جېمز براون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جېمز براون
(انګلیسي: James Brown د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جېمز براون
جېمز براون

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: James Joseph Brown د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۳ مې ۱۹۳۳[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]
مړینه 25 ډيسمبر 2006 (73 کاله)[۱۲][۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۳][۱۱]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل سینه بغل
زړه نابری  د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات[۱۴]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قد 1.68 متر[۱۵]  د (P2048) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
وزن 65 کيلوګرامه[۱۵]  د (P2067) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده سندرغاړي
ميوزيشن
سياستوال
پيانو وهونکی  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۱۶][۱۷]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه (انگليسي)  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جېمز جوزف براون (زوکړه د ۱۹۳۳ز کال د مې دریمه ـــ مړینه د ۲۰۰۶ز کال د ډسمبر ۲۵مه) یو امریکایی سندرغاړی، نڅا ګر، ساز غږوونکی، د ضبطونو پروډیوسر، او  ډلمشر و. هغه چې د فانک موسیقۍ بنسټیز پلار او د ۲۰مې زېږدیزې پېړۍ د موسیقۍ یوه مهمه څېره ده، زیاتره وخت د نندارې په تجارت کې د "تر ټولو زیارکښ کس"، "د روح د معنوي پلار"، "د ښاغلي ډینامیت"، او "د روح لومړۍ شمېرې ورور" په ویاړنومونو سره پېژندل کېږي. نوموړی د خپل له ۵۰ کلونو څخه زیات حرفوي ژوند په اوږدو کې، د موسیقۍ د یو شمېر ژانرونو پرمختګ تر خپلې اغېزې لاندې راوست. براون له لومړیو هغو لسو نویو غړیو څخه و چې په نیو یارک کې د ۱۹۸۶ز کال د جنوري په ۲۳مه نېټه د راک او رول د مشاهیرو په تالار کې د نوموړي تالار د پرانیستې مراسمو په ترڅ کې غړیتوب ورکړل شو.[۱۸][۱۹]

براون خپله حرفه د ګاسپل (د عیسویانو د دیني موسیقۍ) د سندرغاړي په توګه د جورجیا ایالت په توکووا کې پیل کړه. هغه د لومړي ځل لپاره د ۱۹۵۰مې زېږدیزې لسیزې په نیمایي کې د بابي بایرډ له خوا د تاسیس شوې د فېموس فلېمز په نامه د اهنګونو او غمګینې موسیقۍ د غږیزې ډلې د مشر په توګه ځان ته په ملي کچه عامه پام راواړاوه. براون د "لطفاً"، "لطفا ً "، "لطفاً" او "ما وازمویه" تر عنوانونو لاندې له خپلو بریالیو سندرو سره له فېموس فلېمز ډلې او د نوموړي د ملاتړې ډلې سره، چې زیاتره وخت د جېمز براون د ډلې یا د جېمز براون د ارکېسترا په نامه پېژندل کېده د یو هڅاند مخامخ اجرا کوونکي په توګه شهرت وموند. د هغه بریا د ۱۹۶۰مې زېږدیزې لسیزې په بهیر کې د هغه د ژوندۍ بڼې له البوم په اپېلو کې واوسېږه (Live at the Apollo) او د "بابا یو نوی بکس اخیستی دی"، "ما ته په لاس راوړې (زه ښه احساس لرم) " او "دا د سړي د سړي د سړي نړۍ ده" په نومونو سره د نوموړي د بریالیو منفردو سندرو سره خپل اوج ته ورسېده.[۲۰][۲۱][۲۲]

د ۱۹۶۰مې زېږدیزې لسیزې په وروستیو کې براون د بلوز او ګاسپل- بنسټ لرونکو بڼو او سبکونو څخه د موسیقۍ جوړولو یوه په بشپړه توګه "افریقایي شوي" مېتود ته مخه کړه، چې په خپلو کې سره نغښتو اهنګونو باندې په تاکید سره یې د موسیقۍ د فانک سبک تر اغېزې لاندې راوست. د ۱۹۷۰یمې زېږدیزې لسیزې په لومړیو کې، براون د the J.B.s په نامه د خپلې ډلې له رامنځته کولو وروسته د "جګ شه زه د سکس د ماشین په څېر د کېدو احساس لرم" ( Get Up (I Feel Like Being a) Sex Machine) او "کسات" په څېر ضبطونو سره د فانک اواز په بشپړه توګه مشهور کړی و. هغه همدارنګه د ۱۹۶۸ز کال د خپلې بریالۍ سندرې "په زوره ووایه چې ـــ زه تور پوستی یم او زه په دې ویاړم" په څېر له ټولنیزو تبصرو سره تړلو سندرو لپاره شهرت وموند. براون په ۲۰۰۶ز کال کې د سینه بغل ناروغۍ له امله تر خپلې مړینې پورې د موسیقۍ اجرا او ضبط ته ادامه ورکړه. [۲۳]

