جيرمين ګرير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جيرمين ګرير
(انګلیسي: Germaine Greer)[۱]  د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جيرمين ګرير
جيرمين ګرير

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۹ جنوري ۱۹۳۹[۲][۳]
تابعیت آسټراليا [۴]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
تعلیم مېلبورن پوهنتون [۵]
د کېمبرېج پوهنتون (–۱۹۶۷)[۵]  د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تعلیمی اسناد د فلسفې ډاکتر   زمرہ:صفحات مع تعلیمی سندزمرہ:صفحات مع تعلیمی سند د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک خبريال [۵]
سکرين ليکوال [۶][۷]
لوبگر [۸][۹]
ليکوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۱۰][۱۱]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه جنسیتي مطالعات   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر شخصیات مېري ولسټونکرافټ
سيمون ډي بيوار   د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

جيرمن ګرير (د ۱۹۳۹ د جنورۍ په ۲۹ نېټه زېږېدلې) يوه استراليايۍ لیکواله او عامه مفکره ده، نوموړې د شلمې پېړۍ په وروستۍ نیمايي کې د بنسټپاله ښځمنپال خوځښت يوه له سترو څېرو بلل کېږي.[۱۲]

نوموړې په انګليسي ژبه او د ښځو په ادبياتو کې تخصص لري، د انګلستان د «وارويک» پوهنتون او کامبريج د «نيونام» کالج او همدا راز د متحده ايالاتو په «تولسا» پوهنتون کې يې علمی دندې تر سره کړي دي. نوموړې چې له ۱۹۶۴ز کال راهيسې په انګلستان کې مېشته ده، له ۱۹۹۰ز لسيزې راهيسې يې خپل وخت د کوينزلينډ او استراليا ترمنځ وېشلی دی، کور يې د انګلستان په ايسيکس کې دی. [۱۳]

د «ښځينه خصي» (۱۹۷۰ ز کال) په نوم د هغې د لومړي کتاب له خپرېدو وروسته د هغې اندونو لانجې زېږولي او هغه يې په يوه مشهوره څېره بدله کړې. په نړیواله کچه زيات پلورل کېدونکی او د ښځو دحقوقو څخه د دفاع د خوځښت د عطف د نقطې په توګه، دې کتاب د ښځه توب او ښځمنپالنې په توګه د اندونو تر منځ منظم توپيرونه وړاندې کړل، هغې استدلال کړی چې ښځې اړ شوې، څو په ټولنه کې منونکې دنده ومني، تر څو د سړيو هغه خيالات پوره کړي، د کومو چې ښځه مستحقه ده.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۵]

د ګرير وروستي آثار په ادبياتو، ښځمنپالنې او چاپېريال تمرکز لري. نوموړې له شلو زيات کتابونه ليکلي، چې په هغې کې جنس او قسمت (۱۹۸۴ز کال)، فرصت (۱۹۹۱ ز کال)،  ټوله ښځه (۱۹۹۹ ز کال)  او هلک (۲۰۰۳ ز کال) شامل دي. د « White Beech: The Rainforest Years» په نوم د هغې د ۲۰۱۳ز کال کې کتاب د استراليا په «نومينباه» دره کې د يوې ځنګلي باراني سيمې د بيا جوړولو د هڅو په اړه بيان کوي. د هغې پر علمي کاراو فعاليت سربېره، هغه يوه پېژندل شوې ليکواله هم وه چې «دي سنډی ټايمز، دي ګارډين، دي ډيلی ټيليګراف، دي سپيکټيټر، دي انډيپينډينټ» او «دي اولډای» تر څنګ يې نورو ته هم ليکنې کړي دي.[۱۷]

ګرير د برابرۍ پلوې ښځمنپالې په پرتله يوه ازادخياله (يا بنسټپاله)  ده. د هغې موخه له نارينه وو سره برابري نه ده، کوم څه ته چې هغه حل او «د ناازادو خلکو په څېر ژوند کولو سره موافقه» وايي. هغې د «ټوله ښځه» (۱۹۹۹ ز کال)  په نوم کتاب کې ليکلي دي:«د ښځو آزادۍ ته د نارينه حقيقي وړتيا ته په کتنې سره د ښځې وړتيا ته نه دي کتل شوي».د دې پر ځای دليل وړاندې کوي چې د آزادۍ مطلب په توپير ټينګار کول او «د خپل ځان د تعريف او د خپلې خوښې پرېکړې د شرط په توګه په هغې ټينګار کول» دي. دا د ښځو د آزادۍ لپاره يوه مبارزه ده، تر څو دوی «خپل ارزښتونه پيدا کړي، خپل لومړيتوبونه برابر کړي او د خپل بخت په اړه خپله پرېکړه وکړي». 

