باروچ سپینوزا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
باروچ سپینوزا
(عبرانی: בָּרוּךְ שְׂפִּינוֹזָה)
(لاطینی: Benedictus de Spinoza)
(پرتگیزی: Benedito de Espinosa د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
باروچ سپینوزا
باروچ سپینوزا

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۴ نومبر ۱۶۳۲[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]
امسټرډام [۱۳][۱۴][۶][۱۲]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 21 فبروري 1677 (45 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
دِن هاخ [۶][۱۴][۱۵][۱۲]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل نری رنځ   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
نامتو زده کونکي ګوټفرېډ وېلهلم لایبنېتس   د (P802) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک فیلسوف [۱۶][۱۲]
دينپوهنه   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) لاتين ژبه [۱۷]
عبراني
ایټالیایي ژبه
فرانسوي
هسپاني
پرتګالي ژبه
نېدرلنډي [۱۸]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه فلسفه
اخلاق
پوهنپوهنه
مېتافزیک   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر رنه دیکارت
ابن ميمون
کسنوفانس
نېكولو مكياوېلې
ابن طفيل
ګيورډانو برونو
فرانسېس بیکن
توماس هابز
ابن رشد
دېموکریتوس
اپیکوروس
لوکرېتیوس
ابن سينا بلخي
اپلاتون
ارستو   د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تحریک سولپالنه
لوېديځه فلسفه   د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
باروچ سپینوزا
باروچ سپینوزا

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

باروچ (دي) سپینوزا چې د باروچ اېسپینوسا، او وروسته بیا د مولف او خبرنګار په توګه د بېنېډېکټوس ډي سپینوزا او په انګلیسي کې بېنېډېکټ ډي سپینوزا په نامه یادېږي، په  ۱۶۳۲ ز کال د نوامبر په ۲۴مه زېږېدلی او د ۱۶۷۷ ز کال د فبروري په ۲۱مه مړ شوی دی. هغه یو هالنډی فیلسوف او په خټه پرتګالی یهودی و. باروچ د روشنګرۍ (Enlightenment)، د انجنیل د معاصرو منتقیدونو او د ځان او نړۍ د معاصرو مفاهیمو یو له لومړیو متفکرینو څخه و. هغه د ۱۷مې پېړۍ د عقلانې فلسفې یو له سترو معتقدینو څخه ګڼل کېږي، یعنې هغه یو (rationalist) و. سپینوزا د رېنې ډیکارټ د مخکښ مفکر څخه په الهام اخیستلو سره د هالنډي زرین عصر یوه مخکښه فلسفي څېره شوه. سپينوزا ته په ډېرو ژبو لقبونه ورکړل شوي چې یو يې هم "مبارک یا Blessed " دی. د یهودانو په عبراني ژبه يې نوم دا ډول لیکل کېږي: ברוך שפינוזה. په هالنډ کې هغه د بېنتو پرتګالی نوم کاروه. په خپلو لاتیني او هالنډي آثارو کې يې د بېنېډيکټوس ډي سپینوزا لاتیني نوم کاراوه. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

سپینوزا په امسټردام کې په یوه هسپانوي-پرتګالي-یهودي ټولنه کې رالوی شوی و. هغه د عبراني انجیل او د الهي ماهیت د اصالت او رښتینولۍ په اړه زښته ډېرې ګډې وډې مفکورې رامنځته کړې. یهودي دیني مقاماتو د هغه پر ضد یو حرم " חרם " [د اسلام د فتوا معادل] صادر کړ او هغه يې په ۲۳ کلنۍ کې سملاسي وشاړه او له یهودي ټولنې څخه يې منع کړ. ان د هغه کورنۍ هم دا کار ورسره وکړ. د هغه کتابونه وروسته د کاتولیک کلیسا د منع شویو کتابونو په لړلیک کې ورشامل کړل شول. اوسني وګړي هغه ته ډېری مهال د "بې دینه یا atheist" اصطلاح کاروي، حال دا چې سپینوزا پخپل هېڅ اثر کې د خدای د شتون پر وړاندې کوم بحث نه دی کړی. [۳۵]

سپینوزا د آپټیکي لینزونو د جوړونکي په توګه یو خورا ساده ژوند درلود او د کونسټنټاین او کریسټن هوجینز سره يې د مایکروسکوپ او ټیلیسکوپ لینزونو په ډېزاین کې همکاري کوله. هغه په ټول ژوند کې د جایزو او اعزازونو له اخیستلو څخه ډډه وکړه، ان د ښوونکي درنه دنده يې هم ونه منله. هغه په ۱۶۷۷م کال کې د ۴۴ کلونو په عمر د سږو ناروغۍ له امله ومړ. هغه ښايي توبرکلوز یا سلیکوز ناروغۍ يې درلوده چې د لینزونو د جوړولو پر مهال د ښيښې ګرد تنفس کولو په پایله کې به نوره هم سخته شوې وي. هغه په هاګ کې د نیووې کیرک سیمې په یوه عیسوۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو. [۳۶]

