توریالی ځاځی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

زېږېدنه:[سمول]

ارواښاد توریالی ځاځی د عبدالرحمان زوی، په ۱۳۲۸ هجري لمریز کال کې زیږیدلی او د پکتیا ولایت د اریوب ځاځیو ولسوالی د روکیان د کلي اوسیدونکې و.

زده کړې[سمول]

لومړنۍ زده کړې يې د رحمان بابا په لیسه کې او لوړې زده کړې یې په ۱۳۵۳ هجري لمریز کال کې د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي د ژورنالیزم په څانګه کې سر ته رسولي.

دندې[سمول]

په هیواد کې دننه یې په مهمو دندو کار کړی دی:

- په ۱۳۵۵ هجری لمریز کال کې د اوبو او بریښنا د وزیر سکرتر او د نشراتو لوی مدیر

- په ۱۳۵۷ هجری لمریز کال کې د د دولتي مطبعو د عمومي ریاست مسوول مدیر

- په ۱۳۶۱ هجری لمریز کال کې د قومونو او قبایلو چارو وزارت د نشراتو د مسلکي غړی

- په ۱۳۶۲ هجری لمریز کال کې د انیس ورځپاڼی په ریاست کی د خبریالانو لوی مدیر او د ورځپاڼې د لیکوالې ډلې غړی

- د هجرت په وخت کې په ۱۳۶۳ لمریز کال کې د افغانستان د ملي اسلامی محاذ د مجلو مدیر

- په ۱۳۶۸ کال کې د د ښوونې او روزنې وزارت د دارالانشا‌ء رییس

- د 1375 تر 1381 کلونو په ترڅ کې د افغانستان د ملی اسلامی محاذ د فرهنګی ریاست مرستیال

- په ۱۳۸۱ لمریز کال کې له مهاجرت څخه د راستنیدو وروسته د هیواد ورځپاڼی مرستیال په حیث وګمارل شو

- په ۱۳۸۳ لمریز کال کې یې د آزادۍ د مطبعو د عمومی رییس په حیث دنده تر سره کړه

- د ۱۳۸۵ – ۱۳۸۸ کلونو په ترڅ کې لمړۍ د هیواد ورځپاڼی رییس او مسوول مدیر او بیا د اصلاح ورځپاڼی رییس او مسوول مدیر

- تر وفات کیدو وړاندې یې د سرحدونو او قومونو چارو په وزارت کی د محقق په حیث دنده تر سره کوله.

ارواښاد توریالی ځاځی د خپل کار په دوران کې د انیس،هیواد او اصلاح ورځپانو او د ژوندون، اوبه او بریښنا، عرفان او جرګې مجلې سره او د مهاجرت پر مهال د وحدت او سهار له ورځپاڼو، د اراده جریدی او د قلم، بصیرت او وطن له مجلو سره دوامداره قلمي همکاري درلوده.

چاپ شوي آثار یې[سمول]

- د وینو مشالونه

- تلپاتې یادونه

- په افغانستان کې د روسي پوځیانو جنایات

- وصیت

- جهادی لنډۍ

- وران افغانستان او د چاپیریال ستونزې

- مشعلداران علم و فرهنګ معاصر کشور ما (دری)

مړینه[سمول]

ارواښاد توریالي ځاځي د ۱۳۹۳ لمریز کال د عقرب په شپاړسمه نیټه له دې فاني جهان څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې. د هغه ارواښاد جنازه د عقرب په اوولسمه نیټه په شهدای صالحین کې د ګڼ شمېر فرهنګي او ملي شخصیتونو په حضور کې خاورو ته وسپارل شوه.

--- سرچینه: ځاځي بابا ادبي او کلتوري ټولنه