جان برایټ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جان برایټ
(انګلیسي: John Bright د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جان برایټ
جان برایټ

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۶ نومبر ۱۸۱۱[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]
مړینه 27 مارچ 1889 (78 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند لیبرال ګوند (لویه بریتانیا) (۱۸۵۹–۱۸۸۶)  د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال [۸]
ليکوال [۹]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۱۰][۱۱]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

جان برایټ (۱۶ نومبر ۱۸۱۱ – ۲۷ مارچ ۱۸۸۹ زکال) بریتانوي راډیکال او لیبرال سیاستوال، د خپل نسل له مخکښو ویناوالو او د آزادې سوداګرۍ ترویج کوونکی و.

کواکري برایټ د غله جاتو له قوانینو سره د مخالفت له امله شهرت درلود. له ریچارډ کابډن سره په همغږۍ، هغه د غله جاتو د قوانینو ضد ډله د دغو قوانینو د لغوه کولو په موخه جوړه کړه؛ د دغو قوانینو پر بنسټ په وارداتي غنمو باندې مالیه د ځمکې لرونکو له ګټو څخه د ملاتړ په موخه زیاته شوې وه او له امله یې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې وې. د غله جاتو قوانین په ۱۸۴۶ زکال کې لغوه شول. برایټ له کابډن سره د آزادۍ سوداګرۍ په بل مخ قدمۍ؛ یا د لویې بریتانیا او فرانسې ترمنځ د ۱۸۶۰ زکال د آزادې سوداګرۍ په هوکړه (Cobden–Chevalier Treaty) کې همکاري وکړه او د لویې بریتانیا او د فرانسې د دویمې سترواکۍ تر منځ یې نږدې متقابلې اړیکې رامنځته کړې. دغه هڅه د فرانسوي اقتصاد پوه میشل شوالیه په مرسته په فرانسویانو باندې په بریتانوي پارلمان د عمومي بې باورتوب سربېره بریالۍ شوه.

برایټ له ۱۸۴۳ زکال څخه تر ۱۸۸۹ زکال پورې د بریتانیا په ولسي جرګه کې غړیتوب درلود؛ هغه د آزادې سوداګرۍ، ټاکنیزو اصلاحاتو او مذهبي آزادیو د ترویج هڅه کوله. هغه نږدې یوازنی کس و چې د کریمه د جګړې پر وړاندې یې د مخالفت غږ اوچت کاوه؛ نوموړي د آیرلنډ لپاره د ویلیام اورات ګلادسټون له کورني سیاست سره مخالفت کاوه. هغه ځان د متوسطې طبقې وګړو ویاند باله او په کلکه سره یې د ځمکې لرونکو اشرافو له امتیازاتو سره مخالفت کاوه. د ایرلنډ په اړه هغه د انګلیکنانو د سیاسي امتیازاتو د پای ته رسولو په هڅه کې و؛ د آیرلنډ کلیسا یې منحل کړه او ځمکني اصلاحات یې پیل کړل، چې له مخې یې کاتولیکو بزګرانو ته ځمکې وېشل کېدلې.

لومړنی ژوند[سمول]

برایټ د انګلستان د لانکاشر سیمې د روچډیل په ګرین بانک کې وزیږېد – هغه سیمه چې د صنعتي انقلاب له لومړیو مرکزونو څخه وه. د هغه پلار ژاکوب برایټ ډېر درنښت لرونکی کواکر (کواکر مذهبي ټولنه وه) و، چې په ۱۸۰۹ زکال کې یې په روچډیل کې د پنبې کارخونه جوړه کړې وه. د ژاکوب پلار ابراهام د ولتشایر یومن و، چې د ۱۸ مې پېړۍ په لومړیو کې یې کاونتري ته کډه کړې وه؛ هغه ځای چې لمسیان یې هلته پاتې شول. ژاکوب برایټ د ملګرو د ټولنې (کواکر ټولنې) په اکورث ښوونځي کې زده کړې وکړې. جان برایټ، د خپل پلار د دویمې ښځې مارتا وود زوی و چې مور یې په بولټون لومورز کې د یو کویکر مغازه لرونکي لور وه. هغې په اکورث ښوونځي کې زده کړې کړې وې او د لوړ او عالي ذوق لرونکې مېرمن وه. ژاکوب له دغې مېرمنې یوولس ماشومان لرل چې جان د هغو د ژوندیو ماشومانو تر ټولو مشر و. د هغه کوچنی ورور ژاکوب برایټ د پارلمان غړی او ښاروال و. [۱۲]

