جولیان هاکسلی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جولیان هاکسلی
(انګلیسي: Julian Huxley د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جولیان هاکسلی
جولیان هاکسلی

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۲ جون ۱۸۸۷[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]
لندن [۳]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 14 فبروري 1975 (88 کاله)[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۵][۱۷][۱۸][۱۹]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لندن [۳]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت برېتانيا [۲۰]
د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي (–۱۲ اپرېل ۱۹۲۷)  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک ليکوال [۳][۲۱]
فیلسوف
بيالوژي پوه (د ژونديو موجوداتو د علومو پوهان)   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۲۲][۲۳]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه ژونپوهنه
ټرانس هومانیزم (ټرانس بشرپالنه)
تکاملي بيولوژي [۲۴]
فلسفه [۲۴]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تحریک اتيزم   د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
برخه د برتانيا فوځ   د (P241) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مقام دويم بريدمن   د (P410) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جګړه/جګړې لومړنۍ نړېواله جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

جولیان سورل هاکسلی (زوکړه: د ۱۸۸۷ زکال د جون ۲۲ مه – مړینه: د ۱۹۷۵ زکال د فبروري ۱۴ مه) انګلستان ته اړوند تکاملي بیولوژي پوه، اصلاح پالونکی او نړیوال توب پالونکی و. هغه د طبیعي انتخاب ملاتړی او همدارنګه په شلمه پېړۍ کې د معاصر سنتز په برخه کې له مخکښو څېرو څخه و. نوموړی د لندن د ځناور پوهنې د ټولنې (Zoological Society of London) منشي (۱۹۳۵- ۱۹۴۲ زکال)، د یونسکو لومړی مشر، د نړیوال ځنګلي ژوند د صندوق (World Wildlife Fund) بنسټ اېښودونکی غړی، د بریتانوي اصلاح غوښتونکې ټولنې (British Eugenics Society) مشر (۱۹۵۹- ۱۹۶۲ زکال) او د انسان پالونکې بریتانوۍ ټولنې (British Humanist Association) لومړنی مشر و. [۲۵]

هاکسلي په کتابونو او مقالاتو او همدارنګه په راډیو او ټلویزیون کې د علمي مواردو په وړاندې کولو سره په پام وړ کچه شهرت موندلی و. نوموړي د ځنګلي ژوند اړوند د اوسکار جایزې ګټونکي یوه فلم ډایرکټري وکړه. هغه د علم د خپراوي له امله په ۱۹۵۳ زکال کې د یونسکو کالینګا جایزه، په ۱۹۵۶ زکال کې یې د سلطنتي ټولنې څخه د داروین مډال او په ۱۹۵۸ زکال کې یې د لینه این ټولنې (Linnaean Society) د داروین – والس مډال ترلاسه کړ. نوموړی همدغه کال (۱۹۵۸ زکال) شوالیه (ښاغلی) شو؛ سل کاله وروسته له هغه چې چارلز داروین او الفرد راسل والس د طبیعي انتخاب پر بنسټ د تکامل نظریه وړاندې کړه. په ۱۹۵۹ زکال کې نوموړي د نړیوالو نفوسو - د والدینو په کټګوري کې د لاسکر بنسټ ځانګړې جایزه ترلاسه کړه. [۲۵]

ځانګړې چارې[سمول]

تکامل[سمول]

هاکسلي او بیولوژېست اګوست وایزمن په طبیعي انتخاب باندې د تکامل د لومړني عامل په توګه ټینګار درلود. هاکسلي د شلمې پېړۍ په نیمايي کې د معاصر تکاملي سنتز په برخه کې له اصلي مخکښانو څخه و. نوموړی د عامو وګړو ترمنځ د ژوند پوهنې د علم ترویج کوونکی و چې په ځانګړې توګه یې په دریو مواردو تمرکز درلود.

