جاستن ترودو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جاستین ترودو
(انګلیسي: Justin Trudeau د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ترودو په ۲۰۲۳
ترودو په ۲۰۲۳
ترودو په ۲۰۲۳

د کاناډا هیواد ۲۵ لومړی وزیر
د واکمنۍ دوران
۴ نوامبر ۲۰۱۵
والي دیوید جانستون
جولی پایت
استیون هارپر
 
د ځوانانو چارو وزیر
د واکمنۍ دوران
۴ نوامبر ۲۰۱۵ – ۱۸ جون ۲۰۱۸
 
Dominic LeBlanc (د دولت ترمنځ چارې، شمالي چارې او د داخلي تجاري چارې)
د کاناډا هیواد لیبرال ګوند ګوند رئیس
د واکمنۍ دوران
۱۴ آفریل ۲۰۱۳
باب ری
 
د کاناډا هیواد د پارلمان غړی
د پپینو له ټاکنیزې سیمې
د واکمنۍ دوران
۱۴ اکتوبر ۲۰۰۸
ویوین بربات
 
د شخص معلومات
زیږون نوم جاستین پیر جیمز ترودو
پيدايښت زوکړه او عمر
اټاوا، اونټاریو
استوګنځای مونترال
تابعیت کاناډا
قد 1.88 متر [۱]  د (P2048) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مذهب مسیحی
ګوند د کاناډا لیبرال ګوند
اولاد ۳
پلار پېيري ټروډو   د (P22) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
خپلوان پیر ترودو (پلار)
مارګارت ترودو (مور)
عملي ژوند
تعلیم مک‌ ګیل پوهنتون
بریتیش کلمبیا پوهنتون
کار/مسلک سیاستوال
مورنۍ ژبه فرانسوي
انگليسي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۲]
فرانسوي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه سياست [۳]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
جاستن ترودو
جاستن ترودو

ويبپاڼه
ويبپاڼه http://justin.ca/
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

Found 1 = ۱۹۷۱, Found 2 = ۱۲, Found 3 = ۲۵?, Found riding2,

جسټن پیر جېمز ټروډو د ۱۹۷۱ کال د ډسمبر په ۲۵مه نېټه زیږېدلی. نوموړی یو کاناډايی سیاستوال دی چې د ۲۰۱۵ کال له نومبر میاشتې راهیسې د کاناډا اوسنی درویشتم لومړی وزیر او د ۲۰۱۳ کال له اپرېل میاشتې راهیسې د لېبرال ګوند رهبر دی. ټروډو تر «جو کلارک» وروسته د کاناډا په تاریخ کې دویم ځوان لومړی وزیر دی، همدا راز د دغه پوست د پخواني څښتن یا لومړي وزیر پیر ټروډو مشر زوی دی.

ټروډو په اوټاوا کې وزیږېد او په «جین جان ډي بریبوف» کالج کې یې زده‌کړې وکړې، په ۱۹۹۴ کال کې يې له مک ګېل پوهنتون څخه په ادبیاتو کې د لېسانس سند ترلاسه کړ، وروسته یې په ۱۹۹۸ کال کې له برېټېش کلمبیا پوهنتون څخه د ښوونې او روزنې په برخه کې دویم لېسانس ترلاسه کړ. تر فراغت وروسته یې په وانکووېر کې په منځني ښوونځي کې د فرانسوي ژبې، انساني علومو، ریاضیاتو او ډرامې تدریس پیل کړ. په ۲۰۰۲ کال کې د نورو زده‌کړو لپاره بېرته مونټریال ته لاړ.