براون ۱۷ سندرې ضبط کړې چې د بېلبورډ مجلې په  R&B  جدولونو کې لومړۍ رتبې ته ورسېدې. هغه همداراز د بېلبورډ مجلې د ۱۰۰ شوقي سندرو په جدول کې د تر ټولو ډېرو سندرو د ځایولو لپاره ریکارډ لري کومې چې لومړۍ رتبې ته نه دي رسېدلې. براون له مړینې وروسته د رېتم او بلوز  موسیقۍ د مشاهیرو تالار او د سندرو د لیکونکو د مشاهیرو تالار ته په ۲۰۱۳ز کال کې د یو هنرمند په توګه او بیا وروسته په ۲۰۱۷ز کال کې د یو سندرغاړي په توګه ور د ننه شو. د جویل وایټبورن د تحلیل له مخې چې له ۱۹۴۲ز کال څخه تر ۲۰۱۰ز کال پورې یې د بېلبورډ مجلې د  R&B جدولونو په اړه تر سره کړی دی، براون په تر ټولو غوره ۵۰۰ هنرمندانو کې لمړۍ رتبه خپله کړې ده. نوموړی د رولېنګ سټون میاشتنۍ مجلې د ټول وخت لپاره د ۱۰۰ تر ټولو غوره هنرمندانو په لېست کې اووم ځای لري. [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

د ژوند لومړني وختونه[سمول]

براون د ۱۹۳۳ز کال د مې میاشتې په دریمه نېټه د سوېلي کارولینا په بارنوېل کې د ۱۶ کلنې سوسي (د زیږون پر مهال یې نوم بهلینګ و؛ زوکړه ۱۹۱۶ز کال ـــ مړینه ۲۰۰۴ز کال) او د ۲۱ کلن جوزف ګارډنر براون (زوکړه ۱۹۱۲ز کال ـــ مړینه ۱۹۹۳ز کال) په کور کې له لرګي څخه په جوړه شوې یوه کوچینۍ جونګړه کې زیږېدلی دی. د براون په اړه ویل کېږي چې نوم یې جوزف جېمز براون و، اما د هغه نوم او منځنی نوم په غلطۍ سره د نوموړي د زیږېدنې په سند کې سره بدل شوي دي. براون په خپل ژوند لیک کې، څرګنده کړې ده چې نوموړی له چینایي او اصلي امریکايي نسب څخه دی او دا چې پلار یې له یوې افریقایي-امریکایي او اصلي امریکایي مختلطې رېښې څخه و، په داسې حال کې چې مور یې مختلطه افریقایي-امریکايي او اسیایي رېښه درلوده. [۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

د براون کورنۍ د سوېلي کارولینا په اېلکو کې چې په هغه وخت کې یو بې وزله ښار و، په خورا سخته بې وزلۍ کې ژوند کاوه. یاده کورنۍ وروسته هغه وخت چې جېمز څلور یا پنځه کلن و، د جورجیا ایالت اګوسټا ته کډه شوه. د هغه کورنۍ په پیل کې د هغه د عمه/خاله له فاحشه خانو څخه په یوې هغې کې استوګنه شوه. دوی وروسته یوه کور ته چې له یوې بلې عمه سره یې شریک و، کډه شول. د براون مور په نهایت کې د یو ناندریز او له تاوتریخوالي ډک واده څخه وروسته کورنۍ پرېښوده او نیویارک ته ولاړه. [۳۷][۳۸][۳۹]

هغه په ماشومتوب کې د استعداد موندنۍ په ننداریزو برنامو کې سندرې ویل پیل کړل، چې د لومړي ځل لپاره په ۱۹۴۴ز کال کې د اګوسټا لینوکس په تیاتر کې راڅرګند شو، او د "ډېرې مودې" قصیدې په بوللو سره یې ننداره وګټله. په داسې حال کې چې په اګوسټا کې، براون د دویمې نړیوالې جګړې په پیل کې د کمپ ګورډون د سرتېرو د پام اړولو لپاره  د بک نڅاوې اجرا کولې، ځکه چې د هغوی کاروانونه د نوموړي د عمه کور ته څېرمه د کانال له یوه پله څخه تېرېدل. دا هغه ځای و چې نوموړي د بلوز موسیقۍ د افسانوي غږوونکي هاولین وولف د ګیتار غږونه واورېده. هغه د دې دورې په بهیر کې د پیانو، ګیتار، او هارمونیې (هارمونیکا) غږول زده کړل. هغه د لیویس جوردن له خوا د "کالدونیا" (Caldonia) او "ټېمپاني فایو" (Tympany Five) له اورېدو وروسته الهام واخیست تر څو یو سات تېروونکی شي. براون  د نوې ځوانۍ په دوره کې د یوې لنډې مودې لپاره د بوکس د لوبغاړي په توګه حرفه درلوده.[۴۰][۴۱][۴۲][۴۳]

