جېمز جویس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جېمز جویس
(انګلیسي: James Augustine Aloysius Joyce د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جېمز جویس
جېمز جویس

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: James Augustine Aloysius Joyce)[۱]  د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۲ فبروري ۱۸۸۲[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱][۱۶]
مړینه 13 جنوري 1941 (59 کاله)[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۱۵][۳۰]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
څوریخ[۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۲۹]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت آيرلينډ[۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قد 71 اينچ  د (P2048) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د اولادو شمېر 2   د (P1971) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده شاعر[۴۰][۲۹][۱۵]
ښوونکی
ليکوال[۲۹][۱۵]
خبريال  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) ایټالیایي ژبه
لاتين ژبه
فرانسوي
انگليسي[۴۱][۴۲]
آلماني ژبه
ډنمارکي ژبه  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه ادبيات
ناول  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
جېمز جویس
جېمز جویس

ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه (انگليسي)  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې[۴۳]  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جېمز اګوستین الویسیوس جویس (په انګلیسي: James Augustine Aloysius Joyce ؛ زوکړه د ۱۸۸۲ز کال د فبروري دویمه ـــ مړینه د ۱۹۴۱ز کال د جنوري ۱۳مه) یو ایرلنډي ناول لیکونکی، شاعر او ادبي منتقد و. هغه په عصريیت پال اوانت ګرېد غورځنګ کې ونډه واخیسته او د ۲۰مې زیږدیزې پېړۍ له تر ټولو اغېزناکو او مشهورو لیکوالانو څخه ګڼل کېږي. د جویس اولیسیس ناول (۱۹۲۲ز کال) داسې یوه د عطف نښه ده چې پکې د هومر اودېسي د کیسو لړۍ د بېلابېلو ادبي سبکونو له لارې، په ځانګړې توګه د ذهن د سیال جریان له لارې موازي شوې ده. د هغه نور مشهور اثار د ډوبلینرز (۱۹۱۴ز کال) په نامه د لنډو کیسو مجموعه او د د یو ځوان سړي په بڼه د یو نقاش انځوروَنه (۱۹۱۶ز کال) او فینېګانس وېک (۱۹۳۹ز کال) دي. د هغه نورې لیکنې د شعر درۍ کتابونه، یوه نمایشنامه او کله نا کله د ژورنالېست په توګه د هغه کار د یادونې وړ دي.

جویس په ډوبلین کې د متوسطې طبقې په یوه کورنۍ کې زیږېدلی دی. هغه چې یو ځیرک زده کوونکی و، په کاونټي کیلدار کې یې د کلانګوس ووډ کالج او ورپسې یې د لنډې مودې لپاره د عیسوي وروڼو له خوا په لاره اچول شوی کولونیل ښوونځی ولوست. هغه د خپلې کورنۍ د لوړو او ژورو ډک ژوند سره سره کوم یې چې د پلار د نه اټکل کېدونکو عوایدو له امله تحمیل شوی و، هه په بېلودېدر یسوعي کالج (Jesuit Belvedere College) کې ښه وځلېد او په ۱۹۰۲ز کال کې په ډوبلین کې د پوهنتون له کالج څخه فارغ شو. نوموړي په ۱۹۰۴ز کال کې، له خپلې راتلونکې مېرمنې نورا بارناکل سره وکتل او دوی دواړه د اروپا اصلي خاورې ته وکوچېدل. هغه د یوې لنډې مودې لپاره په پولا کې کار وکړ او بیا د اتریش-هنګري ترایست ته ولاړ، چې هلته یې د انګلیسي ژبې د یو ښوونکي په توګه کار کاوه.

پرته له دې چې جویس یو ځل په روم کې د اتو میاشتو لپاره د مکاتبې د لیکوال په توګه کار وکړ او ډوبلین ته یې درۍ سفرونه درلودل، تر ۱۹۱۵ز کال پورې هلته اوسېده. هغه په ټرایسټ کې، خپل د اشعارو کتاب چمبر موزیک او خپله د لنډو کیسو مجموعه ډوبلینرز خپاره کړل، او هغه په انګلیسي مجله ځان غوښتونکې (The Egoist) کې د یو ځوان سړي په څېره کې د نقاش اځوروَنه په لړییزه بڼه خپرول پیل کړل. د لومړۍ نړیوالې جګړې په زیاتره برخه کې، جویس د سویس په زوریخ کې واوسېده، او په اولیسیس باندې یې کار وکړ. له جګړې څخه وروسته، هغه د یوې لنډې مودې لپاره ټرایسټ ته راستون شو او ورپسې په ۱۹۲۰ز کال کې پاریس ته کډه شو، کوم چې تر ۱۹۴۰ز کال پورې د هغه د استوګنې یوازینی ځای شو.