د ژوند لومړي کلونه او زده کړه[سمول]

مالبورن[سمول]

ګرير په يوه کاتوليکه کورنۍ کې په مالبورن کې زېږېدلې وه، په دوو خوېندو کې مشره وه او يو کشر ورور يې درلود. د هغې پلار «ايريک ليګنالډ (ريګ) ګرير» هغې ته ويلي و چې هغه په سويلي افريقا کې زېږېدلی وه، خو  دنوموړي له مړينې وروسته هغه خبره شوه چې هغه په د «ټسمانيا» په لاونسيسټن» کې زېږېدلی و چې د زېږېدو نوم يې «رابرټ هاميلټن کينګ» و. هغه او د هغې مور «مارګريټ (پيګي) می لافرانک»  د ۱۹۳۷ز کال د مارچ په مياشت کې واده کړی و؛ «ريګ» له واده مخکې کاتوليک مذهب ته واوښت. پيګي د ښځو خولۍ جوړولو او پلورلې او ريګ د ورځپاڼو اشتهارات پلورل. سره له دې چې هغه د يوې کاتوليکې په توګه ستره شوه او پلار يې په څرګند ډول د يهوديت خلاف و، ګرير وروسته په دې قانع شوې وه چې پلار يې په پټه د يهودي ميران اړوند و. هغې باور درلود چې نيا يې يوه يهودۍ ښځه وه چې «ريچل وايس» نومېده، خو مني چې شونې ده هغې دا خبره «د يهودي کېدو سره د زياتې مينې» له امله جوړه کړې وي. سره له دې چې هغه نه پوهېده چې ايا په سلسله نسب کې يې کوم يهودي و که نه، ګرير بيا هم خان «يهودي احساساوه» او په يهودي ټولنه کې يې د ځپل ځان په ښکېلولو پيل وکړ. هغې يادي ژبه زده کړه، د يهوديانو د نندارې وړاندې کولو له يوې ډلې سره يو ځای شوه او له يهودي نارينه وو سره يې معاشقې وکړې.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

دا کورنۍ د مالبورن په کليواله سيمه کې «ايلوډ» کې اوسېده، لومړی په «ډاکتر کوڅه» په يو کرايي کور کې چې د سمندر له غاړې سره نژدې و او وروسته بيا په «ايسپلاناډا» کې يو بل کرايي کور ته ولاړل. د ۱۹۴۲ز کال د جنورۍ په مياشت کې د ګرير پلار د دويم استراليايي شاهي ځواک سره يو ځای شو، مخکې يې له استراليايي شاهي هوايي ځواک څخه روزنه تر لاسه کړې وه، نوموړي د بریتانوي شاهي هوايي ځواک لپاره په مصر او مالټان کې په شفرونو کار وکړ. ګرير د ۱۹۴۳ز کال د فبرورۍ له مياشتې په ايلوډ کې د سينټ کولومبا کاتوليک لومړني ښوونځې ته ولاړه – دا مهال دې کورنۍ د ايلوډ په ۵۷ اورمونډ سرک ژوند کاوه، له هغې وروسته یې د سنډريګام په سيکرډ هارټ پاريش ښوونځي کې داخله وکړه او بيا په «ريپونليا» کې د هولي ريډيمر ښوونځي  ته ولاړه.[۲۲][۲۳][۲۴]

