تاج محل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
تاج محل

تاج محل د اسلامي تمدن يو بې سارى شاهکار دى.د تاج محل تاريخي ودانۍ دمغول بادشاه شاه جهان له خوا د خپلې گرانې مېرمنې ممتازمحل سره دبې کچې مينې په وياړ جوړه او ودانه شوې ده. د تاج محل ودانۍ په ودانولو کې شل زره کارگران اومزدوران په ستړياوتې کار بوخت وو. ددغه تاريخي ودانۍ د جوړولو په خاطرد نړۍ له گوټ _گوټ څخه تکړه او نوميالي معماران ، تيږه توږونکي، مهندسان، حکاکان اومجسمه توږاندي وروبلل شول .

تاج محل د هند په اگره ښار کې دی. د تاج محل ودانۍ په ښکلې ، ښايسته اوموزون ډول سره د سينگاراوپسول په موخه له يمن څخه عقيق ، دعربستان څخه مرجان ، د فارس څخه ياقوت اود افغانستان څخه د بدخشان لعل وروغوښتل شول اوپه جوړېداکې يې وکارول شول. ترڅو، چې دغه بې سارى اوتلپاتې دمينې شاهکار له کابو(٢٢) کلونوپرله پسې کار وروسته د تکميل پوړۍ ته ورسېد.

د تاج محل ودانۍ دنړۍ په عجايبوکې راځي اوهرکال د نړۍ له گوټ _ گوټ څخه په زرگونوگرځندويان اوسيلانيان ددې شانداراو پرتمين شاهکار لېدا ته ورځي. تاج محل دهندوستان د گرځندوى صنعت په برخه کې دعايداتو يوه غوره، غوړه اوبډايه سرچينه ده.

سرچینه

د تاند له ویبپاڼې څخه