د هغه په خویندو کې پریسیلا برایټ مک لارن (مېړه یې ډانکن مک لارن د پارلمان غړی و) او مارګاریت برایت لوکاس شاملېدلې. جان یو نازک خیالی ماشوم و چې خپل کور ته څېرمه شپني او ورځني ښوونځي ته به د ورځې له مهاله تله او د ویلیام لیټل ووډ له خوا به یې محافظت کېده. یو کال یې په اکورث ښوونځي، دوه کاله یې په بوتهام ښوونځي، یورک او نږدې یونیم کال یې کلیترو ته څېرمه په نیوټن ښوونځي کې په زده کړو کولو خپلې زده کړې پای ته ورسولې. د هغه په خبره: هغه په لږ کچه لاتین او یوناني ژبې زده کړې وې ،خو ډېره مینه یې له انګلیسي ادبیاتو سره لرله، چې مور یې د هغو په برخه کې روزنه ورکوله او همدارنګه یې له کوره بهر چارو سره ډېره لېوالیتا لرله. په شپاړس کلنۍ کې هغه د پلار ژرندې ته لاړ او د هغه په سوداګرۍ کې یې ونډه واخیسته.

ژاکوب برایت په روچډیل کې د سیمه ئیزو کلیساوو له شمېر سره د مخالفینو یو له رهبرانو و. روچډیل د پارلماني اصلاحاتو د خوځښت په برخه کې هم مخکښ ښار و، چې له مخې یې دغه ښار په بریالیتوب سره ادعا وکړه چې د اصلاحاتو د لایحې له مخې یې په پارلمان کې چوکۍ خپله کړې. جان برایټ په دواړو مبارزو کې ونډه لرله. هغه سخت سری نه جوړېدونکی و او ویاړ به یې کاوه چې په اجدادو کې یې د جورج فاکس ملګری جان ګرانټون چې د دوستانو د مذهبي ټولنې ډېر ځورول شوی، بندي شوی مبلغ و؛ شاملېږي. له سیاست سره د هغه لېوالتیا د لومړي ځل لپاره په ۱۸۳۰ زکال کې د پرسټون له ټاکنو سره وپارېده چې په کې اډوارډ سټنلي له یوې اوږدې مبارزې وروسته د ویناوال هنري هنټ له خوا ماته وخوړه.

نوموړی هغه مهال چې د روچډیل د نویوځوانانو د الکولو ضد خوځښت غړی و، د لومړي ځل لپاره یې په عامه محضر کې د وینا کولو فن زده کړ. دغه ځوانان کلو ته تلل، د کلیوالي ټولنو یوه چوکۍ یې په پور اخیسته او د هغو په پرانیستي چاپېریال کې به یې خبرې کولې. د جان برایټ لومړۍ وینا د الکولو د څښاک په ضد خوځښت کې وه. برایټ خپل یادښتونه ګډوډ سره واړول. د خوځښت مشر یوه سندره خپره کړه او د سندرې پر مهال یې برایټ ته وویل چې: خپل یادښتونه یوې خواته کړي او هغه څه یې چې په زړه کې دي ووايي. برایټ اطاعت وکړ او په ډېر تردید سره یې په وینا پیل وکړ: هغه خپل لوری وموند او ښه وینا یې وکړه؛ په داسې حال کې چې ځینې مهال به یې خبرې ترې ګډوډې شوې. د ده د دغو لومړنیو کلونو کیسې په بریتانیا او متحده ایالاتو کې د هغه د حرفوي توب پر مهال خپرې شوې، تر دې چې د کارنل پوهنتون په څېر مؤسساتو محصلینو هغه د یو شمېر فعالیتونو، لکه: د ایروینګ ادبي ټولنې د فعالیتونو لپاره نمونه بلله.

