د اندونیزیا ملي انقلاب

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د اندونیزیا ملي انقلاب یا د اندونیزیا د خپلواکۍ جګړه، د اندونیزیا د جمهوریت او هالنډي سترواکۍ تر منځ یوه وسله واله جګړه او دیپلوماJیکه مبارزه وه، او همدارنګه له جګړې او استعماري اندونیزیا وروسته یو کورنی ټولنیز انقلاب و. دا انقلاب په ۱۹۴۵ ز کال کې د اندونیزیا د خپلواکۍ اعلانولو او ۱۹۴۹ ز کال په وروستیو کې د اندونیزیا متحده جمهوري ایالتونو ته د شرقي هند اړوند هالند باندې د هالند لېږد او سپارلو تر منځ دوره کې ترسره شو.

په دې څلور کلنې مبارزې کې په پراخه کچه وسله والې خونړۍ نښتې، د اندونیزیا کورني سیاسي او ټولنیز تحولات او دوه نړیوالې دیپلوماتیکې مداخلې شاملې وې. د هالند نظامي ځواکونه (او د یو څه مودې لپاره د دویمې نړیوالې جګړې اړوند متحدینو ځواکونه) په دې وتوانېدل، چې د جمهوریت غوښتونکو په زړه یعنې جاوه او سوماترا ښارونو کې، ښارګوټي او اصلي صنعتي شتمنۍ کنټرول کړي؛ خو په دې و نه توانېدل چې کلیوالې سیمې کنټرول کړي. په ۱۹۴۹ ز کال کې په هالند باندې نړیوال فشارونه ډېر شوو، متحده ایالتونو هالند سره د دویمې نړیوالې جګړې د زیانونو د بیارغوونکو اقتصادي مرستو د قطع کولو ګواښ وکړ او دغه راز داسې نظامي کړکیچ رامنځته شو، چې هالند د شرقي هند هالند حاکمیت د اندونیزیا متحده جمهوري ایالتونو ته وسپاره.  [۱]

دا انقلاب له نوې ګینې پرته په نورو ټولو سیمو کې د هالند د شرقي هند اړوند استعماري حکومت پای و. همدارنګه دې انقلاب په توکمیزو توپیرونو (کاستونو) کې په مناسبه اندازه بدلون راووست او دغه راز د ډېریو سیمه ییزو حاکمانو (راجا) قدرت یې هم کم کړ. چې دا هرڅه د جمعیت او وګړو په اقتصادي یا سیاسي شتمنیو کې د پام وړ ډېروالي لامل نه شوو. که څه هم په دې توګه لږ شمېر اندونیزیایان وتوانېدل د سوداګرۍ په برخه کې یوه ښه او لویه ونډه ترلاسه کړي.

مخینه[سمول]

د ۱۹۰۸ ز کال په می میاشت کې د اندونیزیا د خپلواکۍ غورځنګ پیل شو، چې هغه د «ملي ویښتیا ورځ» (په اندونیزیايي ژبه:Hari Kebangkitan Nasional) په نامه یادېږي. اندونیزیایي ملتپالنه یا نشنلیزم او هالند نه د خپلواکۍ غوښتنې ملاتړي غورځنګونه لکه بودي اوتومو، د اندونیزیا ملي ګوند (PNI)، سرکت اسلام او د اندونیزیا کمونست ګوند (PKI) ټولو د شلمې پېړۍ په لومړۍ نیمايي کې په ډېرې  چټکۍ سره وده وکړه. بودي اتومو، سرکت اسلام او داسې نورو ډلو له هالندي ولکسراد یا (د خلکو  شورا – Volksraad) په یوځای کېدو سره، په دې هیلې چې اندونیزیا خپله واکمني ترلاسه کړي د همکارۍ تګلاره تعقیب کړه. یو شمېر نورو د نه همکارۍ اړوند تګلاره وټاکله، چې د هالند له شرقي هند د مستعمرې او ښکېلاک نه د خپلواک دولت غوښتونکي و. د دې ټولو په منځ کې تر ټولو غوره او پیاوړي مشران او رهبران یې د سوکارنو او محمد هاتا په نامه زده کړیالان او ملتپاله رهبران و، چې د هالند د اخلاقي سیاست له ښوونیزو اصلاحاتو نه یې ګټه اخیستې وه.[۲][۳]

