جي۲۰ (G20)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

جي ۲۰ يا د شلو ډله، د دولتونو تر منځ يوه تولنه ده چې له نولسو هېوادونو او اورپايي اتحاديې څخه جوړه ده. دا د نړيوال اقتصاد اړوند سترو ستونزو حل لپاره کار کوي، لکه نړيوال مالي ثبات، د اقلیم د بدلون کمول او دوامدار پرمختګ.[۱]

جی ۲۰ (G20) د نړۍ له تر ټولو سترو اقتصادونو څخه جوړ دی چې صنعتي او پرمختللي هېوادونه پکې شامل دي او د نړۍ د ناخالص توليد (GWP) ۹۰٪ برخه، د نړيوالې سوداګرۍ ۷۵-۸-٪، د نړۍ د نفوس دوه په درې برخه او د نړۍ د ټولې ځمکې نږدې نيمه برخه جوړوي.[۲][۳]

ګڼو اقتصادي بحرانونو ته په ځواب کې په ۱۹۹۹ز کال کې د جي ۲۰ بنسټ کېښودل شو. له ۲۰۰۸ز کال راهيسې دا ټولنه لږ تر لږه په کال کې يو ځل غونډه کوي، په دې سرمشريزو کې د هر غړي هيواد د دولت يا حکومت مشر، د ماليې وزير، د بهرنيو چارو وزير او نور لوړ پوړي مسئولين ګډون کوي، اروپايي کميسیون او اروپايي مرکزي بانک د اروپايي ټولنې استازولي کوي. نور هېوادونه، نړيوال سازمانونه او نادولتي سازمانونه هم سرمشريزه ته رابلل کېږي، ځينې يې په دايمي بنسټ بلل کېږي.[۴][۵]

د ۲۰۰۹ز کال په سرمشريزه کې جي ۲۰ خپل ځان د نړيوالې اقتصادي او مالي همغږۍ لپاره لومړی ځای اعلان کړ. له دې وروسته لسيزه کې د دې ډلې حيثيت لوړ شو او شنونکي يې د پام وړ نړيوال اغېز څخه کار اخيستونکې ډله بولي، له دې امله تر نيوکو لاندې ده چې غړي يې محدود دي، د عملي کولو ځواکونه يې کم دي او شته نورې نړيوالې ادارې کمزورې کوي. د دې ګروپ سرمشريزې ډېر ځله له لاريونونو سره مل وي، په ځانګړي ډول د نړيوالتوب ضد ډلو له خوا.[۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

تاريخ                                                                             [سمول]

بنسټ اېښودنه[سمول]

جي ۲۰ له دويمې نړيوالې جګړې وروسته لړۍ تر ټولو وروستی نوښت دی، موخه يې د اقتصادي تګلارې نړیواله همغږي ده، په دې ګروپ کې د «Bretton Woods twins»، پيسو نړيوال صندوق او نړيوال بانک په څېر ادارې شاملې دي، نړيوال سوداګريز سازمان هم اوس د دې برخه ده.[۱۲]

د جي ۲۰ وړاندوينه په ۱۹۹۹ز کال د جون په مياشت کې په «کولون» کې د جي ۷ د سرمشريزې پر مهال شوې وه او د ۱۹۹۹ز کال د سپتمبر په شپږ وېشتمه نېټه د جي ۷ د ماليې وزيرانو په ناسته کې منځ ته راوړل شوې ډله ده، لومړۍ ناسته يې د ۱۹۹۹ز کال د ديسمبر په پنځلسمه او شپاړسمه نېټه په برلين کې وشوه. د کاناډا د ماليې وزير «پال مارټين» يې لومړی مشر ټاکل شوی و او د المان د ماليې وزير «هانس ايچل» يې لومړۍ ناستې کوربه و.[۱۳]

د بروکنګز انستيتيتوت د «کولن ای. بريډ فورډ» او «جوهانس ايف لن» د ۲۰۰۴ز کال په يو راپور کې ټينګار شوی چې په بنسټيز ډول د جي-۷ ګروپ بنسټ د هغه مهال د مشر «ايچل» په نوښت جوړ شوی دی. خو «براډ فورډ» وروسته د کاناډا د هغه مهال د ماليې وزير (او د کاناډا راتلونکی لومړی وزير) «پال مارټين» «د ماليې وزير په کچه د جي-۲۰ په جوړېدو کې يو مهم شخص بللی دی، همدا راز لومړی هغه څوک چې وړانديز يې کړی و چې د جي-۲۰ دې د هېوادونو د مشرانو په کچه ناستو پر لور حرکت وکړي. کناډايي اکاډيميکې او ژورنالستي سرچينو هم جي-۲۰ د داسې يوې پروژې په توګه تعريف کړی دی چې مارټين او د هغه امريکايي سيال د هغه مهال د خزانې وزير «ليري سمرز» پيل کړې وه. خو ټول مني چې المان او متحده ايالاتو په حقيقت کې د دوی د لرليد په بدلولو کې مهمه ونډه درلودلې ده.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

