جان سي. کالهون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جان سي. کالهون
(انګلیسي: John C. Calhoun د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جان سي. کالهون
جان سي. کالهون

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: John Caldwell Calhoun د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱۸ مارچ ۱۷۸۲[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]
مړینه 31 مارچ 1850 (68 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل نری رنځ   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای سویلي کارولینا   د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند ديموکراتيک ګوند
ډیموکرات-جمهوریت غوښتونکی ګوند   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
طبی کیفیت نری رنځ   د (P1050) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال [۸]
ډیپلوماټ
ليکوال [۹]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
جان سي. کالهون
جان سي. کالهون

جان کالډویل کالهون ( د ۱۷۸۲ ز کال د مارچ له ۱۸مې نه د ۱۸۵۰ ز کال د مارچ تر ۳۱ مې پورې) د سویلي کرولاینا یو امریکایی سیاستوال او سیاسي پوه و چې د ۱۸۲۵ ز کال نه تر ۱۸۳۲ ز کال پورې یې د متحده ایالاتو د اووم مرستیال ولسمشر په ګډون، ډېرې نورې بنستيزې دندې پر مخ یووړې. نوموړي په کلکه د غلامۍ دفاع کوله او د سپین پوست-مېشته سوېل د ګټو خوندیتوب ته یې کار کاوه. نوموړي د یوه ملتپال، عصري غوښتونکي او د پیاوړي ولسي حکومت او له سوداګرۍ نه د ملاتړ کوونکو تعرفو د پلوي په توګه خپل سیاسي ژوند پیل کړ. د نوموړي نظریات د ۱۸۲۰ ز کلونو لسیزې په وروستیو کې په بنسټیز ډول بدل شول او د یالتي حقونو، محدود حکومت، د ایالتونو له خوا د فدارالي قوانیونو د لغوې د صلاحیت مخکښ پلوی او د لوړو تعرفو مخالف شو. نوموړي د شمال له خوا د دې سیاستونو منل، په اتحادیه کې د سوېل د پاتې کېدو د شرط په توګه لیدل. د هغه لیدلوري او ګواښونو د ۱۸۶۰ – ۱۸۶۱ ز کلونو په اوږدو کې له اتحادیې نه د سوېل په جلا کېدو باندې پراخ اغېز درلود.  [۱۰]

کالهون خپل سیاسي ژوند په ۱۸۱۰ ز کال کې د استازو مجلس ته په ټاکلو سره پیل کړ. کالهون د ۱۸۱۲ ز کال له جګړې نه د جګړې غوښتونکې ډلې د مخکښ مشر په توګه په کلکه ملاتړ وکړ. نوموړي د ولسمشر جېمز مونرو تر مشرۍ لاندې د جګړې وزیر و او په دې دنده کې یې د جګړې وزات بېرته تنظیم او عصري کړ. د ۱۸۲۴ ز کال په ټاکنو کې کالهون د ولسمشرۍ  چوکۍ ته نوماند و، خو وروسته له هغه چې د ملاتړ په ترلاسه کولو کې پاتې راغی، هوکړه یې وکړه چې د مرستیال ولسمشر په توګه ډګر ته راشي. ټاکنیز کالج په غوڅ اکثریت سره کالهون د مرستیال ولسمشر په توګه وټاکه. نوموړي د جان کوینسي آدمز تر مشرۍ لاندې دنده ترسره کړه چې د انډریو جیکسن تر مشرۍ لاندې، چې د ۱۸۲۸ ز کال په ټاکنو کې یې اډمز مات کړ، دندې ته دوام ورکړ.  