د دویمې نړیوالې جګړې په اوږدو کې د درې نیمو کلونو لپاره د جاپان له خوا د اندونیزیا اشغال د راتلونکي انقلاب لپاره ټاکونکی رول ولوباوه. د جاپان د پوځونو پر وړاندې هالند د خپلې مستعمرې د دفاع کولو لږ وړتیا درلوده او جاپانیانو یوازې د درېیو میاشتو په اوږدو کې د خپلو لومړنیو بریدونو له لارې هالند اشغال کړ. جاپانیانو په جاوه او تر یو څه حده په سوماترا (دوه مخکښې اندونیزیایي جزیرې) کې ملتپال احساسات خپاره او ټول یې ورته وهڅول. که څه هم دا کار د اندونیزیا له خپلواکۍ نه د دوستانه ملاتړ په پرتله، تر ډېره د جاپانیانو په سیاسي ګټو تمام شو، دا ملاتړ د دې لامل شو، چې یو شمېر نوي اندونیزیایي بنسټونه (د سیمه ییزو ارګانونو او بنسټونو په ګډون) رامنځته او د سوکارنو په څېر سیاسي رهبران ظهور وکړي. چې جاپانیانو د راتلونکي انقلاب لپاره د هالند په وسیله ډېری جوړې شوې اقتصادي، اداري او سیاسي زیربناوې له منځه یوړې او د هغو پر ځای یې نورې رامنځته کړې.  [۴]

د ۱۹۴۴ ز کال د سپټمبر میاشتې په ۷مه نېټه سره له دې چې جګړه د جاپانیانو په ضرر مخته تله، لومړي وزیر کویسو د اندونیزیا د خپلواکۍ وعده ورکړه؛ خو نېټه یې هیڅ مشخصه نه شوه. د سوکارنو د پلویانو لپاره دا اعلامیه له جاپانیانو سره د هغه د همکارۍ او مرستې د توجیې په توګه بلل کېده. [۵][۶]

خپلواکي اعلان شوې[سمول]

د ۱۹۴۵ ز کال د اګست میاشتې په ۱۷مه نېټه د الکاهل په سمندر کې د جاپان د سترواک له تسلیمېدو نه دوه ورځې وروسته، سوکارنو او هاتا د رادیکالي او سیاسي پیمودا «ځوانانو» د ډلو تر فشار لاندې د اندونیزیا خپلواکي اعلان کړه. بله ورځ بیا د اندونیزیا د خپلواکۍ د چمتو کولو اړوند کمیټې (PPKI) سوکارنو د ولسمشر او هاتا یې د ولسمشر د مرستیال په توګه وټاکل.[۷][۸][۹]

انقلاب او برسیاپ[سمول]

د سپټمبر میاشتې منځنۍ دوره وه، چې په بهرنیو جزایرو کې د اندونیزیا د خپلواکۍ د اعلانولو خبر خپور شو او د اندونیزیا له پلازمېنې جاکارتا نه لیرې ډېریو اندونیزیایانو پرې باور ونه کړ. د دې خبر په خپرېدو سره ډېریو اندونیزیایانو ځانونه د جمهوریت غوښتونکو پلویان وبلل او ټول هېواد کې د انقلاب فضا او ولولې خپرې شوې. بهرنی ځواک بدل شوی و، چې د خپلواکۍ له اعلانولو نه څو اونۍ مخکې د متحدو ځواکونو اړوند کیښتۍ اندونیزیا ته تیرېدې (چې تر یوه حده په استرالیا کې د تحریمونو او اعتصابونو له امله د ډبرو سکرو د بارولو او سمبالولو په برخه کې له اسټرالیا نه ګټه اخیستله، ځکه چې د هالند د شرقي هند دولت هلته په جلا وطنۍ کې مېشت و). دا بریدونه یوازې د ۱۹۴۶ ز کال په جولای میاشت کې په بشپړه توګه مات یا وځپل شول. له بل پلوه جاپانیان د تسلیمي اړوندو شرایطو پر بنسټ دې ته اړ و، چې هم خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي او هم په سمه توګه نظم وساتي. هغه تناقص او کمی چې د جاپان روزل شویو اندونیزیایانو ته یې د وسلو په ورکولو سره حل کړ.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