د ۲۰۰۸ کال په فدرالو ټاکنو کې تر یوه بریالي ټاکنیز کمپاین وروسته په ولسي جرګه (House of Commons) کې د پاپینو ټولنې استازی وټاکل شو. نوموړي په ۲۰۰۹ کال کې د ځوانانو او ګڼ‌کلتورۍ په برخه کې د لېبرال ګوند د رسمي اپوزیسیون د شنونکي او څارونکي غړي په توګه کار وکړ او په ورپسې کال کې د تابعیت او کډوالۍ د برخې څارونکی غړی شو. په ۲۰۱۱ کال کې بیا د ثانوي زده‌کړو او ورزش برخې د شنونکي په توګه وټاکل شو. ټروډو د ۲۰۱۳ کال په اپرېل میاشت کې د لېبرال ګوند مشري وګټله او د ۲۰۱۵ کال په فدرال ټاکنو کې یې خپل ګوند بریالی کړ او د درېیمې رتبې لېبرالان یې له ۳۶ څوکیو څخه ۱۸۴ څوکیو ته ورسول چې دا د کاناډا په ټاکنو کې د یوه ګوند تر ټولو لوړ شمېر دی.[۴][۵]

د ژوند لومړي وختونه[سمول]

اصلیت او زیږېدنه[سمول]

د ۱۹۷۱ کال د جون په ۲۳مه نېټه د لومړي وزیر دفتر اعلان وکړ چې د لومړي وزیر پیر ټروډو مېرمن د څلورو میاشتو امېندواره ده. جسټن ټروډو د همدغه کال د کرېسمېس په ورځ د شپې په ۹:۲۷ بجو د اوټاوا په ښاري روغتون کې وزیږېد. دی د کاناډا په تاریخ کې دویم کس دی چې پر داسې مهال زیږېږي چې پلار یې لومړی وزیر دی. تر ده وړاندې د جان اې مک‌ډونالډ لور مارګارټ مري ټیوډورا مک‌ډونالډ (۱۸۶۹ د فېبرورۍ ۸مه - ۱۹۳۳ د جنورۍ ۲۸مه) ده چې دا ډول زیږېدلې وه. د ټروډو کوچني وروڼه الکساندر (ساچا) (د ۱۹۷۳ د ډسمبر په ۲۵مه زیږېدلی) او مېشل (د ۱۹۷۵ د اکتوبر په دویمه زیږېدلی او د ۱۹۹۸ کال د نومبر تر ۱۳مې ژوندی و). [۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

ټروډو په خټه غالباً سکاټلنډی او فرانسوی‌ کاناډايی دی. نیکه یې چارلېس امېل ټروډو تجار و او غور نیکه یې جېمز سنکلر و چې په سکاټلنډ کې زیږېدلی و او د لومړي وزیر لویس سنټ لورانټ په کابینه کې یې د کبانو برخې د وزیر په توګه کار کړی. د ټروډو مورنی نیکه توماس برنارډ د اندونیزیا په ماکاسار کې زیږېدلی او پنتیکتون برېټېش کلمبیا ته کډوال شوی. همدا راز ټروډو له مالاکا او نیاس قومیت سره لرې اړیکه لري.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

ماشومتوب[سمول]

ټروډو چې کله پنځه کلن و، د ۱۹۷۷ کال د مې میاشتې په ۲۷مه نېټه یې مور او پلار خپله جدايي اعلان کړه. پلار ته یې لومړی ساتنه او پالنه ور په غاړه شوه. تر هغه وروسته څو کاله د دوی تر منځ د روغې جوړې اوازې موجودې وې. سره له دې، د مور وکیل یې مایکل لوین د ۱۹۸۳ کال د نومبر په ۱۶مه نېټه د انتاریا سترې محکمې ته د توافقي‌ طلاق غوښتنه ورکړه او د ۱۹۸۴ کال د اپرېل په دویمه نېټه د طلاق موضوع وروستۍ شوه. پلار یې د همدغه کال د اپرېل په ۲۹مه نېټه د لومړي وزارت له مقامه د لرې کېدو اعلان وکړ. په هماغه کال یې مور او پلار دواړه په خوښۍ سره په ګډه د ده د ساتنې او پالنې په اړه هوکړې ته ورسېدل. ټروډو په ۲۰۰۹ کال کې د خپل مور او پلار د واده په اړه وویل: «هغوی له یو بل سره له زړه او پوره مینه لرله، خو تر منځ یې ۳۰ کاله عمري توپیر و چې مور مې هېڅکله د پلار په ژوند او دنده کې برابره همکاره نه وه.»[۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