د اخلاق یا Ethics، په نامه د سپینوزا شاهکار اثر د هغه له مړینې څخه وروسته د هغه د مرګ په کال چاپ شو. هغه پخپل اثر کې د دیکارت د ذهن-بدن د دوه ګوني فلسفه رد کړه او په دې توګه د غربي فلسفې یوه له ډېرو مهمو مفکرینو څخه وګڼل شو. په هغه اثر کې، "سپینوزا وروستی قطعي لاتیني شاهکار لیکلی دی او هلته د منځني پېر فلسفې اصلاح شوي مفاهیم په پای کې یو د بل پر ضد شوي او په بشپړ ډول له منځه تللي دي". هېګل وايي: "حقیقت دا دی چې سپینوزا په معاصره فلسفه کې د آزمايښت ټکی (testing-point) جوړ کړی دی، نو ویلای شو چې: یا ته سپینوزا-پال يې او یا هېڅ فیلسوف نه يې". د هغه د فلسفي لاسته راوړنو او اخلاقي شخصیت له امله فرانسوي فیلسوف ژیل دلوز هغه ته "د فیلسوفانو 'شهزاده'" نوم ورکړی دی. [۳۷][۳۸][۳۹]

ژوندلیک[سمول]

کورنۍ او د ټولنې مبادي[سمول]

د نیکولاس ډينګز په لاس د سپینوزا مجسمه (۲۰۰۸)، امسټرډام، زوانینګ بورګوال، له دې لیکنې سره "د دولت هدف آزادي ده" (ژباړه، د ټراکتاتوس تیولوجیکو-پولیتیکوس له وینا څخه، ۱۶۷۷)

د سپینوزا پلرونه او نیکونه په ټبر سفاردي یهودان او د پرتګال د یهوادنو د ټولنې برخه وه چې په ۱۵۳۶م کال کې د پرتګال د مذهبي تفتیش له پیل سره امسټرډام ښار ته راکډه شول. د مذهبي تفتیش پایله دا وه چې دوی په جبر سره له دین څخه اړول کېدل او ایبیریا ټاپوزمې څخه وېستل کېدل. د هالنډ د مرکزي ایالت اوترکت د اتحاديې د ۱۵۷۹م کال د زغم د فرمان سره سم، د پرتګال هغه یهودیان چې کاتولیک مذهب ته اوښتي و لومړی په ۱۵۹۳م کال کې امسټرډام ته په کښتیو کې راکډه شول او بیا سملاسي بېرته یهودیت ته راواوړېدل.   په ۱۵۹۸م کال کې د کنیسې [د یهودیانو جومات] جوړولو اجازه ورکړل شوه او په ۱۶۱۵م کال کې د یهودیانو د شامیلېدو او سرپرستي حکم تصویب شو. د جلاوطنه ټولنې په توګه، د امسټرډام پرتګالي یهودیانو په خپل هویت زښته ویاړ کاوه. [۴۰][۴۱][۴۱][۴۲]

که څه هم په پرتګالي ژبه کې "دي اېسپېنوزا" یا "اېسپېنوزا" په "ز" تلفظ کېږي، همدا لامل دی چې له هسپانوي ژبې ګډوډېږي. د اېسپېنوزا کورنۍ شجرې ته په کتو هېڅ داسې شواهد نشته چې وښيي د ده کورنۍ دي د هسپانيې د شمالي کاستیل د بورګوس سره نږدې اېسپېنوسا ډي لوس مونتېروس یا له پالېنسیا سره نږدې له اېسپېنوسا دی سېراتو څخه راغلې وې. اېسپېنوزا د هسپانوي ژبې عام اړول شوی کورنی نوم و. تړاوونه دا ښيي چې ممکن د اېسپېنوزا کورنۍ له هسپانيې څخه راغلې وي او د پرتګال له لارې هالنډ ته تللې وي. د سپېنوزا کورنۍ په ۱۴۹۲م کال کې له هسپانيې څخه وېستل کېږي او پرتګال ته تېښتي. پرتګال په ۱۴۹۸م کال کې دوی اړ باسي چې کاتولیک مذهب ته واوړي، نو ځکه دوی هالنډ ته راځي. [۴۳][۴۴]