اولیسیس د لومړي ځل لپاره په ۱۹۲۲ز کال کې په پاریس کې خپور شو، اما په انګلستان او متحده ایالاتو کې په هغه کې د ښکاره ناوړه الفاظو له امله د هغه  چاپ او خپرېدنه ممنوع کړای شوې وه. نسخې یې یادو دواړو هېوادونو ته قاچاق کېدې، او غیر قانوني نسخې یې د ۱۹۳۰مې زېږدیزې لسیزې تر نیمایي پورې تر هغې پورې چاپېدې تر څو یې چې چاپ بالاخره قانوني وګرځېد. جېمز خپل بل لوی اثر فینېګانس وېک، په ۱۹۲۳ز کال کې پیل او ۱۶ کاله وروسته یې په ۱۹۳۹ز کال کې خپور کړ. د دغو کلونو تر منځ جویس په پراخه توګه سفرونه وکړل. هغه او نورا په لندن کې په ۱۹۳۰ز کال کې له یوې لړۍ عرفي مراسمو سره واده وکړ. هغه د خپلو سترګو د مخ پر زیاتېدونکو ځوروونکو د ستونزو د مکررې درملنې او د خپلې لور لوسیا لپاره د رواني مرستې په موخه سویس ته یو شمېر سفرونه وکړل. کله چې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال فرانسه د جرمني له خوا اشغال وه، جویس په ۱۹۴۰ز کال کې بېرته زوریخ ته ولاړ. نوموړی هلته په ۱۹۴۱ز کال کې د یو سوري شوي زخم له عملیاتو وروسته د خپلې ۵۹مې کلیزې له رارسېدو څخه مخکې له یوې میاشتې په لږ واټن کې ومړ.

اولیسیس په وار وار د ادبیاتو د سترو کتابونو په فهرستونو کې لوړ ځای خپلوي، او هغه اکادميک ادبیات چې د هغه د اثر ارزونه کوي، پراخ او متمادي دي. زیات شمېر لیکوالان، د فلم جوړوونکي او نور هنرمندان د هغه له سبکي نوښتونو، لکه تفصیلاتو ته د هغه د دقیقې پاملرنې، د داخلي مونولوګ (interior monologue) کارونې، له کلیمو سره لوبېدنې او (د ناولونو یا کیسو) په دودیزه طرحه کې د بنسټیز بدلون څخه اغېزمن شوي دي. که څه هم چې د هغه د ځوانۍ زیاتره عمر بهر تېر شوی دی، اما د هغه د تخیلي کیسو نړۍ په ډوبلین باندې متمرکزه ده، او تر ډېره د داسې شخصیتونو څخه ډکه شوې ده چې هلته د هغه د کورنۍ د هماغه وخت له غړو، دوښمنانو او دوستانو سره ډېر اړخ لګوي. اولیسیس په ځانګړې توګه د سړکونو او د ښارونو د تیاره کوڅو صحنې انځور کړې دي. له جویس څخه رانقل شوي دي چې وایي: "زما په اړه، زه د تل لپاره د ډوبلین په اړه لیکنې کوم، ځکه چې که زه وکولی شم د ډوبلین زړه ته ورسېږم، کولی شم د ټولې نړۍ زړه ته ځان ورسوم. هغه په یوازې ځان سره ټوله نړۍ په بر کې لري."[۴۴]

د ژوند لومړني وختونه[سمول]

جویس  د ۱۸۸۲ زکال د فبروري په دویمه  په ایرلنډ کې د ډوبلین د راتګار په ۴۱مو برایټون څلور لارو کې د جان ستانیسلاوس او ماري جان "مې" (چې کوچینی نوم یې موري دی) په کور کې زیږېدلی دی. هغه د خپلو ژوندیو پاتې شویو لسو خویندو او وروڼو په منځ کې تر ټولو مشر و. هغه ته د ۱۸۸۲ز کال د فبروري په پنځمه نېټه د جېمز اګوستین جویس له نامه سره د رومن کاتولیکې کلیسا د دود او مراسمو سره سم  په ور څېرمه تېرېنور کې په سېنټ جوزف کلیسا کې د رېف. جان اومولي په واسطه د تعمید غسل ورکړل شوی دی. د هغه تعمیدي پلار او مور فلیپ او اېلن مکن وو. د جان ستانیسلاوس جویس کورنۍ په کاونټي کارک کې د فېرومي اوسېدونکي وو، چېرته یې چې د مالګې او چونې کوچینی کار ځای درلود. د جویس پلرنی نیکه جېمز اګوستین، له اېلن اوکونېل (Ellen O'Connell) سره واده کړی و چې نوموړې د جان اوکونېل چې د کارک یو ملک و او د رختونو کاروبار او په کارک ښار کې یې نور ملکیتونه لرل. د اېلن کورنۍ د سیاسي مشر دانیال اوکونېل سره، چا چې په ۱۸۲۹ز کال کې له ایرلنډیانو څخه د کاتولیکې کلیسا په ازادولو کې مرسته کړې وه، د خپلوۍ لرلو ادعا کوله. د جویس د کورنۍ ادعایي نیکه سین مور سیوغي له کونېمارا څخه یو د تیږو معمار و.[۴۵][۴۶][۴۷]