پوهنتون او لومړني کارونه[سمول]

ټروډو لو لېسانس په مک ګېل پوهنتون کې په ادبیاتو کې بشپړ کړی او دویم لېسانس یې په برېټېش کلمبیا پوهنتون کې په ښوونه او روزنه کې تر لاسه کړی. ټروډو په مک ګېل پوهنتون کې د تحصیل په لومړي کال د خپل ملګري جاناتان ابلټ له لارې له خپل راتلونکي عمومي منشي، جرالډ باټس سره وپېژندل. باټس ټروډو ته د مک ګېل پوهنتون د مناظرې له اتحادیې سره د یوځای کېدو بلنه ورکړه. تر فراغت وروسته ټروډو په وانکووېر کې پاتې شو او هلته د کیلارني ښوونځي په ګډون په محلي ښوونځيو کې ښوونکی شو او همدا راز یې په وېسټ پوینټ ګرې خصوصي اکاډمۍ کې د فرانسوي ژبې او ریاضي د دایمي ښوونکي په توګه کار وکړ. دی په ډاګلاس لوژ کې له کرسټوفر اینګوالډسون سره چې د دې اکاډمۍ علمي غړی او د ده ملګری و، د اطاق ملګری شو. له ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۰۴ کال پورې یې د مونټرال پوهنتون په پلي‌تخنیک پوهنځي کې د انجنیرۍ په برخه کې زده‌کړې وکړې. نوموړي په مک ګېل پوهنتون کې په چاپېریالي جغرافیه کې خپله ماسټري پیل کړه، خو دا پروګرام یې پرېښود او د دولتي دندې په لټه کې شو. [۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳]

شخصي ژوند[سمول]

ټروډو او سوفي ګریګویر (Sophie Grégoire) هغه وخت سره لیدلي وو چې لا دواړه ماشومان وو. سوفي ګریګور د ټروډو د کوچني ورور مېشل ټولګیواله او د ماشومتوب ملګرې وه. ټروډو او ګریګور د ۲۰۰۴ کال په اکتوبر میاشت کې کوژدن شول او د ۲۰۰۵ کال د مې میاشتې په ۲۸مه یې د مونټرال په (Sainte-Madeleine d'Outremont) کلیسا کې واده وکړ. دوی درې اولادونه لري: یو زوی یې خاویر چې په ۲۰۰۷ کال کې زیږېدلی، یوه لور يې اېلا ګریس چې په ۲۰۰۹ کال کې زیږېدلې او بل یې هم زوی هاډرین دی چې په ۲۰۱۴ کال کې زیږېدلی. [۴۴][۴۵][۴۶]

دین[سمول]

د ټروډو پلار یو کلک رومي کاتولیک و او مور یې له واده لږ مخکې له انجلیکانیزېم څخه کاتولیک ته واوښته. جسټن په کوچنيوالي کې هره یکشنبه په مذهبي مراسمو کې ګډون کاوه او هره شپه به یې تر خوب وړاندې خپلې دعاګانې ویلې. دی په اتلس کلنۍ کې منحرف کاتولیک شو، ځکه داسې احساس یې کاوه چې د کلیسا په تشریفاتو او جوړښت کې یې ورځني ژوند ته ډېر پام نه کېږي. ټروډو په دې دوره کې خپله عقیده داسې بیان کړې: «په ټول هېواد کې د نورو ډېری کاتولیکانو په څېر زه هم وایم چې زه کاتولیک یم، زه عقیده لرم خو کلیسا ته نه ځم. یوازې د عیسی علیه السلام د زوکړې د ورځې په مراسمو، یا هم په کرېسمېس مراسمو کې ځم.» په ۱۹۹۸ کال کې د ورور تر مړینې وروسته ټروډو خپل یوه ملګري قانع کړ چې د الفا [عیسوي زده‌کړې] په یوه ښوونیزه دوره کې ګډون وکړي، تر څو عقیده یې بېرته سمه شي. په ۲۰۱۱ کال کې ټروډو وویل: «زما شخصي عقیده زما د شخصیت یوه ډېره مهمه برخه او ارزښتونه دي چې هڅه کوم د همدغو ارزښتونو له مخې رهبري وکړم.»[۴۷][۴۸][۴۹][۵۰]

ژوند[سمول]

جاستن تروډو په ۲۰۰۸م کال کې له یوې تلویزیوني کارمندې سوفي ګرګوار سره واده وکړ چې اوس مهال دوه ماشومان یو ځوی او لور لري.