شخصي نفوذ[سمول]

د شلمې پېړۍ په لومړیو کې نوموړی له ډېر کم شمېر ژوند پوهانو څه و چې باور یې درلود طبیعي انتخاب د تکامل اصلي تحریک کوونکې قوه ده او تکامل د کوچنیو ګامونو پر مټ رامنځته کېږي نه د لویو ګامونو (خېزونو) پرمټ. دغه نظریات اوس مهال معیاري نظریات ګڼل کېږي. په داسې حال کې چې د یو علمي څېرې په توګه د هغه وخت لنډ و خو هغه په ۱۹۲۰مه لسیزه کې په اکسفورډ پوهنتون کې د تکاملي ژوند پوهانو په تدریس او هڅونه لاس پورې کړ. له دغو څخه چارلز الټون د چاپېریال پوهنې، السټر هارډي د سمندري ژوند پوهنې او جان بېکر د حجروي ژوند پوهنې په برخو کې پیاوړي بریالي کسان شول چې بېکر بیا په سلطنتي ټولنه کې د هغه خاطرات ولیکل.[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

د دوی ترمنځ تر ټولو مخکښ اډموند بریسکو فورډ و چې د اکولوژیکي ژنټیک په نامه څېړنیزه برخه یې تاسیس کړه او په تکاملي سنتز کې یې ونډه لرله. بل مهم زده کوونکی یې ګاوین ډی بیر و چې د تکامل او پراختیا اړوند یې لیکنې وکړې او بیا د طبیعي تاریخ د موزیم مدیر شو. دواړو دغو څېړونکو د ژنټیک، تجربي ځناور پوهنې (د جنین پوهنې په ګډون) او اخلاق پوهنې اړوند د هاکسلي په لکچرونو کې ونډه اخیسته. هغوی وروسته د هاکسلي همکاران شول او بیا ورپسې په خپلو علمي برخو کې رهبران شول.

هغه مهال چې پوهانو د نن ورځې په کچه زیات سفر نه کاوه، هاکسلي په پراخه کچه اروپا، افریقا او متحده ایالاتو ته سفرونه وکړل. له همدې امله هغه وکولای شول له نورو ساینس پوهانو، طبیعت پوهانو او مدیرانو څخه ډېر څه زده کړي او پر هغو اغېز هم وکړي. په متحده ایالاتو کې نوموړي وکولای شول د طبیعي انتخاب د بیاځلي ارزیابۍ په حساس مهال کې له نورو تکامل پالونکو سره وګوري. په افریقا کې نوموړي وکولای شول په استعماري مدیرانو باندې د وحشي حیواناتو اړوند د پوهې او د هغو د ساتنې په برخه کې اغېز وکړي. په اروپا کې نوموړي د یونسکو سازمان له لارې د دویمې نړیوالې جګړې وروسته د دغو علومو د بېرته راژوندي کولو په مرکز کې موقعیت درلود. خو په روسیه کې د نوموړي تجربیاتو توپیر درلود. د هغه لومړي پام وړ لیدلوري د ستالین د جنایتکارانه ځپلو او د لیسنکو د پېښې په اړه د مخ پر زیاتوالي درک له امله بدلون وموند. ډېر کم شواهد شتون لري چې ښيي هغه دې په شوروي اتحاد باندې کوم اغېز لرلی وي، هغه چاره چې د نورو لویدیځو پوهانو اړوند هم صدق کوي. «مارکسېزم – لینینېزم په یو متعصب مذهب اوښتی و... او د نورو ټولو متعصبو مذاهبو په څېر یې د اصلاحاتو پر ځای آزار او ځورونې ته مخه کړې وه». [۳۰][۳۱]

تکاملي سنتز[سمول]

هاکسلی د معاصر تکاملي سنتز یو له اصلي معمارانو څخه و چې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال رامنځته شو. د جنټیکي او جمعیتي نظریاتو ترکیب د داسې توافق د رامنځته کېدو لامل وګرځېد چې له شاوخوا ۱۹۴۰ زکال څخه د ژوند پوهنې په برخه کې حاکم و او اوس هم په پراخه کچه اثبات وړ دی. «د تکاملي ژوند پوهنې په تاریخ کې تر ټولو لار ښوونکی پړاو د نوي داروینېزم د سنتز رامنځته کېدل و». په ۱۹۸۰ زکال کې د ارنست مایر په خبره دغه سنتز په داسې توګه رامنځته شو چې «یوازې د یوه اړخ نظر سم وبولي او د نورو لیدلوري ناسم وګڼي، بلکې د پخوانیو سیالو څېړنیزو ستراتیژیو د تر ټولو اغېزمنو مولفو د تبادلې پر بنسټ و». [۳۲][۳۳]

