د اطلاعاتو دوره

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د اطلاعاتو دوره (چې د کمپیوټر د دورې، ډیجیټل دورې او یا نوو رسنیو د دورې په توګه پېژندل کېږي) هغه تاریخي دوره ده چې د ۲۰ مې پېړۍ په نیمايي کې پیل او د معلوماتي ټکنالوژۍ پر بنسټ ولاړ اقتصاد ته د صنعتي انقلاب پر بنسټ د سنتي صنعت د دورې په چټک بدلون سره ځانګړې کېږي. د معلوماتو دوره په ۱۹۴۷ زکال کې د ټرانزیسټور په ودې او په ۱۹۵۷ زکال کې د نوري امپلیپایر/پیاوړي کوونکي په رامنځته کېدو سره چې د کمپیوټري کېدو او د نوري فایبر د ارتباطاتو بنسټ یې کېښود؛ پیل شوه. [۱][۲][۳][۴][۵]

د ملګرو ملتونو سازمان د عامه مدیریت د شبکې په خبره د معلوماتو دوره د کمپیوټر په کوچني کولو باندې په پانګونې سره رامنځته شوه چې لامل وګرځېده په ټولنه کې اطلاعات او ارتباطات په پراخه کچه د ګټې اخیستو وړ وګرځي او د ټولنیز تکامل په مخته وړونکې قوې واوړي. [۶]

نوښتونه[سمول]

ټرانزیسټورونه[سمول]

د اطلاعاتو د دورې پیل کولای شو د ټرانزیسټورونو د ټکنالوژۍ له پراختیا سره اړوند وبولو. د میداني اغېز لرونکي ټرانزیسټور  (field-effect transistor) د مفهوم تیوري د لومړي ځل لپاره په ۱۹۲۵ زکال کې د ژولیوس ادګار لیلینفلډ له خوا رامنځته شوه. لومړنی عملي ټرانزیسټور د تماس د ټکي ټرانزیسټور و چې په ۱۹۴۷ زکال کې د دوه انجینرانو والټر هاوسر براټین او جان بادرین له خوا هغه مهال اختراع شو چې د ویلیام شاکلي لپاره یې په بېل نومي لابراتوار کې کار کوه. دا هغه پرمختګ و چې د معاصرې ټکنالوژۍ بنسټ یې رامنځته کړ. د شاکلي څېړنیز ټیم همدارنګه په ۱۹۵۲ زکال کې دوه قطبي پیوند لرونکي ټرانزیسټورونه اختراع کړل. د ټرانزیسټورونو تر ټولو ډېر کارېدونکی ډول یې metal–oxide–semiconductor field-effect transistor و چې په ۱۹۶۰ زکال کې د محمد عطاالله او ډاوون کانګ له خوا په بېل لابراتوار کې اختراع شو. د بشپړونکي MOS (complementary MOS) د جوړولو بهیر ته په ۱۹۶۳ زکال کې د فرانک وانلاس او چي تانګ سا له خوا وده ورکړل شوه. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

کمپیوټرونه[سمول]

د برېښنا له رامنځته کېدو وړاندې میخانیکي کمپیوټرونه لکه د ۱۸۳۷ زکال تحلیلي ماشین چې د معمولو ریاضیکي محاسباتو په موخه جوړ شوي و د ساده پرېکړو کولو وړتیا یې لرله. د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال نظامي اړتیاوې د برېښنايي کمپیوټرونو ودې ته اړتیا پېښه کړه چې د خلا لرونکو تیوبونو پر بنسټ و چې په کې Z3، د آتاناسف – بري کمپیوټر، کلوسوس کمپیوټر او اینیاک شامل کېدل.

د ټرانزیسټورونو اختراع، د لویو کمپیوټرونو دوره (۱۹۵۰مه لسیزه – ۱۹۷۰مه لسیزه) چې په IBM 360 سره ځانګړې کېږي، رامنځته کړه. دغه لویو او د یوې خونې په اندازه کمپیوټرونو د انساني وړتیا څخه ډېره چټکه محاسبه او د معلوماتو ترتیب او تنظیم وړاندې کاوه، خو پېر او ساتنه یې ستونزمنه چاره وه. له همدې امله په پیل کې څو علمي بنسټونو، لویو شرکتونو او دولتي بنسټونو ته محدود و. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

لومړنی یو چېپ لرونکی مایکرو پروسیسر و چې په ۱۹۷۱ زکال کې رامنځته شو Intel 4004 و چې فریدریکو فاګین له خپلې  silicon-gate MOS IC تکنالوژۍ څخه په ګټنې د مارسیان هاف، ماساتوشي شیما او سټن مازور په مرسته وده ورکړه. [۱۸][۱۹]

د الکترونیکي ارکېډ ماشینونو او همدارنګه د کورنیو ویډیو ګېمونو د کونسلونو سربېره چې په ۱۹۷۰ زکال کې بوشنل اختراع کړي و، د Commodore PET او Apple II (دواړه په ۱۹۷۷ زکال کې جوړ شول) په څېر شخصي کمپیوټرونو ته د وګړو لاسرسي ته لار برابره کړه. خو د شخصي کمپیوټرونو ترمنځ د اطلاعاتو راکړې ورکړې یا هېڅ شتون نه درلود او یا هم تر ډېره په لاسي ډول وه، چې په پیل کې یې له پانچ کارتونو او مقناطیسي فیتو او وروسته یې له فلاپي ډیسکونو څخه په ګټنې دغه چاره ترسره کوله.