د سپینوزا پلار نږدې یوه پېړۍ وروسته له هغه نړۍ ته سترګې پرانیستې چې بېجا ته نږدې په الېنتېجو کې د ویدیګوېرا په نامه د پرتګال په کوچني ښار کې په زوره خلک له خپل دین څخه اړول کېدل. کله چې د سپېنوزا پلار میګوېل (میکل) لا ماشوم و، د سپېنوزا نیکه، ایساک دی سپینوزا، چې د لېسبون سیمې و، خپله کورنۍ د فرانسې نانتېس ته بوتله. دوی په ۱۶۱۵م کال کې له فرانسې وشړل شول او بیا روټرډام ته ولاړل او ایساک همالته په ۱۶۲۷م کال کې مړ شو. د سپېنوزا پلار او تره مانوېل بیا امسټرډام ته ولاړل او هلته یې بېرته یهودیت پیل کړ. میګوېل یو بریالی سوداګر و او د کنیسې او همدا ډول د امسټرډام د یهودي ښوونځي مشر شو. هغه درې ښځې درلودې او له شپږو اولادونو درې هغه یې بلوغ ته له رسېدو وړاندې مړه شول. [۴۱][۴۴]

د ۱۷مې پېړۍ هالنډ[سمول]

امسټرډام او روټرډام دوه هغه مهم ښاري مرکزونه و چې د سوداګرو کښتیو به د نړۍ له بېلابېلو برخو د ګڼو دودونو او عقیدو لرونکي خلک راوړل. دغه د پرمختګ په حال کې سوداګریز فعالیت د دې لامل شو چې د نویو مفکورو د وړاندې کولو لپاره د زغم فرهنګ رامنځته شي او د کلیسا د چارواکو د سانسور څخه سترې کچې خوندي وي (که څه هم هغه خلک به چې "ډېر وړاندې" تلل، هغوی به ان په هالنډ کې هم ځورول کېدل). نو دا کومه تصادفی خبره نه ده چې د دیکارت او سپېنوزا فلسفی آثار په ۱۷مه پېړۍ کې د هالنډ جمهوریت په کلتوري او فکري محیط کې رامنځته شول. سپېنوزا د ټولنیزو دودونو په پام کې نه نیونکو ملګرو یوه کړۍ درلوده چې په هغې کې د کولیګیانټ (Collegiants) ډلې غړی هم و. یو سړی چې ده پېژندلو، په لیډن کې د نېلز سټېنسن په نامه یو تکړه ډنمارکی زده کوونکی و؛ بل يې بیا البرټ بورګ نومېږي چې سپېنوزا به لیکونه ورته استول را استول. [۴۵][۴۶][۴۷][۴۸]

ماشومتوب او ځواني[سمول]

د بالتازار فلوریز وان برکینغود د لاس نقشه (۱۶۲۵) چې په سپین رنګ کې د موسی او هارون کلیسا اوسنی موقعیت ښيي، خو دا ځای همدا ډول د سپېنوزا د راسترېدو ځای دی.[۴۹]


سپېنوزا په هغه سیمه کې واوسېد چېرې چې د موسی او هارون کلیسا پرته وه او قوي شواهد شته چې دی ښايي هملته زېږېدلی وي. [۵۰]
باروچ اسپېنوزا د ۱۶۳۲م کال د نومبر میاشتې په ۲۴مه نېټه د هالنډ د امسټرډام ښار په جوډېبوورټ سیمه کې زېږېدلی دی. هغه د میګوېل دی اسپېنوزا دویم زوی و. مېګوېل په امسټرډام کې یو بریالی پرتګالی سفاردي یهودی سوداګر و، خو شتمن نه و.

