي، داسې وړاندې شول چې ګواکې نوموړی په ۱۶۴۹ز کال کې د خپل پلار ځای ناستی شوی دی.

د چارلز د واکمنۍ انګلیسي پارلمان د کلرینډن کوډ په نوم قوانین تصویب کړل چې د انګلستان د بیا تاسیس شوې کلیسا د دریځ د لوړولو لپاره طرح شوي وو. چارلز د کلرینډن کوډ ته غاړه کېښوده که څه هم نوموړي د مذهبي زغم سیاست غوره ګاڼه. د هغه د واکمنۍ په لومړیو کې د بهرني سیاست لویه ستونزه د انګلیس - هالنډ دویمه جګړه وه. نوموړي په ۱۶۷۰ز کال کې، د ډوور له تړون سره هوکړه وکړه، چې د هغه د تره له زوی د فرانسې پاچا څورلسم لویز (څورلسم لویي) سره یووالی و. لویز هوکړه وکړه چې د انګلیس - هالنډ په درېیمه جګړه کې له نوموړي سره مرسته کوي او له هغه نه به مالي ملاتړ کوي او چارلز په پټه توګه ژمنه وکړه چې په ناڅرګنده راتلونکي نېټه کې خپل دین کاتولیکزم ته اړووي. چارلز هڅه وکړه چې د ۱۶۷۲ ز کال د زغم د شاهي اعلامیې له لارې د کاتولیکانو او پروتستانتو ناراضو لپاره دیني آزادي وړاندې کړي، خو انګلیسي پارلمان نوموړی دې ته اړ کړ چې له خپل هوډ نه په شا شي. په ۱۶۷۹ ز کال کې، د تایټس اوتس د سیسې له خوا د رازونو را برسېره کولو هغه وخت د ایستن (محرومیت) ناورین رامنځته کړ چې دا څرګنده شوه چې د چارلز ورور د یارک ډوک او احتمالي وارث جیمز، رومي کاتولیک دین ته اوښتی. دا ناورین د جلاوطنۍ پلوه وېګ ګوند او د جلاوطنۍ ضد توري ګوند د را منځ ته کېدو لامل شو. چارلز د توري ګوند سره یو ځای شو او په ۱۶۶۳ ز کال کې د چارلز او جیمز د وژلو د رای هاوز د سیسي له را برسېره کېدو وروسته، د ویګ ځینې مشران اعدام یا جلاوطنۍ ته اړ شول. چارلز انګلیسي پارلمان په ۱۶۸۱ ز کال کې منحل کړ او په ۱۶۸۵ز کال کې تر خپلې مړینې پورې نوموړی یوازې حکومت وکړ. ویل کېږي چې د مړینې په بستر کې نوموړی د کاتولیک کلیسا ته اوښتی و.  

چارلز چې په دودیز ډول له خورا مشهورو انګلیسي پاچاینو نه ګڼل کېږي، د میري پاچا په نوم هم پېژندل کیږي ، چې د هغه د دربار ژوندیتوب او خوښي پلوه لیدلوري ته اشاره کوي. نوموړي د بېلابېلو معشوقو نه لږ تر لږه په ۱۲ نامشروع ماشومان منلي وو، مګر هېڅ مشروع بچی یې نه درلود او ورور یې، جیمز ځای ناستی شو. [۱۱]

د ژوند لومړي کلونه، کورنۍ جګړه او جلاوطني[سمول]

دویم چارلز د ۱۶۳۰ ز کال د مې د میاشتې په ۲۹ مه نېټه د سینټ جیمز په ماڼۍ کې نړۍ ته سترګې پرانیستې. پلار یې لوموړی چارلز و چې د انګلستان، سکاتلنډ او آیرلنډ په درېیو سلطنتونو یې واکمني کوله او مور یې هنریتا ماریا  د فرانسې د پاچا د دریالسم لوئس (لویي) خور وه. چارلز د دوی دویم ماشوم و. لومړی زوی یې نږدې یو کال مخکې د چارلز تر زېږون نړۍ ته سترګې پرانستي وې، خو د یوې ورځې په عمر یې بېرته له نړۍ نه مخه ښه کړې وه. انګلستان، سکاتلنډ او آیرلنډ په ترتیب سره د انګلیسي کلیسا په مذهب، پریسبیتریان او کاتولیکان وو. چارلز د جون په ۲۷ مه نېټه د لندن د انګلیسي روحاني، ویلیم لاډ له خوا په شاهي چپل کې د تعمید غسل ترلاسه کړ. نوموړی د ډورسیټ د اوسېدونکې یوې اشرافي مېرمنې تر پالنې لاندې لوی شو، که څه هم د نوموړي منل شوي پلار او مور د هغه تره، دیارلسم لويي او د هغه مورنۍ انا، ماری دي میډیسي، د فرانسې کونډه ملکه وو چې دواړه د کاتولیک مذهب پیروان وو. چارلز د زېږون سر سم، د کارنوال ډوک او د روتیسي ډوک لقبونه ترلاسه کړل چې په همدې ارنه یو شمېر نورو اړوند ځینې نور لقبونه هم وو او ترلاسه یې کړل. د هغه د اتمې کلیزې په شاوخوا کې، نوموړی د ویلز شهزاده ونومول شو، که څه هم په رسمي توګه نوموړي ته هېڅکله دا لقب ور نه کړل شو. [۱۲] 