مارټين او سمرز د پورونو د سترو بحرانونو د لړيو په غبرګون کې د جي۲۰ (G20) تصور وړاندې کړ، کوم بحرانونه چې د ۱۹۹۰ز لسيزې په وروستيو کې په مخ په وده بازارونو کې خپاره شوي وو، پيل يې د مکسيکو له پيسو بحران سره شوی و، او وروسته یې د ۱۹۹۷ز کال اسيايي مالي بحرانونه، د ۱۹۹۸ز کال روسي مالي بحران او په پايله کې په متحده ايالاتو اغېز وکړ، تر ټولو څرګند يې د ۱۹۹۸ز کال د مني په موسم کې د پیاوړي «hedge fund Long-Term Capital Management» سقوط و. دې حالت دوی ته انځور کړه چې په چټکۍ سره د نړيوال توب پر لور روانه نړۍ، جي۷، جي۸ او د بيټن ووډز نظام به ونه شي کولای چې له مالي اړخه باثباته شي، په همدې بنسټ دوی د يو نوي، پراخه حدودو لرونکي، د نړۍ د سترو اقتصادونو د ګروپ تصور وړاندې کړ، کوم به چې د دې مالي مرستو په مهيا کولو کې خپل غږ او مسئوليت ولري.[۱۶][۱۷][۱۸]

د جي۲۰ د غړيتوب پرېکړه د «ايچل» د مرستيال «Caio Koch-Weser» او د سمرز د مرستيال «Timothy Geithner» له خوا شوې وه. د سياسي اقتصادپوه «رابرټ ويډ» په وينا:

« Geithner او Koch-Weser د غړيو فهرست وکوت، او ويې ويل چې کاناډا داخل، پرتګال بهر، سويلي افريقا داخل، نایجيريا او مصر بهر او همداسې مخکې ولاړل؛ دوی خپل فهرست د جي۷ د ماليې نورو وزيرانو ته واستاوه او د لومړۍ ناستې بلنليک واستول شو».[۲۰]

لومړي موضوعات[سمول]

د جي۲۰ لومړی تمرکز د نړيوال اقتصاد په مديريت و. د سرمشريزو شعارونه کال په کال بدلون مومي. د ۲۰۰۶ز کال د جي۲۰ د وزيرانو په کچه د ناستې شعار «د نېکمرغۍ جوړول او ساتل» و. په هغو موضوعاتو کې چې تر بحث لاندې نيول شوي وو د «دوامدارې ودې» تر لاسه کولو لپاره کورني اصلاحات، نړيوالې انرژۍ او د سرچينو د توکو بازارونه، د نړيوال بانک او پيسو نړيوال صندوق سمون او د نړۍ د مخ پر وده نفوس له امله د نفوسي بدلونه شامل وو.

په ۲۰۰۷ز کال کې، سويلي افريقا د دارالانشاء کوربه توب وکړ چې د سويلي افريقا د ماليې وزير «ټريور اي مينول» د جي۲۰ رياست پر غاړه درلود.

په ۲۰۰۸ز کال کې، د برازيل د ماليې وزير « Guido Mantega» د جي۲۰ رياست په غاړه درلود، نوموړي په مالي بازارونو کې د سيالۍ، تصفيه شوې انرژۍ، اقتصادي ودې او د ودې او پرمختګ د مالي عناصرو په اړوند د بحث او مباحثې وړانديز وکړ.

د ۲۰۰۸ز کال د اکتوبر په يوولسمه نېټه د جي-۷ د ماليې وزيرانو له ناستې وروسته، د متحده ايالاتو ولسمشر جورج ډبليو بوش وویل چې د جي۲۰ بله ناسته به د ۲۰۰۸ز کال د مخ پر زياتېدو اقتصادي بحران لپاره د حل لارو د پیدا کولو لپاره مهمه وي.

سرمشريزې[سمول]

د جي۲۰ د ماليې وزيرانو او مرکزي بانک د رئيسانو ناسته، څوک چې د مشرانو سرمشريزه جوړوي او د هغوی پرېکړې عملي کوي، د ۲۰۰۷-۲۰۰۸ز کلونو مالي بحرانونو او همدا راز د هغو زياتېدونکو اعترافاتو په غبرګون کې جوړې شوې وې چې ګوندې مخ پر وده هېوادونه په مناسب ډول په بنسټيزو نړيوالو اقتصادي بحثونو او مديريتونو کې نه وو شامل کړای شوي. سربېره پر دې، د جي۲۰ د دولتونو او حکومتونو د مشرانو سرمشريزې تر سره شوې.

