جورج اېنگلمېن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

جورج اېنګلمېن - George Engelmann د فیبروري په ۲ نېټه، کال ۱۸۰۹، د جرمني فرانکفورټ کې زېږېدلی او د فیبروری په ۴ نېټه، کال ۱۸۸۴، د امریکا متحده ایالتونو په سنټ لویز کې مړ شوی. د المان بوټپوه، فزیک پوه او هوا پېژندونکی وو څوک چې اساسا د بوټپوهنې په اړه د هغه د مونوګرافونو یا رسالو (monographs) له امله پېژندل شوی. له دې رسالو ېې دوه مونوګرافیانې د کاکتوس (cactus) او د شمالي امریکا کوسکوتینای (North American Cuscutinae) په اړه چې په کال ۱۸۴۲ کې خپرې کړي نامتو دي. اېنګلمېن د هیډلبرګ او بېرلاین پوهنتونونو (universities of Heidelberg and Berlin) کې خپلې لوړې زده کړې کړي. د (De Antholysi Prodromus) په نامه فرضیه ېې د مورفولوجۍ یا د توکو د شکل په اړه (morphology) مطالعه ده. په کال ۱۸۳۳ کې د امریکا متحده ایالتونو ته ولاړ او په کال ۱۸۳۵ کې د متحده ایالتونو په سنټ لویز کې مېشت شو چېرې چې د فزیکپوهنې رشته کې هغه د یو رهبر فزیک پوه رول ولوبوه.