د ۱۶۴۰ ز کلونو په اوږدو کې کله چې چارلز لا ځوان و، پلار یې د انګلستان په کورنۍ جګړه کې د پارلماني او پیوریتانو ځواکونو سره جګړه وکړه. چارلز د ایج هېل په جګړه کې د خپل پلار ملتیا وکړه او د څوارلس کلنۍ په عمر یې د ۱۶۴۵ ز کال په خوځښتونو کې ګډون وکړ، چې په دې وخت کې نوموړی د هېودا په لوېدیځه برخه کې د انګلیسي ځواکونو د قوماندان په توګه وټاکل شو. د هغه پلار د ۱۶۴۶ ز کال په پسرلي کې جګړه له لاسه ورکړه او چارلز د ویرې له امله د خپل خوندیتوب لپاره انګلستان پرېښود. په پنډینیس ماڼۍ کې له پاتې کېدو وروسته، نوموړي له فالموت نه روان شو او لومړی د سیلي ټاپوګانو ته ولاړ، بیا جرسي ته او په پای کې فرانسې ته ولاړ چې مور یې له وړاندې په دې ځای کې په جلاوطنۍ کې شپې او ورځې تېرولې او د هغه د تره لومړی زوی، اته کلن څوارلسم لویي پاچا و. لومړی چارلز د ۱۶۴۶ ز کال د مې په میاشت کې تسلیم او و نیول شو.  [۱۲][۱۳]

د انګلیس دویمې کورنۍ جګړې په ترڅ کې چارلز په ۱۶۴۸ ز کال کې هاګ ته لاړ چې په هغه ځای کې د نوموړي خور ماري او د هغه آوښی د اورنج شهزاده، دویم ولیم داسې لیدل کېده چې د خپلې مور د فرانسوي اړیکو په پرتله د شاهي خوځښت سره د پام وړ مرسته چمتو کولای شي، خو شاهي بېړۍ چې د چارلز تر کنټرول لاندې راغلې وې، هېڅ ګټه ونه کړه او په وخت سره سکاتلنډ ته ونه رسېدې، ترڅو د همېلتون د ډوک تعهد کوونکي شاهي پوځ سره، مخکې له دې چې د پارلماني ځواکونو له خوا د پریسټن په جګړه کې مات شي، یوځای شي. [۱۴][۱۵]

چارلز په هاګ کې له لوسي والټر سره لنډ مهاله اړیکه درلوده، چې وروسته یې په درواغو څرګنده کړه چې ګواکي دوی په پټه واده کړی دی. د هغوی زوی، جیمز کرافټس (چې وروسته یې د مونموت ډوک او د بکلیچ ډوک لقب ترلاسه کړ) د چارلز یو له څو نا مشروع ماشومانو نه و چې په بریتانوي ټولنه کې شهرت ته ورسېد. [۱۶][۱۲]

لومړی چارلس د خپل زوی په ډیپلوماتیکو ژغورونکو هڅو سربېره، د ۱۶۴۹ ز کال په جنوري میاشت کې ترې سر پرې شو او انګلستان یو جمهوري نظام شو. د سکاتلنډ کانوینتر پارلمان د اډینبورګ په مرکاټ څلورلاري کې د فبرورۍ په ۵ نېټه، دوهم چارلز "د لویې بریتانیا، فرانسې او آیرلنډ پاچا" اعلان کړ، خو نوموړي ته یې تر هغه اجازه ورنه کړه چې سکاتلنډ ته ننوځي چې په ​​بریتانیا او آیرلنډ کې د پریبېستریان د اصولو تطبیق و نه مني. [۱۷]

