جوزف کونراد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جوزف کونراد
جوزف کونراد
جوزف کونراد

د شخص معلومات
زیږون نوم (پولش: Józef Teodor Konrad Korzeniowski د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۳ ډيسمبر ۱۸۵۷[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]
مړینه 3 اگسټ 1924 (67 کاله)[۱][۱۸][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت روسي سترواکي
د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي
برېتانيا (۱۸۸۶–)[۱۹][۲۰]
د پولنډ دویم جمهوریت   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نسل پولینڈی [۲۱][۲۲][۲۳]  د (P172) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک ليکوال [۲۴][۱۶][۲۵]
سکرين ليکوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۲۶][۲۷]
پولينډي ژبه [۲۷]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر وېليم شېکسپيير
وېکټور هوګو   د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
جوزف کونراد
جوزف کونراد

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

جوزف کونراد (په انګلیسي: Joseph Conrad، په پولنډي ژبه: Józef Teodor Konrad Korzeniowski چې تلفظ یې [ˈjuzɛf tɛˈɔdɔr ˈkɔnrat kɔʐɛˈɲɔfskʲi] دی، زوکړه: د ۱۸۵۷ز کال د ډسمبر ۳یمه ــ مړینه: د ۱۹۲۴ز کال د اګسټ ۳یمه) یو پولنډي-برتانوي لیکوال و، چې د تر ټولو لویو هغو ناول لیکونوکو څخه یو بلل کېږي چې په انګلیسي ژبه یې لیکنې کړې دي. که څه هم هغه د خپل عمر تر دریمې لسیزې پورې په انګلیسي ژبه روانې خبرې نه کولې، خو نوموړی د نثر په سبک کې د یو وتلي شخص په توګه پېژندل کېده چې یو غیر انګلیسي ځیرکتیا یې انګلیسي ادبیاتو ته راوړه.[ نوموړي کیسې او ناولونه ولیکل چې زیاترو یې یوه سمندري بڼه درلوده، چې د انسان له روح څخه یې یو شمېر اټکلونه د هغه څه په منځ کې انځورول چه ده یو نه حس کېدونکي او نه درک کېدونکي کاینات بلل.[۲۸][۲۹]

کونراد د ځینو له خوا د یو ادبي تاثر پالونکي (literary impressionist) په توګه او د نورو له خوا بیا د یو لومړني عصریت پالونکي (modernist)  په توګه پېژندل کېږي، که څه هم د هغه په اثارو کې د ۱۹مې پېړۍ له حقیقت پالنې (realism) نه ځینې عناصر شامل دي. هغه د کیسو د نکل کولو سبک او د اتل ضد کرکټرونو، لکه څرنګه چې د بېلګې په توګه د هغه په لارډ جیم اثر کې لیدل کېږي، په زیات شمېر لیکوالانو باندې اغېز اچولی دی. زیات شمېر نندازیز فېلمونه د هغه له اثارو څخه اقتباس شوي او الهام یې ترې اخیستی دی. ګڼ شمېر لیکوالانو او کره کتونکو داسې تبصرې کړې دي چې د هغه داستاني اثار عمدتاً د شلمې پېړۍ په لومړنیو دوو لسیزو کې لیکل شوي دي، له نوموړو اثارو څخه داسې ښکاري چې د راتلونکې نړۍ د پېښو په اړه یې وړاندوینه کړې وي.

څرنګه چې کونراد د برتانوي سترواکۍ له عروج سره نږدې لیکنې کولې، نو هغه له خپل ټاټوبي پولنډ څخه، چې د دریو نیواکګرو سترواکیو په منځ کې وېشل شوی و، نږدې د خپل ټول عمر په بهیر کې له خپلو ملي تجربو او د فرانسوي او برتانوي سوداګریزو بېړیو څخه له خپلو تجربو څخه ګټه واخیسته تر څو داسې لنډې کیسې او ناولونه جوړ کړي چې د اروپا تر راج  لاندې نړۍ د اړخونو لکه د امپریالېزم او استعمار انځور کړي ـــ او په ژوره بڼه د انسان د روح پلټنه وکړي.