د جاپان له تسلیمېدو نه څو اونۍ وروسته د واک تشې یا د قدرت خلا د قاطعیت فضا له منځه یوړه او دغه راز د جمهوریت غوښتونکو لپاره یې ښه موکه برابره کړه. ډېری پیمودا (ځوانان) له مبارزو جمهوریت پالو ډلو (بادان پرجوانګان) سره یوځای شول. په دې ډله کې تر ټولو منظم او با دسپلینه ډله یې د ګیوګون (PETA، رضاکاره اردو) او هیهو (د جاپاني پوځونو په وسیله ګومارل شوي سیمه ییز سرتیري) اړوند ډلو سرتېري وو، چې د جاپان له خوا جوړ شوي او بیا منحل شوي وو. دغه راز ډېری ډلې د رامنځته کېدو اړوندو لاملونو او د انقلابي روحیې د درلودلو پر بنسټ، بې دسپلینه یا بې نظمه وې. جاپاني سرتیري په لومړیو اونیو کې تر ډېره له ښاري سیمو نه وتل، ترڅو په دې توګه د نښتو او جګړو مخنیوی وکړي. [۱۱][۱۴]

د ۱۹۴۵ ز کال تر سپټمبر میاشت پورې د اصلي زیربنایي تأسیساتو لکه د جاوه د تر ټولو لویو ښارونو کې د ریل سټیشنونو او ترامونو کنټرول د جمهوریت غوښتونکو ځوانانو لاس ته ورغی، چې د جاپانیانو له خوا په کمه کچه له مقاومت سره مخ شول. د انقلابي پیام خپراوي لپاره پمودا (ځوانانو) خپل ځانګړي راډیویي سټیشنونه او ورځپاڼې یا اخبارونه جوړ کړل او ګرافیتیانو بیا ملتپال یا نشنلستي احساسات اعلان کړل. په ډېریو جزایرو کې د مبارزې او شبه نظامي ډلو اړوند کمیټې جوړې شوې. په جاکارتا، یوګیاکارتا او سوراکارتا کې جمهوریت غوښتونکې ورځپاڼې، مجلې او اخبارونه دود وو، چې د (۴۵ – نسل) 45 - Angkatan په نامه یوه ډله یا یو نسل لیکوالان یې وروزل. چې ډېری یې په دې باور وو، چې د دوی اثار کولای شي د انقلاب یوه برخه واوسي. [۱۴][۱۴][۱۵]

جمهوریت غوښتونکو مشرانو او رهبرانو له عمومي احساساتو سره د موافقت کولو لپاره کوښښ وکړ. یو شمېر یې د ځواکمنې وسله والې مبارزې پلویان و او ځینې نور یې یو ډول منطقي تګلارې درلودلې. یو شمېر مشرانو او رهبرانو لکه کیڼ اړخی تان مالاکا دې تګلارې او ایدیولوژۍ ته وده ورکړه، چې دا یوه انقلابي مبارزه ده، چې د اندونیزیایي پمودا (ځوانانو) په وسیله باید رهبري او بریالۍ شي. د ده پر وړاندې سوکارنو او هاتا تر ډېره د ډیپلوماسۍ له لارې د خپلواکۍ تر لاسه کولو لپاره د دولت او بنسټونو له لوري د داسې پلانونو ترتیبولو او پلان کولو ته لېوالتیا درلوده. د سپټمبر په ۱۹ د جاکارتا په ګډون د اندونیزیا په یو شمېر لویو ښارونو کې د انقلاب د پلویانو مظاهرې د ۲۰۰،۰۰۰ نه زیاتو کسانو په ګډون ترسره شوې، چې سوکارنو او هاتا د تاوتریخوالي د وېرې له کبله په بریالیتوب سره وځپلې. [۱۶][۱۷]

سرچينې[سمول]

  1. Friend 2003، ص. 35.
  2. Kahin 1980، صص. 113–120.
  3. Vandenbosch 1931، صص. 1051–106.
  4. Vickers 2005، ص. 85.
  5. Frederick او Worden 1993.
  6. Ricklefs 1991، ص. 207.
  7. Reid 1974، ص. 30.
  8. Taylor 2003، ص. 325.
  9. Ricklefs 1991، ص. 213.
  10. Cribb 1986، صص. 72–85.
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Friend 2003، ص. 32.
  12. Lockwood 1975.
  13. Ricklefs 1991، صص. 214–215.
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ ۱۴٫۲ Ricklefs 1991، صص. 215–216.
  15. Vickers 2005، ص. 198.
  16. Ricklefs 1991، ص. 216.
  17. Vickers 2005، ص. 97.