کله چې د سکاتلنډیانو سره خبرې وځنډېدې، چارلز جنرال مونټروس ته اجازه ورکړه چې له کوچني پوځ سره د اورکني ټاپو ته ولاړ شي، ترڅو سکاټلنډیان په دې هیله په یرغل سره وګواښوي، چې د هغه په خوښه هوکړې ته غاړه کېږدي. مونټروس وېره درلوده چې چارلز به کوم جوړجاړی و نه مني، نو له همدې امله یې د سکاتلنډ په خاوره برید غوره لار وګڼله. هغه ونیول شو او اعدام شو. چارلز زړه نازړه ژمنه وکړه چې په بریډا کې دهغه او د سکاتلنډ د پارلمان تر منځ  د تړون شرایطو ته غاړه کېږدي  او د سولمن ټولنې او تړون ملاتړ به کوي، چې پر بنسټ یې د پرېسبېتر کلیسا په ټول انګلستان کې د حکومتولۍ واک لري. نوموړي د ۱۶۵۰ ز کال د جون میاشتې  په ۲۳ نېټه سکاتلنډ ته د رسېدو سره سم، په ​​رسمي توګه د تړون سره هوکړه وکړه، که څه هم د هغه له خوا د ایپیسکوپل روحاني کلیسا د حکومتولۍ پرېښودلو په سکاتلنډ کې د هغه ملاتړ ترلاسه کړ، خو په ​​​​انګلستان کې یې شهرت له لاسه ورکړ. چارلز ډېر ژر د کانوېنتر د غړو "شرارت" او "دوه مخيتوب" ته سپکاوی وکړ. چارلز ته په سکاتلنډ کې دربار چمتو شو او په فاکلینډ او پرت کې د هغه د خوړو او د کور د لګښتونو اسناد لا تر اوسه شته دي.  [۱۸][۱۹]

کانوېنتریان د ۱۶۵۰ ز کال د سپټمبر په ۳ مه نېټه دونبار په جګړه کې د اولیور کروم ویل تر مشرۍ لاندې د خورا کوچني ځواک له خوا مات شول. سکاټلنډي ځواکونه په شاهي تعهد کوونکو او پریسبتر تړون کوونکو ووېشل شول، چې ان له یو بل سره یې هم جګړې کولې. چارلز چې د کانوېنتریانو له خوا نا هیلی شوی و، د اکتوبر په میاشت کې هڅه وکړه چې له دوی نه وتښتي او په شمال کې د تعهد کوونکي ځواک سره یوځای شي، چې دا پېښه د "پیل" په نوم یاده شوه، خو د دوو ورځو په اوږدو کې پریسبیتریانو هغه وموند او بیرته یې ترلاسه کړ. سره له دې، سکاټلنډیان د چارلز د واکمنۍ د بیا رغولو تر ټولو لویه هیله پاتې شول. نوموړی د ۱۶۵۱ز کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه د سکون په خانقاه کې د سکاټلنډ پاچا اعلان شو. د کروم ویل ځواکونو چې د چارلز مقام یې په سکاتلنډ کې ګواښه، پرېکړه وشوه چې په انګلستان برید وشي. ډېری سکاټلنډیانو (د مشر ارګیل او نورو مخکښو کانوېنتریانو په ګډون) له ګډون نه ډ ډه وکړه. د لږ انګلیسي شاهي پلوه د ځواک په ګډون، کله چې ځواکونو د سویلي انګلستان پر لور حرکت وکړ، د ۱۶۵۱ ز کال د سپټمبر په ۳ مه د ورسیسټر په جګړه کې له ماتې سره مخامخ شول. چارلز د باسکوبیل په ماڼې کې په رویال اوک (د بلوط شاهي ونه) کې د نیول کېدو له وېرې پټ شو. د شپږو اوونیو په اوږدو کې د تنګو لارو پر مټ چارلز په دې بریالی شو چې په پټه له انګلستان نه و تښتي او د اکتوبر په ۱۶ په نورمانډي کې را څرګند شو. د نوموړي په سر ۱۰۰۰ پونډه انعام کېښودل شو او د هغه چا لپاره چې له نوموړي سره مرسته وکړي، د مرګ سزا و ټاکل شوه. نوموړی په پټېدو کې هم له ستونزو سره مخ و، ځکه چې ۶ فوټه (۱.۸ متره) جګه ونه یې درلوده چې په هغه وخت کې غیر معمول وه.  [۲۰][۲۱]