د معاصر تکاملي سنتز اړوند د هاکسلي سره د اصلي مرسته کوونکو په نوملړ کې ارنست مایر، تئودوسیوس دوبژانسکي، جورج ګیلورد سیمپسون، برنهارد رنچ، لډیارډ سټیبنز او جمعیتي ژنټیک پوهان جان هالډین، رونالډ فیشر او سېوال رایټ شاملېږي. په داسې حال کې چې دغې موضوع ته اړوند د هاکسلي د کتاب د خپرېدو پر مهال د هغو څو تنو یې په دغه مورد کې لا هم خپله جلا ونډه نه لرله. په ډاډمنه توګه ویلای شو چې د هاکسلي لپاره اې.بي. فورډ او د هغه همکار چاپېریالي ژنټیک پوهان حد اقل په هماغه کچه مهم و؛ همدارنګه د کروموزومونو متخصص سیریل ډارلینګټون ورته د حقایقو او نظریاتو پام وړ منبع وه. [۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]

هاکسلي د نوي سنتز او تکاملي سنتز اصطلاحات رامنځته کړل؛ همدارنګه یې په ۱۹۳۸ زکال کې د کلاین اصطلاح اختراع کړه څو هغو نوعو ته اشاره وکړي چې غړي یې د فرعي انواعو په لرلو په یوه جغرافیي سیمه کې د شخصیت له دوامداره بدلون سره مخ کېږي. د کلاین لرغونې نمونه د شمالي قطب په چاپېر کې د لاروس هیلۍ فرعي ډولونه و. کلاین د حلقوي نوعو څرګندونکې بېلګه وه. [۴۱][۴۲][۴۳]

د تکاملي سنتز په برخه کې د هاکسلي وروستۍ هڅې چاپېریالي یا ایکولوژیکي ژنټیک ته اړوندې وې. هغه څرګنده کړه چې په طبیعت کې څو ډوله شکل لرل (پولي مورفېزم) په څومره پراخه کچه شتون لري چې په یو شمېر هغو کې څرګند مورفېزم یې تر ټولو دود ډول دی. [۴۴][۴۵][۴۶]

تکاملي وده[سمول]

په داسې حال کې چې هاکسلي باور درلود چې د ټولیز تفکر له مخې تکامل په یوه سازمان کې د پرمختګ لامل ګرځي او په دې سره یې د ارسطو لرغونې پای پوهنه یا تیلولوژي رد کړه: «معمولي انسان، یا حد اقل یو معمولي شاعر، فیلسوف او الهیات پوه تل د تکامل د بهیر د موخې موندنې سره لیوالتیا لرلې. زه باور لرم چې دغه استدلال په بشپړه توګه ناسم دی». هاکسلي په دغه برخه کې له موخې پرته د ودې (Progress without a goal ) عبارت ابداع کړ څو د تکامل د معاصر سنتز په برخه کې خپلې چارې د هغو پر مټ را لنډې/خلاصه کړي او وښيي چې تکاملي وده «د بیولوژیکي موثریت د سطحې لوړوالی دی چې په چاپېریال باندې د زیاتېدونکی کنټرول او له هغو څخه د خپلواکۍ په توګه تعریف کېږي». نوموړي په عمل کې د تکامل (Evolution in action) تر عنوان لاندې اثر کې لیکلي: [۴۷][۴۸]