په ۱۹۷۵ز کال کې، لیکوال چیناو اچېب یوه مقاله خپره کړه چې د کونراد د تیارو زړه اثر د توکمپالنې په توګه وغانده ــ هغه لیدلوری چې زیاترو پوهانو رد کړی دی.

ژوند[سمول]

د ژوند لومړني کلونه[سمول]

کونراد د ۱۸۵۷ز کال د ډسمبر په دریمه د اوکراین په بېردایچېف ( په پولنډۍ ژبه: Berdyczów) کې زیږېدلی دی، چې په هغه وخت کې د روسيې د سترواکۍ یوه برخه وه؛ یاده سیمه یو وخت د پولنډ د ټولواکۍ د تاج لاندې سیمه وه. هغه د اپولو کوزینووسکي ــ چې یو لیکوال، ژباړن، سیاسي فعال او یو انقلابي وـــ او د هغه د مېرمنې ایوا بوبرووسکا یواځینی ماشوم و. هغه خپل نوم جوزف تیودور کونراد کورزینووسکي له خپل مورني نیکه جوزف، خپل پلرني نیکه تیودور او د ادم میکیوکز دیازي او کونراد والنراډ د دوو شعرونو له قهرمانانو (چې دواړه کونراد نومېدل) څخه اخیستی دی. نوموړی د خپلې کورنۍ له لوري له جوزف څخه پرته، کونراد بلل کېده.[۳۰]

دا چې د هغه د شاوخوا سیمې لوی اکثریت اوسېدونکي اوکراینیان وو او د بیردایچېف سیمې د اوسېدونکو غوڅ اکثریت یهودیان وو، د ښار نږدې ټولې څنډې د پولنډي سزلاچتا (اشرافو) تر ملکیت لاندې وې، چې د کونراد کورنۍ له یادو اشرافو سره د هغوي د دولتي نښانونو (Nałęcz coat-of-arms) د حمل کوونکو په توګه تړاو درلود. پولنډي ادبیات، په ځانګړې توګه د وطن دوستۍ اړوند ادبیات، په هغو سیمو کې چې پولنډیان مېشت وو، د لوړې کچې له درناوي څخه برخمن وو.

د کورزینیووسکي کورنۍ د پولنډ د خپلواکۍ په استرداد کې یو د پام وړ رول لوبولی و. د کونراد پلرنی نیکه تیودور په روسیه باندې د ناپلیون د حملې پر مهال د شهزاده جوزف پونیاتووسکي  په خدمت کې وخت تېر کړی دی او د ۱۸۳۰ز کال د پاڅون پر مهال یې د سپرو یوه خپله ډلګۍ جوړه کړې وه. د کونراد ډېر په کلکه وطنپال پلار اپولو له "سرې" سیاسي ډلې سره تړاو درلود، د کومې چې موخه د پولنډ له وېشل کېدو څخه مخکینۍ پولې له سره جوړول وو، بلکې دغې ډلې د ځمکې د اصلاحاتو او د غلامۍ د لغو کولو ملاتړ هم کاوه. د کونراد له خوا د اپولو په مسیر له تګ څخه انحراف او د مقاومت پر ځای د هغه له خوا د جلاوتنۍ انتخاب د کونراد لپاره د ټول عمر د ګناه سرچینه وه.

په کرنه کې د نوموړي د پلار د زیارکښۍ او د هغه د سیاسي فعالتوب له کبله، د نوموړې کورنۍ په وار وار سره بې ځایه شوه. د ۱۸۶۱ز کال په مې میاشت کې دوی وارسا ته کډه شول، چېرته چې اپولو د روسیې د سترواکۍ پر وړاندې له مقاومت سره یو ځای شو. نوموړی اسیر کړای شو او د وارسا د ارګ په لسم نمبر غرفه کې بندي کړای شو. کونراد داسې لیکلي دي: "د دغه ارګ په  انګړ کې ـــ چې زموږ د ملت لپاره ځانګړنه ده ـــ زما د ماشومتوب یادونه پیل کېږي." د ۱۸۶۲ز کال د مې په نهمه اپولو او کورنۍ یې ولدوګا (Vologda) ته تبعید شول، چې د مسکو شمال خوا ته په ۵۰۰ کیلومترۍ (۳۱۰ مایلۍ ) کې پروت دی او د خپل بد اقلیم لپاره شهرت لري. د ۱۸۶۳ز کال په جنورۍ کې د اپولو جزا راټیټه شوه او له کورنۍ سره په شمال ختیځ اوکراین کې چرنیف ښار ته ولېږدول شو، چېرته چې شرایط خورا ښه وو. په هر ترتیب، د ۱۸۶۵ز کال د اپرېل په ۱۸مه نېټه اېوا د نري رنځ له کبله مړه شوه.[۳۱]