د پارلمان له خوا د حکومت لپاره د تصویب شوې تګلارې پر بنسټ، کروم ویل په ز ۱۶۵۳ ز کال کې د انګلستان، سکاتلنډ او آیرلنډ مشر ساتونکی وټاکل شو، چې په عملي توګه یې بریتانوي ټاپوګان تر نظامي واک لاندې راوستې. چارلز پاریس ته نژدې په سینټ-جرمېن-این-لای کې د عیاشۍ ​​ژوند تېراوه او د څوارلسم لویي له خوا یې په میاشت کې ۶۰۰ لایور ترلاسه کول. چارلز دا وړتیا نه درلوده چې د  کروم ویل د حکومت د ګواښولو لپاره کافي پیسي یا ملاتړ ترلاسه کړي. د هنریتا ماریا او د اورنج د شهزادګۍ له لارې د سټوارټ په کورنیو اړیکو سربېره، په ۱۶۵۴ ز کال کې فرانسې او د هالنډ جمهوریت د کرومویل له حکومت سره اتحاد و کړ، چې چارلز یې اړ کړ چې فرانسه پرېږدي او هسپانیې ته د مرستې لپاره لاړ شي چې په هغه وخت کې  یې په سویلي هالنډ واکمني کوله.  [۲۲][۲۳][۲۴]

په ۱۶۵۶ ز کال کې چارلز د هسپانیا سره د بروکسل تړون لاسلیک کړ. له فرانسې سره په جګړه کې د چارلز د ونډې په بدل کې، هسپانیا د شاهي نظام د بیا رغولو نه ملاتړ و کړ. چارلز د خپلو جلاوطنو ملاتړو نه یو رنګارنګ پوځ جوړ کړ. دې کوچنی، کم معاش، لږ سمبال او بې نظمه ځواک د بیا رغونې نه وروسته د پوځ مرکزي هسته جوړه کړه. مشترک المنافع هېوادونو په ۱۶۵۷ ز کال کې له فرانسې سره د پاریس تړون لاسلیک کړ، ترڅو په هالنډ کې دهسپانیا پر وړاندې په جګړه کې ګډون وکړي. په هسپانوي ځواک کې د شاهي پلويانو مشري د چارلز کشر ورور جیمز د یارک ډوک کوله. په ۱۶۵۸ ز کال کې د ډونېس په جګړه کې، د چارلز شاوخوا ۲۰۰۰ پوځ د لوی هسپانوي ځواک د یوې برخې په توګه، له مشترک المنافع سرتېرو سره چې د فرانسې تر څنګ ولاړ وو، جګړه وکړه. د جګړې په پای کې د چارلز ځواک شاوخوا ۱۰۰۰ کسه و او انګلستان ته د ډنکرک په له لاسه ورکولو سره، انګلستان ته د شاهي پلویانو د تګ شونتیا ناهیلې کوونکې شوه.  [۲۵][۲۶][۲۷]

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Charles-II-king-of-Great-Britain-and-Ireland — subject named as: Charles II — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w69p3193 — subject named as: Charles II of England — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/1975 — subject named as: King Charles II — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/5618178 — subject named as: Charles II — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p10139.htm#i101388 — subject named as: Charles II Stuart, King of Great Britain — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=xx0008556 — د نشر نېټه: ۲۳ نومبر ۲۰۱۹
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0015053.xml — subject named as: Carles II d’Anglaterra — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/30212 — subject named as: Karlo II. — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ سرليک: Kindred Britain
  10. Identifiants et Référentiels — د نشر نېټه: ۵ مارچ ۲۰۲۰ — خپرونکی: Agence bibliographique de l'enseignement supérieur
  11. Ogg 1955، ص. 139.
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ ۱۲٫۲ Weir 1996، صص. 255–257.
  13. Fraser 1979, pp. 38–45; Miller 1991, p. 6.
  14. Fraser 1979، صص. 57–60.
  15. Fraser 1979، صص. 55–56.
  16. Fraser 1979, pp. 65–66, 155; Hutton 1989, p. 26; Miller 1991, p. 5.
  17. RPS، 1649/1/71.
  18. Fraser 1979, p. 97; Hutton 1989, p. 53.
  19. David Stevenson, 'Minute Book of the Board of Green Cloth', Miscellany of the Scottish History Society, XV (Edinburgh, 2013), pp. 55-132.
  20. Fraser 1979, pp. 98–128; Hutton 1989, pp. 53–69.
  21. Fraser 1979, pp. 96–97; Hutton 1989, pp. 56–57.
  22. Charles II of England. Excerpted from: Encyclopedia Britannica, 11th Ed. Vol XV. Cambridge: Cambridge University Press, 1910. 142.
  23. Hutton 1989، صص. 74–112.
  24. Falkus 1972، ص. 54.
  25. Tucker, S Battles That Changed History: An Encyclopedia of World Conflict p212
  26. Childs, John. Army of Charles II. Routledge, 2013 p. 2
  27. Fraser 1979، صص. 156–157.