جگجيت سېنگ
جگجيت سېنگ | |
---|---|
زېږون نوم | جگجيت سېنگ |
زېږېدنه | فېبروري 8, 1941 سري گنگانگر، راجستان هند |
ځېلونه | غزل, کلاسيک |
دندې | سندرغاړی |
د موسيقۍ آلات | باجه، تانپوره |
د فعاليت کالونه | ۱۹۶۶ – تر اوسه |
وېبځی | www.jagjitsingh.co.uk |
جگجيت سېنگ (۸ د فبروري، ۱۹۴۱ ز. - ۱۰ د اکتوبر، ۲۰۱۱ ز.) (په پنجابي،ਜਗਜੀਤ ਸਿੰਘ هندي: जगजीत सिंह) د هند يو نامتو غزل بول، کمپوزر او موزيک ډايرکټر و. هغه د خپلې ماندينې چېترا سېنگهـ سره يو ځای په سندرې وييلو پيل وکړ او تر دې حده په غزل وييلو کې بريالی شو چې اوس د غزل د پاچا په نامه هم يادېږي.[۱] جگجيت سېنگ او چېترا سېنگهـ دواړه ډېر بريالي سندرغاړي ول او له ۱۹۷۰ ز. نه تر ۱۹۸۰ ز. پورې يې شهرت اوج ته رسېدلی وه.[۲] دوی دواړه د نوې غزل بولۍ مخکښان گڼل کېږي. جگجيت سېنگ د هندي ژبې تر څنگ په پنجابي، اردو، بنگالي، گجراتي، سېندي او نيپالي ژبو کې هم سندرې وييلي او په ۲۰۰۳ ز. کال کې يې د هند د ملکي خدماتو تر ټولو درېمه لوړه جايزه پدما بهوشان ترلاسه کړې.
سرچينې
- ↑ (په 10 October 2011 باندې). Indian singer Jagjit Singh dies.
- ↑ Harris, Craig. "Jagjit and Chitra Singh: Biography". Allmusic. د لاسرسينېټه ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)