کالهون له جکسن سره، په ځانګړې توګه د ایالتونو له خوا د فدارالي قوانیونو د لغوې د صلاحیت د ناورین او د پیتیکوټ رسوایي له امله ترینګلې اړیکې درلودې. کالهون د خپل پخواني ملتپاله لیدلوري پرخلاف په کلکه د فدرالي تعرفو د قانون په لغوه کېدو کې د سوېلي کرولاینا د حق ملاتړ وکړ، ځکه چې هغه په ​​​​دې باور و چې دا قانون په غیرعادلانه توګه د شمال په ګټه دی، چې نوموړی یې د جکسن په څېر د اتحاد غوښتونکو سره په شخړه کې ښکېل کړ. په ۱۸۳۲ ز کال کې د دویمې دورې یوازې څو میاشتې مخکې کالهون د مرستیال ولسمشر له چوکۍ نه استعفا ورکړه او سنا ته ولاړ. په ۱۸۴۴ ز کال کې نوموړي د ډېموکراتانو په استازیتوب د ولسمشرۍ لپاره د نوماندۍ غوښتنه وکړه، خو حیرانووکي نوماند جېمز ناکس پولک عمومي ټاکنې وګټلې او د هغه له خوا یې ماتې وخوړه. د ۱۸۴۴ ز کال نه تر  ۱۸۴۵ ز کال پورې کالهون د ولسمشر جان ټیلر تر مشرۍ لاندې د بهرنیو چارو په برخه کې کار کاوه او په دې دنده کې نوموړي د غلام د مالکانو ځواک د پراختیا لپاره د د تګزاس د الحاق نه یوې وسیلې په توګه ملاتړ وکړ او له بریتانیا سره یې د اوریګون د پولې د شخړې په حل کې مرسته وکړه. کالهون سنا ته راستون شو، چې په دې ځای کې هغه په ۱۸۵۰ ز کال کې تر خپلې مړینې وړاندې د مکسیکو-امریکا جګړې، د ویلموت پرویسو وړاندیز او د ۱۸۵۹ ز کال د جوړجاړي مخالفت وکړ. نوموړي زیاتره د یو بالقوه خپلواک په توګه کار کاوه، چې د اړتیا سره سم په بېلابېلو تګلارو د ډیموکراتانو او ویګز سره یوځای کېده.  

کالهون په خپل وروسته ژوند کې، د سوېلي سپین پوستو د لیدلوري او کړنو د سخت ملاتړ له امله د "بدلون نه منونکي څېرې" په توګه شهرت ترلاسه کړ. د نوموړي جمهوریت غوښتونکي مفهوم د غلامۍ په تائید او د لږه کیو ایالتونو، په ځانګړې هغه چې د سوېل له خوا را منځ ته شوي وو، په حقوقو ټینګار کاوه. هغه د سوېلي کرولاینا په فورټ هیل کې د لسګونو غلامانو مالک و. کالهون ټینګار وکړ چې: غلامي د "ضروري شر" پر ځای یو "مثبت خیر" دی چې هم د غلامانو او هم د مالکینو په ګټه دی. د اکثریت واکمنۍ په وړاندې د لږه کیو د حقونو د خوندیتوب لپاره نوموړي د موازي اکثریت غوښتنه وکړه، چې پرمټ یې لږه کیو ته حق ورکول کېده چې د آزادیو د محدودیت په حالت کې ځینې وړاندیزونه بند کړي. کالهون د دې موخې لپاره، د ایالتونو د حقونو او د ایالتونو له خوا د فدارالي قوانیونو د لغوې د صلاحیت نه ملاتړ وکړ، چې پر مټ یې ایالتونه کولای شو، هغه فدرالي قوانین باطل اعلان کړي چې د اساسي قانون سره په ټکر کې ولیدل کېدل. نوموړی د خپلو ملګرو، ډینیل ویبسټر او هینري کلی سره یوځای د کانګرس د مشرانو "لوی دریګوني" یا "فناه نه کېدونکي دریګوني" نه ګڼل کېدل. [۱۱]