کار[سمول]

  1. https://www.macleans.ca/news/world/the-g7-group-shot-where-donald-trump-cant-hide-from-his-height/ او https://www.businessinsider.com/world-leaders-ranked-height-tallest-shortest-2019-8#canadas-justin-trudeau-6-foot-2-188-cm-11
  2. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=mub20221139261 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  3. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=mub20221139261 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  4. (په September 22, 2021 باندې). First Reading: The Least Popular Canadian Government Ever Elected. National Post.
  5. (په May 13, 2021 باندې). WE Charity: Trudeau cleared of ethics wrongdoing in political scandal. BBC News.
  6. (په March 6, 1971 باندې). Trudeau's Bride Takes All by Surprise.
  7. (په June 24, 1971 باندې). Rumors confirmed: Mrs. Trudeau expecting, due December.
  8. (په December 1, 1971 باندې). Civic doctor for Margaret.
  9. (په December 28, 1971 باندې). Justin just like dad.
  10. (په December 31, 1971 باندې). Welcome, Justin Trudeau.
  11. English, John (August 28, 2007). Citizen of the World: The Life of Pierre Elliott Trudeau Volume One: 1919–1968. Knopf Canada. د کتاب پاڼي 205–. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-676-97522-2. مؤرشف من الأصل في July 31, 2013. د لاسرسي‌نېټه May 27, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "The ancestry of Justin Trudeau". perche-quebec.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۳۰ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. (په January 9, 1994 باندې). Pierre Trudeau toughens up.
  14. (په March 5, 1971 باندې). Colleagues, family discuss secret Trudeau wedding.
  15. "SINCLAIR, The Hon. James, P.C." Parliament of Canada. د اصلي آرشيف څخه پر May 8, 2013 باندې. د لاسرسي‌نېټه March 2, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Margaret Trudeau". CBC Television. مؤرشف من الأصل في January 9, 2013. د لاسرسي‌نېټه April 24, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Passenger lists of the AORANGI arriving in Vancouver, British Columbia on 1906-06". Library and Archives Canada. February 17, 2016. مؤرشف من الأصل في January 4, 2017. د لاسرسي‌نېټه April 19, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Gartland, Fiona (June 4, 2017). Rebel roots: Justin Trudeau's Irish ancestry from Co Cork revealed. The Irish Times. د لاسرسي‌نېټه October 7, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. (په July 10, 2017 باندې). Bandon claims Trudeau Just-In time.
  20. "The Bernards of Palace Anne". Bandon Cork Ancestors and Genealogy Heritage Roots Ireland. مؤرشف من الأصل في April 7, 2016. د لاسرسي‌نېټه September 4, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. (په November 15, 2018 باندې). Canadian Prime Minister Justin Trudeau traces family links to Singapore at Fort Canning Park.
  22. "Stamford Raffles was not above sneering at Farquhar's Malay wife and the children by her he had acknowledged. 'The Maya connexion', he termed them archly."Barley, Nigel (1991). The Duke of Puddle Dock: Travels in the Footsteps of Stamford Raffles. Great Britain: Viking. د کتاب پاڼې 242. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780670836420. مؤرشف من الأصل في January 16, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Ford, D. (2005). The world of Antoinette Clement: Colonial mistress. Australia: University of Queensland. مؤرشف من الأصل في March 4, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Hedemann, Nancy Oakley (1994). A Scottish-Hawaiian story: the Purvis family in the Sandwich Islands. Book Crafters. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780964402003. مؤرشف من الأصل في January 16, 2017. د لاسرسي‌نېټه September 4, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Douglas-Home, Jessica (1996). Violet: The Life and Loves of Violet Gordon Woodhouse. Harvill Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781860462696. مؤرشف من الأصل في January 16, 2017. د لاسرسي‌نېټه September 4, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Cooper, Artemis (2011). Writing at the Kitchen Table: The Authorized Biography of Elizabeth David. Faber & Faber. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780571279777. مؤرشف من الأصل في January 15, 2017. د لاسرسي‌نېټه September 4, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. (په May 28, 1977 باندې). Trudeaus Separate; He Keeps Children (Published 1977).