له دې سره هغه د خپلو ویناوو یو شمېر لومړي موارد د یادګار په توګه وړاندې کړل. په ۱۸۳۲ زکال کې هغه له مخکښ باپتیست وزیر؛ کشیش جان الدیس څخه وغوښتل، څو د بایبل په سیمه ئیزه جلسه کې دی له ځان سره مل کړي. الدیس هغه د ځوان، ډنګر او متواضع ځیرک کس په توګه توصیف کړ چې د هغه له ځیرکتیا او تفکر څخه اغېزمن شوی و. هغه مهال چې نوموړی (الدیس) دغې جلسې ته تله، عصباني و او هلته یې تحریک کوونکې وینا وکړه او کورته په بېرته راتګ کې ترې جان مشوره وغوښته. الدیس هغه ته لارښوونه وکړه چې د ده وینا دې نه یادوي، خو یو شمېر برخې او ځایونه یې دې ولیکي او په یاد یې دې وساتي. د برایټ په خبره دا ده ته «په یوه ټولګه کې د وینا کولو لومړنی درس» و چې په یووېشت کلنۍ کې یې ترلاسه کړ، خو هغه لا تر اوسه وینا کولو ته د یوه عمومي مسلک په سترګه نه وو کتلي. هغه په سوداګرۍ کې یو څه هوسا ژوند درلود، په خپل کور کې یې ډېر خوشحاله ژوند درلود او تل د خپل زیږون ځای په ټولنیز، روزنیز او سیاسي ډګر کې ونډې اخیستو ته چمتو و. نوموړی چې د روچډیل د ادبي او فلسفي ټولنې بنسټګر و؛ د دغو ټولنو په بحثونو کې به یې ونډه اخیسته او دغې ټولنې ته به یې ختیځ ته د رخصتیو پر مهال د خپلو سفرونو په اړه خبرې کولې.

مړینه[سمول]

د ۱۸۸۸ زکال په وروستیو کې برایټ سخت ناروغ شو او دې ته یې پام شو چې نور یې د ژوند وروستۍ شېبې رارسېدلې دي. د نومبر په ۲۷ مه د هغه زوی ګلادستون ته لیک ولیکه او په هغه کې یې ولیکل چې:«پلار یې هیله لري، تاسو ته لیک ولیکم او تاسو ته ووایم چې « نه شي کولای، له ځان سره ستاسو مینه او همدارنګه هغه بې مثاله خدمتونه چې تاسو وطن ته کړي له یاده وباسي» هغه ډېر کمزوری شوی او نور یې نه شو کولای، زیات څه ووایي؛ وه مې لیدل چې په سترګو کې یې اوښکې راغلې دي». ګلادسټون د دغه لیک په ځواب کې ولیکل چې:«زه کولای شوم، تاسو ته ډاډ درکړم، له دې سره چې په وروستیو کې له ما څخه لږ لرې شوی دی، خو د هغه په اړه مې د وروستیو درېیو کلونو د اتفاقاتو له امله هېڅ احساس بدلون نه دی کړی او له روحي پلوه زه هېڅکله له ده لرې نه یم پاتی شوی. د زړه له تله دعا وکړئ چې هغه د مرګ دیخوا او هاخوا د خدای له مهربانۍ برخمن واوسي». برایټ د ۱۸۸۹ زکال د مارچ په ۲۷ مه مړشو. [۱۳][۱۴]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb123471989 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/John-Bright — subject named as: John Bright — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w63f4sh0 — subject named as: John Bright — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/bright-john — subject named as: John Bright
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p15.htm#i146 — subject named as: Rt. Hon. John Bright — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0012265.xml — subject named as: John Bright — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=9506 — subject named as: John Bright — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  8. Hansard (1803–2005) ID: https://api.parliament.uk/historic-hansard/people/mr-john-bright — د نشر نېټه: ۲۲ اپرېل ۲۰۲۲
  9. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  10. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb123471989 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  11. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/127218787
  12. Woodland, Jenny (2011). Bootham School Register. York, England: BOSA. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Trevelyan, p. 462.
  14. Trevelyan, p. 463.