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

جان کالډویل کالهون د ۱۸۷۲ز کال د مارچ په ۱۸ مه د سوېلي کرولاینا په ابیویل ناحیه کې نړۍ ته سترګې پرانیستې او د پیټریک کالهون (۱۷۱۷ – ۱۷۹۶ز) او د هغه مېرمنې مارتا (کالډویل) څلورم ماشوم و. د پیټریک پلار، چې هغه هم پیټریک کالهون نومېده، د ډونیګال ناحیې نه سوېل لوېدیځې پنسلوانیا ته د سکاتلندي – آیرلنډي وګړو د کډوالۍ له خوځښت سره یوځای شو. نوموړې کورنۍ په ۱۷۱۴ ز کال کې د مشر پیټریک له مړینې وروسته، سوېل لوېدیځې ویرجینیا ته کډه شوه. په ۱۷۵۵ ز کال کې د مونونګاهلا په جګړه کې د بریتانوي جنرال اډوارډ برډاک له ماتې وروسته، د هندو وګړو د بریدونو له وېرې، نوموړي کورنۍ په ۱۷۵۶ ز کال کې جنوبي کرولاینا ته کډه شوه. [۱۲][۱۳]

د پیټریک کالهون کورنۍ د سوېلي پولې د سکاتلنډي – آیریلنډي له یوې نغښتې ټولنې سره تړاو درلود. نوموړي د یوه هندي جنګیالي او یوه هوښیار سروې کوونکی، بزګر، کروندګر او سیاستوال په توګه شهرت درلود چې د سوېلي کرولاینا مقننه مجلس ته یې لاره و موندله. هغه د پریسبتر مذهبه په توګه، په چارلسټن کې د انګلیسي کلیسا له اشرافو سره مخالف و. هغه د امریکا په انقلاب کې وطنپال نه و او د ایالتونو د حقونو او شخصي آزادیو په برخه کې د فدرالي اساسي قانون د تصویب مخالف و. کالهون به په پایله کې د خپل پلار د ایالتونو د حقونو لیدلوری غوره کړ.  [۱۴][۱۵]

که څه هم د کرولاینا په پولو کې ښوونځي کم وو، ځوان کالهون ښوونیز استعداد څرګند کړ. نوموړی د لنډې مودې لپاره د جورجیا په اپلینګ کې په یوه اکاډمي کې شامل شو، خو له لنډې مودې ورسته وتړل شوه. هغه په شخصي توګه خپلې زده کړې پر مخ یووړې.  کله يې چې پلار مړ شو، وروڼه یې د سوداګرۍ د پیل لپاره چمتو نه وو او له همدې امله ۱۴ کلن کالهون د کورنۍ د فارم او پنځو نورو فارمونو مدیریت په غاړه واخیست. څلور کاله یې په ورته ډول خپل لوست، ښکار او کب نیولو ته دوام ورکړ. کورنۍ یې پرېکړه وکړه چې، نوموړی باید خپلې زده کړې پر مخ بوځي او په دې توګه د اکاډمۍ له بیا پرانیستلو وروسته یې خپلې زده کړې پیل کړې. [۱۶]

نوموړی د خپلو وروڼو په مالي مرسته، په ۱۸۰۲ ز کال کې د کانیکټیکټ ییل کالج ته ولاړ. کالهون په خپل ژوند کې د لومړي ځل لپاره، د جدي، پرمختللو، منظمو فکري خبرو اترو سره مخامخ شو چې کولای یې شول، د نوموړي ذهن ته غوره بڼه ورکړي. د ییل پوهنتون رئیس تیموتی ډوایټ و چې یو فدرالیست و او د هغه لارښود شو. د ډوایټ استعداد په کالهون باندې اغېز کاوه (او کله ناکله یې منع کاوه).

ژوند لیک لیکونکی جان نیوین وايي:

کالهون د ډوایټ ځای پر ځای پندونه، د هغه ظاهري علمي پوهه او په لرغونو ادبیاتو، د کالوین په اصولو (د مسحیت اصلاحات) او   میتافزیک کې د هغه په زړه پورې وړتیا خوښېده. هغه فکر کاوه چې هېڅوک نه شي کولای، د جان لاک ژبه په دومره وضاحت تشرېح کړي.[۱۷]