  28. (په December 3, 1979 باندې). When Pierre put his boys first.
  29. (په March 28, 2003 باندې). Mr. Conflict of Interest.
  30. (په November 17, 1983 باندې). Margaret Trudeau files for divorce.
  31. (په April 5, 1984 باندې). Trudeaus' divorce has become final: Report.
  32. Elin Woodger; David F. Burg (March 2006). The 1980s. Infobase Publishing. د کتاب پاڼې 414. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8160-5809-9. مؤرشف من الأصل في July 31, 2013. د لاسرسي‌نېټه May 27, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. (په October 31, 1979 باندې). Nostalgic nanny. Ottawa Citizen.
  34. (په June 20, 2009 باندې). Justin on growing up Trudeau.
  35. (په February 8, 2008 باندې). Margaret Trudeau: Forgiveness, gratitude, wisdom.
  36. (په November 24, 2010 باندې). Pierre Trudeau's daughter, Sarah, lives under the radar.
  37. (په October 22, 2015 باندې). Portrait of the PM-designate as a young man.
  38. (په March 5, 2013 باندې). Contender: The Justin Trudeau Story.
  39. "Canadian Liberty and the Politics of Fear". Liberal Party of Canada. March 10, 2015. د اصلي آرشيف څخه پر November 20, 2015 باندې. د لاسرسي‌نېټه November 19, 2015. You know, I dabbled in the Debating Union at McGill. I even debated Ted Cruz once at a tournament at Yale. He hasn't changed very much. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. "Canada Votes 2011: Ridings: Papineau" Archived February 21, 2016, at the Wayback Machine., Canadian Broadcasting Corporation. Retrieved October 25, 2015.
  41. "Justin Trudeau tells education conference he plans return to teaching", Canadian Press, February 28, 2004.
  42. "Justin Trudeau described by friends as down-to-earth and sensitive", Canadian Press, October 4, 2000, 03:25; Tonda MacCharles, "Son 'most like Pierre' relishes his privacy; While Liberals talk about dynasty, Justin looks forward to returning to teaching job", Kitchener-Waterloo Record, October 5, 2000, A06; Justin Trudeau, "Something I'm passionate about", The Globe and Mail, February 3, 2001, A11; Gloria Galloway, "Justin Trudeau delivers motivational speech to Ontario teachers", The Canadian Press, April 27, 2001, 14:50; "Students should learn to be brave, Trudeau says", Globe and Mail, April 28, 2001, A9.
  43. (په November 1, 2015 باندې). Vancouver building that used to be home to Justin Trudeau damaged after ambulance crashes into limousine.
  44. Annett, Evan (October 30, 2015). "JUSTIN AND SOPHIE: THE FAMILY ALBUM". The Globe and Mail. مؤرشف من الأصل في November 22, 2015. د لاسرسي‌نېټه November 20, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. (په May 30, 2005 باندې). Justin Trudeau weds. CBC News.
  46. "Justin Trudeau's A Dad.. Again". HuffPost Canada. February 28, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  47. (په October 20, 2014 باندې). Justin Trudeau memoir: 7 surprising revelations from Common Ground. CBC News.
  48. Derfler, Leslie (2012). Political Resurrection in the Twentieth Century: The Fall and Rise of Political Leaders (په انګلیسي ژبه کي). Springer. د کتاب پاڼې 185. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781137027863. د لاسرسي‌نېټه December 19, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  49. . PM's faith has evolved with age – Trudeau's beliefs in social justice, abortion rights attract some, alienate others.
  50. (په November 3, 2011 باندې). Justin Trudeau upset Tory MP questioned his faith. CBC News.