په ۱۹۵۲ز کال کې، ګرير په «ګارډين ويل» کې د «سټار او د سي کالج» لپاره بورس تر لاسه کړ، د مذهبي پرهېزګارانو يو ښوونځی دی چې د «Sisters of the Presentation of the Blessed Virgin Mary» له خوا پر مخ وړل کېږي، د ښوونځي راپور کې هغه «تر يو بريده ګوښې کېدونکې او په يو ډول په خپلو زده کړو او شخصي غبرګون کې غرقه او بې ترتيبه» وښودله. په دې کال د هغې هنري کارونه، د مذهبي روحانيونو د مشر«مينکس» په واسطه پرانيستل شوي ټای ګيلري کې د ماشومانو د هنر د نندارې د څوارلسو کلونو څخه د کم عمر لرونکو په برخه کې شامل کړای شوي وو. د ښوونځي له پرېښودلو يو کال وروسته يې کاتوليک عقيده پرېښوده، ځکه د خدای د وجود په اړه د ښځينه راهبانو استدلالات د هغې لپاره قانع کوونکي نه و او په اتلس کلنۍ کې له کوره ووته. هغې له خپلې مور سره له ستونزو ډکه اړيکه درلوده، د ګرير په وينا: مور يې د اسپرګر ناروغۍ نښې درلودې (دا يوه ناروغي ده چې د بنده په ټولنيزو اړيکو او خبرو اترو اغېز کوي). په ۲۰۱۲ز کال کې، هغې وويل: کېدای شي ورور يې د هغه څه بښنه ورته وکړي چې دې هغوی پرېښودل، خو د خپلې خور په اړه دومره ډاډه نه وه، «د چا سره چې زه تر بل هر چا زياته مينه لرم».[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

پوهنتون[سمول]

مالبورن او سيډني[سمول]

له ۱۹۵۶ز کال راهيسې ګرير د مالبورن پوهنتون د ښوونکو د کارج په بورس انګليسي او فرانسوې ژبې او ادبيات ولوستل، د لومړي ځل لپاره په يوه اونۍ کې د اتو پاونډو په لګښت په يو کور کې اوسېده. هغه چې په شپاړس کلنۍ کې اته فوټه دنګه وه، د پام جلبولو څېره يې درلوده. په مالبورن کې د هغې د همغصري ژورنالست «پيټر بليزي» په وينا: «دنګه، نرم اندامه او د ښه ظرافت لرونکې، هغې د پوهنتون کې په انګړ کې قدم کېشود او پوهېده چې د هغې په اړه ډېرې خبرې کېږي». په لومړي کال له يو ډول ګډوډۍ سره مخامخ شوه، لامل يې خپګان و چې بيا د لنډ وخت لپاره په روغتون کې تر درملنې لاندې ونيول شوه. هغې د «پلی بوا» مجلې ته په يوه مرکه کې چې په ۱۹۷۲ز کال کې خپره شوې وه، ويلي چې: په مالبورن کې د خپل دويم کال پر مهال په هغې جنسي تېری شوی و، دا يوه داسې تجربه وه چې هغې د ۱۹۹۵ز کال د مارچ په مياشت کې په «دي ګارډين» کې په تفصيل سره بيان کړه. [۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

