بنیامین کانسټنټ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
بنیامین کانسټنټ
بنیامین کانسټنټ
بنیامین کانسټنټ

د شخص معلومات
زیږون نوم (فرانسیسی: Henri-Benjamin Constant de Rebecque د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۲۵ اکتوبر ۱۷۶۷[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]
مړینه 8 ډيسمبر 1830 (63 کاله)[۲][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۹]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پاريس[۱۰][۹]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت سويس (۱۷۶۷–۱۷۹۰)[۱۰][۱۳]
فرانسه (۱۷۹۰–۱۸۳۰)[۲۰]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ژوند ملګری ژرمن دو سټایل  د (P451) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده فیلسوف
سياستوال[۲۱]
ليکوال[۹][۲۲]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) فرانسوي[۱]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تحریک لېبراليزم
Romanticism  د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

هنري-بنیامین کانسټنټ ډي رېبکو (فرانسوي: [kɔ̃stɑ̃]؛ ۱۷۶۷ اکتوبر ۲۵مه – ۱۸۳۰ ډسمبر ۸مه)، یا په ساده ډول بنیامین کانسټنټ، یو سویسی-فرانسوی سیاسي مفکر، فعال او د سیاسي تیورۍ او مذهب لیکوال و.

نوموړی له ۱۷۹۵ کال راوروسته یو ژمن جمهوریت غوښتونکی و. هغه د فرکټیډور (Fructidor) میاشتې د ۱۸مې (۱۷۹۷ سپټمبر ۴مې) د کودتا او هم د برومیر (Brumaire) د ۱۸مې (۱۷۹۹ نومبر ۹مې) د کودتاګانو ملاتړ کړی. په ۱۸۰۰ کال کې د قونسلانو د حکومت پر مهال د لیبرال اپوزیسیون مشر شو. د ناپلیون له خوابدي کولو سره یې فرانسه پرېښوده او لومړی سویس او بیا د ساکسوني پادشاهۍ ته ولاړ، خو بېرته د سل ورځنۍ جګړې پر مهال د ناپلیون پلوی شو او په فرانسه کې د بوربونیانو د بیا واکمنۍ په جریان کې یې سیاسي فعالیت پیل کړ. نوموړی په ​​۱۸۱۸ کال کې د فرانسې د استازو جرګې غړی وټاکل شو او په ۱۸۳۰ کال کې د هغه تر مړینې پورې پر دې څوکۍ پاتې شو. د لیبرال اپوزیسیون (چې د خپلواکو یا استقلالیانو په نوم یادېږي) د مشرۍ پر مهال نوموړی د پارلماني نظام د پلوي په توګه د فرانسې د استازو جرګې یو له پام‌وړ او مخکښو ویناوالو څخه و. د جولای د انقلاب پر مهال د لومړي لویس فیلیپ د واک ته رسېدو ملاتړی و.

د سیاسي او مذهبي موضوعاتو په اړه پر ګڼو مقالو سربېره، کانسټنټ د رومانټیکې مینې په اړه هم لیکل کړي. د نوموړي ژوندلیک "لي کاهیر روج" (Le Cahier rouge) چې په ۱۸۰۷ کال کې خپور شو، له مېډم ډي سټایل (Madame de Staël) سره د هغه د مینې کیسه کوي، چې نوموړی یې په ځانګړې توګه په کوپیټ حلقه کې سرپرست او همکار وګرځېد، او یو بریالی ناول اډولف (Adolphe)، چې په ۱۸۱۶ کال کې خپور شو، په دې اړه د هغه د اثارو ښه بېلګه ده. [۲۳]

هغه د نولسمې پېړۍ په لومړیو کې یو پرشوره او لېوال کلاسیک لیبرال و. هغه د آزادۍ مفکوره اصلاح کړه او د یوه داسې وجودي حالت په توګه یې تعریف کړه چې د فرد لپاره ممکنوي چې د دولت یا ټولنې لاسوهنه له منځه یوسي. د هغه نظریاتو په هسپانیه کې د ترینیو لیبرال غورځنګ، په پرتګال کې د ۱۸۲۰ کال لیبرال انقلاب، د یونان د خپلواکۍ جګړه، په پولنډ کې د نومبر پاڅون، د بلجیم انقلاب، او په برازیل او مکسیکو کې پر لیبرالیزم اغېزې وکړې.[۲۴][۲۵][۲۶]

ژوندلیک[سمول]