د جویس پلار د ډوبلین شرکت له خوا په ۱۸۸۷ز کال کې د وضع شوو مالیو د راټولولو مسئول ټاکل شوی و. دغې کورنۍ یو پر موډ برابر کوچیني ښار برای (Bray) ته، چې له ډوبلین څخه ۱۲ مایله (۱۹ کیلومتره) لرې پروت دی، نقل مکان وکړ. جویس د دغه وخت په اوږدو کې د یو سپي له خوا وداړل شو، چې په دې سره یې د ټول ژوند لپاره له سپیو څخه وېره پیدا شوه. هغه وروسته د تندرونو د ډار په نامه اثر رامنځته کړ، کوم یې چې د یوې خرافاتي عمه/خاله څخه چا چې تندرونه  د خدای د قهر نښه بللي وو، راغونډ کړ.

په ۱۸۹۱ز کال کې، نهه کلن جویس د چارلس سټېوارټ پارنل په مړینه کې د "ات تو هیلي" (Et Tu, Healy) شعر ولیکه او پلار یې هغه چاپ او د ملګرو په منځ کې توزېع کړ. یاد شعر د مشر جویس، څوک چې د ایرلنډي کاتولیکې کلیسا، ایرلنډي پارلماني ګوند، او د برتانوي لېبرال ګوند له لوري د پارنل سره د ښکاره غدارۍ له کبله په غوسه و، کوم چې د برتانیا په پارلمان کې د ایرلنډي داخلي واکمنۍ په تامینولو کې په ګډه سره ناکام شول، د نوموړي عاطفه څرګنده کړې وه. د غدارۍ دغه صحنه، چې په ځانګړې توګه د کلیسا له لوري رامنځته شوې وه، په جویس باندې یو پایېدونکی اغېز پرېښود، کوم چې هغه وروسته په خپل هنر او ژوند کې اظهار کړی دی.[۴۸][۴۹]

هغه کال د نوموړي کورنۍ د بېوزلۍ خوا ته وروښويېده، چې د هغه د پلار د شرابو د څښلو او د هغه د ناسم مالي مدیریریت له امله یې وضعیت د بدېدو خوا ته ولاړ. د ۱۸۹۱ز کال په نومبر کې د جان جویس نوم په سټبز ګازتې (Stubbs' Gazette) مجلې له خوا د پور اخیستونکو او مفلسینو په یوه تور لېست کې چاپ شو، او نوموړی په موقتي توګه له خپل کار څخه ایسته شو. د ۱۸۹۳ز کال په جنوري کې، هغه له رالږ شوي تقاعد سره له کار څخه منفک شو.