اطلاعات/ډاټا[سمول]

د اطلاعاتو د زېرمه کولو په موخه لومړنۍ پراختیاوې د انځورونو د زخیره کولو پر بنسټ وې، چې په ۱۸۵۱ زکال کې په مایکروفوټوګرافۍ او په ۱۹۲۰ مه لسیزه کې په مایکروفورم سره پیل شوې چې وړتیا یې لرله اسناد په فلم ثبت او هغو ته له یوبل سره اړیکه ورکړي. د اطلاعاتو لومړنۍ نظریې او همینګ کوډونو په ۱۹۵۰ زکال کې وده کړه، خو د اطلاعاتو په زیرمه کولو او لېږد کې یې نویو ټکنالوژیکي اختراعاتو ته اړتیا لرله څو په بشپړه توګه وکارول شي.

د مقناطیسي هستې لرونکې میموري یا حافظې په ۱۹۴۷ زکال کې د فریدریک ډبلیو د څېړنو او په هارواډ په پوهنتون کې د آن وانګ د چارو پر مټ پراختیا ومونده. د MOS ټرانزیسټورونو په رامنځته کېدو سره په ۱۹۶۴ زکال کې په فرچایلډ سیمي کانډکټور کمپنۍ کې د جان شمیدت له خوا MOS سیمي کانډکټور میموري ته وده ورکړل شوه. په ۱۹۶۷ زکال کې ډاوون کانګ او سیمون سزی په بېل لابراتوار کې دا توضیح کړه چې څه ډول د یوې سیمي کانډکټور MOS وسیلې تغیر منونکې دورازه کېدای شي د یو ROM تجدید وړ سلول لپاره استفاده شي. په ۱۹۸۰ زکال کې د فوجیو ماسوکا له خوا په توشیبا کې د فلش میموري له اختراع وروسته؛ توشیبا په ۱۹۸۷ زکال کې ناند فلش میموري سوداګریزه کړه. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

د مسي سیمونو پر مټ د کمپیوټرونو ترمینل او همدارنګه د کوچنیو کمپیوټرونو نورو جانبي تجهیزاتو ته د ډیجیټل ډاټا لېږد او د ځانګړې پیغام لېږنې سیسټم چې د ایمیل لامل وګرځېد د لومړي ځل لپاره په ۱۹۶۰مه لسیزه کې وده وکړه. د کمپیوټر څخه کمپیوټر ته مستقله شبکه په ۱۹۶۹ زکال کې په آرپانیټ سره پیل شوه. دغه وده په اینټرنټ واوښته (په ۱۹۷۴ زکال کې جوړ شو). اینټرنټ ته لاسرسی په ۱۹۹۱ زکال کې د ویب د نړیوالې شبکې World Wide Web په رامنځته کېدو زیات شو. د ۱۹۹۰مې لسیزې په نیمايي کې د موج د اوږدوالي په تفکیک سره د مولټي پلکس کولو، نوري پیاوړي کوونکو او نوري شبکو پر بنسټ د وړتیاو زیاتوالی د اطلاعاتو/ډاټا د لېږد کچې د ثبت لامل وګرځېد. په ۲۰۱۸ زکال کې نوري شبکو د نوري فایبر د یوې جوړې پر بنسټ کولای شول په معمول ډول په یوه ثانیه کې ۳۰ تیرابایټ اطلاعات تبادله کړي چې د یوې 4K HD ویډیو د جریان له ۱.۲ میلیون چنده سره برابرېږي. [۲۹]

MOSFET مقیاس ټاکنه یا د موور د قانون پر بنسټ د اټکل شوې کچې له مخې د MOSFET چټک کوچني کېدل د کمپیوټرونو د پیاوړي کېدو او کوچني کېدو لامل وګرځېدل؛ آن تر دې کچې یې ورسول چې د لېږد وړ یې وګرځول. له ۱۹۸۰مې لسیزې څخه تر ۱۹۹۰مې لسیزې پورې لپټاپونو د لېږد وړ کمپیوټرونو په توګه وده وکړه او دغه شخصي ډیجیټل مرسته کوونکي وسایل د تلو او درېدو پر مهال کارول کېدلای شول. پیجرونه چې تر ۱۹۸۰مې لسیزې پورې په پراخه کچه کارول کېدل د ۱۹۹۰ مې لسیزو تر وروستیو پورې یې ځای ګرځنده ټلیفونونو ونیو او آن یو شمېر کمپیوټرونو ته یې هم د موبایلي شبکو ځانګړنې د لاسرسي وړ وګرځولې. اوس مهال دغې تکنالوژي، ډیجیټل کمرو او ټولو اغوستل کېدونو وسایلو (ځیرک ساعتونو) ته لار موندلې. د ۱۹۹۰ مې لسیزې له وروستیو څخه ټبلېټونو او ورپسې ځیرک ټلیفونونو د محاسباتي، خوځندتوب او اطلاعاتو د شریکولو ټولې ځانګړنې سره شریکې کړې او پراختیا یې ورکړه. [۳۰]

الکترونیکي کاغذ چې سرچینه یې ۱۹۷۰ زکال ته اړوندېږي، ډیجیټل اطلاعاتو ته دا اجازه ورکوي څو د کاغذي اسنادو په توګه څرګند شي.