«طبیعي انتخاب د وخت په اضافه کولو سره د بیولوژیکي پرمختګ لامل ګرځي... پرمختګ تر اوسه پورې په ژوند پوهنه کې په رسمیت پېژندل شوې تخنیکي اصطلاح نه ده ... له دې سره، ژوندي موجودات د تکامل پر مهال پرمختګ کوي... داروین په ټولیزه توګه د طبیعي انتخاب د پایلو لپاره د دغې کلمې له کارولو وېره نه لرله... زه باور لرم چې پرمختګ کېدای شي په تکاملي ژوند پوهنه کې په کلیدي مفهوم باندې واوړي. [۴۹] آیا کولای شو هغه له علمي پلوه تعریف کړو؟ په بیولوژیکي ماشینرۍ کې پرمختګ ... د څرېدونکو آسونو غړي او غاښونه... د مغز د وړتیا زیاتوالی... د اوبو د ستنې (یو ډول الوتونکی دی) سترګې، چې [په] هر لوري کې خپل ټول چاپېر لیدلی شي، دا د ژوندانه په لومړنیو ډولونو کې د هغو په سترګو کې د مایکروسکوپي داغونو په نسبت پرمختګ دی. د ټولې تکاملي دورې [په اوږدو کې] موږ د ټولیز پرمختګ شاهد یو – د ژوندانه په اصلي ځانګړنو له دې ډلې د هغو په عامه سازماندهۍ کې د پرمختګ. له همدې امله پرمختګ د ژوندانه په عمومي ځانګړنو کې د اوږد مهالې ودې لپاره ګټمنه اصطلاح ده. [خو] دغه پرمختګ نړیوال نه دی. ضعیف اشکال لار برابروي څو د لوړو هغو په خوا کې ژوندي پاتې شي». [۵۰]

سرچينې[سمول]