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118616242  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Baruch de Spinoza
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6v129sq — subject named as: Baruch Spinoza — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ NE.se ID: https://www.ne.se/uppslagsverk/encyklopedi/lång/baruch-spinoza — subject named as: Baruch Spinoza — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Nationalencyklopedin
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/3936 — subject named as: Baruch Spinoza — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Internet Philosophy Ontology project
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ ۶٫۲ ۶٫۳ Dutch Instrument Makers ID: http://www.dwc.knaw.nl/biografie/scientific-instrument-makers/?pagetype=authorDetail&aId=PE00003113
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/spinoza-baruch — subject named as: Baruch Spinoza — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Store norske leksikon ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4342&url_prefix=https://snl.no/&id=Baruch_Spinoza — subject named as: Baruch Spinoza — سرليک: Store norske leksikon
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ subject named as: Benediktus de Spinoza — abART person ID: https://cs.isabart.org/person/16159
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0063935.xml — subject named as: Baruch de Spinoza — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Diamond Catalogue ID for persons and organisations: https://opac.diamond-ils.org/agent/30813 — subject named as: Baruch Spinoza
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ ۱۲٫۲ ۱۲٫۳ ۱۲٫۴ https://www.vondel.humanities.uva.nl/ecartico/persons/11714 — د نشر نېټه: ۸ اگسټ ۲۰۲۳ — منښتلیک: Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 Netherlands
  13. پیوستون : 118616242  — د نشر نېټه: ۱۰ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ پیوستون : 118616242  — د نشر نېټه: ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۵ — سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Спиноза Бенедикт — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  15. پیوستون : 118616242  — د نشر نېټه: ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  16. https://cs.isabart.org/person/16159 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  17. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11925350v — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  18. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/6806883
  19. "Spinoza". Collins English Dictionary. HarperCollins. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اپرېل ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Definition of BARUCH". www.merriam-webster.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Popkin, Richard H. "Benedict de Spinoza Dutch-Jewish philosopher". Encyclopedia Brittannica.  
  22. Dutton, Blake D. "Benedict De Spinoza (1632–1677)". Internet Encyclopedia of Philosophy.  
  23. کينډۍ:Cite Merriam-Webster
  24. Jonathan Israel in his various works on the Enlightenment, e.g., Israel, Jonathan (2001). Radical Enlightenment: Philosophy and the Making of Modernity, 1650–1750. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) (in the index "Spinoza, Benedict (Baruch) de") and Israel, Jonathan (2011). Democratic Enlightenment: Philosophy, Revolution, and Human Rights 1750–1790. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Anthony Gottlieb (په 18 July 1999 باندې). God Exists, Philosophically (review of Spinoza: A Life by Steven Nadler). The New York Times.
  26. "Spinoza, Benedict De | Internet Encyclopedia of Philosophy". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Nadler, Steven (1 December 2008). "Baruch Spinoza". Stanford Encyclopedia of Philosophy (substantive revised).  
  28. (په 21 February 2012 باندې). The Spinoza Problem. The Washington Post.
  29. Yovel, Yirmiyahu, Spinoza and Other Heretics: The Adventures of Immanence (Princeton University Press, 1992), p. 3
  30. (په 3 May 2012 باندې). Destroyer and Builder. The New Republic.
  31. Nadler 2001، ص. 42.
  32. Scruton 2002، ص. 26.
  33. Nadler 2001، ص. 45.
  34. Nadler 2001، ص. 1.
  35. Stewart 2007، ص. 352.
  36. de Spinoza, Benedictus; Hessing, Siegfried (1977). Speculum Spinozanum, 1677–1977. Routledge & Kegan Paul. د کتاب پاڼې 828. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780710087164. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Hegel Society of America. Meeting (2003). David A. Duquette (المحرر). Hegel's History of Philosophy: New Interpretations. SUNY Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780791455432. مؤرشف من الأصل في ۱۳ مې ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مې ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. quoted in the translator's preface of Deleuze's Expressionism in Philosophy: Spinoza (1990).
  39. Scruton 2002، ص. 32.
  40. Magnusson 1990.
  41. ۴۱٫۰ ۴۱٫۱ ۴۱٫۲ Scruton 2002، ص. 19.
  42. Scruton 2002، ص. 15.
  43. The family was probably expelled from Spain in 1492 and fled to Portugal. Portugal compelled them to convert to Catholicism in 1498. Cf. Javier Muguerza in his Desde la perplejidadکينډۍ:Full citation needed; see also Ben-Menahem, Ari, Historical Encyclopedia of Natural and Mathematical Sciences, Volume 1 (Springer, 2009), p. 1095.
  44. ۴۴٫۰ ۴۴٫۱ Scruton 2002، ص. 20.
  45. Israel, J. (1998), The Dutch Republic: Its Rise, Greatness, and Fall, 1477–1806, Oxford, Oxford University Press, pp. 4, 583, 677, 917.
  46. De Dijn, Herman, Spinoza: The Way to Wisdom (Purdue University Press, 1996), pp. 3 & 4.
  47. Curley, Edwin, "Spinoza's exchange with Albert Burgh", in Melamed & Rosenthal (eds.), Spinoza's Theological-Political Treatise: A Critical Guide (Cambridge University Press, 2010), pp. 11–28.
  48. Nadler 2001، ص. 195.
  49. Historische Gids van Amsterdam, opnieuw bewerkt door Mr H.F. Wijnman, p. 205; Vaz Dias A.M. & W.G. van der Tak (1932) Spinoza, Merchant & autodidact, pp. 140, 174–75. Reprint in: Studia Resenthaliana. Vol. XVI, number 2, 1982.
  50. Die Lebensgeschichte Spinozas. Zweite, stark erweiterte und vollständig neu kommentierte Auflage der Ausgabe von Jakob Freudenthal 1899. M. e. Bibliographie hg. v. Manfred Walther unter Mitarbeit v. Michael Czelinski. 2 Bde. Stuttgart-Bad Canstatt: frommann-holzboog, 2006. (Specula 4,1 – 4,2.) Erläuterungen. p. 98, 119.