هغه په ۱۶ کلنۍ کې، د غلا په جرم محکوم شو او په توکووا کې د نویو ځوانانو د توقیف مرکز ته واستول شو. نوموړي هلته د جاني تېري (Johnny Terry) په ګډون د خپلې بند خونې له څلورو ملګرو سره د انجیل (ګاسپل) یوه ځلور کسیزه ډله جوړه کړه. براون له سندرغاړي باب بایرډ سره هغه مهال د توقیف له مرکز څخه بهر وکتل چې کله دوی د یو بل پر وړاندې د بېسبال یوه لوبه تر سره کوله. بایرډ همدارنګه وروسته له هغې چې د براون په اړه یې "د موسیقۍ د صندوق بلل کېدونکي شخص" په توګه واورېدل، کوم چې په توقیف ځای کې له موسیقۍ سره په تړاو براون ته ورکړل شوی لقب و،  دا یې کشف کړه چې براون سندرې ویلی شوی. بایرډ له هماغه وخته ادعا کړې ده چې ده او کورنۍ یې د براون په ژر خوشي کېدو کې مرسته کړېده، کومه چې له محکمې سره د براون په هغه تعهد تمامه شوه چې نوموړی به "د خدای لپاره سندرې بولي". براون د توکووا د یو کاروباري اس. سي لاوسن په یوه کاري ضمانت باندې خوشی کړا شو. لاوسن وروسته د براون د کاري اخلاقو تر اغېزې لاندې راغی او د دوو کلونو لپاره په دنده کې د نوموړي د ساتلو له وعدې سره یې د هغه خلاصون تضمین کړ. براون د ۱۹۵۲ز کال د جون په ۱۴مه په مشروط ډول خوشی شو. براون د لاوسن له دواړو زامنو سره یو ځای کار کولو ته ادامه ور کړه، او د خپل دغه مسلک په بهیر کې به کله نا کله د خپلې کورنۍ د لیدو لپاره تله. له مشروط خوشي کېدو څخه لږ وروسته، نوموړی د ګاسپل په یوه ډله کې چې د ګاسپل د هر کله-اماده سندرغاړو ډله نومېده د بایرډ خور سارا پکې غړې وه، شامل شو.[۴۴][۴۵][۴۶]

د موسیقۍ مسلک[سمول]

۱۹۵۳ز کال ـــ۱۹۶۱ز کال: مشهورې لمبې (فېموس فلېمز )[سمول]