شخصي کمپیوټر[سمول]

تر ۱۹۷۶ زکال پورې ګڼ شمېر شرکتونو د خپل لومړي بریالي سوداګریز شخصي کمپیوټر د وړاندې کولو پر سر سیالۍ ته مخه کړه. درې دغه کمپیوټرونه Apple II، PET 2001 او TRS-80 په ۱۹۷۷ زکال کې بازار ته وړاندې شول او د ۱۹۷۸ زکال تر وروستیو پورې یې ډېر محبوبیت وموند. [۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

سرچينې[سمول]

  1. Zimmerman, Kathy Ann (September 7, 2017). "History of Computers: A Brief Timeline". livescience.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "The History of Computers". thought.co. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "The 4 industrial revolutions". sentryo.net. February 23, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Manuel, Castells (1996). The information age : economy, society and culture. Oxford: Blackwell. OCLC 43092627. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0631215943. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Grobe, Klaus; Eiselt, Michael (2013). Wavelength Division Multiplexing: A Practical Engineering Guide. John T Wiley & Sons. د کتاب پاڼې 2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Kluver, Randy. "Globalization, Informatization, and Intercultural Communication". un.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ جولای ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اپرېل ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Manuel, Castells (1996). The information age : economy, society and culture. Oxford: Blackwell. OCLC 43092627. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0631215943. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Lee, Thomas H. (2003). "A Review of MOS Device Physics" (PDF). The Design of CMOS Radio-Frequency Integrated Circuits. Cambridge University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781139643771. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۹ ډيسمبر ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Who Invented the Transistor?". Computer History Museum. 4 December 2013. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جولای ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "1960 - Metal Oxide Semiconductor (MOS) Transistor Demonstrated". The Silicon Engine. Computer History Museum. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "1963: Complementary MOS Circuit Configuration is Invented". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Kilby, Jack (2000), Nobel lecture (PDF), Stockholm: Nobel Foundation, د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مې ۲۰۰۸ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "1960 - Metal Oxide Semiconductor (MOS) Transistor Demonstrated". The Silicon Engine. Computer History Museum. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Tortoise of Transistors Wins the Race - CHM Revolution". Computer History Museum. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جولای ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Lojek, Bo (2007). History of Semiconductor Engineering. Springer Science & Business Media. د کتاب پاڼې 120. د کتاب نړيواله کره شمېره 9783540342588. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Bassett, Ross Knox (2007). To the Digital Age: Research Labs, Start-up Companies, and the Rise of MOS Technology. Johns Hopkins University Press. د کتاب پاڼې 46. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780801886393. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "1968: Silicon Gate Technology Developed for ICs". Computer History Museum. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جولای ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "1971: Microprocessor Integrates CPU Function onto a Single Chip". Computer History Museum. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جولای ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Colinge, Jean-Pierre; Greer, James C.; Greer, Jim (2016). Nanowire Transistors: Physics of Devices and Materials in One Dimension. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 2. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781107052406. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "1953: Whirlwind computer debuts core memory". Computer History Museum. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ جولای ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "1956: First commercial hard disk drive shipped". Computer History Museum. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ جولای ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "1970: MOS Dynamic RAM Competes with Magnetic Core Memory on Price". Computer History Museum. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جولای ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Solid State Design - Vol. 6. Horizon House. 1965. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Fulford, Benjamin (24 جون 2002). "Unsung hero". Forbes. مؤرشف من الأصل في 3 مارچ 2008. د لاسرسي‌نېټه 18 مارچ 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. کينډۍ:Patent
  26. "1987: Toshiba Launches NAND Flash". eWeek. April 11, 2012. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جون ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "1971: Reusable semiconductor ROM introduced". Computer History Museum. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جون ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "1971: Reusable semiconductor ROM introduced". Computer History Museum. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جون ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. (په January 24, 2018 باندې). Telstra trial claims world's fasts transmission speed. ITNews Australia.
  30. Sahay, Shubham; Kumar, Mamidala Jagadesh (2019). Junctionless Field-Effect Transistors: Design, Modeling, and Simulation. John Wiley & Sons. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781119523536. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Chandler, Alfred Dupont; Hikino, Takashi; Nordenflycht, Andrew Von; Chandler, Alfred D. (2009-06-30). Inventing the Electronic Century. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780674029392. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اگسټ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. (په 6 December 1978 باندې). Technology; The Computer Entering Home.
  33. "Most Important Companies". Byte. September 1995. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ جون ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ جون ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. "M200 Smart Home Computer Series-Computer Museum". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)