جویس په ۱۸۸۸ز کال کې په کلونګاوس ووډ کالج کې، چې د کاونټي کیلدار کلېن (Clane) ته نږدې یو یسوعي لیلیه لرونکی ښوونځی و، خپلو زده کړې پیل کړې، اما په ۱۸۹۱ز کال کې کله چې د هغه پلار نور فیس نشوی تادیه کولی، هغه اړ شو چې کالج پرېږدي. هغه په کور کې زده کړې کولې او د لنډې مودې لپاره یې د ډوبلین په شمالي ریچمونډ سړک کې د عیسوي وروڼو اوکولونېل ښوونځي ولوست. د جېمز پلار ته بیا یوه موکه برابره شوه تر څو له یسوعي راهب جان کانمي سره چې د هغه له کورنۍ سره یې پېژندګلوي درلوده، وویني. کانمي د جویس او د هغه د ورور ستانیسلاوس لپاره له فیس پرته له ۱۸۹۳ز کال څخه په پیل سره د ډوبلین بېلوېدر کالج (Belvedere College) د لوستلو شرایط برابر کړل. [۵۰][۵۱][۵۲][۵۳][۵۴]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ WikiTree person ID: https://www.wikitree.com/wiki/Joyce-1117 — د نشر نېټه: ۲۳ جون ۲۰۲۱
  2. subject named as: James Joyce — Archivio Storico Ricordi person ID: https://www.digitalarchivioricordi.com/it/people/display/12759 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۱
  3. subject named as: James Joyce — Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/James-Joyce — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۱ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. subject named as: Joyce, James — Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb11909158m — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۱ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، ашық деректер платформасы، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы او гом бæрæггæнæнты платформæ — منښتلیک: Open License
  5. subject named as: James Joyce — SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6br8rk8 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۱
  6. subject named as: James Joyce — Internet Broadway Database person ID: https://www.ibdb.com/broadway-cast-staff/6601 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۱
  7. subject named as: James Joyce — Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/1453 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۱
  8. subject named as: James Joyce — IMSLP ID: https://imslp.org/wiki/Category:Joyce,_James — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۱ — منښتلیک: Creative Commons Attribution-ShareAlike 4.0 International
  9. subject named as: James Joyce — Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?113840 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۱
  10. subject named as: Joyce, James Augustine Aloysius — Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/joyce-james-augustine-aloysius — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۱ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  11. subject named as: James Joyce — Vegetti Catalog of Fantastic Literature NILF ID: https://www.fantascienza.com/catalogo/NILF16470 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۱
  12. subject named as: James Augustine Joyce — Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0034971.xml — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۱ — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  13. subject named as: James Joyce — HDS ID: http://www.hls-dhs-dss.ch/textes/d/D043889.php — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۱ — سرليک: Historische Lexikon der Schweiz، Dictionnaire historique de la Suisse او Dizionario storico della Svizzera
  14. subject named as: James Joyce — NNDB people ID: https://www.nndb.com/people/073/000031977/ — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۱
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ ۱۵٫۲ https://cs.isabart.org/person/13384 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  16. subject named as: James Joyce — Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000002309 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۱
  17. پیوستون : 118558501  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  18. پیوستون : 118558501  — د نشر نېټه: ۲۷ سپټمبر ۲۰۱۵ — سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Джойс Джеймс — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  19. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11909158m — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  20. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6br8rk8 — subject named as: James Joyce — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  21. Internet Broadway Database person ID: https://www.ibdb.com/broadway-cast-staff/6601 — subject named as: James Joyce — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  22. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/1453 — subject named as: James Joyce — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  23. Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?113840 — subject named as: James Joyce — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  24. https://brockhaus.de/ecs/julex/article/joyce-james-augustine-aloysius — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  25. subject named as: James Joyce — Vegetti Catalog of Fantastic Literature NILF ID: https://www.fantascienza.com/catalogo/NILF16470
  26. Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0034971.xml — subject named as: James Augustine Joyce — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  27. HDS ID: http://www.hls-dhs-dss.ch/textes/d/D043889.php — subject named as: James Joyce — سرليک: Historische Lexikon der Schweiz، Dictionnaire historique de la Suisse او Dizionario storico della Svizzera
  28. Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/2057 — subject named as: James Joyce
  29. ۲۹٫۰ ۲۹٫۱ ۲۹٫۲ Archivio Storico Ricordi person ID: https://www.digitalarchivioricordi.com/it/people/display/12759 — د نشر نېټه: ۳ ډيسمبر ۲۰۲۰
  30. Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000002309 — subject named as: James Joyce — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  31. پیوستون : 118558501  — د نشر نېټه: ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  32. پیوستون : 118558501  — د نشر نېټه: ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۵ — سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Джойс Джеймс — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  33. Flann O'Brien, James Joyce, and The Dalkey Archive — نشرونه لخوا د: New Hibernia Review
  34. http://muse.jhu.edu/books/9780472025930?auth=0
  35. http://www.nytimes.com/2011/05/01/travel/01trieste-italy.html?_r=1&pagewanted=all
  36. https://www.nytimes.com/books/00/01/09/specials/joyce.html
  37. Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/James-Joyce — د نشر نېټه: ۲۳ جون ۲۰۲۱ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  38. Dictionary of Irish Biography ID: https://doi.org/10.3318/dib.004359.v1 — د نشر نېټه: ۲۳ جون ۲۰۲۱ — سرليک: Dictionary of Irish Biography — خپرونکی: Royal Irish Academy
  39. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/1453 — د نشر نېټه: ۲۳ جون ۲۰۲۱
  40. http://www.nytimes.com/2010/06/11/books/11bloom.html
  41. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11909158m — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  42. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/6585187
  43. خپرونکی: MetaBrainz Foundation
  44. Ellmann 1982، ص. 505: Cited from Power, Arthur (n.d.). From an Old Waterford House. London. د کتاب پاڼي 63–64. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. Jackson او Costello 1998، صص. 6–7.
  46. Jackson او Costello 1998، ص. 20.
  47. Bowker 2012، ص. 19.
  48. McCaffrey 2006، ص. 200.
  49. McCaffrey 2006، صص. 198–199.
  50. Ellmann 1982، ص. 35.
  51. Sullivan 1958، صص. 9–10.
  52. Sullivan 1958، ص. 105.
  53. Manglaviti 2000، ص. 215.
  54. Ellmann 1982، صص. 27, 32, 34.