براون په نهایت کې په ۱۹۵۴ز کال کې د بابي بایرډ له ډلې سره یو ځای شو. نوموړي ګروپ د ګاسپل ستورو څخه، چې یوه اکاپېلا ګاسپل ډله وه، د اوونز په نامه یوې   R&B  ډلې ته تکامل کړی و. نوموړی ظاهراً د موټر د ټکر په یوه پېښه کې د دغې ډلې د یو غړي، ټرای کولینز له مړینې وروسته له یادې ډلې سره یو ځای شو. یاده ډله د براون او بایرډ په څنګ کې، له سایلوېسټر، کیلز، ډای اوګلېسبای، فرېډ پولیَم، ناش ناکس او نافلویډ سکاټ څخه تشکیل شوې وه. نوموړې ډلې د هنک بالارډ او مېډنایټرانو، اوریولز او بېلي وارډ او د هغه د ډومینو ګانو په څېر د  R&B  ډلو تر اغېزې لاندې راتلو سره خپل نوم لومړی  توکووا ډلې او بیا  فلېمز ته واړاوه. [۴۷][۴۸][۴۹][۵۰]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 119125102  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ انټرنېټ موويز ډېټابېس آئ ډي: https://www.imdb.com/name/nm0113768/ — د نشر نېټه: ۱۴ اکتوبر ۲۰۱۵
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb13891901w — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/James-Brown-American-singer — subject named as: James Brown — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6k64s8s — subject named as: James Brown — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Internet Broadway Database person ID: https://www.ibdb.com/broadway-cast-staff/73069 — subject named as: James Brown — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/17147643 — subject named as: James Joseph Brown — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/12596 — subject named as: James Brown — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/19644 — subject named as: James Brown — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ subject named as: James Brown — Filmportal ID: https://www.filmportal.de/af022bed128547498b70b0307291a572 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0012440.xml — subject named as: James Brown — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  12. http://www.nytimes.com/2006/12/26/arts/music/26brown.html
  13. subject named as: James Brown — Filmportal ID: https://www.filmportal.de/af022bed128547498b70b0307291a572 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Brown, James (03 May 1933–25 December 2006) — نشرونه لخوا د: American National Biography Online — https://dx.doi.org/10.1093/ANB/9780198606697.ARTICLE.1803922
  14. https://libris.kb.se/katalogisering/1zcgllgk3qk22kg — د نشر نېټه: ۲۴ اگسټ ۲۰۱۸ — د خپرولو نیټه: ۱۸ اکتوبر ۲۰۰۷
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ https://bodysize.org/fr/james-brown/
  16. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb13891901w — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  17. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/24240483
  18. (په October 28, 2015 باندې). James Brown – 10 of the Best.
  19. Wiegand, D. (December 26, 2006). James Brown: 1933–2006 – Godfather of Soul Changed Music at Frenetic Pace. San Francisco Chronicle. Retrieved January 10, 2007.
  20. Hay, Fred J. (2003). "Music box meets the Toccoa band: the godfather of soul in Appalachia". Black Music Research Journal. 23 (1–2): 103–133. doi:10.2307/3593211. JSTOR 3593211. د لاسرسي‌نېټه January 30, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  21. "The Famous Flames Biography | The Rock and Roll Hall of Fame and Museum". Rockhall.com. د اصلي آرشيف څخه پر June 25, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه February 16, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "James Brown Biography | The Rock and Roll Hall of Fame and Museum". Rockhall.com. د اصلي آرشيف څخه پر April 3, 2013 باندې. د لاسرسي‌نېټه February 16, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Collins, W. (January 29, 2002). "James Brown", St. James Encyclopedia of Popular Culture. Retrieved January 12, 2007.
  24. Corpuz, Kristin (May 3, 2017). "James Brown's Biggest Billboard Hot 100 Hits". Billboard. د لاسرسي‌نېټه May 9, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Whitburn, J. (2000). Top Pop Singles: 1955–1999. Menomonee Falls, Wisconsin: Record Research. p. 900. کينډۍ:ISBN.
  26. (په January 25, 2007 باندې). Funk's Founding Father: James Brown, 1933-2006.
  27. "Black Music & Entertainment Walk of Fame Announced With First Three Inductees". Billboard. February 18, 2021. د لاسرسي‌نېټه April 15, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "Songwriters Hall of Fame – James Brown Recordings". د اصلي آرشيف څخه پر June 29, 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه July 19, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "100 Greatest Artists Of All Time. 7. James Brown". Rolling Stone. د لاسرسي‌نېټه April 11, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Whitburn 2010، ص. 873.
  31. Whitburn 2010، ص. 89.
  32. "Ancestry of James Brown". د لاسرسي‌نېټه July 19, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. James Brown (1998). Notable Black American Men. Farmington Hills, Michigan: Thomson Gale (Document no. K1622000047). Retrieved January 12, 2007, from the Biography Resource Center database.
  34. Powell, Kimberly (June 15, 2018). "Ancestry of James Brown". thoughtco.com. د لاسرسي‌نېټه September 26, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Brown, J.; Eliot, M. (2005). "Introduction" in I Feel Good: A Memoir of a Life Soul. New York: New American Library. کينډۍ:ISBN.
  36. Brown او Tucker 1997، "Chapter One".
  37. (په January 25, 2007 باندې). Funk's Founding Father: James Brown, 1933-2006.
  38. Rhodes 2008، ص. 9.
  39. Rhodes 2008، ص. 8.
  40. St. Clair, Jeffrey (May 24, 2019). "The Army Ain't No Place for a Black Man". CounterPunch. د لاسرسي‌نېټه September 9, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. Kowalski, Ed (December 25, 2006). "Godfather of Soul, James Brown, Dead at 73". Voice of America. د اصلي آرشيف څخه پر January 9, 2007 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. Rhodes 2008، ص. 13.
  43. Rhodes 2008، ص. 11.
  44. Rhodes 2008، صص. 17-18.
  45. Rhodes 2008، ص. 16.
  46. Rhodes 2008، ص. 15.
  47. "Trace the Birth of Funk Back to James Brown". Goldmine Magazine. د اصلي آرشيف څخه پر October 2, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه July 19, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  48. Rhodes 2008، ص. 24.
  49. Rhodes 2008، ص. 18.
  50. Rhodes 2008، ص. 17.