ډوایټ په پر له پسې توګه د جیفرسن ولسواکي غندله او کالهون هغه په ټولګي کې ګواښاوه. ډوایټ نه شو کولای، د کالهون جمهوري غوښتونکې ژمنتیا ومني. ډوایټ ځواب ورکړ: "ځوانه!" ستاسو استعدادونه خورا لوړ دي او ښایي زه ستاسو خبروته پاملرنه کړم، خو زه ډېر افسوس کوم چې تاسو د مغالطې نه پرته د غوره اصولو سره مینه نه لرئ – تاسو ښایي د غلطۍ لپاره خورا بدمرغه تعصب ولرئ." ډوایټ له ولسي حکومت سره د نوانګلنډ د مخالفت لپاره د قانوني حل لارې په توګه له اتحادیې نه د جلا کېدو ستراتیژي هم تشرېح کړه. [۱۸][۱۹][۲۰]

کالهون په اسانۍ ملګري پیدا کړل، په پراخه کچه یې لوستل او د وروڼو په یووالي کې د بحث د ټولنې یو مهم غړی و. نوموړي په ۱۸۰۴ ز کال کې د ممتاز زده کوونکي په توګه فارغ شو. هغه د کانیکټیکټ په لېچ فیلډ کې د ټپینګ ریوي د قانون په پوهنځي کې چې د قانون په زده کړه کې د هېواد په کچه لومړي خپلواک بنسټ و، قانون ولوست، چې په دې ځای کې نوموړي ټپینګ ریو او جېمز ګولډ سره کار وکړ. هغه په ۱۸۰۷ ز کال کې د سوېلي کرولاینا د وکلات جواز ترلاسه کړ. [۲۱]

ژوندلیک لیکونکی مارګریټ کویت استدلال کوي چې:

د جلاتوب یا د ایالتونو د حقونو هر اصول، چې کالهون تر اوسه را پورته کړي دي، د نوي انګلستان د فکري لیدلوري سره سم موندل کېدای شي ... نه له سوېل، نه له غلامۍ سره، خو د ییل کالج او د لېچ فیلډ د قانون پوهنځي له کالهون نه د فدارالي قوانیونو د لغوې یو پلوی جوړ کړ ... ډوایټ، ریوي او ګولډ ونه توانیدل، چې د سوېلي کرولاینا ځوان وطن پالونکي ته د جلا غوښتنې په اړه قانع کوونکی ځواب ووایي او د هغه په ​​ذهن کې یې د دې قانونیت په اړه هېڅ شک پرې نښود. [۲۲]

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6dj5d2t — subject named as: John C. Calhoun — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/2437 — subject named as: John Caldwell Calhoun — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/calhoun-john-c-caldwell — subject named as: John C. (Caldwell) Calhoun
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb12028615g — subject named as: John Caldwell Calhoun — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، ашық деректер платформасы، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы او гом бæрæггæнæнты платформæ — منښتلیک: Open License
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0013572.xml — subject named as: John Caldwell Calhoun — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=calhounj — subject named as: John C. Calhoun
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/14303 — subject named as: John Caldwell Calhoun — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  8. او http://hdl.handle.net/10427/005073 A New Nation Votes: American Electoral Returns, 1788-1825 — د نشر نېټه: ۲۳ ډيسمبر ۲۰۲۰ — خپرونکی: American Astronomical Society او Tufts University
  9. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  10. "Calhoun, John C." Oxford Dictionaries. د اصلي آرشيف څخه پر July 1, 2016 باندې. د لاسرسي‌نېټه May 29, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Wilson, Clyde N. (June 26, 2014). "John C. Calhoun and Slavery as a 'Positive Good': What He Said". The Abbeville Institute. د لاسرسي‌نېټه June 6, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Niven 1988، صص. 6–8.
  13. Coit 1950، ص. 3.
  14. Niven 1988، ص. 10.
  15. Wiltse 1944، صص. 15–24.
  16. "John C. Calhoun, 7th Vice President (1825–1832)". United States Senate. د لاسرسي‌نېټه May 7, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Niven 1988، ص. 18.
  18. Capers 1960، صص. 1–2.
  19. Douglas 2009، ص. 368.
  20. Calhoun او Post 1995، ص. xii.
  21. Wiltse 1944، صص. 25–39.
  22. Coit 1950، ص. 42.