اپولو خپله اعظمي هڅه وکړه تر څو کونراد ته په کور کې زده کړه ورکړي. د دې ماشوم لومړنیو لوستنو نوموړی هغو دوو عناصرو تره ور معرفي کړ چې وروسته یې په ژوند کې غالب شول: د وېکتور هوګو په اثر د سمندر زیار ایستونکي کې،  هغه د فعالیت یو داسې ډګر وموند چې وروسته یې خپله ځواني ورته وقف کړه؛ شکسپیر نوموړی د انګلیسي ادبیاتو مدار ته را د ننه کړ. هغه د ټولو نه زیات پولنډي رومانتیک شعرونه ولوستل. هغه نیم قرن وروسته داسې توضېح ورکړه:

"پولنډي توب زما په اثارو کې له میکویجز او سواتسکي سر تړاو لري. زما پلار به د [میکویجز] اثر پان تادیوش (Pan Tadeusz) ما ته په لوړ آواز لوست او زه به یې هم هڅولم تر څو هغه په لوړ آواز ولولم. ما به د [میکویجز] کونراد والنراډ او ګرزنه اثرونه لوستل. وروسته ما سواتسکي ته ترجېح ورکړه. ایا تاسې پوهېږئ چې ولې مې سواتسکي ته ترجېح ورکړه؟... [هغه د ټول پولنډ روح ده] ".

د ۱۸۶۶ز کال په مني کې کونراد د یو-کال لپاره د روغتیایي ستونزو له امله، د کیف په نووفاستیو (Novofastiv) کې د هغه د مورنۍ کورنۍ یوه ملکیت ته د عقلي او عصبي ناروغانو استراحت ځای ته ولېږدول شو.

د ۱۸۶۷ز کال په ډسمبر کې اپولو خپل زوی د اتریش له خوا د پولنډ نیول شوې برخې ته یووړ، چېرته چې هغه د دوو کلونو لپاره د پام وړ داخلي ازادي او د خود مختارۍ له یوې کچې څخه خوند اخیست. په لووف (Lwów) او څو نورو کوچینیو ځایونو کې له مېشتېدو وروسته، دوی د ۱۸۶۹ز کال د فبرورۍ په ۲۰مه نېټه کراکوف ته (چې تر ۱۵۹۶ز پورې د پولنډ پلازمېنه وه) او همداشان اتریشي پولنډ ته کډه شول. څو میاشتې وروسته، د ۱۸۹ز کال د مې په ۲۳مه، اپولو کورزینووسکي ومړ، چې کونراد ترې د ۱۱ کلنۍ په عمر یتیم پاتې شو. اپولو هم د کونراد د مور په څېر په شدت سره په نري رنځ باندې اخته و.