  1. پیوستون : 11855509X  — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb123420217 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ ۳٫۳ ۳٫۴ Encyclopædia Britannica — دوتنه: Andrew Bell — خپرونکی: Encyclopædia Britannica Inc.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Julian-Huxley — subject named as: Sir Julian Huxley — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6dj5h3h — subject named as: Julian Huxley — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/7537855 — subject named as: Julian Sorell Huxley — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?1770 — subject named as: Julian Huxley — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/130770 — subject named as: Julian Huxley — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/3930954 — subject named as: Julian Huxley — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/huxley-julian-sorell — subject named as: Julian Sorell Huxley — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Store norske leksikon ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4342&url_prefix=https://snl.no/&id=Julian_Huxley — subject named as: Julian Huxley — سرليک: Store norske leksikon
  12. subject named as: Julian Huxley — Vegetti Catalog of Fantastic Literature NILF ID: https://www.fantascienza.com/catalogo/NILF12693
  13. subject named as: Julian Sorell Huxley — The Black Book ID: https://www.forces-war-records.co.uk/hitlers-black-book/person/2592 — دوتنه: Walter Schellenberg او Schutzstaffel — سرليک: Sonderfahndungsliste G.B. — خپرونکی: Schutzstaffel
  14. Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0033264.xml — subject named as: Julian Sorell Huxley — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=huxleyj — subject named as: Julian Huxley
  16. Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/27419 — subject named as: Julian Sorell Huxley — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  17. ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=26762 — subject named as: Julian Sorell Huxley — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  18. ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ Julian Sorell Huxley
  19. ۱۹٫۰ ۱۹٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000000575 — subject named as: Sir Julian Huxley — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  20. https://libris.kb.se/katalogisering/c9prtglw4skpsg6 — د نشر نېټه: ۲۴ اگسټ ۲۰۱۸ — د خپرولو نیټه: ۲۰ مارچ ۲۰۰۷
  21. https://hdl.handle.net/21.12123/1691 — د نشر نېټه: ۱۶ مې ۲۰۲۳
  22. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb123420217 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  23. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jo2002105430 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  24. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jo2002105430 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  25. ۲۵٫۰ ۲۵٫۱ Baker, J. R. (1976). "Julian Sorell Huxley. 22 June 1887 – 14 February 1975". Biographical Memoirs of Fellows of the Royal Society. 22: 206–226. doi:10.1098/rsbm.1976.0009. PMID 11615712. S2CID 27693535. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Bowler P.J. 1983. The eclipse of Darwinism: anti-Darwinian evolutionary theories in the decades around 1900. Johns Hopkins, Baltimore.
  27. Bowler P.J. 2003. Evolution: the history of an idea. 3rd ed revised and expanded, University of California Press.
  28. Baker, J. R. (1976). "Julian Sorell Huxley. 22 June 1887 – 14 February 1975". Biographical Memoirs of Fellows of the Royal Society. 22: 206–226. doi:10.1098/rsbm.1976.0009. PMID 11615712. S2CID 27693535. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Baker, John R. 1978. Julian Huxley, scientist and world citizen, 1887–1975. UNESCO, Paris.
  30. Huxley, J.S. 1949. Soviet genetics and world science: Lysenko and the meaning of heredity. Chatto & Windus, London. In the US as Heredity, East and West. Schuman, N.Y. (1949).
  31. Huxley J. 1970. Memories. George Allen & Unwin, London. Chapter XIX 'Russia 1945', p. 287.
  32. Berry R.J. and Bradshaw A.D. 1992. Genes in the real world. In Berry R.J. et al. (eds) Genes in ecology. Blackwell, Oxford.
  33. Mayr E. 1980. Some thoughts on the history of the evolutionary synthesis. In Mayr E. and Provine W.B. The evolutionary synthesis. Harvard. pp. 1–80
  34. Huxley J. (1938). "Threat and warning colouration with a general discussion of the biological function of colour". Proc Eighth Int Ornithological Congress, Oxford 1934 pp. 430–55
  35. Huxley, J. S. (1938). "Darwin's Theory of Sexual Selection and the Data Subsumed by it, in the Light of Recent Research". The American Naturalist. 72 (742): 416–433. doi:10.1086/280795. JSTOR 2457442. S2CID 84100158. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Huxley J.S. (1938). "The present standing of the theory of sexual selection". In G.R. de Beer (ed) Evolution: Essays on aspects of evolutionary biology pp. 11–42. Oxford.
  37. Cronin, Helena (1991). The ant and the peacock: altruism and sexual selection from Darwin to today. Cambridge University Press.
  38. Anderson M. 1994. Sexual selection. Princeton.
  39. Hubbs C. L. (1943). "Evolution the new synthesis". American Naturalist. 77 (771): 365–68. doi:10.1086/281134. JSTOR 2457394. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. Kimball, R. F. (1943). "The Great Biological Generalization:Evolution: The Modern Synthesis. Julian Huxley". The Quarterly Review of Biology. 18 (4): 364–367. doi:10.1086/394682. JSTOR 2808828. S2CID 88212178. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. Huxley J. 1942. Evolution: The Modern Synthesis (2nd ed 1963, 3rd ed 1974)
  42. Huxley J. (1938). "Clines: an auxiliary method in taxonomy". Bijdragen tot de Dierkunde (Leiden) 27, 491–520.
  43. Huxley, J. (1938). "Clines: An Auxiliary Taxonomic Principle". Nature. 142 (3587): 219–220. Bibcode:1938Natur.142..219H. doi:10.1038/142219a0. S2CID 4124055. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. Huxley, J. (1955). "Morphism and evolution". Heredity. 9: 1–52. doi:10.1038/hdy.1955.1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. Huxley J. 1955. Morphism in birds. In Portmann A. & Sutter E. (eds) Acta XI Cong Int Ornith (Basel 1954) pp 309–328.
  46. Moment, G. B. (1962). "Reflexive Selection: A Possible Answer to an Old Puzzle". Science. 136 (3512): 262–3. Bibcode:1962Sci...136..262M. doi:10.1126/science.136.3512.262. PMID 17750871. S2CID 35818776. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  47. Huxley J. 1942. Evolution: The Modern Synthesis Allen & Unwin, London, p. 576.
  48. Huxley, 1942. Chapter 10 "Evolutionary progress."
  49. Huxley J. 1953. Evolution in Action. Chatto & Windus, London, pp. 62–64.
  50. Huxley, 1953. 'p. 65.