په ۱۹۵۹ز کال کې له مارلبورن څخه په دويمه درجه له فارغېدو لږ مخکې هغه سيډني ته ولاړه، چېرې چې هغه له سيډني پوش او د سيدني له خپلواکي غوښتونکو انارشيستانو سره يو ځای شوه. هغې وويل «دا خلک يواځې او يواځې د رښتياوو په اړه خبرې کوي» او ټينګار يې کاوه چې ډيری هغه شيان چې موږ اوس ورسره مخ د فکر طريقه وه، څه چې د درواغو مترادف و – يا د دوی په وينا مزخرفات وو. دوی به په سسکس کوڅه کې د رايل جورج هوټل په وروستۍ خونه کې سره ليده کاته کول. «کلايو جيمز» هغه مهال په دې ډله کې شامل و. د ګرير يو ژوند ليکونکي «ګريسټين واليس» ليکلي دي چې ګرير «د رايل جورج هوټ ته راننوته، د زړو شرابو له بد بوی او سيګار له دود څخه ډکه کوټه کې ګڼو خلکو له خپلو خانونو سره په نامنظم ډول خبرې کولې او د ژوند په «پوش» طريقې د تګ لپاره راوتلي وو، دا يو له زغم وتلی ستونزمن حالت و چې ما خپل ځان اړکړ بايد زده يې کړم». ګرير په لومړي سر کې د خپل ځان په اړه د يوې انارشيستې فکر وکړ، خو نه پوهېده چې ولې دې لور ته مايله وه؛ د «پوش» له لارې هغه د انارشيستو ادبياتو سره بلده شوه. هغې په دې ډله کې له «هيري هوټن» او «رويلوف سمايلډ» سره مهمې اړيکې درلودې چې دواړه د دې ډلې نامتو غړي وو. په «ګليب پواينټ روډ» د هغې او د سمايلډ اپارتمان شريک و، خو دا اړیکه ډېره ونه پاېده. د والس په وينا د پوش د «ازادې مينې» نظريې په واک کې نيول او کينه ردول، کوم چې په طبيعي ډول د نارينه وو په پلوۍ کار کاوه.[۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://vocab.getty.edu/ulan/500255077
  2. انټرنېټ موويز ډېټابېس آئ ډي: https://www.imdb.com/name/nm0339442/ — د نشر نېټه: ۱۳ اگسټ ۲۰۱۵
  3. https://www.encyclopedia.com/people/social-sciences-and-law/social-reformers/germaine-greer
  4. http://www.nytimes.com/2005/01/20/arts/television/20gree.html
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ دوتنه: Virginia Blain ، Isobel Grundy او Patricia Clements — سرليک: The Feminist Companion to Literature in English — پاڼه: 459
  6. http://www.pedestrian.tv/news/entertainment/germaine-greer-reveals-sexy-fling-with-fellini/12674.htm
  7. https://aggsliterature.wordpress.com/social-historical-context-for-top-girls/
  8. http://www.listal.com/viewimage/1272224
  9. http://www.fanmail.biz/2990.html
  10. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12058292f — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  11. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn19990002863 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  12. Magarey 2010, pp. 402–403; Medoff 2010, p. 263; Standish 2014, p. 263; Francis & Henningham 2017. For the date of birth, Wallace 1999, p. 3.
  13. Francis او Henningham 2017.
  14. Saracoglu, Melody (12 May 2014). "Melody Saracoglu on Germaine Greer: One Woman Against the World", New Statesman.
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Reilly 2010، ص. 213.
  16. Winant 2015.
  17. Buchanan, Rachel (7 January 2018). "Why it's time to acknowledge Germaine Greer, journalist". The Conversation. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Wallace 1999, pp. 1–3; Kleinhenz 2018, p. 3.
  19. Greer, Germaine (1989). Daddy, We Hardly Knew You. New York: Fawcett Columbine. د کتاب نړيواله کره شمېره 0449905616. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Wallace 1999، صص. 1–3.
  21. Kleinhenz 2018، ص. 292.
  22. Packer 1984, p. 86; Wallace 1999, pp. 4, 72; "Record Search". National Archives of Australia. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جون ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Wallace 1999، ص. 4.
  24. Wallace 1999، صص. 4, 11, 13.
  25. Interview with Germaine Greer پر يوټيوب باندې, Festival of Dangerous Ideas 2012, Sydney Opera House (00:01:00–00:03:42)
  26. (په 2 October 1952 باندې). High Standard of Children's Art.
  27. Wallace 1999، صص. 11, 13.
  28. Wallace 1999، ص. 16.
  29. Wallace 1999, p. 269.
  30. (په 20 March 1995 باندې). [{{{url}}} The refusal to be bowed by brutality].
  31. Milliken, Robert (28 September 1997). "Greer savages 'dung beetle' biographer". The Independent, citing Blazey, Peter (1997). Screw Loose: Uncalled for Memoirs. Sydney: Picador.
  32. Packer 1984, p. 89; Wallace 1999, pp. 27, 49.
  33. Wallace 1999، ص. 33.
  34. Wallace 1999, p. 73; also see Coombs 1996
  35. Wallace 1999، ص. 74.
  36. Wallace 1999، ص. 201.
  37. Wallace 1999، صص. 57–59.