ځوان کونراد د هغه د مور اېوا د ورور تادوزس بوبرووسکي (Tadeusz Bobrowski) تر پالنې لاندې راغي. د کونراد کمزورې روغتیا او په ښوونځي کې د هغه نا مطلوبه زیار ایستنه د دې سبب شول چې د هغه ماما له دایمي ستونزو سره مخ شي او مالي لګښتونه پای ته ونه رسېږي. کونراد یو ښه زده کوونکی نه و؛ سره له دې چې هغه خصوصي زده کړه ترلاسه کوله اما هغه یواځې په جغرافیه کې بریا ته ورسېد. داسې ښکاري چې په هغه وخت کې نوموړي یواځې خصوصي زده کړې ترلاسه کړې دي، ځکه هېڅ داسې شواهد نشته چې هغه دې په منظمه بڼه کوم ښوونځي ته تللی وي. له هغه ځایه چې د یاد ماشوم ناروغۍ په ښکاره ډول عصبي رېښه درلوده، ډاکترانو داسې انګېرله چې تازه هوا او فزیکي کار به هغه د یادې ناروغۍ پر وړاندې کلک کړي؛ د هغه ماما هیله لرله چې په واضح بڼه مشخصې دندې او د کار سختۍ به هغه ته دیسیپلین ورزده کړي. څرنګه چې هغه له زده کړو سره لږ لېوالتیا ښودله، دا اړینه لیدل کېده چې نوموړی یو کاروبار زده کړي؛ د هغه ماما فکر کاوه چې هغه د یو ماڼو (بېړۍ چلوونکي) په څنګ کې سوداګري کولی شي، چې په دې توګه به سمندري تجربې له سوداګریزو فعالیتونو سره ترکیب کړي. د ۱۸۷۱ز کال په مني کې، دیارلس کلن کونراد د یو ماڼو په توګه د کار کولو په تړاو خپل هوډ اعلان کړ.

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118521861  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11997587p — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Joseph-Conrad — subject named as: Joseph Conrad — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w69z93hn — subject named as: Joseph Conrad — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/20386 — subject named as: Joseph Conrad — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?19447 — subject named as: Joseph Conrad — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/470506 — subject named as: Joseph Conrad — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ subject named as: Joseph Conrad — Filmportal ID: https://www.filmportal.de/16077443152344a2bcbc526a83e6a70b — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ https://brockhaus.de/ecs/julex/article/conrad-joseph — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ subject named as: Joseph Conrad — Vegetti Catalog of Fantastic Literature NILF ID: https://www.fantascienza.com/catalogo/NILF23323
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0019409.xml — subject named as: Joseph Conrad — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=joseph;n=korzeniowski — subject named as: Joseph Korzeniowski
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Internetowy Polski Słownik Biograficzny ID: https://www.ipsb.nina.gov.pl/a/biografia/jozef-teodor-korzeniowski-h-nalecz-1857-1924-joseph-conrad-wiesz — subject named as: Józef Teodor Korzeniowski (Joseph Conrad)
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/2594 — subject named as: Joseph Conrad
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/15845 — subject named as: Joseph Conrad — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  16. ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ ۱۶٫۲ https://cs.isabart.org/person/13641 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  17. ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000001765 — subject named as: Joseph Conrad — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  18. پیوستون : 118521861  — د نشر نېټه: ۲۷ سپټمبر ۲۰۱۵ — سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Конрад Джозеф — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  19. https://libris.kb.se/katalogisering/mkz11wj531pr5cw — د نشر نېټه: ۲۴ اگسټ ۲۰۱۸ — د خپرولو نیټه: ۱۰ مارچ ۲۰۱۵
  20. NNDB people ID: https://www.nndb.com/people/968/000024896/
  21. British Museum person or institution ID: https://collection.britishmuseum.org/resource/?uri=http%3A%2F%2Fcollection.britishmuseum.org%2Fid%2Fperson-institution%2F23446 — subject named as: Joseph Conrad — پیدا کوونکی: د برتانيې موزيم
  22. NE.se ID: https://www.ne.se/uppslagsverk/encyklopedi/lång/joseph-conrad — subject named as: Joseph Conrad — سرليک: Nationalencyklopedin
  23. Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/470506 — subject named as: Joseph Conrad
  24. پیوستون : 118521861  — د نشر نېټه: ۲۵ جون ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  25. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  26. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11997587p — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  27. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/6688611
  28. Brownstone, David M.; Franck, Irene M. (1994). Timelines of the Arts and Literature. HarperCollins. د کتاب پاڼې 397. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-062-70069-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. کينډۍ:Britannica
  30. Zins, Henryk (1982). Joseph Conrad and Africa. Nairobi: Kenya Literature Bureau. د کتاب پاڼې 12. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Taborski, Roman (1969). "Korzeniowski, Apollo". Polski słownik biograficzny XIV. Wrocław: Polska Akademia Nauk. 167–68.