هنري-بنیامین کانسټنټ د سویس په پلازمېنه لوزان ښار کې د کانسټنټ ډي رېبکو په کورنۍ کې زیږېدلی و. دا کورنۍ د فرانسوي پروتستانانو (Huguenots) اولاده وه چې په ۱۶مه پېړۍ کې د فرانسې د مذهبي جګړو پرمهال له ارتوا څخه سویس ته تښتېدلي وو. د هغه پلار "جول کانسټنټ ډي رېبکو" د هغه د نیکه، تره او د تره زوی ژان ویکتور ډي کانسټنټ رېبکو په څېر د هالنډ ایالتونو په اردو کې د یوه لوړرتبه افسر په توګه دنده ترسره کوله. کله چې د کانسټنټ مور "هینریټ-پولین ډي چانډیو-ویلرز" د نوموړي له زیږون لږ وروسته مړه شوه او د هغه نیا د نوموړي پالنه کوله. شخصي استادانو نوموړي ته په ​​بروکسل (۱۷۷۹) او په هالنډ (۱۷۸۰) کې زده کړې ورکړې. په ایرلانګن پروټیسټانټ پوهنتون کې (۱۷۸۳) د زده کړو پر مهال نوموړي د برونزویک-وولفنبوټل د دوچیس سوفي کارولین ماري دربار ته لاره وموندله. نوموړی له یوې نجلۍ سره تر اړیکو جوړولو وروسته هغه ځای پرېښود او اډینبورګ پوهنتون ته ولاړ. هلته یې د اندریو ډونکن په کور کې ژوند کاوه او له جیمز مکینتوش او مالکولم لاینګ سره یې ملګري جوړه شوه. کله چې له هغه ښاره ووت، ژمنه یې وکړه چې د قمار پورونه به یې بېرته ورکوي.[۲۷][۲۸]

کانسټنټ په ۱۷۸۷ کال کې د سکاټلنډ او انګلستان له لارې پر آس له سفر کولو سره بېرته اروپا ته ستون شو. په دغو کلونو کې د اروپا د اشرافو پر طبقې، د دوی له امتیازاتو سره، د کانسټنټ په څېر هغو کسانو لخوا سختې نیوکې وشوې، چې د نابرابرۍ په اړه د روسو د ویناوو تر اغېزې لاندې راغلي وو. د کانسټنټ کورنۍ پر هغه له دې کبله هم نیوکه لرله چې د خپل نوم وروستۍ برخه یا د کورني نوم یوه برخه یې له خپل نامه څخه لرې کړې ده. په پاریس کې د ژان-باپټیسټ-انټوین سوارډ په کور کې نوموړی له ۴۶ کلنې هالنډۍ لیکوالې ایزابیل ډي چاریر سره وپېژندل، چې وروسته یې د روسو اعترافات نومي اثر په خپرولو کې مرسته وکړه، او د هغه تره ډیویډ لویس کانسټنټ ډي رېبکو سره یې د ۱۵ کلنو اړیکو له لارې پوره پېژندل. نوموړی د سویس په ​​کولمبیر کې د هغې په کور کې پاتې شو او په ګډه یې یو ناول ولیکه. هغې د مورنۍ پالونکې په توګه چلند ورسره کاوه او د چارلس ویلیم فرډینانډ، برونزویک-وولفنبوټل ډیوک په دربار کې د ګومارل کېدو تر وخته، چې نوموړی یې شمال ته تللو ته اړ کړ، هلته پاتې شو. هغه دربار یې هم په ۱۷۹۲ کال کې د لومړي ایتلاف د جګړې له پیلېدو سره پرېښود.[۲۹]

په براونشوایګ کې یې له ویلیامینا وون کرام سره واده وکړ، خو په ۱۷۹۳ کال کې یې طلاق ورکړ. د ۱۷۹۴ کال په سپټمبر کې یې له مشهورې او شتمنې جېرمان ډي سټال سره ولیدل او لېوالتیا یې ورسره پیدا شوه. نوموړې واده کړې وه او د روسو پر اصولو رالویه شوې وه. دوی دواړو د ژان لیمبرټ ټالین او ټالیرنډ ستاینه کوله. د ۱۷۹۵ او ۱۸۱۱ ترمنځ د دوی فکري همکاري د دې لامل شوه چې دوی د وخت ترټولو مشهورې فکري جوړې په توګه مشهور شي.[۳۰]

پاریس[سمول]

په فرانسه کې د ترور او وحشت له واکمنۍ (۱۷۹۳-۱۷۹۴) وروسته، کانسټنټ له دوو جرګو جوړ پارلمان او د لویې بریتانیا د پارلمان په څېر د استازو جرګې ملاتړی او غوښتونکی شو. په انقلابي فرانسه کې د سیاسي فکر دغه لړۍ د فرانسې د ۱۷۹۵ کال اساسي قانون، د پنځو سوو شورا او د مشرانو شورا رامنځته کېدو لامل شوه. په ۱۷۹۹ کال کې، د برومیر ۱۸مې له کودتا وروسته، کانسټنټ د ایبي سیاس د ټینګار په پایله کې د ناپلیون بناپارټ له لوري زړه نا زړه په ټریبیونات جرګه کې وګومارل شو، خو په وروستۍ موده کې کلک شکونه ورسره وو. بالاخره په ۱۸۰۲ کال کې لومړي قونسل یا پوځي دیکتاتور د هغه اړوند شکونه تایید کړل او کانسټنټ یې اړ ایست چې د هغه د ویناوو او له مېډم ډي سټایل سره د هغه د نږدې تړاو له امله جرګه پرېږدي.[۳۱]

کانسټنټ د اداکار فرانسوا جوزف تلما له مېرمنې جولي تلما سره اشنا شو، چې هغه ته یې د انساني علاقې د ناچارۍ اړوند ګڼ لیکونه ولیکل.[۳۲]