په ۲۰۰۸ز کال کې په واشنګټن کې د پيل له ناستې وروسته، د جي-۲۰ مشرانو دوه ځلې په يو کال کې سره وکتل: په ۲۰۰۹ز کال کې په لندن او پيټسبرګ او په ۲۰۱۰ز کال کې په ټورنټو او سويل کې.[۲۱]

له ۲۰۱۱ز کال راهيسې، له کله چې فرانسې د جي۲۰ کوربه توب کړی، سرمشريزې په کال کې يواځې يو ځل تر سره کېږي. د ۲۰۱۶ز کال ناسته د چين په «هانګزو» کې تر سره شوې وه، د ۲۰۱۷ز کال سرمشريزه د المان په هامبرګ، د ۲۰۱۸ز کال سرمشريزه د ارجنټاين په «بيونس ايرس»، د ۲۰۱۹ز کال سرمشريزه د جاپان په اوساکا، د ۲۰۲۰ز کال سرمشريزه د سعودي عربستان په رياض کې ټاکل شوې وه، خو د کرونا له امله په مجازي ډول تر سره شوه، د ۲۰۲۱ز کال سرمشريزه د ايټاليې په روم ښار کې تر سره شوه او د ۲۰۲۲ز کال سرمشريزه به د اندونيزيا په بالي کې تر سره شي.[۲۲][۲۳]

له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د وزيرانو په کچه د جي۲۰ يو لړ ناستې تر سره شوي دي. په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ز کلونو کې د کرنې د وزيرانو ناستې تر سره شوې وې؛ په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ز کلونو کې د بهرنيو چارو د وزيرانو ناستې تر سره شوې وې، په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۴ز کلونو کې د سوداګرۍ  د وزيرانو ناستې او له ۲۰۱۰ز کال راهيسې په کلني ډول د کار د وزيرانو ناستې تر سره کېږي.[۲۴]

سرچينې[سمول]

  1. "G20 Finance Ministers Committed to Sustainable Development". IPS News. 9 September 2015. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ ډيسمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "What is the G20 | G20 Foundation". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ مې ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "G20 Members". G20.org. د اصلي آرشيف څخه پر 3 فبروري 2014 باندې. د لاسرسي‌نېټه 15 جنوري 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Think Tanks". G20 Insights. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Past Summits"
  6. (په 25 September 2009 باندې). Officials: G-20 to supplant G-8 as international economic council. CNN
  7. "Global Politics". Andrew Heywood. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ ډيسمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په 22 June 2010 باندې). Norway Takes Aim at G-20:'One of the Greatest Setbacks Since World War II'. Der Spiegel.
  9. (په 19 April 001 باندې). Who would replace Argentina on the G20?. Foreign Policy.
  10. (په 17 June 2010 باندې). Toronto G20 protest hints at more to come. Reuters.
  11. (په 7 July 2017 باندې). G20 protests: Why the international summit attracts so much anger.
  12. See, e.g., Woods 2006; Gilpin 2001; Markwell 2006.
  13. "What is the G20?". University of Toronto. 2010. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ نومبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Colin I. Bradford; Johannes F. Linn (2004). "Global Economics". Brookings Institution. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ نومبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Bradford, Colin I. (23 June 2010). "Web Chat: Previewing the G-20 Summit". Brookings Institution. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جولای ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ Kirton, John (17 December 2013). "Explaining G20 Summit Success". G20 Information Centre. Munk School of Global Affairs, University of Toronto. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جولای ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ "Who gets to rule the world". Sean Kilpatrick. Maclean's Magazine (Canada). 1 July 2010
  18. ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ (په 18 June 2010 باندې). How Canada made the G20 happen. The Globe and Mail.
  19. Thomas Axworthy. "Eight is not enough at summit." Toronto Star. 8 June 2007. Retrieved 16 April 2011.
  20. Wade 2009، ص. 553.
  21. "US to host next G20 world meeting". BBC News. 28 May 2009. Retrieved 9 December 2012.
  22. "Leaders' statement, the Pittsburgh Summit," p. 19 §50 (PDF) Archived 12 June 2010 at the Wayback Machine.. G20.org. 25 September 2009.
  23. "G20". Bond.org.uk. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ جون ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جون ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "G20 Ministerial Meetings". G20 Research Group. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ سپټمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)