په ۱۸۰۰ کال کې د رو ساینت نیکیز پلان یا د ناپلیون د ترور هڅه ناکامه شوه. په ۱۸۰۳ کال کې، چې د برېتانیا او فرانسې ترمنځ سوله ټینګه وه، ژان ګابریل پیلټیر په انګلستان کې د استوګنې پرمهال وویل چې ناپلیون باید ترور شي. وکیل جیمز مکینتوش له فرانسوي کډوال پیلټیر څخه د ناپلیون په لمسون (چې هغه مهال د فرانسې لومړی قونسل یا دکتاتور واکمن و) د هغه د سپکاوي په خاطر پیل شوې دعوا پرضد دفاع وکړه. د مکینتوش وینا په پراخه کچه په انګلیسي او همدارنګه په ټوله اروپا کې د مېډم ډي سټایل لخوا په فرانسوي ژباړه کې خپره شوه. نوموړې بیا اړایستل شوه چې له پاریس څخه ووځي.[۳۳]

سوداګرۍ ته پر جګړې ترجیح ورکول[سمول]

کانسټنټ باور درلود چې په عصري نړۍ کې سوداګري تر جګړې غوره ده. هغه د ناپلیون پر جګړه‌ییزو تمایلاتو سختې نیوکې وکړې، ځکه د ده په نظر دا کار غیر لیبرال و او نور د عصري سوداګریزو ټولنیزو سازمانونو لپاره مناسب نه و. پخوانۍ ازادۍ پر جګړو تکیه لرله، حال دا چې د عصري ازادۍ پر اصولو تنظیم شوی یو دولت به له نورو ټولو سوله ییزو ملتونو سره په سوله کې وي.

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11886006v — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ subject named as: Benjamin Constant — Sycomore ID: https://www2.assemblee-nationale.fr/sycomore/fiche/(num_dept)/13458 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: National Assembly
  3. Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Benjamin-Constant — subject named as: Benjamin Constant — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6jd5895 — subject named as: Benjamin Constant — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. HDS ID: http://www.hls-dhs-dss.ch/textes/d/D016052.php — subject named as: Benjamin Constant — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Historische Lexikon der Schweiz، Dictionnaire historique de la Suisse او Dizionario storico della Svizzera
  6. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/7807 — subject named as: Benjamin Constant — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. BD Gest' author ID: https://www.bedetheque.com/auteur-37003-BD-.html — subject named as: Benjamin Constant — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/2845 — subject named as: Benjamin Constant — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Internet Philosophy Ontology project
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ ۹٫۲ ۹٫۳ Archivio Storico Ricordi person ID: https://www.digitalarchivioricordi.com/it/people/display/15634 — د نشر نېټه: ۳ ډيسمبر ۲۰۲۰
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ ۱۰٫۲ HDS ID: http://www.hls-dhs-dss.ch/textes/d/D016052.php
  11. National Library of Spain ID: https://datos.bne.es/resource/XX846931
  12. NNDB people ID: https://www.nndb.com/people/767/000196179/
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/7732
  14. Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Benjamin-Constant
  15. Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0019555.xml
  16. InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/2845
  17. Les Archives du spectacle person ID: https://www.lesarchivesduspectacle.net/?IDX_Personne=118672
  18. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/7807
  19. BD Gest' author ID: https://www.bedetheque.com/auteur-37003-BD-.html
  20. Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb11886006v
  21. Archivio Storico Ricordi person ID: https://www.digitalarchivioricordi.com/it/people/display/15634
  22. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  23. Garonna, Paolo (2010). L'Europe de Coppet – Essai sur l'Europe de demain (په فرانسیسی ژبه کي). Le Mont-sur-Lausanne: LEP Éditions Loisirs et Pėdagogie. د کتاب پاڼې 42. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-2606013691. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Benjamin Constant: French Liberal Extraordinaire, Mises Institute
  25. Craiutu, A. (2012) A Virtue for Courageous Minds: Moderation in French Political Thought, 1748–1830, pp. 199, 202–203
  26. Edmund Fawcett, Liberalism: The Life of an Idea (2nd ed. 2018) pp. 33–48
  27. "Benjamin Constant: philosophe, historien, romancier, homme d'éta". Ardent Media. د کتاب پاڼې 38 – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "The Cambridge Companion to Constant". Assets.cambridge.org. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ سپټمبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "Cahier Rouge, p. 122". Commons.wikimedia.org. 11 August 2013. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ سپټمبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Their affair resulted in one presumed daughter Albertine.
  31. Étienne Hofmann, Les « Principes de politique » de Benjamin Constant, Librairie Droz, 1980, vol. 1. pp. 187–193. کينډۍ:ISBN
  32. Wood, Dennis (1987). Benjamin Constant. Ardent Media. د کتاب پاڼې 222. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. "Un journaliste contre-révolutionnaire, Jean-Gabriel Peltier (1760–1825) – Etudes Révolutionnaires". Etudes-revolutionnaires.org. 7 October 2011. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ ډيسمبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ سپټمبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)